د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
بيارغونه

لغمان کې د ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ پروژې بشپړې شوې دي

Jan 15, 2018 - 12:23
مهترلام (پژواک، ٢٥ مرغومی ۹۶): چارواکي وايي چې لغمان کې د تېرو شاوخوا دوه نيمو کلونو پر مهال د څه باندې ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ ټولګټې پروژې پلې شوې او د يونيم ميليارد افغانيو په ارزښت نورې پروژې تر کار لاندې دي. د چارواکو په وينا، دغو...
Read More

د هرات- خواف د اورګاډي پټلۍ د پروژې کار بند شوی

Jan 14, 2018 - 18:27
هرات(پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د هرات ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېډو کار چې د ايران له خوا ترسره کېده له يوې مياشتې راهيسې د نا معلوم دليل له امله بند شوی دی.
Read More

په لوګر کې د ۳۰ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Jan 14, 2018 - 16:16
کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): په لوګر کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا د ۳۰ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
Read More

په لغمان کې د ۱۲ ميلیونه افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Jan 11, 2018 - 15:40
مهترلام (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۶): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د نږدې ۱۲ ميليونه افغانیو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
Read More

د ننګرهار ښوونکي او مامورين په شخصي لګښت ملي بسونه ترميموي

Jan 10, 2018 - 16:09
جلال اباد (پژواک،۲۰ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ټولو مامورینو په دغه ولایت کې د اتلس ملي بسونو د ترمیم په موخه د ملي بسونو ادارې سره له خپلې میاشتنۍ تنخوا څخه د مرستې پرېکړه وکړه.
Read More

ننګرهار کې تېرمالي کال د دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې دي

Jan 10, 2018 - 10:49
جلال اباد (پژواک، ٢٠ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تېر مالي کال يې په دغه ولايت کې د دوه میلیارده او ۶۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۰ لویې پروژې بشپړې کړې دي. په دې پروژو کې بيارغونه، روغتيايي خدمات، د پوهنې په برخه کې پرمختګونه او...
Read More

تر راتلونکو دوه کلونو به پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه ٧٣ سلنې ته لوړه شي

Jan 07, 2018 - 16:29
کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) ترمنځ د اوبو رسولو دوه کلن پلان لاسليک شو، چې پر بنسټ به يې تر دوه کلونو پورې په کليو او بانډو کې يو ميليون او ٨٠٠ زره کسان پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسى پيدا کړي.
Read More

په لوګر کې د حرفوي زده کړو ودانۍ جوړه شوه

Jan 06, 2018 - 17:16
پل علم ( پژواک، ١٦مرغومی۹۶): په لوګر ولايت کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د يو حرفوي مرکز ودانۍ جوړه شوه او ١٠٠ تنه ترې فارغ شول. ددې مرکز د پرانيستې او د فراغت په مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي ، د لوګر والي محمد حليم فدايي او...
Read More

د بهسودو پله د ضمانت وخت زيات شو

Jan 06, 2018 - 15:40
جلال اباد (پژواک ١٦ مرغومی ۹۶): د ننګرهار د فوايد عامې رياست وايي چې اړونده شرکت به د بهسودو پله ويجاړه شوې ټوله ساحه له سره رغوي او د پله د ضمانت وخت له يوه کال څخه پنځو کلونو ته زيات شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې د دې ولايت يوشمېراوسېدونکي د...
Read More

د کندهار درېيو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه پخېږي

Jan 04, 2018 - 15:50
کندهار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶): د کندهار د ټولګټو چارو رییس وايي، د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو د سړکونو د سروې، ډیزاین او تدارکاتو چارې بشپړې شوې او ژر به یې په پاخه او بنسټیزه توګه د جوړولو چارې پیل شي. دغه سړکونه د سپین بولدک، ښوراوک او معروف-...
Read More

خوست کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره ودانۍ جوړه شوه

Jan 01, 2018 - 11:10
خوست ښار (پژواک، ١١ مرغومی ۹۶): په خوست کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره يوه دوه پوړيزه ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. ياده ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلېکس کې چې د ولايت مقام او نورې دولتي ادارې په کې دي، جوړه شوې ده. د خوست...
Read More

کندهار ښار کې ديپلوماتيک ښارګوټى جوړېږي

Dec 30, 2017 - 15:59
کندهار ښار (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : د کندهار والي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د بهرنيو کونسلريو لپاره يو ديپلوماتيک ښارګوټى جوړ شي. د کندهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي...
Read More

د هېواد په نهو ولايتونو کې ٣٨ نوې پراختيايي پروژې عملي کېږي

Dec 24, 2017 - 18:45
کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت ويلي چې د هېواد په نهو ولايتونو کې د ٤٢٦ ميليون افغانيو په لګښت ٣٨ نوې پروژې عملي کوي.
Read More

په لغمان کې د يوه سربند د جوړولو کار پيل شو

Dec 24, 2017 - 16:17
مهترلام، پل علم (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦) : په لغمان ولايت کې د يوه سربند د جوړولو کار پيل او په لوګر ولايت کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
Read More

د مچلغو بند جوړولو دویم ځل تړون له یوې بلې کمپنۍ سره لاسلیک شو

Dec 24, 2017 - 15:55
کابل (پژواک، ٣ مرغومی ٩٦): د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند د جوړولو تړون له افغاني "ګلف" او يوې روسۍ کمپنۍ سره لغوه او له يوې بلې روسۍ کمپنۍ سره لاسليک شو.
Read More

لسګونه قطري وګړي د څو پراختيايي پروژو د پرانيستنې لپاره فراه ته راغلي

Dec 24, 2017 - 10:41
فراه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د قطري سوداګرو او د الغرافه خيريه موسسې شيخ علي بن عبدالله آل ثاني په مشرۍ دېرش قطري وګړي فراه ولايت ته د څو پراختيايي پروژو د پرانيستې لپاره راغلي دي. د فراه والي د دفتر مشر حکمت الله نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد...
Read More

په کندهار ښار کې د دوو سړکونو د قير کولو چارې پيل شوې

Dec 23, 2017 - 17:36
کندهار ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦) : په کندهار ښار کې د ٥١ ميليونه افغانيو په لګښت کې د دوو سړکونو د قير کولو چارې پيل شوې. د کندهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې د پرانيستلو په...
Read More

د هرات تخت سفر کې د چورلکو لپاره هوايي ډګر جوړېږي

Dec 23, 2017 - 16:02
هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): په هرات کې ځايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د هرات ښار تخت سفر سيمه کې د کورنيو او بهرنيو مهمو مېلمنو د چورلکو د ناستې لپاره هوايي ډګر جوړ شي. د هرات ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه هوايي...
Read More

چارواکي: د فيض اباد زندان جوړولو پروژه، د قرارداديانو په ګرو کې ده

Dec 21, 2017 - 00:00
فيض اباد (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): په بدخشان ولايت کې چارواکي اندېښنه څرګندوي چې د فيض اباد زندان جوړولو کار چې قرارداد يې د ولسي جرګې د يوې غړې اړوند شرکت اخيستى، د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم نه دى بشپړ شوى. د بدخشان ولايت د فيض اباد زندان امر...
Read More

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار ۹۵ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی

Dec 20, 2017 - 10:08
اسعداباد (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د کونړ اوسېدونکي او چارواکي وايي، د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار ٩٥ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوى چې له امله يې ورځ تر بلې د خلکو او حکومت ستونزې ډېرېږي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د کونړ مرکز اسعداباد ښار لپار ه...
Read More