د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
امنیت او جرمونه

رحيمي: تېرې درې اوونۍ ننګرهار کې ۸۰ وسله وال مخالفين وژل شوي

Sep 18, 2017 - 17:29
جلال اباد (پژواک ٢٧ وږی ۹۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې تېرو درېيو اوونيو کې يې د ګډو او ځانګړو عملياتو پرمهال ۸۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.
Read More

په کندهار کې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي ووژل

Sep 18, 2017 - 17:17
کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.
Read More

جوزجان کې د طالبانو يو نظامي مسوول له ١٤ ملګرو سره ووژل شو

Sep 18, 2017 - 16:53
شبرغان (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي چې د پنځو ولسواليو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر قاري نورالله له خپلو ١٤ ملګرو سره د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته د دغه ټکي...
Read More

د فارياب بېځايه شوې کورنۍ امنيت غواړي

Sep 18, 2017 - 16:50
ميمنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د جګړې له امله کډه شوې لسګونه کورنۍ چې اوسمهال د ميمنې په ښار کې له سختو ستونزو سره مخ دي، له حکومته د خپلو سيمو د امنيت، سرپرپنا او خوراکي توکو غوښتنه کوي.
Read More

غزني کې هوايي بريد ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 18, 2017 - 15:31
غزني ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د هوايې برید له امله ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، خو د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني د والي ویاند...
Read More

پکتيکا کې لسګونو سرتېرو او افسرانو د دندې پرېښودو ګواښ کړى

Sep 18, 2017 - 13:36
ښرنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩): د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د ريزرف کنډک مسوولين او سرتېري وايي چې لوړ پوړي امنيتي چارواکي ورسره سمتي چلند کوي. دوى زياتوي چې د ګومل ولسوالۍ په ژغورنه کې يې تلفات ورکړل، خو يادو چارواکو ولسوالۍ له مقاومت پرته وسله والو...
Read More

ننګرهار کې د درېیو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

Sep 18, 2017 - 11:10
جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې د درېيو پاکستانيانو په ګډون ١٢ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته...
Read More

هوايي برید شاولیکوټ کې ۳۵ وسله وال وژلي

Sep 17, 2017 - 19:11
کندهار (پژواک، ۲۶ وږی، ۹۶): د کندهار مسوولين وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.
Read More

پکتیا کې سيمه ييزو پوليسو يو ښوونکى وژلى

Sep 17, 2017 - 16:55
ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو يو ښوونکی د هغه په کور کې وژلی او د کورنۍ دوه نور غړي يې ټپيان کړي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياد پوليس د ښوونکي جان محمد کور ته د شپې د غلا لپاره اوښتي وو، خو کله چې ياد ښوونکی...
Read More

لاريون کوونکي: د ديني او مذهبي مرکزونو امنيت دې خوندي شي

Sep 17, 2017 - 16:39
باميان (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د باميانو ولايت يو شمېر اوسېدونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل څو د ديني او مذهبي مرکزونو امنيت خوندي کړي او په هېواد کې د هدفي وژنو مخه ونيسي. دغه لاريون نن سهار د باميانو ښار د "رهبر شهيد" له جومات...
Read More

پکتيکا کې د پوليسو یو قوماندان له خپلې ښځې سره وژل شوی

Sep 17, 2017 - 16:36
ښرنه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): پکتيکا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلې ښځې سره وژل شوى دى. د يحيى خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن محمد رسول د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو...
Read More

د اروزګان هوايي بريدونو کې ١٨ وسله وال وژل شوي

Sep 17, 2017 - 16:31
ترينکوټ (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د اروزګان امنیتې چارواکې وایي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون اتلس طالبان وژل شوي دې. د اروزګان سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال...
Read More

"د جوزجان د دوو ولسواليو له ١٥کليو وسله وال ايستل شوي"

Sep 17, 2017 - 15:46
شبرغان (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د جوزجان ولايت د اقچې او خانقا ولسواليو ١٥کلي له طالبانو څخه پاک شوي او دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ٢٠٩ شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال عبدالديان اندرابي وويل چې د جوزجان ولايت په اقچې او...
Read More

په فارياب کې د يوې پېغلې مړى موندل شوى

Sep 17, 2017 - 15:16
ميمنه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د يوې ١٩ کلنې نجلۍ مړى پيدا شوى بلخوا د همدغه ولايت په شېرين تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى د طالبانو له لوري وژل شوى دى. د فارياب د پوليسو مطبوعاتي دفتر وويل چې د دې نجلۍ مړى نن...
Read More

د وزیرستاني ځوانانو ترور او زنداني کېدو خلک اندېښمن کړي

Sep 17, 2017 - 15:02
کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): له وزيرستانه د ځوانانو او مدني فعالانو د نادرکه کېدو او بندي کېدو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي. د کوزې پښتونخوا سياستوال او مدني فعال افراسياب خټک وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په وزيرستان کې يو شمېر ځوانان او مدني فعالان د...
Read More

په غزني کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 17, 2017 - 14:48
غزني ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): په غزني ولايت کې د يوې نښتې پر مهال ١٢ پوليس سرتېرو او ١٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د...
Read More

خوست کې چاودنې څلور کسان وژلي او ١٥ نور ټپيان دي

Sep 17, 2017 - 13:46
خوست (پژوک، ٢٦ وږى ٩٦): د خوست ښار د مبايل پلورنځيو په يوه مارکېټ کې د ماين چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي. د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا ١١:٠٠ بجې د خوست ښار...
Read More

"کندوز کې تېره مياشت له ٢٢٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

Sep 17, 2017 - 12:00
کندوز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې د وسله والو طالبانو د کورنيو او بهرنيو قوماندانانو او وسله والو په ګډون ١٥٢ کسان وژل شوي او ٧٠ نور ټپيان شوي دي. بريد جنرال نورالله قادري چې په دې وروستيو کې د هېواد...
Read More

حکمتیار: په شمال کې جګړې قومي بڼه غوره کړې

Sep 17, 2017 - 11:03
کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي چې جګړې د هېواد په شمال کې قومي بڼه خپله کړې ده. د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ګوند مشر يادې څرګندونې پرون...
Read More

د ګردېز ځيني اوسېدونکي د قول اردو له نوي جوړېدونکي دېوال سره مخالف دي

Sep 16, 2017 - 17:14
ګردېز (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د بنوزيو کمپ اوسېدونکي د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا د جوړېدونکي نوي امنيتي دېوال مخالفت کوي او وايي، دېوال جوړېدونکې سيمه د دوی د استوګنې ځای دی.
Read More