د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محمد گل تنها

Article Images

فيض اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د بدخشان د ځمکو (اراضي) خپلواکه اداره وايي، د ياد ولايت په ٢٣ ولسواليو کې له (۲۱۱۴۶) جريبو زياته ځمکه غصب شوې، چې په وروستيو دوه کلونو کې (٤٢٨٩) جريبه ځمکه دوباره غصب شوې ده. د ياد ولايت د ځمکې خپلواکې ادارې سرپرست... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): په بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې په يو هوايي بريد کې نږدې شپږ بهرني وسله وال وژل شوي او مرکز يې ويجاړ شوى دى. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد جهانګير کرامت پژواک خبري... پاتې برخه
  فيض اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۶): د بدخشان امنيتي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د نشه يي توکو له قاچاقبرو سره په نښته کې څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د بدخشان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد جهانګيري... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک،۱۰سلواغه ۹۶): په بدخشان کې کوڅه ډبي او په  ربيس ناروغۍ ککړ  ( ليوني سپي ) د خلکو روغتيا ته ګواښ پېښ کړی او يادو سپيو تر اوسه لسګونه کسان داړلي او د هغوی روغتيا يې له ګواښ سره مخ کړې ده. د بدخشان ولايت د عامې روغتيا ادارې... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): په بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د يوې خاورينې غونډۍ د ښويېدو پېښه کې څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي. د بدخشان د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دوو وروستيو ورځو د واورې ورېدو له امله ددې ولايت د ١٤ ولسواليو لارې له مرکز او د ولسواليو له مرکزونو سره تړل شوې دي . د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيدعبدالله همايون... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ۷ سلواغه ۹۶): د بدخشان امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د زندان درې پوليس د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي. د بدخشان ولايت د فيض اباد زندان امنيتي مرستيال سمونوال امير کلان وويل چې د فيض اباد ښار د محبس ياد شويو درې سرتېري په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣ سلواغه٩٦): په بدخشان کې ځايي سرچينو ادعا کړې چې طالبانو د ملي اردو د يوه سرتېري مړى له قبره  را اېستلى، د يوه ساعت لپاره يې په يوه تناب کش کړى او د جنازې ګډونوال يې هم مجازات کړي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): د بدخشان امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په خستک کلي کې د هوايي بريد له امله ۱۷ بهرني وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. د بدخشان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي،... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د بدخشان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په ارګوی ولسوالۍ کې د دولت ۴۰ وسله وال مخالفين د قومي مشرانو په منځګړتوب د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر ثناءالله... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک،۱۷مرغومی۹۶):د بدخشان چارواکي وايي چې ددغه ولايت ټول کانونه دغير مسوولو وسله والو او د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په غير قانوني توګه را ايستل کېږي او حکومت په روان کال کې د بدخشان له کانونه څخه هېڅ عوايد نه دي ترلاسه کړي. ددغو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت يوه نا مسوول وسله وال قوماندان د ياد ولايت په زيباک ولسوالۍ کې يو کم پيدا واورين پړانګ په غير قانوني ډول ښکار کړى دى. د بدخشان د اوبو لګولو، کرنې او مالدارۍ مشر... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦): د بدخشان امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د پوليسو يو افسر چې په يفتل پايان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري تښتول شوى و، د ٣٠٠ زره افغانيو په بدل کې ازاد کړل شوى دى. د بدخشان ولايت د يفتل پايان... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): په بدخشان ولايت کې چارواکي اندېښنه څرګندوي چې د فيض اباد زندان جوړولو کار چې قرارداد يې د ولسي جرګې د يوې غړې اړوند شرکت اخيستى، د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم نه دى بشپړ شوى. د بدخشان ولايت د فيض اباد زندان امر... پاتې برخه
  فيض آباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى چې د خپلې نوې کړنلارې د شريکولو په موخه بدخشان او تخار ولايتونو ته تللى، وايي چې د دولت وسله وال مخالفين بايد له شته فرصت نه استفاده وکړي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،١٢ليندۍ٩٦): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې درې ځانمرګي نيولي دي. په بدخشان کې د ٢٠ پامير پلې فرقې د دويمې لوا قوماندان ډګروال محمدنعيم مجيدي وويل چې نيول شوي درې ځانمرګي بريدګر... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٨ لړم ٩٦): د بدخشان ولايت د اقتصاد رياست وايي، ټاکل شوې چې په روان کال کې د ياد ولايت  په بېلابېلو ولسواليو کې د ٣٤٠ ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي پروژې عملي شي. د بدخشان د اقتصاد ادارې مشر عبدالحسيب دقيق پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٨ لړم ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه ملکي افغانان پر ډزو وژلي دي. د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قوماندان سمونوال محمد امان نسيم د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٦): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ملي پارک کې ٢٠ ډوله وحشي حيوانات او د مارکوپولو هوسۍ او چکاوک مرغۍ په ګډون ١٠٠ ډوله کم پيدا مرغۍ د زياتېدو په حال کې دي. د بدخشان ولايت د کرنې رياست د ملي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٩ تله ٩٦): د بدخشان امنيتي چارواکي تاييدوي، چې د ملي اردو له وسلو او مهماتو ډک بار وړونکى موټر د دې ولايت کوکچې سيند کې ډوب شوى او موټر چلوونکي هم په ياده پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى دى. د بدخشان د ارګو ولسوالۍ امنيه قوماندان... