د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محمد حلیم کریمی

Article Images

کابل (پژواک، ٢٥کب ٩٦):  د ملي دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو ولايتونو کې  ۴۵ وسله وال وژل شوي او۳۳ تنه نور ټپیان دي . د ياد وزارت له لوري د کب په ٢٥مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګډ عمليات چې هوايي ملاتړ هم... پاتې برخه
کابل(پژواک، ۲٥ کب ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په کونړ او کندهار ولايتونو کې په ماشومانو کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  د دغه وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغې پېښې د کونړ په غازي اباد او د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د لومړي ځل لپاره د درملو د کيفيت لوړولو، د بې کيفيته درملو د توريد مخنيوي، دندو موندلو او درملو د بيې کنټرول په موخه ځنځيريز درملتونونه جوړوي. د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز نن په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): کابل کې نن د يوې ناستې په ترڅ کې يو شمېر سياسي څېرو د حکومت له لوري د ټاکنو د نه ترسره کولو په صورت کې د حکومت د بدلون پر بديل ټينګار وکړ، خو ځينو يې وويل چې د بدلون لپاره هر ډول ګام پورته کول بايد د قانون په چوکاټ کې ترسره... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۰کب۹۶): د افغانستان د صنايعو، کانونو او پانګونې عالي شورا نن د کورني صنعت د پياوړتيا، کاري فرصتونو ته د زمينو برابرولو او رڼې ماليې ورکولو په موخه خپل کار پيل کړ. د يادې شوې شورا مشر عبدالجبار صافي، نن په کابل کې په هغو مراسمو کې چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د غزني ولايت يو شمېر مدني فعالان وايي چې ځايي چارواکي د شېراباد او نېخته کليو تر منځ د رامنځته شوې شخړې د حل توان نه لري، خو که حکومت اړين اقدام ونه کړي، دغه موضوع به پر ناورین بدله شي. د قره باغ د شېراباد کلي اوسېدونکي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): په کابل کې مېشت د غزني يو شمېر اوسېدونکو نن د يوې غونډې په کولو سره د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي د اعتراض کوونکو غوښتنې دې واورېدل شي. د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي چې څلور ورځې... پاتې برخه
کابل (پژواک،۱۴کب۹۶): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايې ورکونې په ۲۴سلنه مرکزونو کې د امنيتي ستونزو او په ياد شوي ارګان کې د کسانو په ګومارلو کې د زورواکانو له لاسوهنې څخه د شکايت ترڅنګ اعلان وکړ چې د رايې ورکوونکو نوملړ به د راتلونکي کال د زمري په ۱۲مه... پاتې برخه
مزار شريف (پژواک، ١٤ کب ٩٦): د بلخ د ولايتي شورا رييس هم مني چې له کابله د ارګ راغلي پلاوي له عطاءمحمد نور سره ګټورې خبرې کړې او يوې هوکړې ته نږدې شوي دي. د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې له... پاتې برخه
کابل(پژواک،۹کب۹۶): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغان حکومت لسګونه بهرني مجرمان خپلو هېوادونو ته يې سپارلي، څو ثابته کړي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه، له هغې نړيوالې ترهګرۍ سره جګړه ده چې له بهر څخه يې ملاتړ کېږي. دغه موضوع محمد حنيف... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۹ کب ۹۶): له قانوني لارو د اساسي قانون د تعديل منل، اوربند، د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل، د يوه سياسي ګوند په توګه د طالبانو پر رسميت پېژندل، د بنديانو ازادول او پر طالبانو د بنديزونو لرې کول له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د طرحې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۶ کب ۹۶): پخوانی سناتور او د جمعیت اسلامي قوماندان ګل افغان تېره شپه په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د کب په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا شپږ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د ملي مشارکت ګوند د برېښنايي تذکرو وېش د هېواد په ګټه وباله او د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې يې د هېوادوالو پر يووالي د ټينګار ترڅنګ وويل، د حکومت او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ اختلافونه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۹سلواغه۹۶): د حکومت د اجرايه رياست دويم مرستيال وايي، په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې ليکل تپل شوي او بايد د دې بهير د عملي کېدو لپاره هڅې ونه شي. محمد محقق دغه موضوع نن په کابل کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): که څه هم هره ورځ په کابل ښار کې زرګونه څاروي ذبحه کېږي، خو له مخکې صحي چک نه لري او غوښه يې په دوه زره قصابيو کې د شاوخوا لسو تنو له لوري کتل کېږي چې له امله يې د ناروغيو خپرېدو اندېښنې شتون لري. د پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۲سلواغه۹۶):د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د ګوزڼ د ژمني کمپاين دويم پړاو سبا پېلېږي او په ۲۱ ولايتونو کې به له خطر سره مخ تر شپږ ميليون ډېرو ماشومانو باندې تطبيق شي. د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "دغه کمپاين... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امريکا به د ٢٠٢٠ زېږديز کال تر پايه پورې د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د ١٥٩ بېلابېلو الوتکو او چورلکو مرسته وکړي. د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزير د ياد مطلب د څرګندولو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د کابل هوايي ډګر د عامه خدمتونو د دوو چارواکو په ګډون ١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي. د ياد مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، ياد کسان د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د ريختر ٦.١ درجه زلزلې چې مرکز يې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، د افغانستان، هند او پاکستان ځينې برخې ولړزولې. د پېښو سره د مبارزې چمتو والي ادارې په خبرپاڼه کې چې کاپي يې پژواک ته رسېدلې، راغلي زلزله د هندوکش غرونو کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): کابل کې د امريکا سفارت وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کابل ته د سفر پر مهال له افغانستانه د امريکا پر ملاتړ ټينګار کړى او هڅې کوي چې افغانستان کې "روان اختلافونه" له سوله ييزې لارې حل کړي. د امريکا د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د سرپل ولايت سل بستريز روغتون ودانۍ بې کيفيته جوړه شوې او د دې ودانۍ ځينې برخې د يوه کال په تېرېدو زیانمن شوي او ځيني سيستمونه يې له کاره لوېدلي دي. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د حکومت اجرائیه مشر وايي، کوم کسان چې د (بې ګناه ملکي وګړو ترور او وژنه) ترسره کوي، یو له بله هېڅ توپير نه لري، خو هغه کسان چې ځان له دغه صف نه جلا کړي، د افغانستان د خلکو غېږ ورته پرانيستې ده. د حکومت اجرائیه مشر... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢ سلواغه ٩٦): پوليس وايي چې د کابل ښار د ١٧ ناحيې اړونده ساحه کې د ملګرو ملتونو ددفتر افغان کارکوونکې له خپل موټر چلوونکي او زوى سره ورکه شوې ، خو وايي چې پلټنې يې روانې دي او څرک يې لګولى دى. د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند... پاتې برخه
کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۶): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل پر کانټيننټال هوټل وسله وال بريد چې له ۱۴ساعته جګړې وروسته د بريدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد، د حقاني شبکې له خوا چې له افغانستان څخه د باندې په خوندي پټنځايونو کې ژوند... پاتې برخه
کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېته ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې پر انټرکانټيننټال هوټل بريد کې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي. دغه بريد تېره شپه شاوخوا ٩:٠٠ بجې پيل او تر اوسه دوام لري. د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن د پېښې په... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۷مرغومی۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نړيوال ترهګر سازمانونه او له پولې هاخوا جرمي ارګانونه، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شوي دي. ولسمشر غني دغه خبرې نن په ارګ کې "د سولې په اړه د مدني ټولنې، ځوانانو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د سولې عالي شورا په ترکيې د افغانستان د سولې په اړه د وروستيو خبرو اترو په تړاو وايي، تر اوسه پورې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه خبرې نه دي شوې. د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک، نن په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د افغانستان دولتي پوهنتونونه د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې په تخنيکي ملاتړ د له لرې واټن څخه د زده کړو پروګرام ((ايډکس)) له لارې د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت وايي چې له مېرمنو څخه د ملاتړ د پروګرام له مخې يې د کابل په ۱۰ ولسوالیو کې پر ۱۸۲۰ مېرمنو د خوراکي توکو د پروسس توکي وېشلي دي. د کرنې وزارت له خوا د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي ارګانونه، نا امني او په روغتيايي مرکزونو کې د ښکېلو لورو له خوا مورچل نيونه، عمده ننګونې بولي او له هغوى   غواړي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خنډ نه شي. د... پاتې برخه
کابل (پژواک،۱۹مرغومی۹۶): د برښنا شرکت له څلورو کورنيو شرکتونو سره د کابو ۲۵۱ميليون افغانيو په ارزښت د موادو برابرولو تړونونه لاسليک کړل او وايي چې د دغه شرکت مياشتني عوايد په داسې حال کې سل ميليون افغانۍ دي چې د ۱۶ولسواليو د برښنا عوايد طالبان ټولوي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦): د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته له ٣٠٠ زياتې ښځې د دولتي ادارو له يوه کلن کاري زده کړو پروګرامه  فارغې شوې؛ چې له يادې ډلې يې ٩٠ سلنه ښځې په دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوې دي. يادو ښځو، د "حکومت کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو په برخه کې د ځوانانو رول اغېزناک بولي او وايي، سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار مدني خوځښتونو ته ورګرځېدل دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت... پاتې برخه
کابل (پژواک،۲۸ليندۍ۹۶): د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال وايي، په افغانستان کې د ناامنيو او پراخ اداري فساد دوام له هېواد څخه د پانګې د تېښتې زياتېدو او د پانګونې د کمېدو لامل شوى دى. خان جان الکوزی دغه موضوع نن په هغې غونډه کې وکړه چې په کابل کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): کابل کې د افغان- کوريا انسټيټيوټ له نهه مياشتنۍ روزنيزې دورې د برېښنا، د موټر تخنيک، خياطۍ، ودانيزو چارو، نلدوانۍ، کمپيوټر او انګريزي ژبې له روزنیزو برخو کې ٤٤٠ کسان فارغ شول. د افغان-کوريا انسټيټيوټ مسوول ميرجلال هشام... پاتې برخه
کابل(پژواک،۲۷ليندۍ۹۶): د کابل امنيه قومانداني وايي چې د افشارو په سيمه کې د ملي امنيت پر تعليمي مرکز بريد، د امنيتي ځواکونو له خوا د ځانمرګو بريد ګرو په وژل کېدو، او له مرګ ژوبلې اړولو پرته پای ته رسېدلی دی. د کابل د ۱۰۱اسمايي زون د قوماندانۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي او مدني فعالان وايي، ملي امنيت د "افغانستان د نړيوال اتصال او تحليل موسسې مشر" د قانون خلاف نيولى او تر اوسه پورې د هغه د برخليک په اړه معلومات نه شته. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي ظاهر... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٢٥ليندۍ ٩٦): په کابل ښار کې د ځينو کسانو زور کارول او له مسافر وړونکو موټرو د رشوت اخيستل پر بې نظمۍ سربېره ددې لامل شوي چې د زورواکو او رشوت ورکوونکو موټر بې نوبته کار وکړي او د نورو حق تر پښو لاندې شي. د ترانسپورټ وزارت د بار... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) سمنګان ولايت کې له ١٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره د ٢٨٦ ټنه خوراکي توکو او کابل کې له شا وخوا لس زره بېوزله کورنيو سره د ٦٥،٨ ميليون افغانيو نغدي مرسته کړې ده. يادې نغدې پيسې له ٩٦٠٠ بېوزلو... پاتې برخه
کابل (پژواک،۱٧ قوس۹۶): افغانستان کې زرګونو تنو، د امريکا له خوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندلو په غبرګون کې لاريونونه وکړل او ويې ويل چې د امريکا دغه کړنه د نړۍ مسلمانانو ته د منلو نه ده. د امريکا ولسمشر دونالډ ترامپ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۶): د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند د سر کارېز په ساحه او د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق کور ته نږدې چاودنې ٧ کسان وژلي او ٩ نور یې ټپیان کړي دي. د پېښې په ځای کې عیني شاهدان وايي چې وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي... پاتې برخه
کابل (پژواک،۱۶ليندۍ۹۶): په کابل کې يو طبي کمپلکس په داسې حال کې کار پيل کړ چې لا هم ډېر شمېر افغانان  په هېواد کې د ناسم تشخيص او معياري ‌طبابت د نه شتون له امله د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي. دغه طبي کمپلکس، نن د کابل ښار د درېيمې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۶): په کابل کې د "ټوټه" نومي بنداژ د توليد فابريکې مشر له پانګوالو وغوښتل چې د بنداژ د توليد په برخه کې دې پانګونه وکړي؛ ځکه اوسمهال د ده فابريکه يوازې لس سلنه  اړتياوې پوره کوي. يونس وياړ له پژواک خبري اژانس سره په... پاتې برخه
کابل (پژواک،١١ليندۍ٩٦): د ولسي جرګې ځينې غړي د ١٣٩٧کال د بوديجې پر نا انډول توب د نيوکې ترڅنګ، دغه بوديجه نيمګړې او غيرمعياري ګڼي او وايي چې په دې بوديجه کې ځينې خيالي پروژې ځاى کړاى شوې چې په نا امنيو سيمو کې يې تطبيق ناشونى دى. د راتلونکي مالي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ ليندۍ٩٦):د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړو د غوراوي کمېټې د کار د بيا ځلي پېلېدو په اړه د ولسمشر حکم په داسې حال کې تر اوسه نه دى عملي شوى چې د کارپوهانو په وينا، د ټاکنو د کمېسيون د مشر ګوښه کېدل هم قانوني نه دي. د هېواد ولسمشر محمد اشرف... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): د ښځو ښوونيز بنسټ (مورا) د لوړې ماليې له ورکړې، د زورواکو له لاسوهنې او ورته بنسټونو ته د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي او وايي چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، دغه بنسټ به پر زياتو هڅو سربېره هم بند شي. د افغان ښځو لپاره... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د يوې افغان مېرمنې له غمه د ډک ژوند داستان خپرول چې د انساني قاچاق قرباني شوې وه؛ عدالت ته د خلکو د لاسرسي او له يادې پديدې سره د مبارزې لپاره پرېکړه جدي کړې او اوس يې د وکالت جامې پر تن کړې دي. پژواک خبري اژانس، د ١٣٩٥... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت، د هېواد د تحصيلي نصاب بياکتنه د دغه وزارت له لومړيتوبونو بللې او وايي چې د پوهنتونونو اوسني تدريسي محتويات د کار د بازار اړتياوې نه پوره کوي او بايد بدلون وکړي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د هېواد په اتو ولايتونو کې به د ٣١٣ ميليون افغانيو په لګښت د ٣٢ شبکو په فعاليدو سره د څه باندې ٧٠٠٠ هکتاره ځمکې د خړوبېدو زمينه برابره شي. دا ټکى د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست انجنير نصيراحمد درانى نن په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د سياسي ګوندونه خونه (خانه احزاب سياسى) د افغانستان جګړه نيابتي او تپل شوې بولي او پر دې سربېره چې له همېشنۍ سولې ملاتړ کوي؛ وايي چې روانه جګړه قومي نه ده او نړيواله ټولنه بايد د داعش او نورو ترهګريزو ډلو پر وړاندې مبارزه... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٤لړم٩٦):د نوې ترسره شوې سروې موندنې ښيي چې سږ کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ٦٣سلنه او د ترياکو توليد ٧٨سلنه زيات شوى دى. د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې، همغږۍ او پاليسۍ مرستيال جاوېد احمد قایم نن... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٦): د حزب اسلامي امير وايي، اوسني بحران ته د پاى رسولو يواځينۍ لاره ټاکنو ته تلل دي او دا ګوند د ولسي جرګې او ولسواليو شوارګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو دى. د افغانستان د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار، نن د دې ګوند د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ لړم ٦٩): د امريکا نړيواله پراختيايي اداره د افغانستان د ښوونځيو لپاره ١٣٥ ميليونه ټوکه درسي کتابونه او د ښوونکو لپاره لارښود د ٧٥ ميليونه ډالرو په لګښت د افغانستان دننه مطبعو کې چاپوي. دغه مطلب په افغانستان کې د امريکا متحده... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٦): د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې د اور لګېدنې له امله يو تن ټپي شوى او د ١٥هټيو په سوځېدو سره هټيوالو ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى. د کابل د ١٠١ اسمايي زون وياند بصير مجاهد پژواک خبري... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٦): د مسافر وړونکو يوه بويينګ ډوله الوتکه چې د اريانا شرکت له لوري په کرايه نيول شوې، د پيسو په ورکړه او کرايې ترلاسه کولو کې د روڼتيا نه شتون له امله له الوتنې پاتې شوې ده. د حکومت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت وايي چې د هېواد په ٢٢ ولايتونو کې يې د ٣٠٥ ميليون افغانيو په لګښت ٧٩ نوې پراختيايي پروژې عملي کوي.  د دغو پروژو قرارداد نن د کليو او پراختيا وزارت د سرپرست مجيب الرحمن کريمي او د سيمه ييزو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٩ لړم ٩٦): د "افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټې" (Kinderhilfe-Afghanistan) په مالي مرسته شل ټوکه کتابونه چاپ شوي او ټاکل شوې ده چې د هېواد د پوهنتونونو په واک کې ورکړل شي. د لوړو زده کړو وزارت سلاکار، ډاکټر يحيي وردګ وايي چې ده دغه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٦): د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر (نى) په هېواد کې د رسنيو د کار کوونکو د نه خونديتوب له امله اندېښنه په ډاګه کړې او وايي چې د رسنيو د صاحبانو له خوا د رسنيو ٩٣سلنه کار کوونکو او خبريالانو حقوق او امتيازونه نقض کېږي.... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې حکومت په قوانينو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د لومړيتوبونو په ټاکلو سره هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته لاره هوارولى شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو عامل خونې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی (يوناما) مشر تداميچي ياماموتو وايي چې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په موخه له ټولو اړخونو سره له نږدې کار کوي. تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې دلړم په ٢مه، د ملګرو ملتونو د نړيوالې... پاتې برخه
