د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شکـور کامـران

Article Images

ګردېز(پژواک،٣٠سلواغه٩٦): د پکتيا ولايت ښځينه اوسېدونکې وايي چې دوی ته تر اوسه اساسي کارونه نه دي شوي، هرڅه يواځې د پروژې په حد کې وو. دوی ځينې کارونه نمايشي بولي او زياتوي چې له شوو ډېری کارونو يې په ژوند کې بدلون نه دی راغلی. د احمدخېلو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلمانانو د چاپېريال ساتنې ادارې د هغې پرېکړې په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی، چې د لرګيو سوځولو پر ځای دې له اوبلن ګاز څخه کار واخلي. دوی نن د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ټول حمامونه او سلمانۍ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): په پکتيا کې ډېری شخصي روغتونونه، د بېلابېلو برخو صحي کلينيکونه، درملتونونه او د درملو واردوونکو کمپنيو د استازو دفترونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي. د پژواک خبري اژانس د پلټنو له مخې، اوسمهال د دغه ولايت د نهو... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢١سلواغه٩٦): د ولسمشر له حکم سره سم د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د دفاع وزارت اړوند ٢٤٣ دوکانونه رسما ښاروالۍ ته وسپارل شول. د همدې موخې لپاره د ولسمشر غني د سلاکار نبي مصداق په مشرۍ د دفاع او ښار جوړونې د وزارتونو او اراضي ادارې... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢١سلواغه٩٦): په پکتيا کې د سوېل ختيځ زون لپاره د توبرکلوز يا نري رنځ د تشخيص او درملنې عمومي مرکز رسما پرانيستل شو. روغتيايي مسوولين وايي چې د دې مرکز له فعاليت سره به د يادې ناروغۍ تشخيص ډېر اسانه او مخنيوي به يې وشي. د پکتيا د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٨ سلواغه): د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه تر پخوا کمه شوې خو اوس هم په زرو کې ۷۷ ماشومان پنځه کلنۍ او ۶۳ يو کلنۍ ته له رسېدو مخکې مري. دوی وايي چې اوسمهال په زرو نوو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د پکتيا د سرحدي ډنډپټان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د ډيورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو د وروستيو تحرکاتو پر ضد لاريون وکړ. دوی ويل چې پاکستان غواړي د دې کرښې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او اغزن سیم هم وغځوي. د... پاتې برخه
غزني ښار (پژواک،١٦سلواغه٩٦): د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولين وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې دسلواغې په ١٦مه په سوېل ختيځ  کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): په ګردېز ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ١١ کسان ټپيان شوي دي. د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر اصيل خان د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا غړو وروستۍ نا امنۍ اسلام او بشر ضد جنايت ياد کړ او د ورته پېښو د مخنيوي لپاره يې پر زياتو کشفي او امنيتي تدابيرو ټينګار وکړ. دوی وايي چې يادې پېښې د بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا د دولت د ځينو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د ګردېز- ډنډپټان سړک د بيارغونې لپاره لسګونه ميليونه افغانۍ ترلاسه شوې دي خو د سړک د ترميم چارې نه دي ترسره شوې. بل لور ته د پکتيا خلک او سوداګر د ګردېز- ډنډپټان سړک له خراب حالته شکايت کوي او وايي چې پر دې لاره د تګ... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د پکتيا د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شوي لسګونه تنه شکايت کوي چې د کار کولو زمينه ورته نشته دى. د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست د حرفوي زده کړو له مرکز څخه په تېرو شپږ مياشتو کې۱۵۰ تنه نجوني او هلکان فارغ شوي دي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د پکتيا د شپږ ولسواليو خلک او سوداګرو د څمکنيو ولسوالۍ په مرکز کې د بانکي څانګې جوړېدو غوښتنه کوي او وايي چې د بانک د نه شتون له امله په مالي راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي. د څمکنيو، جاني خېل، لجه منګل، اريوب ځاځي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى خو مسوولين بيا وايي چې د روږدو شمېر د پخوا په پرتله ډېر کم شوى دى. پر مرکز ګردېز سربېره په ولسواليو او نورو سيمو... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٣٠مرغومى٩٦): د پکتيا ولايت اوسېدونکې او ښځينه فعالانې په ادارو کې د مېرمنو په کمه ونډه ناخوښې دي او په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د مېرمنو د لازمې ونډې غوښتنه کوي. د ښځو د حقونو مدافع او فعالانې وايي چې د دې ولايت په ادارو کې د مېرمنو ونډه... پاتې برخه