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٧ تله ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ١٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٧ تله ٩٦): د بدخشان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي يوې ٢٠ کلنې محصلې ځان زندۍ کړى دى. د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونمل سيد مهرالدين انوري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٥ تله ٩٦): بدخشان کې لسګونه سيمه ييزو پوليسو د خپلو څلورو همکارانو له وژل کېدو وروسته د بدخشان ولايت د مقام پر ودانۍ بريد کړى او په پايله کې يې د درېيو ملي پوليسو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي او د والي دفتر او تالار يې ويجاړ کړي دي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١١ تله ٩٦): د بدخشان ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د پستې حاصلات ٤٠سلنه کم شوي دي. د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٤ تله ٩٦): د بدخشان ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ شا وخوا لس زره زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې شامل دي، د ښوونې له نعمته  بې برخې دي. د بدخشان د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د کرنې وزارت وايي چې په بدخشان ولايت کې د نباتي ناروغيو او افتونو د پېژندنې په موخه يې څېړنيزه سروې پيل کړې او له بلې خوا په دغه ولايت کې ٤٠ ډوله طبي بوټي نندارې ته اېښودل شوي دي. د بدخشان د کرنې رياست د نباتاتو ساتنې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، چين ژمنه کړې چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه  ډېر امريکايي ډالر لګوي. د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد نن د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د هېواد د ملي اتل احمد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د بدخشان ولايت د ښاري ګارنيزيون قوماندان وايي چې د ښاري ګارنيزيون په جوړېدو سره به هېڅ زورواکي ته اجازه ورنه کړي چې له وسلې او تورو ښيښو لرونکو موټرو سره تګ راتګ وکړي. د بدخشان د ٢٠ پامير فرقې د دويمې پلې لوا او ښاري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې يوه ښځه او يو سړى د زنا په تور تر خپلې صحرايي محکمې وروسته پر ډزو وژلي دي.  د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد زاهد عمري د زمري په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې د طالبانو له لوري د يفتل پايان ولسوالى پر بزګرانو د کرنيز کانال د اوبو بندلو له امله د شا وخوا لس زره جريبه ځمکې حاصلات له ګواښ سره مخ دي. د بدخشان ولايت د يفتل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له لوري د دغه ولايت پر تګاب ولسوالۍ د بريد په پايله کې، د قوماندان ضمير په ګډون د ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو ٣٥ سرتېري وژل شوي دي. د دغو چارواکو په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې نږدې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول احمد زاهد عمري وايي چې د ياد ولايت په خاش او ارګو ولسواليو کې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٦ کسان وژل شوي او ١٩ نور ژوبل شوي دي. د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله همايون وويل چې دغه... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٦): د بدخشان امنيه قومانداني وايي چې وسله والو مخالفينو نن غرمه د ياد ولايت په ارګو ولسوالۍ کې هغه دوه خويندې پر ډزو وژلې دي چې د دغې قوماندانۍ د پوليسو په ليکه کې يې د ساتنمنو په توګه دنده ترسره کوله. د بدخشان امنيه... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي د کوکنارو د کښت او توليد او په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له زياتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي چې پر نشه يي توکو له ٨٠ سلنه زيات کسان له درملنې وروسته بېرته نشې ته... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د بدخشان ولايت امنيتي سرچينې تاييدوي چې د وسله والو مخالفينو له لوري د دغه ولايت پر تګاب ولسوالۍ د بريدونو له امله يو شمېر کلي د دولت له حاکميته وتلي دي. د بدخشان ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې له نوم اخيستو پرته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو بېرته د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ ونيوله .  د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، د بدخشان زيباک ولسوالۍ د روانې مياشتې په اتمه د طالبانو د يوه ډله ييز بريد په... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٩ غويى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د بدخشان ولايت اشکاشم ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې څه ناڅه څلور کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول. د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال جلال يفتلي چې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٧غويى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله يو کس مړ شوى او درې نور ژوبل شوي دي. د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د کوهستان... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،١٠ غويى ٩٦): بدخشان کې سيمه ييز مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ډېرې لرغونې سيمې او تاريخې ابدې د زورواکو له خوا غصب شوې او د له منځه تلو په حال کې دي. د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): بدخشان کې امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري او يو ملکي کس ووژل شول. په بدخشان ولايت کې د دويمې لوا د پامير٢٠مې فرقې رييس ارکان ډګروال مير عبدالواحد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خواهان ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله د استوګنې څلور کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي، يو کس مړ شوى او دوه نور ژوبل شوي دي. د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالله... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،١٤ورى ٩٦): د بدخشان ولايتي شورا غړو په دې ولايت کې د امنيتي وضعيت خرابېدو په اړه اندېښنه وښوده او وايي، حکومت د ژمي موسم موکه له لاسه ورکړه او د هوا په تودېدو سره به بدخشان کې د جګړې لمن نوره هم پراخه شي. د بدخشان ولايتي شورا مشر... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٤ ورى ٩٦): د بدخشان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو اته کيلوګرامه هيرويين چې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، نيولي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال سهراب رسولي پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د بدخشان ولايت په ټولو ولسواليو کې د څارنوالانو د دفترونو لپاره د مناسب ځاى او ودانيو د نشتوالي له امله د يادو ادارو کاري بهير ځنډنى شوى دى. د بدخشان د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې اوسمهال د ١٣ ولسواليو څارنوالان... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک،٢٣ کب ٩٥): په بدخشان ولايت کې ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې په سبب شاوخوا اته کسان مړه او ١٦ نور ژوبل شوي دي. د بدخشان ولايت د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