کابل(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه٩٦): ولسي جرګې د ١٣٩٦کال په ملي بوديجه کې تعديلات چې له مخې يې د ځينو پروژو پيسې کمې او د ځينو نورو زياتې شوې دي، د رايو په اکثريت سره تصويب کړل. د ولسي جرګې د مالي او بوديجې د کمېسيون مرستيال صديق احمد عثماني په نننۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٦): شنونکي د هېواد وروستۍ ناامني د امريکا د نوې ستراتيژۍ پر وړاندې غبرګون او د هېواد د امنيتي ځواکونو کمزورتيا بولي. له کابو يوې اوونۍ راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو پکتيا، کندهار، غزني، ميدان وردګو، غور او کابل کې د وسله... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال په هېواد کې د بې سوادۍ کچې پر لوړوالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په هېواد کې د څه باندې ٦٠ سلنه بې سوادۍ له منځه وړو لپاره د سواد زده کړې عمومي ملي خوځښت ته اړتيا ده. د افغانستان د ليک لوست... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٤تله٩٦): د ولسي جرګې ځينو غړو د دغې جرګې د مشر او لومړي مرستيال ترمنځ رامنځ ته شوى تشنج د شورا له ابرو سره لوبې وبللې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې دعوې په عدلي او قضايي ارګانونو کې حل کړي. د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې، د ولسي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٦): د سره صليب نړيواله کمېټه په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له خرابوالي د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې په هېواد کې د دغه بنسټ فعاليتونه محدود شوي او دغه راز به په کندوز او فارياب کې خپل ولايتي دفترونه هم وتړي. افغانستان کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٦): ولسي جرګه د افغانستان په اړه د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او له ولسشمر غني غواړي چې اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد هېواد د پوځي چارواکي په غوښتنه دې پاکستان ته سفر ونه کړي. ولسمشر غني، يوه اونۍ وړاندې (د تلې ٩... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٥تله٩٦): ولسي جرګې د اروزګان په جورې ولسوالۍ کې د ٢٦امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه وبلله او محکمې ته د امنيتي چارواکو د راکاږلو غوښتنه يې وکړه. د راپورونو له مخې، د دولت سوله والو مخالفينو د روان کال د تلې په اتمه نېټه پر يادې شوې... پاتې برخه
 کابل(پژواک،١٢تله٩٦): يوشمېر هېوادوال وايي چې له رسمي رخصتيو پرته د نورو رخصتيو اعلان د وخت ضايع کېدو، د اداري کارونو شاته پاتې کېدو او د خلکو لپاره د ستونزو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي. د هېواد د کليزې له مخې، په کال کې د خلکو او مختلفو ادارو... پاتې برخه
کابل(پژواک،١١تله٩٦): د هېواد ولسمشر د لوړې طبي شورا د پرانېستې په مراسمو کې، ددغه شورا د مهم بللو ترڅنګ وويل چې د هېواد روغتونونه اړتياو ته ځواب نه شي ويلاى او يوه خبيثه کړۍ بازار ته بې کيفيته درمل وړاندې کوي. ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ تله ٩٦): يو شمېر مدني بنسټونو په ټاکلي وخت د رڼو او عادلانو ټاکنو پر ترسره کولو د ټينګار ترڅنګ د ټاکنيزو حوزو پر کوچني کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، د حوزو د نه کوچني کېدو په صورت کې مدني حرکتونو ترسره کړي. دغه طرحه پر کوچنيو ټاکنيزو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ تله ٩٦): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د اوبو ناسمه کارونه د کابل ښاریان د اوبو له اړخه له ستونزې سره مخ کړي او که سم مديريت نه شي، تر راتلونکو پنځو کلونو به دغه ستونزه د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې ولري. د اوبو او برېښنا وزير... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ تله ٩٦): د پوهنې درېم ملي ستراتيژيک پلان په داسې حال کې وړاندې شو، چې لا هم ٣،٥ ميليون ماشومان ښوونځي ته له تللو محروم دي، د حاضرو ٢١ سلنه ثبت شوي زده کوونکي دايمي غيرحاضر دي او له نيمايي زيات ښوونکي يې د تدريس بشپړه وړتيا نه لري.... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩وږى ٩٦): د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي د ټاکنو د خپلواک کمسييون "د ټاکنيزې ملي اجماع " له رامنځ ته کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د چمتووالي له بهير څخه ملاتړ ته ژمنه ده. په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني، د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ګاونډيو هېوادونو له رښتينې همکارۍ سره تړلې وبلله او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار ترڅنګ يې له... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٦وږى٩٦): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د ځان وژنې د کچې په اړه د نويو شمېرنو له وړاندې کولو پرته له مختلفو ارګانونو څخه وغوښتل چې له ياد شوي وزارت سره د ځان وژنې د مخنيوي د ملي سټراټيژۍ په لړ کې مرسته وکړي. د عامې... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٥وږى٩٦):ډاکټر عبدالله او د جمعيت اسلامي ګوند نور لوپوړي چارواکي په داسې حال کې بلخ ته تللي چې د راپورونو له مخې، امريکا"د افغانستان ژغورنې ايتلاف غړي" له حکومت سره د اړيکو ښه کولو ته اړ کړي او د عبدالله او  بلخ  د والي اړيکې هم... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٠وږى٩٦): د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحيې له واټونو څخه د سمنټي د يوالونو د لرې کولو په پيل کې وويل چې د ځينو ستونزو له امله لاهم د لومړۍ، دويمې، درېيمې، څلورمې او شپږمې ناحيې په واټونو کې ٦٠سلنه ديوالونه  نه دي لرې کړاى شوي. د کابل... پاتې برخه
 کابل(پژواک،٧وږى٩٦): د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د پروګرامونو د څارنې او پرېکړې نيونې او سمې پلانونې لپاره د روغتيايي شمېرو څخه د غورې ګټې اخيستنې او انسجام په موخه، د روغتيايي معلوماتو لومړنى مخزن جوړه شو. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې،... پاتې برخه
درېيم تعقیب - کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې وسله والو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سيمه کې د "امام زمان" پر جومات بريد کړى چې په ترڅ کې يې د پوليسو په ګډون ٢٤تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.   د کورنيو چارو وزارت وياند... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): حکمتيار وايي، ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي او ځينې بهرني عوامل په ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو کې د اخلاقي فساد او بې بندوباريو د پراخېدل لامل شوي دي. نوموړي دغه څرګندونې، د "اينده نګر ځوانانو ټولنيزې... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢وږى٩٦): د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو د ځالو پر له منځه وړلو ټينګار وکړ او د سولې خبرو ته د طالبانو پر بللو سربېره وويل چې د دغه ماموريت فعاليت به په افغانستان کې په راتلونکو مياشتو کې ډېر شي. دغه راز... پاتې برخه
کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د ماليې وزارت د فساد د مخنيوي، د وخت د نه ضايع کېدو او د سترو ماليه ورکوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په موخه د برېښنايي خدمتونو سيستم جوړ کړ. د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس عبدالحبيب ځدراڼ، نن په کابل... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د ٣٦٦ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې د ٣٨شبکو په جوړېدو سره به د ٥١ زره جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شي .  د دغو شبکو د جوړېدو تړون نن د (زمري په ٣١مه ) د کرنې د وزير اسد الله ضمير او د ١٦ساختماني شرکتونو د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٦): د "نى" بنسټ له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې د مالي ستونزو له امله د نږدې ٢٠٠ رسنيو له تړل کېدو خبر ورکړى او له حکومته غواړي چې د رسنيو مالياتي پورونه ورته وبښي. د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو پر وړاندې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ټولو والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې چې د هېواد د خپلواکۍ ۹۸یمه کالیزه دې په شاندارو مراسمو ونمانځي. د یادې ادارې له خوا پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمه ییزو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د کابل ښاروالۍ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۹۸یمې کالیزې په مناسبت د هېواد تر ټولو لوی بیرغ له نوي کولو وروسته یو ځل بیا د بي بي مهرو پر تپه پورته کړ. هند شاوخوا یوه میاشت کې مخکې دغه بیرغ چې زوړ او چیري شوی و، بیرته نوی... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د حکومت اجرائیه رییس د بيلاروس له دوه ورځني سفر وروسته قزاقستان ته ولاړ او ټاکل شوې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره تر کتنې وروسته د بیا نوې کېدو وړ انرژۍ په نندارتون (۲۰۱۷ اکسپو) کې ګډونه وکړي. د ۲۰۱۷ اکسپو نړیوال... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکو، د "کار ملي ناستې لپاره چمتووالى" له ناستې خبر ورکړى چې په دې لړۍ کې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې ١٤ زره کسان استخدامېږي، پر دې سربېره د کاري تجربې ترلاسه کولو لپاره پر روزنيزې طرحې هم... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٤زمرى٩٦): "د روغتیا په برخه کې د فساد د له منځه وړلو لپاره کارونه شوي؛ خو لا هم په دغه سکتور کې د فساد شتون، زيانمنې طبقې ته د غوره خدمتونو رسولو مخه نيسي." دغه مطلب نن په کابل کې د روغتيا په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې د... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٣زمرى٩٦): د افغان دولت او اروپايي ټولنې د درېيمې غونډې په پاى کې اعلان شو چې افغانستان د بشري حقوقو د خونديتوب په لړ کې په تېر يو کال کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې؛ خو بايد په دې برخه کې ډېر کار وشي.  نن په کابل کې د نړيوالو... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٢زمرى٩٦): د کابينې له خوا په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د فيس اخيستلو مقرره په داسې حال کې تاييد شوه چې ځينې دغه کار د قانون خلاف ګڼي او د عامې روغتيا د وزير په وينا، په دغو مرکزونو کې اوسمهال هم په پټه پيسې ورکول کېږي. د اساسي قانون... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړو کمپاين درېيم پړاو کې اعلان وکړ چې په دغه پړاو کې له دویمه دوره د پاتې ۹۰زره ماشومانو په ګډون ۹،۹ ميليونه ماشومان به د پوليو واکسين تر پوښښ لاندې راشي. د عامې روغتيا وزير ډاکتر... پاتې برخه
کابل (پژاوک، ١٦ زمرى ٩٦): د پاکستان د پنجاب ايالت يو اوسېدونکى وايي چې د پکتيا په جانيخېلو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوى او نيول شوى دى. دغه کس چې محمد عصمت الله نومېږي، نن په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست کې رسنيو ته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): "د سياسي ګوندونو کور" وايي حکومت دې د امنيتي پېښو د مخنيوي لپاره پراخ اقدامات وکړي او نړيواله ټولنه بايد د ترهګرو ځالې په هر ځاى کې له منځه يوسي. د "خانۀ احزاب سياسي" په نوم بنسټ چې څو سياسي ګوندونه او مدني بنسټونه په کې... پاتې برخه
کابل (پژواک،١١زمرى٩٦): د پوهنې وزارت د "استاد - شاګردي" پروګرام لومړى پړاو ناکام وباله؛ خو ويې ويل چې د دغه پروګرام په دويم پړاو کې اصلاحات راغلي او ټاکل شوې ده چې په درې راتلونکو کلونو کې يو ميليون کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي. په دغه پروګرام کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): په کابل کې د هالنډ هېواد سفير، د افغان حکومت د سولې او ثبات له پروګرامونو څخه د خپل هېواد د ملاتړ د اعلان ترڅنګ ويلي، نړيواله ټولنه هيله لري چې د افغانستان ګوندونه بايد په ګډه له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره کار وکړي. په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت د ١٣٩٦ کال د کانکور لس  غوره  زده کوونکي وستايل چې د يادو لسو کسانو لپاره به له هېواده بهر د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.  د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کانکور په... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې په هيپاتيت ويروس د ١٥٠ زره کسانو د احتمالي اخته کېدنې په اړه خبر ورکوي او وايي که چېرته يې د وقايې لپاره جدي اقدامات ونه شي، دا ناروغي به مخ په ډېرېدو شي. تور زېړى يا (Hepatitis)... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پايلې اعلان کړې چې له مخې يې له ١٤٧زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطيف روشان نن په کابل کې د ١٣٩٥/١٣٩٦ سراسري کانکور د پايلو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په زندانونو کې ٢٣ سلنه زندانيان د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي، چې له دې ډلې  درې ميليون هېوادوال د نشه يي توکو پر کښت او توليد بوخت دي. د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣  زمرى ٩٦): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ٢٠١٧کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د ٧٣ قضيو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دا شمېرې د وروستيو ١٦ کلونو لومړيو شپږو مياشتو کې بې مخينې... پاتې برخه
کابل(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه٩٦): د "ابادي" پروګرام چې د امريکا متحده ايالاتو له خوا ترسره شو، زرګونه کاري موکې رامنځ ته شوې او د پانګې اچونې د متشبثينو له خوا په مختلفو برخو کې کابو٢٩٠ ميليون امريکايي ډالره پانګونه شوې ده. دغه پروګرام (د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د (اسان خدمت) له لارې خلکو ته د رڼو، ګړندي او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مالیې وزارت او سترې محکمې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو. «آسان خدمت» د خدمتونو وړاندې کولو سیستم ده چې د مالیی وزارت په چوکاټ کې کار کوي... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٢٧چنګاښ ٩٦): د کورنيو چارو وزارت د شرکتونو پور ورکول خپل لومړيتوب بولي او وايي چې ټولو پور لرونکو ته به له تصفيې وروسته حساب ورکړي، خو شکمن مفسد قرار داديان به څارنوالي ته ور وپېژني. دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): د "ملکيانو ساتنې لپاره د عدالت غوښتنې ډله" په نوم بنسټ، په هېواد کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې له زياتېدو څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې د ٢٠١٧ زېږديز کال تېره مياشت تر ټولو زياته خونړۍ مياشت وه چې په کې د هېواد په کچه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): په هېواد کې د هوايي شرکتونو د الوتنو د ځنډ او ټکټونو د بيو لوړوالي په اړه د ځينو مسافرو له شکايت وروسته د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره د يادې ستونزې د حل په موخه پر يوه جامع طرحه کار کوي. د افغانستان د ملکي هوايي چلند... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): ځيني مسافر د هېواد د  هوايي شرکتونو په الوتکو کې د الوتنو له ځنډ شکايت کوي او وايي چې ځينې الوتنې د ساعتونو لپاره ځنډېږي. د اريانا دولتي او کام اير هوايي خصوصي شرکتونه مني چې په ځينو الوتنو کې د بېلابېلو لاملونو په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): ځيني مسافر د هېواد د  هوايي شرکتونو په الوتکو کې د الوتنو له ځنډ شکايت کوي او وايي چې ځينې الوتنې د ساعتونو لپاره ځنډېږي. د اريانا دولتي او کام اير هوايي خصوصي شرکتونه مني چې په ځينو الوتنو کې د بېلابېلو لاملونو په... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٧ چنګاښ ٩٦): د سالنګ نوي تونل د مطالعاتو او تفصيلي ډيزاين تړون چې ١٩،٦ ميليونه ډالره لګښت لري، د  فوايد عامې وزارت او يو استراليايي شرکت ترمنځ لاسليک شو. د سالنګ تونل هندوکش غرونوکې شاوخوا ٥٢ کاله وړاندې جوړ شوى، ٢،٧ کيلومتره... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٦چنګاښ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو او  وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه کې ٢٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي. دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٤چنګاښ ٩٦): د ولسي جرګې ځينو غړو د افغانستان د اوبو بندونو په تړاو د ايران د ولسمشر څرګندونې د افغانستان په چارو کې د ياد هېواد ښکاره لاسوهنه وګڼله، ويې ويل چې دا څرګندونې ثابتوي چې ايران له افغانستان سره دښمني لري. د راپورونو پربنسټ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): د "رستاخيز تغيير" تر نوم لاندې خوځښت، د ولسمشر او اجراييه مشر او لوړپوړو امنيتي چارواکو پر استعفا د ټينګار ترڅنګ، د موټرونو په هارن وهلو سره يوځل بيا په اعتراض پيل وکړ. نن سهار لس بجې سلګونه معترضين، د کابل ښار واټونو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): د "سولې رښتيني جرګه" تر نامه لاندې يو بنسټ په خپله لومړنۍ ناسته کې خپل موجوديت اعلان کړ چې سولې ته د رسېدو په موخه له کوچني اختر وروسته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو په موخه، د هېواد په سويلي ولايتونو کې خبرې اترې... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٨غبرګولى٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي، سره له دې چې د تنباکو کارولو د کمېدو لپاره ډېرې هڅې شوې دې؛ خو د هغو کارول د زياتېدو په حال کې دي چې دوامداره مصرف يې، نيمايي مصرفونکي د مرګ په کومې کې ورکوي.  د عامې روغتيا وزارت د صحي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦)  د ملي امنيت رياست وايي، چې د کندهار د والي د مېلمستون د بيید اصلي عامل ددې مېلمستون اشپز سيد محبوب اغا دی ، چې د طالبانو د کويټې شورا په لارښوونه يې ترسره کړى و. د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي په کابل کې د يوې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦)  د ملي امنيت رياست وايي، چې د کندهار د والي د مېلمستون د بيید اصلي عامل ددې مېلمستون اشپز سيد محبوب اغا دی ، چې د طالبانو د کويټې شورا په لارښوونه يې ترسره کړى و. د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي په کابل کې د يوې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، د هېواد له امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو او په استجوابيه ناسته کې د امنيتي چارواکو پر نه ګډون د نيوکې ترڅنګ وويل، چې د چارواکو د بدلولو پر ځاى بايد د جګړې د مديريت لپاره پر نوو لارو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د پژواک موندنې څرګندوي چې د "پښتني بانک" ډالري حساب د هېواد د درېيو خصوصي بانکونو د مشتريانو د پيسو د لېږد په سبب، د هغه يوازېني بانک له لارې چې پيسې ترې له هېواده بهر استول کېږي، بند شوى دى. هغه اسناد چې پژواک خبري... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٦): د رسنيو يو شمېر سرچينې وايي چې د کابل ښار د نن سهار پېښه کې د ګڼ شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې تر څنګ، د رسنيو دوه کارکوونکي هم وژل شوي او څوارلس  نور ژوبل شوي دي. په دغه بريد کې د طلوع ټلوېزيون د (IT) برخې يو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د هېواد کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ د کرکټ لوبو ترسره کول؛ د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دوى نه غواړي چې ورزش او لوبې له سياسي مسايلو سره وتړي. د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د بېلابېلو ولايتونو د شپږو کرکټ لوبډلو په ګډون د "رمضاني" جام کرکټ سيالۍ به دوې ورځې وروسته کابل ښار کې پيل شي. د دې سياليو مشر حاجي جيلاني زرملوال چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې ټاکل شوې دغه ٢٠ اوره... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د ختيځو ولايتونو د يووالي جرګه وايي چې د افغانستان د نورو سرحدونو تر څنګ دې د ډيورنډ کرښې ته هم د حل يوه منطقي لار پيدا کړاى شي. دغه څرګندونې د ختيځو ولايتونو د يووالي جرګې مرستيال عبدالخالق پشه يي د غبرګولي څلورمه په... پاتې برخه
کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): سعودي عربستان ته د شاوخوا ٣٠ زرو زيارت کوونکو د لېږد تړون د تېر کال په پرتله په درې سلنې کمښت سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د اريانا افغان هوايي شرکت تر منځ لاسليک شو. د بيت الله شريف٣٠ زره زيارت کوونکو... پاتې برخه
کابل (پژواک،٣١غويى ٩٦): د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې ناامنۍ د دې لامل شوي څو د ښوونځي شرايطو ته برابر نږدې ٣،٥ ميليونه ماشومان، ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شي او دولت بايد د نړيوالو شريکانو په همکارۍ له ښوونې او روزنې محروم شوو ماشومانو د جذب... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د تېلو دوه واردوونکو شرکتونو د ګمرکي محصول د معافيت له فورمونو څخه په ګټې، افغانستان ته شاوخوا ١٤ ميليون اضافي تېل را وارد کړي، چې له دې امله له دولت څخه ٤٠٤ ميليون افغانۍ پوروړي دي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): د تدارکاتو ملي ادارې په وروستيو دوو کلونو کې له سلو زيات شرکتونه د سرغړونو له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي او په دغو قراردادونو کې يې له ١٨ ميليارده زياته سپما کړې ده. د تدارکاتو ملي ادارې مشر يما ياري نن په کابل کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي په موخه د افغانانو په يووالي ټينګار وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې سوله وکړي. ده چې نن يې په ارګ کې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې د بيان پر ازادۍ باور لري، د ښځو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): انجنير ګلبدين حکمتيار نن د موټرو له يوه ستر کاروان سره يو ځاى په داسې حال کې کابل ښار ته راغی چې د واټونو دواړو لورو ته زرګونه ولاړو کسانو ترې هرکلى کاوه. د حزب اسلامي امير نن له غرمې وړاندې لس بجې د موټرو له یوه اوږده... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٣غويى ٩٦): طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې دولت وزارت د زلزلې خطرونو کمولو او د ښوونځيو خونديتوب لپاره، نن د لومړي ځل لپاره د کابل ښار غازي لېسه کې مانور ترسره کړ. په ياد مانور  يا نمايشي حرکتونو کې د کابل ښار غازي لېسې شاوخوا... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې يو شمېر خلک جعلي شهادتنامې جوړوي او د شهادتنامو د وېش په لړۍ کې خنډ د خلکو له لوري کمېشن کارانو ته د پيسو د ورکړې او فساد لامل شوى دى. دغه راز د شهادتنامو يو شمېر اخيستونکي وايي چې د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ غويى ٩٦): د سوداګرۍ او صنايعو خونې وروستۍ سروې ګانې ښيي چې د ٢٠١٥ کال په پرتله ٢٠١٦ کال کې د کاروبار په وړاندې خنډونه لږ شوي وو؛ خو سږکال کاروبار خراب شوى او د اندېښنې وړ دى. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل رييس عتيق الله... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي له ولسمشر غواړي، چې د جرګې د مصوبو د نه عملي کېدو په اړه د سپيناوي په موخه، جرګې ته حاضر شي، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به پر نورو لارو چارو غور وکړي. د يادې جرګې يوې غړې ناهيد فريد نن ولسمشر غني... پاتې برخه
کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه   ٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مخابراتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د فعالو مخابراتي سيمکارتونو له پلور څخه دې ډډه وکړي او له دې وروسته دې غير فعال سيمکارتونه وپلوري.  دغه څرګندونې د... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٧ورى ٩٦): د اروپايي ټولنې پلاوي په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د درېيم کمپاين د پيل خبر ورکړ او له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې يې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بشپړ تطبيق  ټينګار وکړ.  سرچينه وايي، دا... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦): د  ولسي جرګې يو شمېر غړي، په ننګرهار ولايت کې له ټولو ستر غيراتمي بم له استعمالولو ملاتړ کوي، خو يو شمېر نور کسان بيا دغه کار حل لاره نه بولي او وايي چې امريکا دغه بم د ځان ښودنې په موخه اچولى دى.  د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): يوه تازه نظرپوښتنه څرګندوي چې د افغانستان د رسنيو ٥٥ سلنه مخاطبين له دې امله چې رسنۍ د قضيو عمق ته ځان نه رسوي؛ شکايت کوي، خو په دې برخه کې ١٣ سلنه خلک بيا د رسنيو له کړنو خوښ دي. دغه نظرپوښتنه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٦): د سولې عالي شورا د دې خبرې د تاييد ترڅنګ چې ياده شورا نوره بوديجه نه لري، وايي چې که چېرې تر راتلونکو دوو اونيو پورې د شورا مشر ونه ټاکل شي او ستراتيژي يې تصويب نه شي، د شورا فعاليتونه به له ستونزو سره مخامخ شي. ياده شورا... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د عامې روغتيا وزير له ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو غواړي، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې خدمت وکړي، ځکه کابل کې د هرو زرو کسانو لپاره يو ډاکټر موجود دى، خو په ځينو ولايتونو کې د سل زره کسانو لپاره هم يو ډاکټر نشته. دغه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې درې استيضاح شوو چارواکو ته د رايې ورکولو په کار کې معامله شوې او يوه غړې يې لا وايي، چې د يادې موضوع په تړاو د دفاع وزير د زوى له لوري ګواښل شوې ده. خو د جرګې ځينې نور غړي يادو چارواکو... پاتې برخه
مزار شريف(پژواک، ٨ ورى ٩٦): د لومړي ځل لپاره په بلخ ولايت کې د المان په مرسته د يوه ٣٢٠بستريز نسايي – ولادي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ١٥ ميليون يورو لګښت پرې کېږي.  ددغه عصري او مجهز روغتون پنځه پوړيزه ودانۍ د بنسټ ډبره نن د روغتيا د... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٣  ورى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د ښځو د ونډې په اړه شته مخالف جريانونه او افراطيت د پوهنې پر وړاندې سترې ننګونې بولي او وايي چې د پوهنې په سيستم کې ټولې شته داخلې او بهر ننګونې د پوهنې رښتنې لړۍ د پرمختګ د ټکني کېدو لامل... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٧کب٩٥): پخواني ولسمشر د بهرنيو ځواکونو له لوري په کندوز ولايت کې د ملکي خلکو وژل په کلکه وغندل او ويې ويل چې دا يو نه بښوونکى عمل دى. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي دي، چې د کب٢٧مه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٧کب٩٥): ولسمشر غني وايي، د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او  ترهګر هڅه کوي چې افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې جدې مبارزه کوي. ولسمشر محمد اشرف غنى دغه څرګندونې پرون ماښام په ارګ کې د امنیتي او دفاعي... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ کب ٩٥): کابل کې د يوې ناستې ځينې ګډونوالو، کورنيو توليداتو او صنايعو ته د پاملرنې پر ډېروالي ټينګار کړى او وايي، چې يادې برخې ته نه پاملرنه د سوداګرۍ کچې د راټيټېدو لامل شوې ده. د افغانستان د صنايعو ټولنې مرستيال عبدالجبار ساپي نن... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): د افغانستان د صنايعو ټولنې او د افغانستان نړيوال بانک، د کورنيو صنايعو د پراختيا او ودې په موخه د همکارۍ او د صنعتي پورونو د ورکړې هوکړه ليک تصويب کړ. د افغانستان د صنايعو ټولنې مشر سخي احمد پيمان نن په کابل کې د ياد هوکړه... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): يوې افغان مېرمنې د بېلابېلو ټولنيزو فشارونو سربېره، په ټولنه کې د دوديز او د ناوړه فرهنګ پر وړاندې په درېدو سره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړى چې د هغې دا کار د مظلوم د ژغورنې او ظالم د رانسکورېدو لامل شوى دى.  ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): په کابل کې پوليسو پر يو موټر ډزې کړي، يو تن يې وژلى او يو يې ټپى کړى او وروسته د مقتول خپلوانو د پوليسو درې موټر سوځولي او دوه پوليس يې ټپيان کړي دي. دغه پېښه نن سهار څلور نيمې بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په... پاتې برخه
کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٥): د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونه وايي، د پاکستان له لوري افغانستان سره د لارو تړل د دواړو هېوادونو په زيان دي؛ خو دا مهال افغانستان د سوداګرۍ له اړخه پاکستان ته ځانګړې اړتيا نه لري. پاکستان د دې هېواد سند ايالت کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): د نړيوالې سوداګرۍ خونې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه، نن په کابل کې په نړيوالو ناستو کې د افغانستان د خصوصي سکټور دوامداره حضور او له نورو هېوادونو سره د اړيکو په موخه په رسمي ډول کار پيل کړ. افغانستان کې د يادې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): ملګرو ملتونو  پر ټاکلي وخت د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه د افغان مشرانو د قوي سياسي ارادې درلودو هرکلى وکړ. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٥): يو شمېر کارپوهان له جمعيت اسلامي سره د حکومت هوکړه د ټولنيز او سياسي ژوند له حق څخه د هېوادوالو محروميت بولي، خو حکومت بيا وايي، له ياد ګوند سره تر اوسه پورې خبرې کومې پايلې ته نه دي رسېدلې. د بلخ ولايت سرپرست او د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩٥): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ او وايي، په دې کميسيون کې د اصلاحاتو د پلان عملي کېدل نهو مياشتو ته اړتيا لري، چې بايد ټاکنې له هغې  وړاندې ترسره نه شي. ياد... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٥): د بېلابېلو ارګانونو له لوري کابل ښار کې په نشه يي توکو د بې سرپناه روږدو کسانو د راټولولو او درملنې کمپاين پيل شوى او تر اوسه يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو روغتون ته ١٢٠ روږدي کسان لېږدولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې... پاتې برخه
کابل(پژواک، ۸ سلواغه ۹۵): په کابل کې د بريتانيا سفير وايي چې د لوړو زده کړو لرونکي افغانان د افغانستان په مشرۍ او جوړونه کې مهم رول لري او دوى به دغه ډول ځوانانو ته د زده کړې زمينه مساعده کړي . د بريتانيا سفير دامينيک جيرمي دغه څرګندونې تېر ماښام... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل ښار يو شمېر هوټلونه او رسټورانټونه د قيلون د نه کارولو له سپارښتنې سرغړونه کوي، خو د څارنوالۍ د نه همکارۍ له امله يې مالکانو د نيولو په اړه اقدام نه دى شوى. شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٥): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان او امريکا اړيکې د پرمختګ او پراختيا په حال کې دي او د ولسمشر د لومړي مرستيال او احمد ايشچي موضوع د عدلي او قضايي بنسټ له لوري په بې پرې ډول پر مخ وړل کېږي. د ولسمشر وياند محمد هارون... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): د يوه سويسي پوهنتون څانګه چې څلور کاله وړاندې يې د حامد کرزي د حکومت پرمهال د فعاليت جواز تر لاسه کړى و، اوسني حکومت يې فعاليت نا قانونه بللى چې له امله يې سلګونه محصلين بې برخليکه شوي دي.  دا موضوع تېره مياشت... پاتې برخه
کابل( پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د افغان استادانو پر ګومارنه ټينګار کوي او له دغو پوهنتونونو او موسسو غواړي چې د وېزو د تمديد لپاره د بهرنيو استادانو د اسنادو له ور وړلو ډډه وکړي. د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): د ولسي جرګې مشر وايي، چې د دفاع وزير د استيضاح په اړوند د يادې جرګې د يو شمېر استازو وروستۍ طرحه د يادې جرګې د اصولو خلاف ده، چې عملي به نه شي. د ولسي جرګې دويم نايب نعمت الله غفاري درې ورځې وړاندې چې د دغې جرګې مشري... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): افغانستان په نړيوال سوداګريز سازمان کې له غړيتوب ترلاسه کولو شپږ مياشتې وروسته؛ د سوداګريزو اسانتياو هوکړې او د نړۍ سوداګرۍ سازمان د وزارتونو تر منځ د کمېټې لومړنۍ ناسته ټاکل شوو موخو ته د لاسرسي لپاره ترسره کړه. دغه... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٥): د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې په ١٣٩٥ مالي کال کې ٤،٣ ميليارده عوايد درلودل، چې د دغه کال په موده کې يې څلور هوايي ډګرونه رغولي او پر يو شمېر نورو لا کار روان دى. د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٥): په داسې حال کې چې د زارې ولسوالۍ امنيه قوماندان د نيولو په اړه د کورنيو چارو وزارت له صادر شوي حکم نه يوه اوونۍ تېرېږي، خو د بلخ امنيه قومانداني وايي چې ياد افسر لا هم د سرپرست په توګه دنده اجرا کوي. د زارې ولسوالۍ... پاتې برخه
 کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٥): د ملي بوديجې لپاره د مدني ټولنې د عدالت ډلې، د امنيتي سکټور د بوديجې راکمولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ملي شورا يې غوښتي، څو د راتلونکي ١٣٩٦ مالي کال بوديجه تصويب نه کړي. د مالي وزارت څه موده وړاندې مشرانو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٥): کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې د سولې په لړۍ کې د ښځو پر مشارکت ټينګار وشو او د اروپايي ټولنې يوه چارواکي وويل، طالبان هم بايد د حزب اسلامي په څېر د يوې سياسي ډلې په توګه راوړاندې شي. په دغه ورکشاپ کې چې نن په کابل کې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٥): د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نن د صافي هوايي خصوصي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه د فني ستونزې له امله له ځغاست ليکې بهر شوه، چې له امله يې يو مسافر برسېرن ټپي شوى دى. کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر قوماندان ته يوې... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٨ليندۍ ٩٥): د افغانستان پر روڼتيا د څار ادارې موندنې ښيي چې له ناامني او وزګارتيا څخه وروسته فساد د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه ده او په دوو وروستيو کلونو کې پنځوس سلنه فساد زيات شوى دى. د افغانستان پر روڼتيا د څار ادارې اجرائيوي... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٥): ولسمشر غني وايي، اوسمهال د اسیا اقتصادي شیریانونه بند دي او خلاصول یې د افغانستان ثبات او سوکالۍ پورې تړلى دى. ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه "د تشویق په نوم د کار موندنې" پروګرام چې د چارو د عمومي ادارې له خوا د سلګونو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ۱۲ لیندۍ ۹۵): د ملي دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شاخوا دېرشو وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي خو وسله وال طالبان بیا وايي چې دغه شمېر دولتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دواړو سرچینو د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د"تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" په کنفرانس کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړ. د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر د متحدو عربي... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د روان لمريز کال په ترڅ کې د پنځو سترو ښارونو د ښارواليو عوايد ٢٢ سلنه لوړ شوي، ٢٠ ښاروالان او ٥٠ ولسوالان د ازادې سيالۍ له لارې ګومارل شوي دي. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٥): د کابل ښار د شپږو امنيتي حوزو اړونده سيمو کې په يوه اوونيز کمپاين کې له شا وخوا ٦٠ هوټلونو او رسټورانټونو سلګونه قيلونونه راټول کړل شي، خو بيا هم د يادو سيمو په يو شمېر هوټلونو کې قيلونونه موجود دي. د عامې روغتيا وزارت،... پاتې برخه
کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٥): د افغانستان نوې ملي جبهې، د سلاکارانو په توګه د ټاکنيزو کميسيونونو غړو ګومارل د تېرو ټاکنيزو درغليو د پټولو لپاره سياسي بډې بولي او وايي، پر دې سربېره د ټاکنيزو کميسيونونو غړو د غوراوي کمېټې کار هم روڼ نه و. د ولسي جرګې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): جهموري رياست ولسي جرګې ته د يوه مکتوب استولو له لارې غوښتي چې د وزيرانو د استيضاح پروسه دې وځنډوي، خو جرګې له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او له درېيو استيضاح شوو وزيرانو يې وغوښتل چې تر يو ساعت پورې دې جرګې ته حاضر شي. ولسي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): ناسا اعلان کړى چې د نن او سبا شپې سپوږمۍ به د ځمکې تر ټولو نږدې واټن ته راشي، د دغو شپو سپوږمۍ به له نورو شپو ډېره روښانه او ستره وليدل شي، خو دا پېښه په تېرو ٦٨ کلونو کې بې مخينې ده. پوهانو هم ويلي چې په دغه حالت کې به... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د اريانا تلوېزيون د خبريال نعمت الله زهير مړى نن  په خپل پلرني ټاټوبي ميدان وردګو کې خاورو ته وسپارل شو. نن سهار شا وخوا نهه بجې د نعمت الله زهير مړى له کندهار څخه کابل ته په الوتکه کې راوړل شو او د هغه د درناوي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٥): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په بريالۍ توګه د حج لړۍ له پاى ته رسېدو او په ياده لړۍ کې د درې ميليون ډالرو له سپما خبر ورکړى او وايي چې ټاکل شوې د "قران غږ" راډيو د فعالولو ترڅنګ؛ په ښه توګه د حاجيانو د لېږد لپاره دوه الوتکې هم... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢ لړم ٩٥): د حکومت چارواکو د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د درېم کمپاين په پيل کې له سرطان ناروغۍ څخه د خلکو د پوهاوي کچې پر زياتېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، چې کابل ښار کې به ډېر ژر د يادې ناروغې د درملنې او تشخيض دويم مرکز جوړ شي.... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٧ تله ٩٥): پوهنې  وزارت اعلان کړى چې په تېر يو نيم کال کې ٤٩٧ روزنيز مرکزونه، شاوخوا درې زره ښوونکي او نږدې ٢٢٢زره زده کونکي د پوهنې نظام کې زيات شوي دي؛ خو د ناامنيو له امله څه باندې زر ښوونځي تړل شوي دي. د پوهنې وزارت د ... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٥): د سلګونو هېوادوالو له خوا د "نجات څلي" د بيا جوړېدو د بنسټ ډبره نن په کابل ښار کې کېښودل شوه. د "نجات څلى" چې د کابل ښار د حضوري چمن په سوېل لوېديځه سيمه کې موقعيت لري، د ١٣٠٧ کال په تلې مياشت کې د محمد نادر خان، وزير ګل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٥): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت  په ترکمنستان هېواد کې د ترافيکي پېښې له امله د دوه افغان ديپلوماټانو مړينه؛ ياد وزارت ته يوه ستره ضايعه بللې ده.  دوه افغان ډيپلوماټانو شفيق الله شفق او احمد فارسي، پرون د ترکمنستان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل د سخي پر زیارت برید کې د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او د ۲۶ ښځو په ګډون ۵۴ نور ټپیان دي. دغه برید پرون شپه اووه نیمې بجې (د تلې ۲۰مه) د سخي پر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د افغانستان د حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې ترهګرې ډلې هېڅ اسلامي ارزښت ته احترام نه لري او له خپلو نړیوالو ملاتړو سره یو ځای ښکاره هڅه کوي څو د افغانستان د خلکو ترمنځ نفاق او بېلوالی رامنځته کړي خو هېڅکله... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ١٤تله ٩٥): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په بروکسل کنفرانس کې د هېواد د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې نړيواله ټولنه د افغانستان له پراختيايي او اقتصادي پروګرامونو سره د مرستو لپاره تر ٢٠٢٠ کال پورې ژمنه... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٣تله ٩٥): د ښوونکي ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم د ملي يووالي حکومت پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او ښوونکي د سرپنا له نه شتون، تنخوا کمښت او يو بست کې پاتې کېدو څخه ځورېږي.. د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړيواله ورځ ده، چې هر کال د... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ٤ تله ٩٥): په کابل کې د "لیوني سپي له خوا د داړل شوو" د درملنې يوازېنې دولتي مرکز په داسې حال کې چې هره ورځ لسګونه ناروغان ورځي، له تېر يو کال راهيسې په دغه مرکز کې د ياد ويروس واکسين شتون نه لري او ناروغان خصوصي مرکزونو ته معرفي... پاتې برخه
 کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٥): د افغان دولت او حزب اسلامي له لوري په ګډ هوکړه ليک کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ ياد هوکړه ليک به ډېر ژر د افغانستان ولسمشر او ياد ګوند د امير له لوري نافذ شي.  په اعلاميه کې ټينګار شوى، چې دواړه... پاتې برخه
کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٥):  د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې اوږده مذاکرات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او نن د دواړو لوريو د استازو له خوا د سولې هوکړه ليک "لومړۍ بڼه" لاسليک شوه. د دغه هوکړه ليک لومړۍ بڼه چې په درېيو څپرکو او ٢٥... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): په کابل او پکتيا کې د درېيو غونډو پر مهال ګڼو خلکو د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او ملت ته د هغو کسانو د ورپېژندنې غوښتنه يې وکړه چې له دې پروسې سره مخالفت کوي. له دې غونډو څخه يوه د احمدزيو د قوم غونډه وه... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د ځينو مدني ټولنو غړو له "يوناما" څخه غوښتنه کړې چې د "جنبش روشنايي" او دولت تر منځ د ستونزې چې د بامیانو له لارې د ترکمنستان د برېښنا د لېږد پر سر ده، د هواري په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي. جنبش روشنايي غواړي چې له... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، له شمېرو وړاندې کولو پرته په داسې حال کې په هېواد کې د ځان وژنې د پېښو زياتېدو خبر ورکوي چې د يوې سروې له مخې په ٢٠١٢ کال کې ١٢٠٥ کسانو ځانوژنه کړې وه. ياد وزارت نن د " اړيکو نيولو،... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): د افغانستان د روڼتيا د څار ټولنې يوه نوې څېړنه ښيي چې خلک د کابل ښاروالۍ د خدمتونو له وړاندې کولو خوښ نه دي او يادې ادارې ته يې د ناکامۍ نومرې ورکړې دي. د افغانستان د روڼتيا د څار ټولنې مشر سيد اکرام افضلي نن په يوه خبري... پاتې برخه
کابل (پژوک، ۱۲ وږی ۹۵): د کابل د خواجه رواش د هستوګنې د اپارتمانونو پروژه د ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه. ولسمشر غني په دغو مراسمو کې چې د کابل ښار شمال ختیځ ته د قصبې سیمې د یادو اپارتمانونو په ساحه کې نیول شوي وو، وویل... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د مسکراتو او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نيولي دي. له مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نن (د وږي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د کډوالو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت راستنېدونکو ته په دوو پړاونو کې بېړنۍ مرستې او د دايمي استوګنې ځاى  برابروي. د ياد وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې  راغلي، چې د... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) ٣٠ امبولانسونه چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا يو ميليون ډالره کېږي، نن د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته وسپارل. د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز نن د يادو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٤ وږى ٩٥): د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستيال وايي، د وزارت د يادې برخې يوه سلنه بوديجه بايد پنځه سلنه ته لوړه شي، ځکه اوسنۍ بوديجه د هغو لسو ميليون نالوستو لپاره چې هر کال پرې ٣٠٠ زره کسان زياتيږي، بسنه نه کوي. د افغانستان د پوهنې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې اونۍ په پرتله د پټرول او ډېزل تېلو او ګازو بيې لوړې شوې، خو د بورې بيه بيا راټيټه شوې ده. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو ليتر پټرول... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ وږى ٩٥): د افغان دولت ٦٤ کارکوونکي د ظرفيت لوړولو په موخه جاپان ته ولېږل شول او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ٢٥٠ نورو کسانو ته په دغه هېواد کې د تحصيل د دوام زمينه برابره شي. له ١٣٩٠ لمريز کال راهيسې د افغان دولت ٤٤٣ کارکوونکو د... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د هند لومړي وزير له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام د ټينګار تر څنګ وويل چې د هند يو ميليارد او ٢٥٠ ميليوني نفوس به د بيارغونې، امنيت رامنځته کولو او تلپاتې ثبات د ټينګښت لپاره تل د افغانستان د خلکو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٥): د کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره له بيروکراسۍ څخه د مخنيوي او د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو او روڼتيا په موخه؛ د پرليکه (انلاين) ودانيزو جوازونو صادرولو لړۍ پيل کړه. د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيبزي، چې نن "له يوې... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): د حقوق پوهانو ټولنه ګواښ کوي چې که چېرې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو پر هوکړه ليک عمل ونه کړي نو خلک به میدان ته را ودانګي او کېداى بيا هغه مهال د ملي يووالي حکومت مشرانو دندو ته د پاى ټکى کېږدي.  خو د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٥): "د سوداګرۍ او صنايعو وزير د دې وزارت د سوداګريزو چارو د مرستيال په توګه د محمدقربان حقجو د پېژندنې په مراسمو کې له ياد وزارت سره د ايسا (ادغام) يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، په دغه وزارت کې هم له اداري فساد سره د مبارزې پلان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د پوهنې وزارت  شپږ سوه زده کوونکي د زده کړو د دوام په موخه له هېواده بهر لېږي او ټاکل شوې چې په روان کال کې له پنځه زره زيات زده کوونکي د دولتي پوهنتونونو شپې پوهنځو ته جذب کړي. د پوهنې او لوړو زده کړو وياندويانو... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٩ زمرى ٩٥): د پوهنې وزير وايي چې د هېواد په ځينو سيمو کې دولتي ځواکونه او وسله والو مخالفين، کله نا کله ښوونځيو کې سنګرونه جوړوي چې ددې کار مخه بايد ونيول شي؛ څو د پوهنې بهير ته زيان وا نه وړي. د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي چې نن يې... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت د محبسونو او توقيفځايونو رياست وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې ٢٨٦٢٣ کسان بندي او تر توقيف لاندې دي چې په ٣٧ زندانونو کې ساتل کېږي. د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيفځايونو عمومي مشر لوى... پاتې برخه
  کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): په کابل کې يو شمېرکسبګر په وروستيو دوو کلونو کې د وزګارتيا له ډېرېدو شکايت کوي او وايي چې په يوه مياشت کې ايله پنځه ورځې کار پيدا کوي، ځيني نور بيا د شپې په وږي نس ويده کېږي او له پوروړو پټ ګرځي. دوى د ملي... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٢ زمرى ٩٥): د سټنډرډ ملي اداره وايي، په قانوني توګه د واردو شوو تېلو له جملې څخه ډيزل له ملي سټنډرډ سره سمون لري او نږدې اوه سلنه پټرول له سټنډرډ سره يوه اندازه توپير لري؛ خو زياته اندازه تېل په قاچاقي ډول او د کيفيت له تضمين پرته هېواد... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د درمليزو چارو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې په رامنځته کېدو سره به د بې کيفيته، نا خوندي او ګران بيه  درملو د توريد مخنيوى وشي. دغې ادارې نن په داسې حال کې په کابل کې کار... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمېسيون وايي، هغه اطلاعات چې ملي ګټې ونه ګواښي؛ بايد د خلکو او رسنيو په واک کې ورکړل شي او اطلاعاتي استثنات او بنديزونه بايد اطلاعاتو ته د خلکو د حقيقي لاسرسي خنډ ونه ګرځي.  د پژواک خبري... پاتې برخه
 کابل (پژواک،٧ زمرى ٩٥): کابل ښاريان شکايت کوي چې د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچوي پيل شوې او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي، خو د کابل د برېښنا رياست وايي چې د نغلو بند په رغولو سره به پرچوي کمه شي. د کابل ښار د خيرخانې مينې د پنجصد... پاتې برخه
 کابل (پژواک ٧ زمرى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو، بورې او عربي سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د غوړيو، اوړو او روسي سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.  د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د روشنايي جنبش  تنظيموونکي وايي  چې د دهمزنګ پېښې په اړه د حکومت حقيقت موندونکى کمېسيون کومه پايله نه شي ترلاسه کولى ، بلکې په دې اړوند بايد يو نړيوال حقيقت موندونکى پلاوى جوړ شي.  د دهمزنګ په چوک کې د يادو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٥): د فېسبوک ټولنيزې شبکې يو شمېر کاروونکي وايي، چې د دهمزنګ پېښه بايد په جدي توګه وڅېړل شي او د روښنايي حرکت تنظيموونکي او حکومت بايد په دې اړه ځواب ووايي. د يادې ټولنيزې شبکې يوه کاروونکي فايز عظيمي ويلي:"د روښنايي حرکت... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت او دکابل ګارنيزيون قوماندانۍ  اعلان کړى چې سر له نن ورځې څخه تر لسو ورځو پورې هېڅوک او هېڅ کومه ډله د غونډو او لاريونونو د جوړولو اجازه نه لري. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): يوه امنيتي سرچينه وايي چې داعش پورې اړوند يوه تن درې   ځانمرګي بريدګر د ننګرهار له اچين ولسوالۍ څخه کابل ته را لېږدولي وو. د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې نن د (جنبش روشنايي) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٥): لويه څارنوالي وايي، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ډېر ژر خپل کار پيلوي، چى لومړى کار به يې د ميدان وردګو او هلمند پخواني والي او د کابل ښاروالۍ د ١١٠ تورنو کارکوونکو د دوسيو څېړل وي. د لويې څارنوالۍ وياند بصير... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٨ چنګاښ ٩٥): "د ماشومانو ګوزڼ له منځه وړلو بېړنى عملياتي" او د دې ناروغۍ د محوه کولو پروګرامونو د همغږۍ مرکز ودانۍ چې ٢،٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راځي، د کابو درې مياشتو په موده کې کابل کې جوړېږي. د دې پروژې د جوړولو چارې، نن... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): نړيوال روغتيايي سازمان د ويني مشتقاتو د بېلولو لس دستګاوې ((سنټر فيوژونه)) له نورو مختلفو وسايلو سره چې ارزښت يې څه باندې يو ميليون امريکايي ډالرو ته رسېږي، د افغانستان  د ويني مرکزي بانک سره مرسته وکړه. ياد وسايل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل په پرونۍ پېښه کې ٣٣ کسان وژل شوي او ٧٩ نور ټپيان دي. د ميدان وردګو له تعليمي مرکزه نوي فارغ شوي پوليس کابل ته پر لاره وو چې پرون له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د پغمان ولسوالۍ د حیدر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کابل پوليسو د اختر په ورځو کې د سختو امنيتي تدابير له نيولو خبر ورکړى او وايي چې د تېرې مياشتې په جريان کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور لکه قتل، سړي تښتونه او نورو په اړوند نيولي او د دې ترڅنګ يې ١٣٠٠ ليټره شراب هم ضبط... پاتې برخه
کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٥): د امريکا نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په کورنيو او بهرنيو خصوصي پوهنتونونو کې د ليسانس او ماسټرۍ په برخو کې د ٩٠٠ افغان ښځو د تحصيل په برخه کې مرسته کوي.  د امريکا شارژدافير مايکل رينور (Michael Raynor) چې په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک،٧ چنګاښ ٩٥): د هېواد پوهنې وزارت وايي چې د امريکا پراختيايي ادارې د يو مکتوب په استولو سره ويلي دي چې د " سولې لپاره د کار پروګرام" په برخه کې ٦،٢ ميليونه ځانګړې شوې ډالر بېرته ستنوي؛ خو د پوهنې وزارت دا موضوع نه ده منلې، په نورو برخو کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو، بورې او تېلو بيې لوړې شوې دي؛ خو د عربي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې ٤٩... پاتې برخه
کابل(پژواک، د چنګاښ لومړې نېټه  ٩٥): په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د لټون پروګرام مشر وايي چې په اروپا کې ددې کمېټې سره د ثبت شوو ورکو کسانو نږدې ٥٨ سلنه افغانان دي. په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د ملاتړ برخې مرستيال... پاتې برخه
کابل (پژواک،٣١ غبرګولى ٩٥): د سټندرډ ملي اداره وايي، هر کال شاوخوا ١،٢ ميليونه ټنه نفتي توکي له کيفيت معلومولو څخه وروسته د ګمرک له لارې هېواد ته را واردېږي؛ خو ١،٨ ميليونه ټنه نور د قاچاق په ډول هېواد ته راوړل کېږي. دا مطلب د سټندرډ ملي ادارې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مرستيال "د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د برخليک د نا څرګندوالي" له امله استعفا وکړه. د ټاکنو کمېسيون مسلکي مرستيال احمد جاوېد حبيبي د ياد کمېسيون د دارلانشاء د پخواني مشر... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): يو شمېر مدني بنسټونو، يونسکو سازمان کې د ايران او ترکيې هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه د "مثنوي معنوي" ثبتولو په اړه اندېښنه وښوده او ګواښ يې وکړ، که د دې کار مخه و نه نيول شي، نو ولسي لاريونونه به وکړي. په دې وروستيو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩۵): د هېواد د کورنيو چارو او کانونو وزارتونو چارواکي د طالبانو له لوري د يو شمېر کانونو غيرقانوني راسپړل د هغوى عايداتي او مالي سرچينې بولي او وايي چې د طالبانو دغه مالي سرچينې به ډېر ژر بندې کړي. د ملي شورا د يو شمېر غړو... پاتې برخه