جلال اباد، فيض اباد (پژواک، ٢١ کب ٩٥) : چارواکي وايي چې په ننګرهار  او بدخشان ولايتونو کې دوه مېرمنې پر  ډزو سره وژل شوې دي. د ننګرهار  د والي وياند عطاالله خوږياڼي د کب په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د بهسودو ولسوالۍ په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٣٠سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت سيمه ييزمسوولين وايي چې ددې ولايت درېيو ولسواليوکې د واورو ښويېدوله امله، څه ناڅه څلورکسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي. دبدخشان ولايتي شورا منشي احمدجاويد جاويد وويل چې دوه کسان د کوهستان ولسوالۍ مکاتاى... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يو بهرني قوماندان او د هغه د شپږو کسانو په ګډون لږ تر لږه لس وسله وال وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٢٣سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د يو پوليس په ګډون دوه کسان وژلي دي. د بدخشان امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٨سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي چې د واورو ورېدو او لارو بندېدو له امله ددې ولايت په څلورو ولسواليو کې ٢٠ کسان مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.  د بدخشان ولايت مرستيال او سرپرست ګل محمد بيدار، پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،١٦سلواغه ٩٥): بدخشان کې سيمه ييزچارواکي وايي چې د دې ولايت مايمي ولسوالۍ کې د واورې ښوېيدنې له امله ١٠ کسان مړه شول او څه ناڅه ١٢نور سخت ټپيان دي. د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشرسيدعبدالله همايون دهقان پژواک خبري... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت اوسېدنکي وايي چې ددې ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې په دوو پېښو کې يو کس مړ شوى، اووه نور ژوبل شوي او د استوګنې کورونه يې ويجاړ شوي دي.  د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر... پاتې برخه
  فيض اباد(پژواک، ٢٦مرغومى ٩٥): په بدخشان کې يوه ٣٠ کلن ځوان چې په ترافيکي پېښه کې يې پښه او ملا فلج شوي وو، ځان وژنه کړې ده. د بدخشان امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال سخيداد حيدري، نن د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري... پاتې برخه
ميمنه، فيض اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٥): سيمه ييز چارواکي وايي  چې وسله والو مخالفينو په فارياب او بدخشان ولايتونو کې د يوه سرحدي پوليس په ګډون درې کسان وژلي دي.  د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
  پلخمري،فيض اباد(پژواک،٢٠مرغومى ٩٥):سيمه ييز چارواکي وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ١٧کلي د وسله والومخالفينو له شتون څخه پاک شوي، بدخشان کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢نور يې ټپيان شول. د بغلان والي عبدالستاربارز، نن پژواک خبري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکو، د شپږو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو او د دوو ملکي وګړو په ګډون د ١٦ تنو نورو د ټپې کېدو خبر ورکړ. د بدخشان ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، نن ( د مرغومي ١٤مه)... پاتې برخه
  فيض اباد (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): بدخشان کې د سړې هوا له امله د سرحدي پوليسو يو افسر مړ شوی، بلخوا د يوې ښځې په ګډون دوه کسان جنايي پېښو کې وژل شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال سخي داد حيدري... پاتې برخه
فيض اباد( پژواک، ٩مرغومى ٩٥): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې د وروستيو واورو اورېدوله امله ياد ولايت کې د نهو ولسواليو نښلونکې لارې دخلکو پرمخ تړل شوې دي او د يادو ولسواليو خلک د بدخشان له لارې کندوز ولايت ته تګ راتګ کوي. د بدخشان دفوايدعامې رييس... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): د بدخشان ولايت د استيناف محکمې په علني قضايي ناسته کې د پوليسو يو افسر د وژنې په جرم پر ١٢ کاله تنفيذي بند محکوم کړ. دغه علني ناسته چې د استيناف محکمې د مشر قضاوتمند حافظ محمد هارون صافي په مشرۍ جوړه شوې وه او د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧مرغومى ٩٥): د بدخشان ولايت د مستوفيت  چارواکي ياده اداره کې د ٧ سلنې عوايدو زياتېدو  خبر  ورکوي، خو وايي چې د ناامنيو له امله ددې ولايت سروزرو، لاجوردو او ګمرکاتو هيڅ عوايد يې نه دي ترلاسه کړي. د بدخشان ولايت د... پاتې برخه
 فيض اباد( پژواک،٣٠قوس ٩٥):د بدخشان امنيتي مسوولين وايي چې په يوه هوټل کې د ياد ولايت د واخان ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو مړي موندل شوي دي. د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان پاسوال عبدالودود راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بدخشان واخان... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې په کشم ولسوالۍ کې له يو هېنو موټر سره د ٤٠٤ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله اووه کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن له پژواک خبري اژانس سره په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): د وروستيو واورو ورېدو له امله د بدخشان پنځو ولسواليو ته غځېدلې لارې د ترافيکو او ځايي خلکو پرمخ تړل شوې او اوسېدونکي يې د تاجکستان له لارې کندوز ولايت ته سفر کوي.  د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان پوليسو د ياد ولايت په کشم ولسوالۍ کې ٣٥ کيلوګرامه هيروين کشف او ضبط کړل  او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي. د یاد ولايت د استيناف څارنوالۍ مشر محمدغوث اميري پژواک ته وويل چې ياد نشه يي توکي په ٧٠ بستو کې... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان د کانونو رياست وايي چې د قراردادونو د پړاوونو په اوږدوالي سره يې د تېرو دوو کلونو په پرتله په عوايدو کې  ٩٠ سلنه کم والى راغلى دى. د بدخشان د کانونو رييس محمد اکبر انوري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): په بدخشان ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې د ولسي پاڅون ځواکونو يو قوماندان له خپل يوه کس په يفتل پايين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې وژل شوى دى. د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري پژواک خبري... پاتې برخه
 فيض اباد (پژواک، ٢٠ لړم ٩٥): بدخشان ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت د يوې فرهنګي او ادبي ټولنې له لوري اته عنوان کتابونه (د بدخشان ولايت د ليکوالانو او شاعرانو ادبي او شعري اثار) چاپ شول.  د يادې ټولنې مشر انجنير محمد دين خواهاني... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): په بدخشان ولايت کې چارواکي وايي چې د بدخشان پامير ته د بهرنيو سيلانيانو راتګ، د تېر کال په پرتله زيات شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى امر سيد اکرام صديق لعل زاد په خبره، تېر کال (١٣٩٤) ټولټال ١١٥... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د بدخشان د وردوج ولسوالۍ يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ له وسلوالو څخه د يادې ولسوالۍ په بيرته نيولو کې د مرکزي او سيمه ييز حکومت پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي چې خلک له ناوړه وضعيت سره مخ دي او له وسله والو مخالفينو د يادې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د بدخشان ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې سيمه ييز طالبان او بهرني وسله وال د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې د ګوزڼ واکسين د پلي کېدو مخنيوى کوي. د بدخشان د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٧  تله ٩٥): بدخشان کې امنيتي مسوولين وايي چې يوې ١١ کسيزې وسله والې مخالفې ډلې له تاوتريخوالي لاس اخيستى او د سولې له بهير سره يو ځاى شوې ده. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٦ تله ٩٥): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريد د ١٧ کسانو له مرګ ژوبلې سره پر شا تمبول شوى دى. د بدخشان امنيې قوماندانۍ وياند څارمن مسعود ارشد پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
شبرغان-فيض اباد (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په بدخشان او جوزجان ولايتونو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): په بدخشان ولايت کې سل نجونو او ښځو له يوه رونيز پروګرام ترسره کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.  د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې دغه ښځې او نجونې د GIZ موسسې له لوري  د يوه روزنيز پروګرام له دويم پړاو نه... پاتې برخه
فراه (پژواک،٢٠ زمرى ٩٥): د فراه ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ودانۍ نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه او دغه راز د بدخشان په يفتل پايان ولسوالۍ کې يو پول جوړ شوى دى. دغه ودانۍ چې د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې جوړه شوې، نن د ياد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنې يو پوليس وژلی او يو بل یې ټپي کړی دی. د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالودود راسخ وويل چې دا پېښه پرون... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): له  ٢٤٨ پراختيايي او ټولګټو پروژو څخه چې د بدخشان په ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د ياد ولايت په يوولسو ولسواليو کې ترسره شوې، له پنځوس زره زياتې کورنۍ برخمنې شوې. د بدخشان ولايت د کليو او پراختيا... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٥): د بدخشان والي په دغه ولايت کې له ٣٠٠ څخه د زياتو کورنيو او بهرنيو ترهګرو د شتون او د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د سترو پوځي اډو له جوړېدو خبر ورکړى دى. احمد فيصل بېکزاد دغه مطلب نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): بدخشان کې د تاجکستان کنسلګري چې يو کال وړاندې د امنيتي ګواښونو له امله بنده شوې وه، خپل فعاليت يو ځل بيا پيل کړ. بدخشان کې د تاجکستان نوى کنسل اميد نظروف، د بدخشان له والي احمدفيصل بېکزاد سره د ليدو پر مهال ويلي چې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٥): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ارغنجخوا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې د څلورو تاجکستانيانو په ګډون ١٣ طالبان وژل شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله ناياب پژواک خبري... پاتې برخه
فيض اباد ښار(پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): ملي دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د هوايي عملياتو په ترڅ کې ٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي. د ياد شوي وزارت په خبره، دغه عمليات د راغستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله... پاتې برخه
فيض اباد ښار (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د بدخشان امنيتى چارواکي په دغه ولايت کې يوه کس د کورنيو اختلافاتو په سبب د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار... پاتې برخه
فيض اباد ښار(پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ١٠کسان وژل شوي او څه باندې ٤٠ نور ټپيان دي. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا... پاتې برخه
فيض اباد  (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): د بدخشان د عامې روغتيا مشر وايي چې په دغه ولايت کې ٨٠ سلنه خلک روغتيايي بنسټيزو خدمتونو ته لاسرسی لري، خو لا هم د ولايت په لسو ولسواليو کې د نا امنۍ او نښلوونکو لارو د نشتوالي په سبب د ر وغتيايي خدمتونو وړاندې... پاتې برخه
فيض اباد ښار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د بدخشان عامې روغتيا رياست وايي چې څه باندې دوه زره ماشومان د سيمه ييزو طالبانو او بهرنيو جنګياليو د ممانعت له امله، د بدخشان راغستان ولسوالۍ کې د پوليو واکسين له تطبيق څخه بې برخې شوي دي. د بدخشان د عامې... پاتې برخه
 فيض اباد ښار(پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې لسګونه بهرني جنګيالي فعال دي او د دې اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته يې د پوليو واکسين ورکړل شي. د بدخشان دعامې روغتيا مشر ډاکټر نور محمد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): په بدخشان ولايت کې د سختو بارانونو ورېدو له امله د راوتلو سېلابونو له امله ٦ کسان مړه شوي، پنځه نور ژوبل شوي او د استوګنې سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