شهرکابل (پژواک،١٤غبرګولى ٩٥):له څلوېښتو کلونو انتظار وروسته به سبا ( شنبه ) د افغان – هند دوستۍ بند(سلما) د افغانستان او هند د رهبرانو لخوا پرانيستل شي دغه بند د هرات ختيځ ته په ١٦٠کيلومترۍ کې د چشت شريف ولسوالۍ کې موقعيت لري او د هند حکومت د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د "روند سبز" په نوم بنسټ لسګونو غړو د يوه لاريون په ترڅ کې په کندوز کې د مسافرو وژنه وغندله او حکومت يې د امنيت په خوندي کولو کې پر بې کفايتۍ تورن کړ او ترې ويې غوښتل چې د دې پېښې عاملين دې مجازات کړي. د... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٢غبرګولى ٩٥): دکابل سلګونه ښاريانو د يوې غونډې په ترڅ کې کندوز کې د مسافرو وژلو د غندلو ترڅنګ له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې پر طالبانو دې کلک سياسي او اقتصادي بنديزونه ولګوي او پرملاتړکوونکو په ځانګړې توګه پاکستان دې جدي فشارونه وارد... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ په هېواد کې د سوداګرو د تښتونې کچې پر لوړېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د تېرې يوې ربعې په ترڅ کې څه کم ٤٤ خصوصي متبثين تښتول شوي او اته کسان يې وژل شوي دي. د افغانستان د... پاتې برخه
کابل (پژواک،٨ غبرګولى ٩٥): يو افغان ديپلوماټ چې امريکا متحده ايالاتو کې دافغانستان سفارت کې کار کوي، په داسې حال کې له معاش او ديپلوماتيکو امتيازونو څخه ګټه اخلي چې د امريکا اقامت کارت هم لري. افغان ديپلوماټ فايق واحدي، نهه مياشتې مخکې امريکا کې... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥):  د کابل ښار د هوتخېلو سيمې  له شاوخوا درې زرو کورنيو ډېرى هغو له پنځو کلونو راهيسې د برېښنا د لګښت ميليونونه افغانۍ نه دي تحويل کړې او يو شمېر کورنۍ يې د ميتر له لرلو پرته له برېښنا ګټه اخلي. د برېښنا شرکت دا... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د اقتصاد وزير په هېواد د ننه د برېښنا د توليد د بندونو جوړول د حکومت له پروګرامونو وبلل او ويې ويل چې د سوداګرو څه باندې ٨٠ ميليارده ډالر پانګه  د کافي او ارزانه برېښنا د نشتوالي په سبب له هېواده بهر لګېدلي دي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د سولې عالي شورا وايي چې دولت د حزب اسلامي پلاوي سره وروستۍ موافقې ته رسېدلى او د هوکړه ليک متن به سبا د حکومت مشرانو او ګلبدين حکمتيار ته واستول شي. د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالرحمن سليم نن د يوې خبري ناستې په... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٧غويى ٩٥): يوه حکومتي سرچينه وايي چې د افغانستان اسلامي وحدت ګوند،  جواز له تېرو اوو مياشتو راهيسي د عدليې وزرات له لوري تمديد شوى نه دى؛ خو دا حزب د پخوا په څير فعاليت کوي.   سرچينې زياته کړې ده ، د جمهوري رياست پخوانى... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د کابل د نن ورځې د لاريونونو د پوښښ پر مهال د دوو خصوصي ټلويزيونونو دوه خبريالان او تصوير اخيستونکي او يو بهرنى خبريال د لاريون کوونکو له خوا وهل شوي دي. د نورين ټلويزيون خبريال احمد فريد حليمي او تصوير اخيستونکى خطيب... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د حزب اسلامي پلاوى وايي چې له دولت سره د سولې په خبرو اترو کې وروستۍ پايلې ته رسېدلى او کېداى شي د سولې خبرو اترو د سند لاسليک د دوه مياشتو په جريان کې وشي او د سولې خبرو اترو په برخه کې د خنډ رامنځته کولو لپاره د يو شمېر... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٠ غويى ٩٥): افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز د ازادې مبارزې په نيمايي حرفوي لوبو کې خپل روسي سيال ته د روسيې په پلازمېنې مسکو کې ماتې ورکړه. ازاده مبارزه، د رزمې ورزشونو نه يوه جوړه شوې لوبه ده چې سوک، لغته، جوډو او زندې کولو په څير نور... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٥): د افغانستان پر ټاکنو د څار ټولنه د ټاکنيزو اصلاحاتو له ځنډولو څخه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ، په ټاکنيزو کميسيونونو کې د بنسټيزو اصلاحاتو او په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د ګډون لپاره د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٥): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه خپل مهم لومړيتوب بولي او مني، چې په هېواد کې د ځينو ادرسونو له لارې د ترهګرۍ د دودولو غږ پورته کېږي، خو امنيتي ځواکونه د دغو کسانو د پېژندنې په هڅه کې دي. د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ غويی ٩٥): د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د افغانستان په کچه د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو تر منځ په داسې حال کې د همکارۍ تړون لاسليک کېږي چې لا هم د هېواد ٦٢ سلنه وګړي نالوستي دي. دغه تړون نن د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٠ غويى ٩٥): د هرات امنيه قوماندان وايي چې ددغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس د ترور په تور يې دوه تنه نيولي دي . د هرات د استيناف  څارنوالۍ رييس سميع الدين رهين تېره ورځ خپل کور سره نږدې د موټر سايکل سپرو لخوا پر ډزو ووژل شو... پاتې برخه
 کابل (پژواک،٢٢ورى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي ، سره  له دې چې افغانستان کې د ديابټ(شکرناروغۍ) د زياتېدو په حال کې ده؛ خو له صحي خوړو څخه استفاده، په دوامداره توګه ورزش او فزيکي فعاليت، ددې ناروغۍ د کنټرول لپاره اغېزمنه لار ده. د عامې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٥): د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، چې داعش د ټولو لپاره يو ګواښ دى او ټول يې بايد پر وړاندې مبارزه وکړي.  جان کيري، چې د افغانستان او امريکا تر منځ د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک سند د تعقيب په موخه د ګډ کمېسيون په... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٥): د فوايد عامې وزارت وايي، چې د کابل ښار د پاکولو په ٩ ورځني حشر کې، له ٢٠ زره متر معکب زياتې خځلې د دغه ښار له ١٤ ناحيو څخه ايستل شوې دي. د افغانستان د فوايد عامې وزير محمود بليغ نن د ياد ٩ ورځني حشر د پاى په مراسمو کې په... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥ ) : د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر وايي چې دا ګوند د سولې خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره هيڅ مخکينى او وروستى شرط نه لري؛ خو د نظام د اسلاميتوب له اصل  څخه په هېڅ صورت په شا کېداى نه شي... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ١٧ورى ٩٥): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون يو غړى وايي چې په افغانستان کې د(سياسي سنتي ملکي) کلتور حاکميت د (بحرانونو) اصلي عامل دى او تر څو چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پرېکنده اراده رامنځته نه شي، خلک به د مطلوبو ټاکنو تر سره... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٥): افغان حکومت د څار او انسجام د ګډ بورډ په ناسته کې، چې د بروکسل او وارسا ناستو کې له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د نړيوالو ژمنو د راجلبولو په موخه ترسره شوه؛ د نړيوالې ټولنې د اوږدمهاله مرستو غوښتنه وکړه. دغه راز افغان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور ازموينې پايلې يې اعلان کړي او ډېر ژر به د دې وزارت پر وېبپاڼې پر ليکه شي.  د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند نن له غرمې وروسته د ١٣٩٤ کال د کانکور ازموينې د پايلو اعلان مراسموکې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه به د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړي. د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانکور پايلې به د ياد وزارت د انټرنيټي پاڼې له لارې اعلان... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت يوه باوري سرچينه وايي، د "مخابراتي خدمتونو د محصول سيستم" د رامنځته کولو قرارداد له يوه کورني شرکت سره په شفاهي ډول ترسره شوى او د ولسمشرۍ رياست له لوري په دنده ګومارل شوي پلاوي ته په دې اړه هېڅ... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د کورنيو چارو پخوانې وزير وايي، پاکستان کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او هيله هم نه کيږي چې دغه هيواد دې افغانستان ته سوله راوړي.  دغه څرګندونې د کورنيو چارو پخواني وزير محمد عمر داودزي په کابل کې د حکمت... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار ټول هغه کسان ترهګر وبلل چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري او زياته کړه چې دوې غواړي د سيمې د استخباراتي سازمانونو ستراتيژې پر خلکو تحميل کړي. دغه څرګندونې د اصلاحاتو او... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار او هرات ولايتونو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د وري په ١٣مه د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده. د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د بلخ ولايت سرپرست، د دغه ولايت په سيمه ييزو ادارو کې د ملي مشارکت په پام کې نه نيولو په اړه د ملي اسلامي جنبش د ادعا ردولو ترڅنګ وايي، چې دغه ګوند په يو شمېر ولايتونو کې، سياسي واک په خپل انحصار کې اخيستى دى.  د بلخ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): ولسمشر غني د کابل ښاروالۍ او په کابل ښار کې د ټولو بنسټونو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او ويې ویل، فساد، ظلم او بې عدالتي په کابل ښار کې پر فرهنګ بدل شوي دي. نوموړي دغه څرګندونې پرون ماښام د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو وکیلانو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤): سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله ١٧ سلنه لوړ شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو کروندګرو له خپلو کروندو نه ٤٦٧٥ کيلوګرام زعفران حاصل ترلاسه کړى دى... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦ کب ٩٤): نن په کابل کې د افغانستان د کارکوونکو ملي ټولنې له لوري له هېواده بهر ته د ځوانانو له تلو څخه د مخنيوي په اړه د پوهاوي کمپاين پيل شو. دغه کمپاين چې د افغانستان د کارکوونکو ملي ټولنې له لوري د يوې اونۍ لپاره پيل شوى، د ښار... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ کب ٩٤): د لوړو زده کړو د قانون په اړه د ولسمشر فرمان د صادرولو د اعتراضونو په دوام کې نن په کابل کې د دولتي پوهنتونونو لسګونو استادانو د افغانستان پوهنتونونو د نمايشي تابوتونو د لېږد نيت درلود، چې د پوليسو له لوري يې مخنيوى وشو.... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٤): ولسمشر اشرف غني په تېر کال کې د هېواد د ٥٥ سلنې بوديجې لګښت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د کابينې غړي اړ دي چې د ١٣٩٥ کال د بوديجې لپاره بنسټيز اقدامات وکړي. اشرف غني دغه ټکى نن د ملي شورا او کابينې د غړو په لومړۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٤): په لومړي ځل د باکتريا او په نوو زېږېدلو ماشومانو کې د نوم له لارې د عفونت راکمولو لپاره چې د هغو د مړيني سبب ګرځي، "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم د هېواد د درملو په اساسي نوملړ کې شامل شول. له زېږون څخه څو ساعته وروسته، د نوم په... پاتې برخه
کابل ( پژواک، ٧ کب ٩٤) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د داعش اوه نور وسله وال وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت لخوا د کب په ٧مه‌، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا هوايي او ځمکني عمليات... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٦ کب ٩٤): د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي، ولسمشر ته په خپل يادښت ليک کې  د حکومت د مشرتابه د ملاتړ له نشتون، پوليسو کې د نيمګړتياوو، د دوى غوښتنو ته له کمې پاملرنې، د فساد له موجوديت او د يو شمېر سياسيونو له فشارونو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٤ کب ٩٤): د افغان حکومت چارواکو، د سولې شورا د مشر او د يو شمېر نوو غړو د پېژندنې په مراسمو کې د شورا پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سولې پروګرام له نړيوال ملاتړ څخه برخمن دى.  نن د يو شمېر مراسمو په ترڅ کې، پير سيداحمد... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): د ملي امنيت شورا مشاوريت وايي، افغانستان له "سايبري" ګواښونو خوندي نه دى او دغه ګواښونه د هېواد مهم ملي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي بنسټونه ګواښي. دغه مطلب نن د افغانستان د ملي امنيت شورا د سلاکارۍ دفتر رييس ډاکټر محمد عزيز... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): په کندوز کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا د ستنې په ترميم سره د کابل د برېښنا ستونزه تر يوې اندازې حل شوه، هڅه کېږي چې د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره تاجکستان، افغانستان ته زياته برېښنا ورکړي. د سلواغې په ٧مه نېټه د... پاتې برخه
 کابل(پژواک،٢٢ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ازادو رسنيو دملاتړ بنسټ(نى) يوه نظر پوښتنه څرګندوي چې د ١٧٥راډيوګانو له ډلې يې اووه راډيوګانې د مالي او امنيتي ستونزو په سبب بندې شوې او ګڼ شمېر راډيوګانې له دې دوو ستونزو شکايت کوي. د افغانستان د... پاتې برخه
دويم تعقيب-کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٤): د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ منلې، چې بهرنيو ځواکونو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت يو ساتونکى په ډزو سره سخت ټپي کړى دى، خو د ياد وزارت وياند بيا دغه پېښه کوچنۍ بولي.  د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): ځينې کارپوهان د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې هڅو ته په محتاط ډول هيله من دي، خو وايي چې د دې ډلې په غونډو کې بايد طالبان شتون ولري او د سولې د نېغو خبرو اترو لپاره دې ډېر ژر ګام واخيستل شي. د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٤): جنرال دوستم وايي، پر دې سربېره چې د ولسمشر اشرف غني په برياليتوب کې يې اساسي رول لوبولى، تر اوسه پورې خپلو لس سلنه ورکړل شويو ژمنو ته هم نه دى رسېدلى، خو بيا هم د دې هوډ نه لري چې حکومت پرېږدي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د هېواد په ١٠ ولايتونو کې ١٥ پوستونه په ميراثي ډول له يوه شخص نه بل شخص ته سپارل شوي دي. په دغو پوستونو کې ٨ رياستونه، درې ولسوالۍ، يوه د مشرانو جرګې څوکۍ، دوه مديريتونه او يو امريت... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د میدان ښار اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ١٥ تنه ټپیان شوي دي. د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د دغه ولايت د مرکز اړوند سره پله ته څېرمه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، اروپا ته د افغان کډوالو د شمېر زیاتېدو په اړه افغان دولت له المان سره یو ځای پر داسې یوې برنامې کار کوي چې له امله یې د کډوالۍ عوامل له منځه ولاړ شي. د ملي امنيت شورا دفتر ليکي چې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۴): افغان حکومت د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له ځینو مواردو سره موافق دی خو وايي چې بشري حقونو ته احترام د افغانستان او امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړی اهمیت لري او حکومت د فساد د له منځه وړو لپاره اقدامات کړي دي. د بشري... پاتې برخه
کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۴): د ملي دفاع وزارت په کاپیسا او بغلان کې د اوو وسله والو مخالفینو او د ملي اردو د دریو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي چې په یادو ولایتونو کې نهه وسله وال ټپیان شوي هم دي. د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو شمېر خوراکي توکو بيې راټيټې شوې، خو د تېلو بيو په داسې حال کې بدلون نه دى موندلى چې د نفتو بيې په نړيوالو بازارونو کې اوه سلنه راټيټې شوې دي.  په نړيوالو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): د کابل ښار د اتمې او دوولسمې امنيتي حوزو امران د نجونو د يوه ښوونځي د سوځېدو او په ښار کې د يوه راکټ لګېدو له پېښو وروسته له دندو ګوښه شول. ناپېژاندو وسله والو دوې ورځې وړاندې د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٤): د "افغانستان کې د پانګونې وضعيت ته کتنه" تر سرليک لاندې په ناسته کې له پانګونې څخه د ملاتړ په برخه کې د دولت پر کړنو نيوکه وشوه، خو د حکومت اجرايي مشر وويل چې د پانګه والو ستونزو ته به لاسرسى وشي. دغه ناسته د حکومت د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې په ٢٦ ولايتونو کې د دولت د ١٦٢ لوړپوړو کارکوونکو په پوستونو کې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې ادلون بدلون نه دى راغلى. د دغو موندنو پر بنسټ، په کابل کې شپږ کسان، په بلخ کې ١٤، کونړ کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): د ملي مشارکت ګوند، د افغانستان جګړه د هند او پاکستان جګړه بولي او وايي چې پاکستان د يو شمېر هېوادونو په لارښوونه، افغانستان ته د داعش وسله والو د رسولو ماموريت پر غاړه لري. د دغه ګوند مشر نجيب الله کابلي نن په کابل کې... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د غوړيو بيه يو څه لوړه شوې، خو د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت يو څه راټيټ شوى دى. کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړى کمېسيون، نن په داسې حال کې بله وړانديز شوې کڅوړه اجرايي مشر ته سپاري چې ولسي جرګې د دغه کمېسيون اووه ماده لرونکې پخوانۍ کڅوړې په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان  رد کړى دى.  د ټاکنيزو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٤): جاپان  د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره د اوبو لګونې د سيستم ښه والي په برخه کې څه باندې ١٣،٥ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کوي. د دې پروژې تړون نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د برېښنا رياست اعلان وکړ چې ٢٥ دولتي ادارې له ١٣٨٩ کال راهيسې د برېښنا د صرفيې له درکه څه باندې ۲،۷ ميليارده افغانۍ پوروړې دي. د دغه رياست وياند وحيدالله توحيدي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د کورنيو چارو، د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د دولتي چارواکو او يو شمېر کسانو  په ګډون، ٢٥ دولتي ادارې د برېښنا د صرفيې له درکه شاوخوا ۲،۷ ميليارده افغانۍ پوروړې دي. د برېښنا رياست د مطبوعاتو او عامه اړيکو شمېر وحيد توحيدي، نن به کابل کې يوې خبري غونډې ته... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي او د ميدان وردګو قومي مشران وايي، که چېرې د سيداباد پېښې په اړه د دوى غوښتنو ته د لسو ورځو په ترڅ کې لاسرسى ونه شو، نو پراخ مدني اعتراضونه به وکړي. راپورونه ښيي، چې د روان کال د ليندۍ مياشتې په ١٣مه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني وايي، د ميدان وردګو په سيداباد کې د ملکي وګړو د وژنې عاملين به محاکمه کړي او په خپل شخصي لګښت به د دې پېښې د قربانيانو په نوم ديني مدرسه جوړه کړي. دغه راز ولسمشر د دې پېښې د قربانيانو او ياد ولايت له... پاتې برخه