فيض اباد ښار (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): د بهرنيو چارو وزير بدخشان ته د سفر پر مهال ويلي چې په دغه ولايت کې د بهرنيو جګړه مارو شتون ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي، خو حکومت هڅه کوي چې دغه موضوع وڅېړي. د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خلکو سره په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): د فيض اباد-تخار لويه لار د سېلابونو د راوتلو له امله له پرون راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.  د بدخشان ولايت د فوايد عامې رييس انجنير عبدالغني وويل، چې دغه سېلابونه پرون د سبزي بهار، قره کمر، کزرها او صمدي په... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٣ثور٩٥): ولسوال نامنهاد طالبان براى ولسوالى راغستان بدخشان، در انفجار ماين خودش کشته شد و از دو رويداد تخريبى در ولايت غزنى جلوگيرى به عمل آمد. سمونوال سخى حيدرى آم کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د بدخشان د راغستان لپاره د طالبانو... پاتې برخه
فيض اباد ښار (پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د کمښت په سبب له وچو سبزيو او وښو ګټه اخلي. د پامير د خلکو استازى عبدالولي چې د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار د دې سيمې د سلګونو خلکود غږ رسولو په موخه د ولايت... پاتې برخه
فيض اباد ښار(پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله يوه ښځه او يوه کم عمره نجلۍ مړې شوې دي. د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيدعبدالله همايون دهقان، پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د بدخشان ولايت امنيه قوماندان وايي چې  د دغه ولايت په وردوج او جرم ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه نږدې ٥٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د يادو ولسواليو ځينې برخې  له يوه کال... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): امنيتي سرچينې وايي، چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د نښتې له امله ٣٨ وسلوال مخالفين او څلور پوليس وژل شوي او دغه راز پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.  يوې امنيتي سرچينې چې له... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي، د مخابراتي شبکو څه باندې دوه زره سيمکارتونه يې راټول کړي چې په وينا يې دغه غير قانوني سيم کارتونه د کورنيو د ځورونې او امنيتي ګواښونو لپاره کارېدل. د بدخشان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): په بدخشان کې د تندر لوېدو له امله درې تنه ټپيان شوي، بلخوا بارانونو او سېلابونو دوه پلونه هم ويجاړ کړي دي. د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير څارمن محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د بدخشان د پوهنې په نظام کې بې نظمي، بې عدالتي او انارشېزم تر عوج پورې رسېدلي او د دغه ولايت په معارف رياست کې ٦٣٤ تدريسي او اداري بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.  دغه مطلب، بدخشان ولايت ته د پوهنې وزارت د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د غير قانوني وسله والو له خوا تښتول شوي دوه تاجکستاني وګړي را خوشي شوي او د تاجکستان لور ته سپارل شوي دي. غير قانوني وسله والو د تېرې جمعې په ورځ د تاجکستان په پوله د خواهان-... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک،٢ ورى ٩٥): د بدخشان مرستيال والي د اندېښنې په څرګندلو سره وايي چې په جرم ولسوالۍ کې سلګونه بهرني جنګيالي فعاليت لري او دا ولسوالۍ تر اوچتو امنيتي ګواښونو لاندې ده. ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ازبکستاني، تاجکستاني،... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ٢ ورى ٩٥): د بدخشان امنيتى چارواکي وايي چې په کران و منجان ولسوالۍ کې ځايي قوماندانان حاکم دي او په وروستۍ يوه اوونۍ کې يې د يوې ښځې په ګډون درې کسه په بې رحمۍ سره وژلي دي. د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري، پژواک... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،١٦ کب ٩٤ ): د بدخشان ولايت د کرنې مسوولين وايي چې ټول نيالګي ددې ولايت دي او په نوي کال کې به دوه ميليونه نيالګي په دغه ولايت کې کېښودل شي. د بدخشان د کرنې او مالدارۍ رييس محمدعالم  عالمي وايي چې پخوا به هرکال شاوخوا يو... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٥ کب ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې نا امنۍ په بدخشان کې سوداګرۍ ته ګوزار ورکړى او سوداګر جرئت نه شي کولى چې په دې ولايت کې پانګونه وکړي. د بدخشان د اقتصاد رياست يوه چارواکي عبدالحسيب، په تېر کال کې د پانګونې کچه ٢١٤ ميليون ډالره... پاتې برخه
 کندوز، فيض اباد(پژواک، ١٥کب ٩٤): د کندوز ولايت پوليس وايي  چې ١٤٠ کيلوګرامه لاجورد ډبرې او ١٨کيلو هيرويين يې کشف او تر لاسه کړي او د قاچاق په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه نيولي دي.  د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې له نن سهار راهيسې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د وسله والو طالبانو بريدونه پيل شوي او تر اوسه درې وسله وال ژل شوي او يو امنيتي منسوب  ژوبل شوى دى. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): د بدخشان د مستوفيت عوايد سږ کال زيات شوي، خو يادې ادارې د نا امنۍ له امله له ګمرکونو، لاجوردو او د سرو زرو له کانونو هيڅ عايد نه دي ترلاسه کړي.  د بدخشان مستوفي عبدالملک محب زاده وويل، چې سږ کال په يو شمېر... پاتې برخه
 فيض اباد (پژواک،٢٠سلواغه ٩٤ ): بدخشان ولايت کې د افغانستان لپاره د ناروې دفتر پيسې لوټ شوې او ددې دفتر مالي مسوول او دوه کارکوونکي په دې تړاو نيول شوي دي. د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): امنيتي چارواکو په بدخشان ولايت کې پنځه پاکستاني وګړي، خپل هېواد ته د جاسوسۍ په شک نيولي دي. د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوو نارينه وو او يوې ښځې په کشم او... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩٤): د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد اوسېدونکي شکايت کوي، چې په يوه شپه ورځ کې څلور ساعته برېښنا لري چې له يوه لوري يې بيه ډېره لوړه ده او له بل لوري منظمه برېښنا نه لري. دوى زياتوي، دا ډول برېښنا د دوى ستونزې نه شي هوارولى... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧ مرغومی ٩٤): په بدخشان کې شاوخوا ٤٠ سيمې د طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ دي، له دغه ولايت سره د تاجکستان د پولو بندېدل د خلکو ستونزې نورې هم زياتې کړې دي. د بدخشان د طبيعې پېښو پر وړاندې د مبارزي د چمتووالي ادارې مشر سيد عبدالله... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٤): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، طالبان له ماشومانو څخه د سرتېرو او د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي او دوى ته پوځي او ويجاړوونکې ښوونې ورکوي. د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي ادعا وکړه، چې د طالبانو تر... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): په بدخشان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر مخ پر زياتېدو دى او په دغه ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده. د بدخشان ولايتي شورا يوه غړي دا ټکى نن د بدخشان د رضاکار ځوانانو د ټولنيزې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د غيرقانوني وسله والو د بې وسلې کولو او د تورو شيشو موټرو له تګ راتګ د مخنيوي په موخه يو عملياتي قطعه رامنځته شوه. په دې عملياتي قطعه کې ٣٧٠ افسران او د ملي پوليسو، ملي امنيت سرتېري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٢ ليندۍ ٩٤): د تېرې شپې زلزلې په بدخشان ولايت کې د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ کړي او خلکو ته يې زيانونه رسولي دي. دا زلزله تېره شپه ١٠:٣٥ بجې په کابل او ځينو ختيځو او شمالي ولايتونو کې محسوس شوې ده. د بدخشان ځايي چارواکي وايي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٢٧ لړم ٩٤): بدخشان کې د "بروسلوز" واکسين کمپاين په داسې حال کې پيل شوی چې ٢٠ مېرمنې په دې ناروغۍ اخته شوې دي او د ځينو څارويو بچيان تلف شوي دي. "بروسلوز" يو ډول ناروغۍ ده چې د بروسلا مکروب له لارې خپرېږي، نر څاروي شنډ او ښځې څاروي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د هندوستان له خوا په بدخشان کې د دريو کلينيکونو په جوړولو سره به د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه او شاوخوا ٦٠ زره کورنۍ به د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي. د دغو کلينيکونو کار په درايم، شهر بزرګ او ارغنچخواه... پاتې برخه
پلخمري- فيض اباد (پژواک،  ٢٣ لړم ٩٤): د اوو کسانو د سر غوڅولو په غبرګون کې د بغلان او بدخشان ولايتونو په لاريونونو کې وويل شول چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د حکومت دوه مخيز سياست په هېواد کې د نا امنيو زياتېدو لامل شوى دى.  ... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٤): په بدخشان کې د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوو وسله والو مخالفينو او د هغوى د کورنيو لپاره يوه ديني مدرسه او د څښاک اوبو شبکه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د بدخشان د سولې شورا ولايتي کمېټې وياند امرالله حبيبي وايي چې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د کرنيز کانال اوبه بندې کړې چې له امله يې لسګونو زره هکتاره ځمکې ته اوبه نه رسېږي او برېښنا د پنځو کوچنيو بندونو په غير فعالېدو سره سلګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي. وسله والو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٩ لړم ٩٤): په بدخشان ولايت کې سلګونو زلزله ځپلو ته په داسې حال کې د خوړو او خېمو مرستې رسېږي چې دوى ورسره شوې مرستې ناوخته بولي او تر څنګ يې د هوا پر سړښت او سرپناه ته اندېښمن دي. د لړم په ٤مه نېټه د سختې زلزلې له امله کابل او د... پاتې برخه
فيض اباد ( پژواک،٣لړم ٩٤ ): د بدخشان ولايت  د بشرحقونو ساحوي کمېسيون د يوې ښځې وژنه او بلې ټپې کېدل چې دواړه مېندوارې وې، په کلکه غندلي او عاملانو ته يې د مجازاتو غوښتنه کړې ده. د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د بدخشان د لاجوردو کان عوايد په تېر څه کم يوه کال کې څه باندې يو نيم ميليارد افغانيو ته رسېدلي او دا ټول عوايد د دولت د خزانې پر ځاى د وسله والو مخالفينو او سيمه ييزو قوماندانانو جېبونو ته تللي... پاتې برخه
فيض اباد، کندوز، پلخمري(پژواک، ٢٥ تله ٩٤): په بدخشان، کندوز او بغلان ولايتونو کې د نښتو له امله ١١ وسله وال مخالفين  او دوه پوليس وژل شوي، خو په بدخشان کې ١٤ سرحدي پوليس ورک شوي دي. د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د پوليسو د اووم سرحدي کنډک... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه سرګروپ په ګډون ٢٠ طالبان وژل شوي، بلخوا پر بهارک ولسوالۍ د وسله والو د بريد مخنيوى شوى دى. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعمل محمد احمدزى وايي چې دغه ډله... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٤): په کندوز کې د جګړې له امله څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بدخشان ولايت ته بېځايه شوې او د ګڼو هغو لپاره يې مرستې وېشل شوې، خو بې ځايه شوې کورنۍ دا مرستې کمې بولي او خپلو کورونو ته د ستنېدو غوښتونکي دي. د بدخشان د سرې مياشتې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د بدخشان په وردج ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو ١١ مړي سيمه ييزو مخورو ته وسپارل شول. وسله والو طالبانو د تلې مياشتې په نهمه نېټه وردوج ولسوالي ونيوه او تر اوسه هم د هغوى تر واک لاندې ده. د بدخشان د ملي امنيت يوې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې په ياد ولايت کې د طالبانو تر ولکې لاندې د سيمو له پاکولو، د زر کسيز ولسي ځواک له رامنځته کولو او په دغه ولايت کې د کومانډو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٠ تله ٩٤): د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولايت اړوند د وردوج ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو نيولې ده. د بدخشان د سرپرست والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله طالبانو، تېره ورځ مازيګر په شاوخوا ٣ بجو د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو دريو ملګرو سره نيول شوى دى. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي چې دا سيمه ييز پوليس تېره ورځ... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٢٦ وږى ٩٤): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي،  د وسله والو مخالفينو له خوا په بدخشان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان د موټرو له سوځېدو وروسته ياد سازمان په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه درولي دي. وسله والو مخالينو د وږې په ٢١مه نېټه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځنډ کول د خلکو او ټاکنيزې پروسې پر زيان بولي او غواړي چې دا پروسه دې ژر تر ژره پيل شي. دا شورا چې د دريو ښځو په ګډون ١٥ غړي لري، نن يې د يوې ناستې په ترڅ کې په خپره کړې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک،٢١ وږى ٩٤): د بدخشان امنيتي مسوولين وايي چې په راغستان ولايت کې يې د طالبانو بريد پر شا تمبولى او د نښتې پر مهال ٣٠ وسله وال مخالفين، پنځه ملي پوليس او درى ملکي کسان وژل شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي نن... پاتې برخه
جلال اباد- فيض اباد (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): چارواکو په ننګرهار او بدخشان ولايتونو کې د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړى دى. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمداحمدزي د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  ٦٠ کيلوګرامه نشه... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ١٤ وږى ٩٤): د دولت وسله والو مخالفينو د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنيت مدير نن سهار په يوه وسله وال کمين کې برمته کړ.  د بدخشان د امينه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري، نن( د وږي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
 فيض اباد (پژواک ٧ وږى ٩٤): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مهم مرکز له نيول کېدو او د پنځو طالبانو مرګ ژوبلې وروسته، د هغه پول جوړېدو ته زمينه برابره شوې چې له دې وړاندې د سېلاب او چاودنې له امله ړنګ شوى و.  د بدخشان د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د بدخشان په ځينو سيمو کې ناامني د دې لامل شوې، څو زورواکي او ناقانونه وسله وال د لرغونو اثارو په کيندلو لاس پورې کړي او دا عامه شتمني ولوټي. بدخشان د لرغونو ولايتونو له ډلې څخه دى او د تاريخ په اوږدو کې د تمدن او... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): وسله والو مخالفينو د بدخشان د شهدا  ولسوالى لار تړلې ده، د دولت کار کوونکي نغدي جريمه کوي او له خلکوباج اخلي. د شهدا ولسوال خيرخواه محمد معروف وايي چې وسله والو مخالفينو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې وسله والو يو ملي پوليس او مېرمن يې د هغوى د اولادونو په مخ کې وژلي او د دغه ولايت  د ښځو چارو رياست د پېښې د عاملانو د نيولو او جزا ورکولو غوښتنه کړې ده. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د... پاتې برخه
 فيض اباد (پژواک، ١٩ زمري ٩٤): د بدخشان مدافع وکيلان وايي چې د ګواښونو او زورواکو له امله نه شي کولى قضيې، په ځانګړې توګه د ښځو اړوند  د تاوتريخوالي دوسيې په سمه توګه وڅېړي، نو ځکه د موکلينو حقونه يې تر پښو لاندې کېږي. د هغوى په وينا، د... پاتې برخه
 فيض اباد( پژواک، ٤ زمرى ٩٤): په فيض اباد ښار کې د  هوا پېژندنې نوې دستګاه په نصب سره به  د هوا حالت ، د موسمي اورښتونو کچه او د طبيعي پېښو  په بېړه وړاندوينه وشي او له نورو هوايي ډګرونو سره به يې شريک کړي. دا مطلب د بدخشان... پاتې برخه
فيض اباد-چاريکار (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د ملي امنيت چارواکو، د BM1 هغه ٢٣ ماينونه چې د بدخشان مرکز فيض اباد پر ښار باندې د توغولو لپاره چمتو شوي وو، کشف او شنډ کړي او دغه راز د کاپيسا د  ملي امنيت يو کار کوونکى په پروان ولايت کې وژل شوى دى. د... پاتې برخه
فيض اباد- اسعداباد- چاريکار (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د بدخشان د کوفاب ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې، خو د کونړ د چپې درې او د پنجشېر سېلاب ځپلې کورنۍ بيا د مرستو غوښتنه کوي. د بدخشان د کوفاب په سيمه کې تېره اونۍ سېلاب راغلى و چې د چارواکو په... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٤ زمرى ٩٤): امنيتي چارواکي د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا  د يوه پوځي مرکز د سقوط او سلو امنيتي سرتېرو له نيولو په داسې حال کې خبر ورکوي چې دغو کلابندو  ځواکونو لا له مخکې د مرستې غوښتنه کړې وه. تيرګران... پاتې برخه
فيض اباد، کابل (پژواک،٣ زمرى ٩٤): د بدخشان د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يو مرکز د وسله والو مخالفينو له لوري کلابند شوى دى، خو دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه دا څرګندونې ردوي. دا مرکز د وردوج ولسوالۍ له... پاتې برخه
ميمنه- فيض اباد (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٤): په فارياب کې د يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي، ٩ امنيتي سرتېري او وسله وال مخالفين په بدخشان او فارياب ولايتونو کې ټپيان شوي دي. د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت وايي چې ياده ٣٥ کلنه مېرمن په يوه کور د... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٤): په بدخشان ولايت کې د سېلابونو د را وتلو په سبب يو پول ويجاړ شوى او ددې ولايت له مرکز سره د څلورو ولسواليو نښلوونکې لارې قطع شوې دي.  د بدخشان ولايتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې... پاتې برخه
فيض اباد(پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٤): د حکومت اجرايي مشر بدخشان ته د سفر پرمهال وويل چې امنيتي ځواکونه د طالبانو او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوي او حکومت د هغوى پر وړاندې د خلکو د منظمولو په حال کې دى. ډاکټر عبدالله نن غرمه د بدخشان مرکز فيض اباد ته سفر وکړ... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٤): بدخشان ولايت کې د سېلاب راتو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز يې له امله سلو زيات کورونه ويجاړ شوي او سېلاب ځپلي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.  دغه سېلاب، په غرونو کې د واورو د اوبه... پاتې برخه
فيض اباد( پژواک، ١٧چنګاښ ٩٤):د بدخشان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د سيلابونو راوتو له امله ، ٨٠ کورونه ويجاړ شوي او يو تن مړ شوى دى. په بدخشان ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سيدمحب الله همايون دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٧ چنګاښ ٩٤): "ښځه مې مړه شوه، ژوند مې ډېر تريخ شوى، اوس دې ته حيران يم چې د خپلو اولادونو نفقه په لاس ګاډي پيدا کړم او که په کور کېنم، څو د اولادونو سرپرستي په غاړه واخلم." دا د خېرمحمد وينا ده، چې کور يې د بدخشان په مرکز فيض اباد... پاتې برخه
فيض اباد( پژواک، ٦چنګاښ ٩٤): د بدخشان يمګان ولسوالۍ له بېرته نيولو سره سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته راستنې شوي ، ښوونځي پرانيستل شوي او د خوراکي توکو دکمښت ستونزه چې ان خلکو واښه خوړل تر يو بريده هواره شوې ده. د يمګان ولسوالۍ د غبرګولي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٤): د بدخشان ولايت د کشم ولسوال عبدالجبار مُصدق د ماين په چاودنه کې تر سخت ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.  د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخيداد حيدري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړي نن د تخار په... پاتې برخه