 کابل ( پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤ ): د کابل ښار منډوي کې د تېرې ورځې اور لګېدنې له امله څه باندې ٣٧٠ هټۍ او ګودامونه سوځېدلي او ميليونونه ډالره زيان اوښتى دى. د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ په وينا، دا اورلګېدنه لومړى په زرداد سراى کې د برېښنا... پاتې برخه
درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): د کابل ښار د منډوي په سيمه کې لګېدلى اور مړ شو، خو له امله يې ګڼ شمېر هټۍ وسوځېدې او درانه مالي زيانونه يې واړول. د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): شپږ کسان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون او يو کس د سترې محکمې د عالي شورا د نوماند غړي په توګه نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول. دا اووه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ يادو پسټونو ته نوماند شوي او نن د ولسمشر د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٤): له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر د شتمنيو نوملړ خپور کړى، چې پر بنسټ يې د ولسمشر او د هغه د مېرمنې رولا غني شتمني ٣٢٠ ميليون افغانۍ (شاوخوا ٤،٧ ميليون ډالر) ده او د اجرايي مشر بيا ١٠... پاتې برخه
کندوز (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): ولسمشر کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د درېيو نويو ولسواليو له رامنځته کېدو خبر ورکړى او د طالبانو له لوري د کندوز د نيولو له امله يې د دغه ولايت د ملي امنيت يوشمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. ولسمشر... پاتې برخه
کندوز(پژواک،٥ ليندۍ ٩٤): د کندوز ولايت ځينو چارواکو، عالمانو او مخورو له ولسمشر سره په ناسته کې په دې ولايت کې د امنيت خوندي کېدو ته د حکومت د زياتې پاملرنې، ديني مدرسو رامنځته کول او د جګړه ځپلو کورنيو لپاره د ژوند د اړينو امکاناتو د چمتو کولو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ته لاړ او هلته به په امنيتي، اداري او يوه بله ناسته کې برخه واخلي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د... پاتې برخه
کابل(پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): اروپايي ټولنه د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره د رواني ستونزو لرونکو او معلولو کسانو سره د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په برخه کې اته ميليونه يورو مرسته کوي.  ددې مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو تړون نن... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون، د درغليو تفکيک او له ټاکنيزو جرايمو څخه يې کوچنۍ ټاکنيزې سرغړونې يوه مهمه موضوع بللې او وايي، چې د جرمونو او ټاکنيزو مجازاتو په تشخيص کېدو سره به ټاکنيز مجرمين محاکمه او مجازات شي. د ټاکنيز... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د کابل د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک په دويمه برخه کې، ١٩ صنعتي کارخانې د خصوصي سکتور په سل ميليون ډالره پانګونه جوړيږي. د ولسمشر محمد اشرف غني ستر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال نن د دغو کارخانو د بنسټ ډبرې د کېښودو پر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د کارموندنې اعلانونو د خپرېدو په برخه کې د کارموندنې د (jobs.af) ويبپاڼې له لارې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ١٥ پستونو د خپرېدو په برخه کې درغلي شوې ده. خو د سيمه ييزو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): په کابل کې د کابلبانک د يوه پخواني پوروړي خليل الله فيروزي د ٩٨ ميليون ډالره لومړنۍ پانګې په لګښت د "هوشمند" ښارګوټي جوړولو کار پيل شو. فيروزى د کابلبانک په قضيه کې پر لس کاله بند محکوم شوى و. کابلبانک يو شخصي بانک و... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د کليو د پراختيا وزير د کليو پراختيايي شوراګانو ملي کنفرانس کې ويلي، تېرو لسو کلونو کې څه باندې ٧٢زره پروژې د دې شوراګانو له لارې ترسره شوې دي. دا دوه ورځنى کنفرانس چې نن پيل شو، د کليو پراختيا، ټولګټو، عامې روغتيا، له... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٠ لړم ٩٤): د حکومت اجرائيه مشر نا امنۍ ستره ننګونه بولي او وايي دا اندېښنې چې ګواکې حکومت په هېواد کې د نا امنيو لپاره پروګرام جوړوي، سمې نه دي، بلکې حکومت نه دى توانېدلى چې خپل پيغام پر وخت خلکو ته ورسوي. ډاکتر عبدالله عبدالله وويل... پاتې برخه
 کابل(پژواک،٣ لړم ٩٤): د جنايي جرمونو په اړه د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په کابل کې د ٥٠ موټرو د غلا په ګډون د غلاوو ٤٠٥قضيې ثبت شوې، ١٧٤ کسان وژل شوي او ٣٣١ نور  ټپيان شوي دي.  ... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٤): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنيز نظام د سمون کميسيون د ټاکنيزو کميسيونونو د غړو د بدلون لپاره پر هڅو او له خپلو واکونو د پورته کارونو په تر سره کولو تورنوي، خو د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسيون وايي، ټولې کړنې يې د ولسمشر د فرمان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړانديز او د ولسمشرۍ مقام د منظورۍ له مخې، حامد اکرم د کابل د نوي والي په توګه وټاکل شو. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې حامد اکرم لوړې زده کړې لري او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٤): افغاني سرې مياشتې، د دې خيريه ټولنې د ځانګړې اونۍ د پيل په مراسمو کې په  خلكو غږ وکړ، چې په دې اونۍ کې له  بېوزلو د لاس نيوي په موخه مرستې وکړي. د سرې مياشتې په ځانګړې اونۍ کې هر کال دغه ټولنه د هېواد په... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٤ تله ٩٤): ولمشر محمداشرف غني کندوز ته ولاړ او هلته يې په يوه ناست کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبينو ته مډالونه ورکړل. ولسمشر غني چې دا مهال ( له غرمې وروسته په نږدې يوه بجه) په کندوز کې له امنيتي ځواکونو سره په يوه ناسته کې وينا... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٤): وسله والو طالبانو، افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه د اوباما پرېکړه غيرمعقوله بللې او ويلي يې دي چې دغه پرېکړه نه يواځې د افغانستان بلکې د امريکا په ګټه هم نه ده. د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون اعلان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د مخابراتي شبکو يو شمېر کاروونکي، پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنې محصول وضع کول د هېواد په ګټه بولي، خو د دغه محصول د راټولولو لپاره د منظم او روڼ ميکانيزم رامنځته کول غوښتنه کوي. خو يو شمېر کسان بيا د دغه محصول خلاف دي او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٤): په تېرو دريو مياشتو کې د د خونريزۍ‌ ورکونې تبه کريمه-کنگو له امله ٢٩ اخته کسان د کابل انتاني روغتون ته لېږدول شوي چې له ياد شمېر څخه ١٦ يې درملنه شوي، لس کسان مړه شوي او درى نور تر درملنې لاندې دي. دغه مطلب په کابل کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د ملي امنيت رياست وايي هغه کس يې نيولى چې غوښتل يې په کابل کې د پوليسو پر اتمې حوزې ځانمرګى بريد وکړي. د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوى محمود نومېږي او هغه مهال ونيول شو چې غوښتل یې چې له چاودېدونکو توکو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ تله ٩٤): د پوهنې وزير، د هېواد په کچه د ٥٠٠ ښوونځيو له تړل کېدو او د پوهنې په برخه کې د پراختيايي پروژو لپاره د پوره پيسو له درلودلو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې د ښوونکو ستونزو د حل لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د تعديل په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٤): افغان دولت، اته کاله وړاندې له يوې چينايي کمپنۍ څخه د زرقي محلول د ډولونو د توليد فابريکې ماشين الات پېرلي، خو تر اوسه پورې د يادې فابريکې بنسټ نه دى اېښودل شوى او څو کانټير مالونه يې په ګودامونو کې ساتل کېږي. دا په داسې... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ( فلج) ويروس له منځه يوړل شي، دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ د اوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوى. پوليو يا ګوزن... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): عبدرب الرسول سياف وايي چې د ((ترهګريزو)) بريدونو مشري له هغو مرکزونو کېږي چې په کابل ښار کې موقعيت لري او که چېرته د ښمن له زنې لرې نه شي، هېواد به له سختو ستونزو سره مخ شي. دې پخواني جهادي مشر، په کابل کې د برهان الدين... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): سعودي عربستان د زيان ليدونکو ولايتونو له خلکو سره د مرستې لپاره ٢٠٠ ټن خرما د افغانستان د طبيعې پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په واک کې ورکړې ده. د يو مليون ډالرو په ارزښت د يادې مرستې د ورکړې هوکړه ليک نن د افغانستان د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): سعودي عربستان، د پنځه ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون او منځني طب د دوه انسټيټيوټونو د ودانيو، د سلو نرسوانو او د ٣٥ امبولانسونو د پېرلو په برخه کې مرسته کوي.  د دغې مرستې هوکړه ليک نن د افغانستان د عامې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩٤): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، په هېواد کې د ځان وژنو د پېښو له زياتوالي خبر ورکړى او له اړونده ارګانونو غوښتنه کوي چې له دغه وزارت سره له ځان وژنې څخه د مخنيوي په ملي سټراټيژي کې مرسته وکړي.  د عامې روغتيا وزارت د... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢١ وږى ٩٤): يو شمېر کسان وايي،  ١٢٠ کسان چې بيت الله شريف ته د تللو ټول پړاوونه يې ترسره کړي دي، د ويزې ورکولو د سيستم بندېدو له امله د حج فريضي له اداکولو څخه پاتې کېږي. خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کسانو شمېر ٥٠ کسان ښيي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): په حرم شريف کې د کرېن لوېدو په پېښه کې يو افغان وژل شوى او ٢٩ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، تېره ورځ ماښام مهال د سخت توپان او تالندې په سبب د حرم شريف په ساحه کې يو کرېنګ راولوېد چې له امله يې د بيت الله شريف ١٠٧... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د چارو يو شمېر پوهان، له اکثريتي ټاکنيز نظام څخه تناسبي موازي نظام ته د اوښتون طرحه غوره بولي، خو عملي کېدو ته يې د شک په سترګه ګوري او يو شمېر کارپوهان بيا د يادې طرحې مخالف دي. د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون، د ټولنې له... پاتې برخه
کابل (پژواک ٩ وږى ٩٤): د  ټاکنو څارونکو بنسټونو، حکومت ته د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديز شويو کڅوړو له وړاندې کولو هرکلى کړى، خو وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د دغو اصلاحاتو عملي کول ستونزمن دي.  د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون، د ټولنې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې چې د دغه کمېسيون نور غړي غواړي د ولسي جرګې له ٢٤٩ څوکيو څخه ١٠٠ څوکۍ سياسي ګوندونو ته ورکړي. دوى وېره لري، هغه ګوندونه چې ډېر امکانات‌... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې د کډوالو راستنولو د وضعيت په اړه وړاندوينه نه شي کېدى او ټول وزارتونه بايد د اضطراري حالاتو لپاره چمتووالى ولري. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو چارو عالي کمېسيون دويمه غونډه پرون د... پاتې برخه
 کابل ( پژواک، ٣ وږى ٩٤): چين هېواد ، د ميکانيزه کرنې يوه کڅوړه چې ٣٠٠تراکتورونه او د کرنې بېلابېل وسايل په کې شامل دي د افغانستان کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته د بلاعوضې مرستې په توګه ورکړل.  د ميکانيزه کرنې  ياد ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت په نشه يي توکو د ٢٠٠ روږدو کسانو د راغونډولو او روغتيايي مرکزونو ته د هغوى سپارلو خبر ورکړ او اعلان يې وکړ، چې کابل ښار کې د نشه يي توکو ٨٠ لاس پلورونکي نيول شوي دي. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو... پاتې برخه
 کابل ( پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د تدارکاتو ملي کمېسيون د څه باندې ١،٨ ميلياردو افغانيو په ارزښت د يوولس تړونونو د منظورېدو خبر ورکوي او وايي چې تر دې دمه يې ٢٦ سرغړوونکي شرکتونه څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. د تدارکاتو د ملي ادارې مشر يما... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٤): په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مني موسم د واکسين د کمپاين لومړي پړاو کې شاوخوا ٩ ميليونو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين او کابو دوو ميليونو ماشومانو ته د ويټامين (A) کپسول ورکول کېږي. د عامې روغتيا وزير فيروزالدين... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ زمرى ٩٤): افغانيو د تېرې پنجشنبې په پرتله د نورو اسعارو په پرتله خپل ارزښت يو څه له لاسه ورکړى، خو د سون او خوراکي توکو په بيو کې بدلون نه دى راغلى. د کابل د شهزاده سراى د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٢،... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): په افغانستان کې انګور په لوړه بيه د ودې په حال کې دي، خو غنم، وريجې، بانجان، رومي او کچالو د توليد د لوړ لګښت په سبب ونه توانېدل چې له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د پاکستان او ايران له محصولاتو سره سيالي وکړي. په افغانستان... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٤): د هېواد د ټول نفوس له کچې د تور زېړي ناروغۍ ويروس، شاوخوا دوه سلنه تر سترګو کېږي او که چېرې يې د مخنيوي لپاره چټکې هلې ځلې ونه شي، نو دغه ناروغۍ به پراخه شي. تور زېړى يا هيپاټايټ يو ډول ساري ناروغۍ ده، چې د ځيګر (ينې) له... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٤): د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې د شري واکسين د شپږ ورځني کمپاين په درشل کې چې نن پيل شو، د يادې ناروغۍ له نهو مياشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ٥،٥ ميليونه ماشومان واکسين کېږي. د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال احمدجان... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٤): لويې څارنوالۍ د فرخندې د وژنې په اړه د لومړۍ او استيناف محکمو پرېکړې د قناعت وړ نه دي بللې او د تميز په محکمه کې يې د يادې دوسيې د پرېکړې غوښتنه کړې ده. ٢٧ کلنه فرخنده د تېر کال د کب مياشتې په ٢٨مه د شاه دوشمشېرې جومات... پاتې برخه
کابل (پژواک،٣٠چنګاښ ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د کمکي اختر په ورځو کې د ځينو تصويري رسنيو پر خپرونو د نيوکې ترڅنګ وايي، يادو رسنيو د اسلامي موازينو خلاف مبتذل او غيراخلاقي پروګرامونه خپرول. د مشرانوجرګې غړي ميرحاتم تره خېل د دې جرګې په نننۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٤): مشرانو جرګې د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسيون رامنځته کول غيرقانوني بللي او وايي، له دې امله چې د ټاکنو مهالوېش نه دى اعلان، نو له دې وروسته به له ولسي جرګې سره همکاري ونه کړي. په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٤): د مشرانو جرګې ځيني غړي د لوګر پېښې د غندلو تر څنګ وايي چې دا پېښه په لوى لاس رامنځته شوې او عاملان يې بايد مجازات شي. د لوګر پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. امريکايي ځواکونو د تېرې چهار شنبې په ورځ د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨چنګاښ ٩٤): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوى (يوناما)  د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون د جوړېدو هر کلى او د ولسي جرګې د ټاکنو د مهالوېش اعلانولو غوښتنه کوي. ولسمشر مشر محمد اشرف غني له اوږده ځنډ وروسته، د ملي وحدت... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٤): د اختريزو وچو مېوو بيې د تېر کال په پرتله په منځنۍ کچه شاوخوا ١٦ سلنه لوړې شوې دي. افغانان د اختر په ورځو کې نوې جامې اغوندي، د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته د خپلو خپلوانو کورونو ته ځي او په خپلو کورونو کې له بېلابېلو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٤): د پوهنې وزارت نن د ښوونځيو د ١٦ ميليون جلد درسي کتابونو قرارداد د درېيو بهرنيو شرکتونو له استازو سره لاسليک کړ او ټاکل شوې چې دغه کتابونه تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې چاپ شي.  د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٤): د افغان ښځو شبکې، د کابل استيناف محکمې له پرېکړې، چې پر بنسټ يې د فرخندې د قتل په قضيه کې د څلورو تورنو کسان د اعدام حکم لغوه کړى، د اندېښنې په څرګندولو سره دغه پرېکړه غيرعادلانه بللې او پر يادې پرېکړې يې د بيا غور غوښتنه... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢چنګاښ ٩٤): د مشرانو جرګې ځينو غړو په مشرانو جرګه کې د کندوز د استازي عبدالله قرلُق په اړه د کندوز د والي وروستۍ څرګندونې، دې جرګې ته سپکاوى بولي او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه. د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلُق، د غبرګولي په ٣١مه... پاتې برخه
کابل (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): ولسمشر غني په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو پر راوړلو د ټينګار تر څنګ وايي چې دا اصلاحات به د يوه څرګند ميکانيزم له لارې ترسره شي. ولسمشر غني دا موضوع تېره ورځ په ارګ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مشرتابه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٤):نړيوال بانک دافغانستان په سرحدونو اوګمرکاتو کې د مالونو د بهير د غوره لېږد په په موخه څه باندې ٢١ميليون ډالره بلاعوضه مرسته وکړه .  په هغه خبرپاڼه کې چې د نړيوال بانک له لوري پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، راغلي چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤): د الکولي مشروباتو سترې بستې چې د قاچاق په ډول افغانستان ته را واردېږي، د هېواد په ځينو بازارونو کې په اسانه پيدا کېږي؛ ځکه د مخنيوي لپاره يې اړين ګامونه نه دي اخيستل شوي. همداراز د پژواک خبري اژانس د ترلاسه شوو... پاتې برخه
کابل( پژواک، ١٢غبرګولى، ٩٤) : د کابل ښار استقلال لېسې لسګونو ښوونکو د معاشونو او امتيازونو د کموالي ، د سرپناه نه درلودو او د زياتو درسي ساعتونو سره په غبرګون کې په تحصن لاس پورې کړ. امنيتي منسوبينو دې لېسې ته د خبريالانو ننوتو ته اجازه نه ورکوله... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د ٣٧٢ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ او له هغو کسانو، چې په رسنيو کې خبرې کوي، وغوښتل، څو له داسې خبرو ډډه وکړي، چې د وسله والو مخالفينو د تبليغاتي ماشين د پياوړتيا لامل شي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٤): د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د پوليسو پر سرف موټر د مقناطيسي ماين  چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله نه لري. د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني د دې څرګندونو تر څنګ پژواک ته  وويل چې پېښه نن سهار... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٤): يوه نوې تر سره شوې سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر کچه د ٢٠١٢ زېږديز کال په پرتله له ١،٦ ميليون کسانو ٣ ميليون تنو ته لوړه شوې ده.  دغه سروې " افغانسان کې له نشه يي توکو څخه د ګټې... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٤): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه، د هندوستان او ايران تر منځ د چابهار بندر د پراختيا د هوکړه ليک له لاسليک څخه د هرکلي ترڅنګ ويلي، چې افغانستان به د دغه هوکړه ليک له تر سره کېدو ډېره ګټه تر لاسه کړي.  د هېواد د... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٧غويى ٩٤): د ملي امنيت رياست د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يوه داسې ترهګره شبکه نيول شوې چې د جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د ترور هوډ يې کړى و.  د ملي امنيت عمومي رياست وياند حسيب الله صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): ولسشمر اشرف غني د سمنټو پاليسۍ د جوړولو او په قراردادونو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ ويلي چې د کانونو سکتور بايد د افرادو په انحصار کې پاتې نه شي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): يو ملي سوداګر نن سهار په کابل کې د ناپېژانده وسله والو مخالفينو له بريد وروسته وتښتول شو او د کورنۍ دوه غړي يې ژوبل شول. د کابل امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال فريداحمد افضلي پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٤): د کورنيو چارو وزير، د پوليسو د ځانګړو قطعو له ځواکونو څخه د ستاينې په مراسمو کې وويل چې د دولت وسله وال مخالفين په هېواد کې د نظم، امنيت او ثبات د ګډوډولو د پلانونو په عملي کولو کې نه شي بريالي کېدى. د کورنيو چارو وزارت... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٤): لويې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د فرخندې د وژنې دوسيه يې بشپړه کړې او د نورو پړاوونو د وهلو لپاره يې د کابل ولايتي لومړنۍ محکمې ته استولې ده. د دې ادارې وياند عبدالبصير عزيزي نن له غرمې وروسته په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ غويى ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سون توکو بيه لوړه شوې، خو د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېټر... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي چې اوس هم په بدخشان کې امنيتي ګواښ موجود دى او د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو لپاره به ددغه ولايت په وردج او جرم ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شي.  د کورنيو چارو وزارت وياند صديق... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): لسګونو تنو نن په کابل کې د لاريون په تر سره کولو سره د ملي يووالي حکومت مشران د هېواد د وضعيت په اړه پر بې پروايۍ تورن کړل او له واک څخه يې د ولسمشر او اجراييه مشر د لرې کولو غوښتنه وکړه. اعتراض کوونکي چې د افغانستان... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): نن سهار د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې دوه ملکي وګړي د ناپېژانده وسله والو له خوا بر ډزو ووژل شول. د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د نورم او سټنډرډ ملي اداره دهغو شرکتونو او ورکشاپونو  فعاليتونه ځنډوي، چې له جواز پرته په موټرونو کې د "ال پي جي" ګاز غير معياري سيستمونه لګوي. دا اداره وايي، تر اوسه ٣٨ دا ډول شرکتونه او ورکشاپونه ارزيابي شوي او له... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر د ٣١ تښتول شوو د خوشي کېدو لپاره د جدي اقداماتو له ترسره کېدو خبر ورکوي او وايي چې د کابل د برېښنا ستونزه به تر سبا پورې حل شي. ناپېژاندو وسله والو د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په ٤مه نېټه د کابل-کندهار له... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي چې د يمن او سعودي عربستان د موضوع په اړه د افغانستان دريځ د ملي امنيت شورا او د جهادي او سياسي مشرانو له غونډو وروسته نيول شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې پخوا د يادې موضوع په اړه د افغانستان د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د قتل، انسان تښتونې، غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ١٥ کسانو له نيولو خبر ورکړى دى. د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢۲ کب ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې پنځه تنه يې د وسله وال مخالفت او څلور نور يې د انسان تښتونې په تړاو نيولي دي.  د ملي امنيت له عمومي رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ياد کسان د بېلابېلو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ کب ٩٣): د برېښنا شرکت وايي چې له دوو اوونيو هلو ځلو وروسته يې د کابل د برېښنا يو پرې شوى مزى بيا وصل کړى او دغه ښار به اوس له بېړنۍ برېښنا برخمن شي.  له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه کابل ته د برېښنا غځول شوي مزي د کب... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ کب ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ښځو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، خو په ټاکنو کې د دغه قشر پر  وړاندې د ګډون په اړه د هېواد په کليو او بانډو کې ډېرې ستونزې شتون لري.  کمېسيون دغه اسانتياوې،... پاتې برخه
 کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): يو شمېر چادري لرونکو سړيو د "موږ هر ډول تاوتريخوالي ته نه وايو" تر شعار لاندې په کابل ښار کې په لاريون لاس پورې کړ، خو يوه ديني عالم او د کابل يو شمېر اوسېدونکو بيا د دوى دغه عمل سخت وغانده.  د "افغانستان د سولې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٣): برېښنا شرکت وايي چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې به د کابل ښار د برېښنا پرچوۍ ستونزه اتيا سلنه حل شي. له تاجکستان او ازبکستان څخه کابل ته ٣٠٠ مېګاواټه برېښنا ٩ ورځې وړاندې د بغلان ولايت د شمالي سالنګ په سيمه کې د زياتو واورو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت، د "ذوالفقار" په عملياتو کې د دولت د ٤٠٠ وسله والو مخالفينو له وژلو او همدارنګه څارنوالۍ ته د لوګر پر امنيه قوماندانۍ باندې د بريد په تړاو د ١٤ تنو له ورپېژندلو خبر ورکړى دى. د ذوالفقار عمليات، په هلمند... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٠ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله  ٢٨٧ تنه مړه شوي او ١٣٤ نور ژوبل شوي دي.  د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): د سالنګ لويه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي او له شپږو ورځو راهيسې د واورو له امله تړلې وه، نن له غرمې وروسته  پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): د کابينې په فوق العاده غونډه کې په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو د ځاني او مالي زيانونو په مناسبت درې ورځنى ملي ماتم اعلان شو. د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو دريو ورځو (د کب نهم، لسم او... پاتې برخه
کابل (پژواک ٧ کب ٩٣): د برېښنا شرکت وايي، چې تر راتلونکو درېيو ورځو پورې به کابل ته د غځول شوې برېښنا يو پرې شوى مزى ونښلوي، خو د دغو ټولو مزو ترميم شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي.  کابل ته برېښنا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه  ... پاتې برخه
چاريکار (پژواک،٧کب ٩٣): د سالنګونو چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په سالنګونو کې واوره ورېدنه درېدلې او د دې لويې لارې د پاکولو عمليات په چټکۍ روان دي. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس ډګر جنرال محمدرجب د پنجشنبې په ورځ اته بجې پژواک خبري... پاتې برخه
کابل (پژواک ٥ کب ٩٣): د ماهيپر توربين او حرارتي برېښنا په روښانولو سره د کابل ښار يو شمېر سيمې په نوبتي ډول له برېښنا ګټه پورته کولى شي، خو په سالنګونو کې تخنيکي ستونزه کېداى شي له يوې څخه تر لسو ورځو پورې موده ونيسي، څو ټول ښار په برېښنا روښانه شي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ کب ٩٣): د کابل مېشتو وردګو د غېشو لوبډلې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ  د چک کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه يوه ورځنۍ لوبه تېره  ورځ د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د "باغ داوود" په سيمه کې سهار پيل او تر نږدې ماښامه يې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٣): د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنې بنسټ ګواښ کوي، چې که  حکومت د ځوانانو وزارت د رامنځته کولو او دوى ته د کاري زمينې په اړه په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي نو په پراخه لاريونونو به لاس پورې کړي. د دغه بنسټ په پرېکړه ليک... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٣): د هېواد په شمال ختيځ کې يو شمېر بزګر چې د بڼوالۍ معياري لارې چارې يې زده کړې وايي، چې له دغو لارو چارو څخه په ګټې يې د باغونو عوايد څو برابره زيات  شوي دي.  د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP)... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٣): استاد سياف اعلان وکړ لکه څنګه چې مجاهدين د هر يرغلګر پر وړاندې درېدلي، د داعش پر وړاندې هم ولاړ دي او په نږدې وخت کې به د يوې لويې کتلې په توګه په يو ځاى او همغږۍ په دې اړه خپل موقف څرګند کړي. استاد سياف چې نن يې د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٣): د "روغتيايي سکتور د عوايدو د معلوماتو مخزن" تر نوم لاندې نوى سيسټم په داسې حال کې رامنځته شوى، چې د عامې روغتيا د نوي وزير په وينا، اوسمهال په دغه وزارت کې د عوايدو د راټولولو يو روڼ سيسټم شتون نه لري.  د عامې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): د افغانستان بانک او متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک تر منځ د معلوماتو د تبادلې او د څارنې د همکارۍ په برخه کې هوکړه ليک لاسليک شو.  دغه هوکړه ليک د افغانستان بانک د لومړي مرستيال او سرپرست خان افضل هډه وال او د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٣): د ټاکنو څارونکي بنسټونه (تيفا او فيفا) د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په رامنځته کولو د ټينګار ترڅنګ وايي، دوى د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ملي يووالي حکومت د مشرانو دوه ګوني نظر اندېښمن کړي دي. د ولسمشر اشرف غني او د حکومت... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): د افغانستان د مدني ټولنو شبکې له ولسمشر او ولسي جرګې څخه غوښتنه وکړه چې ولايتي شوراګانو ته دې په ځايي کچه د حکومت له کړنو او فعاليتونو د څارنې حق ورکړل شي. ولسي جرګې د تېرې چهارشنپې په ورځ د ولايتي شوراګانو د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): په کابل کې د صحت طفل  روغتون ډاکټران وروسته له هغه کاربنديز اعلان کړ چې يو شمېر کسانو د روغتون يو ډاکټر وواهه. دغه ټکى د دغه روغتون رييس ډاکټر نورالحق يوسفزي پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ. نوموړي وويل چې تېره... پاتې برخه
کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٣): د بهرنيو چارو نوماند وزير وايي، چې له ولسي جرګې څخه د باور رايې اخيستو پر مهال به د وزارت چارې وړ کسانو ته وسپاري او د هېواد د بهرني سياست اصول به له بيا غور وروسته د تصويب په موخه ملي شورا ته وړاندې کړي.  ولسمشرۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٣): د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، په هېواد کې د مصرفي توکو د کيفيت د کنټرول طرحه بريالۍ نه وه او له دې اړخه د خلکو ژوند او سلامت له خطر سره مخامخ ده. احمدضياء مسعود، دغه خبره نن په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): عبدالاحد واحد د کابل ښار د سرپرست ښاروال په توګه په خپله لومړۍ کاري ورځ وويل چې دغه اداره د ځمکو د غصب او زورواکو د مخنيوي لپاره ځانګړي امنيتي ځواک ته اړتيا لري. د کابل ښاروالۍ فني او مسلکي مرستيال عبدالاحد واحد د و... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٣): په افغانستان کې د ايساف د قوماندانۍ مرستيال وايي، چې په افغانستان کې به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د دغو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسيږي او "پرېکنده ملاتړ" تر نامه لاندې به د دوى نوى ماموريت پيل شي.  په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٣): د کابل پوليس وايي چې په بګرامي ولسوالۍ کې يې د يوې قاضي ښځې مړى موندلى دى.د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال فريد احمد فضلي پژواک ته وويل، چې دغه جسد تېره ورځ موندل شوى دى.د هغه په خبره، مقتوله فهيمه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو بيې راټيټې شوې، خو د ايراني سرو زرو بيې لوړې شوې دي.د کابل ښار د وزير اباد  تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣): د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي چې د کابل بانک په قضيه کې د شاملو کسانو په اړه د محکمې له وروستي حکم وروسته يې د يادې پرېکړې د پلې کولو کار پيل کړى دى.سترې محکمې تېره پنجشنبې (د لېندۍ١٣مه) د کابل بانک پخواني مشران... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٢ لېندۍ ٩٣): د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون سرپرست وايي، د افغانستان اساسي قانون چې يو شمېر مادې يې تعديل ته اړتيا لري، د افغان دولت ترڅنګ د بهرنيانو له لوري هم تر پښو لاندې شوى دى. د افغانستان اساسي قانون په ١٣٨٢... پاتې برخه
کابل (پژواک ٥ لېندۍ ٩٣): د کار نړيوال سازمان، د خښتو په بټيو کې د کارګرو ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې د يادې ستونزې د حل لپاره بايد يوه بين الوزارتي اداره رامنځته شي.دغه مطلب نن په جينوا کې د ياد سازمان (ILO) په کاري حوزه کې عملياتي... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣): د ژورنالېستانو ملي ټولنه او د "نى" اداره وايي، چې د "ترهګريزو پېښو" د قربانيانو د انځورونو له خپرولو دې ډډه وشي، ځکه چې د عامه ذهنونو د ګډوډۍ لامل ګرځي.د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې "نى"کې د ازادو  رسنيو... پاتې برخه
کابل ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي، هغه پنځه تنه يې نيولي، چې غوښتل يې د ولسمشر پر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ځانمرګي او ډله ييز بريدونه وکړي.د ملي امنيت وياند عبدالحسيب صديقي، وايي يادو پنځو تنو هوډ درلود، چې په کابل ښار او د بلخ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک، خپلو روسي او ويتنامي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره، په اندونيزيا کې د ووشو ستورو د نړيوالو لوبو وروستي پړاو ته لار ومونده.د هېواد د ملي المپيک کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې هوتک په دې بريا سره... پاتې برخه
کابل ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې خپل سفارت وتړي.د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د راتلونکي کال له جنوري مياشتې وروسته به په کابل کې د بلجيم... پاتې برخه
کابل ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني، وايي هڅه کوي چې په هېواد کې د باور وړ اداره رامنځته کړي او په پنځو کلونو کې بنسټيز بدلونونه راولي. د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې تېر ماښام  د ارزګان ولایت له... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې، خو د چاى او بورې پرچون پلور بيه راټيټه شوې ده.د کابل ښار د شهيد څلورلارې يو لرګي پلورونکي خان محمد پژواک ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو خروار (٨٠... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د ترکيې په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ډوب شوو افغان وګړو لس مړي نن کابل ته را ولېږدول او د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې پېښه کې د ١١ نورو ورکو شوو افغانانو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ناټو افغان پوليسو ته يو شمېر درنې وسلې سپارلې دي.د دغه وزارت وياند صديق صديقي نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ناټو سازمان او يو شمېر مرستندويه هېوادونو، افغانستان ته د زغره لرونکو موټرو... پاتې برخه