فيض اباد-کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي، د بدخشان يمګان ولسوالۍ چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د وسله والو مخالفينو په لاس کې وه، د ١٢٠ و سله والو مخالفينو په مرګ ژوبلې بېرته د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده. دا ولسوالي د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): د بدخشان يمګان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت له امله واښه خوري، سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او د ښوونځيو په تړل کېدو زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. يمګان ولسوالۍ ١٠ ورځې وړاندې د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٤): د ژارف نجونو لېسې د يو شمېر ښوونکو په ګډون څه باندې ٤٠ نجونې د بدخشان ولايت په شُکي ولسوالۍ کې مسمومې شوې چې د يو شمېر روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى. دا ښوونځى چې شاوخوا زر زده کونکي لري، د شُکي ولسوالۍ په مرکز... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٤): د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره جګړه روانه ده او سيمه ييز مسوولين د  ١٠ کورنيو او بهرنيو وسله والو او دوو پوليسو د وژلو کېد و ادعا کړې ده. يمګان ولسوالي دوه ورځې وړاندې له درنې جګړې وروسته د وسله والو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٤): د ښار جوړونې وزارت درې لوړ پوړي غړي چې د اختلاس په تور ممنوع الخروج اعلان شوي؛ تاجکستان ته د تېښتې په نيت له خپلو دوو لارښوونکو سره په بدخشان ولايت کې ونيول شول. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٢٤ غويى ٩٤): "کله چې ښوونکى ټولګي ته راځي، نشه وي او د ټولګي په يوه کونج  کې يې خوب يوسي."  دغه د بدخشان ولايت د شغنان ولسوالۍ د روښان لېسې له دوولسم ټولګي څخه د يوه فارغ زده کوونکي څرګندونې دي. هغه وايي چې په نشه يي... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٣ غويى ٩٤): د بدخشان ولايت په تيشکان او يفتل پايان ولسواليو کې د غونډۍ د ښويېدو او په غره کې د درز پيدا کېدو له امله، څه باندې ٢٧٠ کورونه ويجاړ شوي او خلک په ګاونډيو کليو کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي. د بدخشان د طبيعي پېښو پر... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې د وژل شوو ١٨ ملي او سرحدي سرتېرو ١٨ مړي د دغه ولايت روغتون ته وړل  شوي او شپږو نورو سرتېرو د وسله والو مخالفينو له منګولو ځانونه ژغورلي دي. د... پاتې برخه
ميمنه- فيض اباد (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې دوه امنيتي سرتېري وژل شي او دوه نور ټپيان دي، دغه راز په بدخشان کې ١٣ امنيتي پوستې له خالي کېدو وروسته طالبانو نيولې دي. د المار ولسوال محمدصالح صالح پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): ملي دفاع وزارت د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې د ملي اردو د ٣٣ منسوبينو د مرګ ژوبلې او ورکې او په دې اړه د اردو د يو شمېر چارواکو له نيولو خبر ورکړى دى. دا وزارت وايي، وسله والو مخالفينو د بدخشان لپاره د طالبانو د... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): ملي دفاع وزارت د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې د ملي اردو د ٣٣ منسوبينو د مرګ ژوبلې او ورکې خبر ورکړ. دا وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو د بدخشان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي امان الدين تر مشرۍ لاندې چې... پاتې برخه
 فيض اباد(پژواک، ١٦ ورى ٩٤): بدخشان ولايت کې يو نيم ټن هغه کيمياوي توکي چې په هيرويين جوړلو کې کارېږي کشف او نيول شوي او د هيروينو د توليد يوه فابريکه ويجاړه شوې ده. د بدخشان امنيه قوماندان لوى پاسوال بابه جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٢٠... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې بهرنيو وسله والو د دوو پوليسو سرونه پرې کړي او درې وسله والو مخالفين له سولې پروسې سره يوځاى شوي دي. د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ١٣ کب ٩٣):  وسله والو مخالفينو د بدخشان د يمګان ولسوالي کلابنده کړې او د خوراکي توکو بيو او جګړې د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي. يمګان د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او ځايي چارواکي وايي چې دغه... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک، ٧ کب ٩٣): د بدخشان په ماهمي ولسوالۍ کې واورې ښويېدنې ١٨ کسان مړه کړي او همدارنګه په دغه ولايت کې د واورې ډېر ورښت د يوه کلي څنډه لاندې کړې ده. د بدخشان د والي وياند ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون شپه د... پاتې برخه
 فيض اباد(پژواک، ٤ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات د څلورو وسله والو مخالفينو په وژلو کېدو پاى  ته رسېدلي، خو ځايي چارواکي وايي چې عمليات د خلکو په غوښتنه بېرته له سره پيل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت... پاتې برخه
فيض آباد (پژواک،٣ حوت ٩٣): برفکوچ در ولسوالى راغستان ولايت بدخشان، سبب مرگ ١٢ تن  از اعضاى دو خانواده گرديده و ١٠ خانوادۀ ديگر خساره برداشته اند. اين رويداد طبيعى، نيمه شب گذشته در قريۀ کجلر ولسوالى راغستان اتفاق افتاده است. احمد جاويد... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣):  د بدخشان د ارګو ولسوالى د اب باريک کلي ناورين ځپلو د سرپناه ستونزه به د څه باندې زرو کورنيو لپاره د يوه ښارګوټي په جوړولو حل شي.د روان کال د غويي مياشتې په ١٢مه په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښوېيدنې له امله د اب باريک... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٣): دولت که څه هم د بدخشان د غميزې، د مړو د رايستو کار درولى دى، خو د قربانيانو د کورنيو غړي اوس هم د بېلچو او کولنګونو په وسيله د خاورو ډېرۍ راسپړي او په دې هيله دي، چې ګني د کورنۍ د غړو مړي به پيدا کړي.د بدخشان د ارګو... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٥ وږى ٩٠): يو ١٦ کلن تنکى ځوان چې غوښتل يې ځانمرګى بريد ترسره کړي، د بدخشان ولايت د بهارک په ولسوالۍ کې د لمونځ کوونکو له خوا ونيول شو. د بدخشان د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز نن (د وږي ٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه... پاتې برخه