کابل( پژواک ١١ لړم ٩٣): د کابل د څرخي پله زندان د " زون بلاک " شاوخوا ٧٠٠  زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى او يو شمېر يې خولې هم ګنډلې دي.يو زنداني چې ځان مصباح او د غور ولايت اوسېدونکى معرفي کوي، د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ده... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٣): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په کابل کې د دغه سازمان د جوړېدو د ٦٩مې کاليزې نمانځغونډه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر اوږدمهالو همکاريو ټينګار وکړ.دغه مراسم د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٥ تله ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د "جندالله" د ډلې مشر د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کس چې شمس... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٣): په کابل ښار کې د هوا له سړېدو سره د سون د لرګيو بيه لوړه شوې، خو د نورو لومړنيو توکو په بيه کې د تېرې اوونۍ په پرتله چندان توپير نه دى راغلى.د شهيد څلورلارې د لرګو يوه پلورونکي خان محمد نن (پنجشنبې) پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٣): د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير وايي، چې د پوليسو د لوړ پوړو چارواکو په ټاکلو کې واسطه او سياسي لاسوهنې په دغه وزارت کې د بې عدالتۍ سبب شوي او دغه ستونزه تر اوسه پورې نه ده حل شوې.محمد عمر داودزي دغه موضوع نن په کابل کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢١ تله ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پرېکړو د پلي کولو کار نن پيلوي.د دغه کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى نن د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ تله ٩٣)  : کورنيو چارو وزارت په کندوز ولايت کې د دوه ځانمرګو بريدګرو د نيولو او همدارنګه په کابل ښار کې د تورو ښيښو د ٢٧٠ موټرو د پاکولو خبر ورکړى دى.د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، نن رسنيو ته د يوې خبري ناستې په ترڅ کې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٥ تله ٩٣): له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو لپاره د افغان زيارت کوونکو د لېږد پروسه بشپړه شوه.د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعى الحق عابد نن ددغه ټکي په څرګندولو پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د اسلامي حزب او اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزې ډلې لوړپوړى غړى عبدالجبار شلګرى له يوه وسله وال بريده روغ ووت، خو لور او ساتونکى يې ټپيان شوي دي.شلګري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سپرلۍ پر موټر يې نن سهار اته بجې او... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دويم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پايلې اعلان کړې او  اشرف غني احمدزى يې د بريالي نوماند په توګه بللى، خو د رايو د سلنې د توپير په اړه يې څه نه دي ويلي.د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر يوسف نورستاني د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): استاد سياف وايي، ځينې کړۍ د مجاهدينو د منزوي کېدو او ورک کولو په هڅه کې دي، خو دا ارمان به له ځان سره ګور ته يوسي.د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدرب الرسول سياف نن د افغانستان د پخواني ولسمشر او اسلامي جمعيت ګوند د رهبر استاد برهان... پاتې برخه
درېيم تقيب-کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): نن سهار په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان په ځانمرګي بريد کې درې بهرني سرتېري وژل شوي او د بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ٢٠ کسه ټپيان دي.دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې او لس دقيقې د سترې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٣): د کابل استيناف محکمې، د پغمان د پېښې پنځه عاملين په درنې جزا (اشد مجازات) او دوه نور په شل کاله حبس محکوم کړل. يو شمېر غيرقانوني وسله والو د پوليسو له يونيفورم څخه په ګټې د روان کال د زمري په ٣١ مه ، د پغمان ولسوالۍ د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨ وږی، ٩٣): ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ټاکنو په اړه دې ژر تر ژره یوه توافق ته ورسېږي او نوى حکومت جوړ کړي.ولسمشر حامد کرزي نن د شهید اونۍ او داحمدشاه مسعود دشهادت دکلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٣): لويې څارنوالۍ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پر ښځو د جنسي تېري او پر غلا تورنو ٧ کسانو ته د سختې جزا غوښتنه وکړه.يو شمېر غيرقانوني وسله والو، د روان کال د زمري د مياشتې په ٣١ مه، د پوليسو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې، د پغمان... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پايه د ٢٣ زره صندوقونو بيا شمېرنه او څېړنه پاى ته ورسېږي.د ياد کمېسيون وياند نورمحمد نور په کابل کې نن له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې د رايو د بيا شمېرنې لړۍ... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٢ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې تر اوسه د ټولو رايو نږدې ٩٤ سلنه صندوقونه تفتيش او بيا شمېرل شوي او احتمال لري، چې دغه پروسه سبا ورځ پاى ته ورسيږي.د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د نهايي کولو پروسه، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو پر سر د را ولاړو شوو جنجالونو له امله شاوخوا يوه مياشت درېدلې وه، بېرته پيل کړه.د دغه کمېسيون چارواکي په ورته وخت کې د دوو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د نهايي کولو چارې به راتلونکې اونۍ له سره پيل کړي. د دغه کمېسيون چارواکو همدارنګه تصميم نيولى، چې د ياد ولايت د ولايتي شورا رايې د ډېر شمېر شکايتونو له امله... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د بهرنيانو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې، د ملي يووالي په نوم د حکومت د رامنځته کولو لپاره وروستۍ هلې ځلې په هېواد کې د کمزوري حکومت د جوړولو لپاره مافيايي جوړجاړى بولي او د يوه لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نه همکاري او د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو بيا څېړنه د ولايتي شوراګانو د وروستۍ پايلې په اعلان کې د ځنډ لامل بولي، خو وايي چې د شکمنو رايو بيا شمېرنه به راتلونکې چهارشنبې پيل شي.د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې له امريکا سره امنيتي تړون او له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو وضعيت هوکړه ليک به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې لاسليک شي.د امنيتي سند په اړه د افغان او... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): ځينې کابل ښاريان ټاکنيزې ناندرۍ او د توکو احتکار د روژې په مياشت کې د لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړېدو لامل بولي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې بازارونه کنټرول کړي.اوړه، وريجې، غوړي، بوره، لوبيا، کچالو او... نور خوراکي توکي... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ چنګاښ ۹۳): ډاکتر عبدالله او د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ځينو نورو غړو له خپلو زرګونو پلويانو سره په کابل ښار کې لاريون ترسره کړ.هغوى نن له غرمې مخکې له بېلابېلو سيمو د ارګ ترڅنګ د پښتونستان په څلورلارې کې راټول شول، د (مرګ پر تقلب... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): د افغانستان لويه څارنوالي وايي، تر اوسه يې داسې کومه ټاکنيزه قضيه نه ده ترلاسه کړې، چې جرمي بڼه ولري.محمداسحق الکو په دې اړه چې ټاکنيزو شکايتونو د څېړنې موضوع لويې څارنوالۍ ته رسېدلې که نه؟ وويل: ((تر اوسه داسې يوه موضوع چې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) وايي، د دويم پړاو ټاکنو درغلۍ بايد په جديت وڅېړل شي او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو قناعت تر لاسه شي.همدارنګه ټيفا په نننۍ ناسته کې، له دواړو نوماندانو وغوښتل، چې د ټاکنو په اړه له... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): په ملي شورا کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ځينو استازو هغه ادعاګانې رد کړې، چې ګواکې په دې ولايتونو کې د رايې ورکولو د واجدينو له شرايطو څخه زياتې رايې کارول شوې.دا څرګندونې د يادو څلورو ولايتونو د ولسي جرګې، مشرانو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو په سبب د ترهګرۍ د توليد او تمويل د مرکزونو او ځالو د له منځه وړل د افغانستان، سيمې او نړۍ په ګټه دي. د ملي دفاع وزارت وياند... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٣): د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې نږدې ٤٠ سلنه د  اړتيا وړ وينه خلکو ته په رضاکار او خپل خوښي ډول ورکړل شوې او پاتې نوره د وينې د تبادلې له لارې تر لاسه شوې ده.په هغه غونډه کې ، چې نن په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): په کابل کې پوليسو دوه داسې کسان نيولي ، چې د رايې ورکولو نږدې ٥٠٠ کارتونه ورسره وو او غوښتل يې د پيسو په بدل کې يې وپلوري.د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه دوه کسان په تقلب او د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم باندې د پرون ورځې د بريد په پايله کې د ١٢ کسانو د وژل کېدو او څلوېښتو تنو نورو پر ټپي کېدو سربېره، د سيمې خلکو او هټيوالو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.د کورنيو چارو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣) : ودان افغانستان ګوند د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو له مخکښ کانديد اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.دغه غونډه چې نن د غبرګولي ١٦مه په کابل کې جوړه شوې وه او سلګونو تنو په کې ګډون کړى و ، د تحول او... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د اسلامي انقلاب حرکت ملي او جهادي ټولنې او د نجيب الله کابلي په مشرۍ د ملي مشارکت ګوند غړو، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.په هغې غونډه کې چې په کابل کې د اشرف غني احمدزي په کور کې تر... پاتې برخه
 کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د ولايتي شوراګانو کانديدانو د شکايتونو څېړنې په موخه خپلې علني ناستې د راتلونکې اونۍ د شنې په ورځ (١٠ غبرګولى) پيلوي. ددغه کمېسيون چارواکو، په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو له... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣): ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي نن په کابل کې يوې خبري غونډه کې وويل، چې دوه ورځې وړاندې د تاجکستان په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): د اريانا هوايي شرکت مشر وايي، چې د دغه شرکت يوه الوتکه د تېرې پنجشنبې په ورځ د هوا د خرابوالي له امله د کېناستو پر مهال له ستونزې سره مخ شوې وه.دا په داسې حال کې ده، چې د کابل هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): د کابل پوليسو نن په دې ښار کې د تورو ښيښو لرونکو او د قانوني اسنادو د نه لرونکو موټرو د مخنيوي او همدارنګه د بې جوازه وسلو د راټولولو عمليات پيل کړل.د کورنيو چارو وزارت د عمومي امن او عامه نظم د قوماندانۍ د ارکان مشر مل... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٣): ولسي جرګې، ولسمشر کرزي ته د کابل ښاروال د ګوښه کېدو په اړه تر راتلونکې شنبې پورې د پرېکړې وخت ورکړى او وايي، له هغه پرته به جرګه بله پرېکړه وکړي.د کابل ښاروال او د ښاروالۍ د ځينو چارواکو د لرې کولو په موخه د ولسي جرګې يو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٣): ولسي جرګې تر ډېر بحثونو وروسته، نن د کانونو قانون د تعديل هغه طرحه له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه، چې تېر کال په چنګاښ مياشت کې ور استول شوې وه.ولسي جرګې او مشرانو جرګې په ١٣٨٧کال کې د کانونو قانون په ١٢فصلونو او ١٠٥ مادو... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٩ غويى ٩٣): د اريانا هوايي شرکت چارواکي وايي، چې ددې شرکت په عوايدو کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى، چې په سلو  کې ٢٩ د مسافرينو د شمېر اوچتوالى هم څرګندوي.د اريانا هوايي شرکت رييس نصيراحمدحکيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې د... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٧ غويى ٩٣): د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ  کانديد ډاکټرعبدالله عبدالله د ټاکنو د پاتې پروسې پر بشپړ روڼوالي ټينګار کوي او وايي، هغه پايلې ورته د منلو وړ دي، چې د قانون پر بنسټ تر لاسه شي. عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، په راپور کې د ورکړل شويو بې نظميو د څېړلو د ادامې له امله د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان ځنډول شوى او ټاکل شوې، چې سبا ته د ولسمشرۍ ټاکنو د قسمي پايلو درېيمه برخه اعلان کړي.د ټاکنو خپلواک کميسيون... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): په کابل کې د مدني ټولنو او قومي شوراګانو يو شمېر استازو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د قسمي پايلو په خپرولو کې د ټولو ولايتونو د رايو ترمنځ انډول په پام کې ونيسي.دوى په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ټينګار وکړ چې دغه... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو د يوې بلې برخې قسمي پايلې هم راتلونکې اونۍ اعلان کړي.د ياد کميسيون وياند نورمحمد نور، کابل کې نن د خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې دا ځل به د ولسمشرۍ د ټاکنو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٢٨ ورى ٩٣): د سولې عالي شورا د متعصم اغاجان تر څارنې لاندې نيولو په اړه  اندېښنه څرګندوي او وايي، هر وخت چې بين الافغاني تفاهم او خبرو ته زمينه برابره شي، نو په سيمه کې پټ او ښکاره لاسونه د سولې پروسې د ګډوډولو او مخنيوي لامل ګرځي.د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د اريانا هوايي شرکت چارواکي وايي، چې دوى ايران ته له تېرو دوو کلونو راهيسې پرواز نه دى کړى، چې يواځينى لامل يې د مسافرو کموالى، د لګښتونو نه پوره کول او له ياد شرکت څخه د دولت نه ملاتړ دى.د اريانا سوداګريز هوايي شرکت مشر محمد... پاتې برخه
کابل-بدخشان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د کابل او بدخشان ولايتونو چارواکي وايي، چې د يادو ولايتونو د رايې ورکونې په مرکزونو کې ټاکنيزې پاڼې ختمې شوې، که چېرې د ټاکنو کمېسيون د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام ونه کړي نو زرګونه کسان به د رايې له ورکړې محروم پاتې... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): کابل ښاروالي وايي، چې د ولسمشرۍ پنځه کانديدان پر پايو او خوازو د خپلو تبليغاتي پاڼو د لګولو له اړخه له درې ميليونه افغانيو زيات پوروړي دي.ډاکتر اشرف غني احمدزى، استاد عبدرب الرسول سياف، انجنيرقطب الدين هلال، ډاکتر زلمى رسول... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو د وړتيا پر درلودو د ټينګار ترڅنګ له امريکا غواړي، ترڅو ټول خپل پوځي تجهيزات چې امريکا يې بل هېواد ته د ورکړې هوډ لري، افغان ځواکونو ته وسپاري.د مشرانو جرګې ځينې غړي هم ټينګار کوي، چې امريکا متحده... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د ولايتي شوراګانو د نهه سوه کانديدانو د اسنادو تر څېړلو وروسته، ٨٧ کانديدان د تعليمي اسنادو د نه درلودو او د عمر د کموالي له امله له وروستي نوملړه ويستلي دي.د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د... پاتې برخه
 کابل (پژواک ١٩ کب ٩٢): د ولايتي شوراګانو ځينو کانديدانو، په تبليغاتي پاڼو او پوسټرونو کې د خلکو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره ځينې داسې ژمنې کړي، چې د قانون له مخې، د دوى د واک له دايرې څخه لوړې دي.ډېرى عام افغانان وايي، ياد کانديدان د دې پر... پاتې برخه
 کابل (پژواک ١٢ کب ٩٢): په کابل کې زرګونو تنو په بېلابېلو غونډو کې د راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمي رسول او محمد نادر نعيم له کانديداتورۍ د ملاتړ اعلان وکړ.له عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ په مراسمو کې، چې د کابل... پاتې برخه
 کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله، راتلونکو ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال خصوصي سکتور او کورني توليدات له خپلو لومړيتوبونو څخه وبلل.هغه نن د کابل په صنعتي پارک کې د سمون او هم پالنې ټيم د اقتصادي پروګرامونو په اړه خبرې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له کانديد اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.دغه ګوند خپله پرېکړه نن (د کب ٤مه) د اشرف غني او دواړو مرستيالانو جنرال عبدالرشيد دوستم او محمد سرور دانش او د سلګونو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د کابل د کانکور ازموينې لومړى پړاو د دغه ولايت د څوارلس ګونو ولسواليو د دولسم ټولګيو له لس زرو څخه د ډېرو فارغينو په ګډون پيل شو.د کانکور ازموينې د اخيستو پروسه نن (د سلواغې ٢٧ مه) د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعيليانو شورا په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.په هغې غونډه کې، چې نن  د سلواغې په ٢٤ مه، کابل کې د ملي پيوند ګوند... پاتې برخه
 کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): لويې څارنوالۍ،د بګرام له زندان څخه د ٦٥ زندانيانو د پرېښودو په اړه نيوکې بې بنسټه بللې او وايي، چې د دغو کسانو د پرېښودو امر يې د شواهدو او سندونو د نه شتون له مخې، صادر کړى دى. د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٨سلواغه٩٢): د ملي امنيت رياست وايي ، چې په پکتيا ولايت کې يې د حقاني شبکې يوه څلورکسيزه ډله او يو ځانمرګى بريدکوونکى نيولي دي.د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دې څلور کسيزې ډلې د پکتيا په مرکز ګردېز کې په ترهګريزو... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٨سلواغه٩٢): ولسمشر حامد کرزى د ژمني المپيک لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون په موخه د روسيې سوچي ښار ته ولاړ.يادې لوبې نن (سلواغې ١٨مه) په دغه ښار کې ترسره کېږي او دکب تر څلورمې پورې دوام کوي. دا لومړى ځل دى، چې روسيه ددې لوبو کوربه ده.د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٢): د ټاکنيزو شکاياتو کميسيون له خبرداري سره سره، ځينو کانديدانو خپلې تبليغاتي پاڼې په داسې ځايونو نصب کړي، چې د دې کميسيون د لايحې خلاف دي.نن د سلواغې په ١٣مه، د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو کمپاين پيل شو چې تر دوو مياشتو به... پاتې برخه