 لومړي تعقيب-ګردېز(پژاوک،٣٠مرغومى٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه چاودنه يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپى دى. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د پکتيا والي وايي چې د دغه ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي. د پکتيا والي شميم خان کټوازي د مرغومي په ٢٥مه د دغه ولايت د ختيځو ولسواليو له ډلې احمدخېلو ته د سفر په ترڅ کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٦): د پکتيا په ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو تر منځ ٢٤ کلنه شخړه په سوله ييز ډول حل شوه. د يادو قبيلو تر منځ دا شخړه د ځمکې، اوبو او غرونو په سر وه او په دې اوږده موده شخړه کې دواړو خواوو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٨مرغومى٩٦): د پکتيا اوسېدونکي او د راتلونکو پارلماني، ولايتي او ولسواليو شوراګانو ځينې احتمالي نوماندان له حکومت څخه غواړي چې له کړې ژمنې سره سم دې ټاکنې په حوزوي ډول تر سره کړي. په حوزوي ټاکنو کې نوماندان اړ دي چې له خپلې ټاکلې حوزې... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٧مرغومى٩٦): وسله والو طالبانو په پکتيا کې ١٤ پوليس له اتو مياشتو زندان وروسته بېرته خوشې کړل. سيمه ييز مسوولين هم دا خبره مني او وايي چې وسله والو طالبانو ياد پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې ژوندي نيولي وو. د پکتيا د والي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د پکتيا د برېښنا رياست وايي که دولتي او نورې ادارې يې پور ور نه کړي، نور نه شي کولاى خدمات وړاندې کړي. د یاد رياست مسوولينو ویلي چې دولتي او غير دولتي ادارې يې د برېښنا له درکه ٢٣،٢ ميليونه افغانۍ پوروړې دي چې له امله... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٢مرغومى٩٦): د پکتيا ولايت د سرحدی ولسواليو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونو پر  ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځول پيل کړي دي. د دې سيمو اوسېدونکي وايي چې د سيم غځولو د مخنيوي لپاره يې قومي ناستې کړې، خو کار يې نه دی درول شوی او... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١١ مرغومى ٩٦): د پکتيا ولايت ځايي اوسېدونکي وايي چې له تېرو لسو مياشتو راهيسې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې مخابراتي شبکې يواځې د څو ساعتونو لپاره فعاليت کوي. د ځايي اوسېدونکو په وينا، په څمکنۍ، ډنډپټان، جاني خېل، احمدخېل او ځاځي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): په پکتيا ولايت کې د سرحدي پوليسو د يوه ټولي مرستيال وايي چې د والي شميم خان کټوازي ساتونکو له خوا سخت وهل شوى او ژوبل کړى یې دى. دغه افسر حميدګل نومېږي، د یاد ولايت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال په پکتيکا... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکو ويلي چې د دغه ولايت په سرحدي سيمو کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې بهرني وسله وال له افغان ځواکونو سره جګړه کوي. د دغه ولايت د جاني خېل، ډڼډپټان، څمکني او اريوب ځاځي ولسواليو امنيتي چارواکي وايي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): په سوېل ختيځ زون کې د تندر قول اردو قوماندان وايي چې د دغه زون په ځینو سيمو کې يې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی یو شمېر وسلې یې هم ترلاسه کړې او له منځه وړې دي. د دې قول اردو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د ګردېز اوسېدونکي د بېلابېلو ادارو له خوا د ښار په منځ کې د عمومي لارو د تړلو او په کې د موانعو جوړولو له امله شکايت کوي او وايي چې دغه کار له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ، سرحدي لوا او محکمې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د پکتيا والي وايي، کورنيو چارو وزارت پر امنيې قوماندانۍ له بريد وروسته په هېڅ برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او ويجاړ شوي ځايونه لا هم پر خپل حال پاتې دي. نږدې دوه مياشتې وړاندې د دولت وسله والو مخالفينو پر امنیې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٦): د پکتيا اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولايت په مرکز او نورو سيمو کې د روانو پروژو د کار د کيفيت په اړه اندېښنه ښي او وايي چې که د دې پروژو کارونه ونه درول شي نو سړه هوا به يې نور هم کيفيت خراب کړي. دوی له اړوندو ادارو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٦): د پکتيا د بنوزيو قوم خلک وايي، دولت يې په غير قانوني ډول ځمکه لاندې کړې او کورونه يې نړولي دي. ولايتي ادارې، کابو دوه اونۍ وړاندې د ګردېز اړوند په بنوزيو سيمه کې د مامورينو ښارګوټي پلان پلي کولو لپاره په ياده سيمه کې... پاتې برخه
ګردېز (پژاوک، ٨ ليندۍ ٩٦): د پکتيا لپاره په مرکز ګردېز کې د نوي کابل بانک يوازېنۍ څانګه له تېرو شاوخوا اووه مياشتو راهيسې تړل شوې چې له امله يې د بېلابېلو برخو زرګونه کارکوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. ياد بانک د غويي مياشتې په وروستۍ نېټه له... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٥ليندۍ٩٦): په ګردېز کې مېشت د بنوزيو قوم ګڼو اوسېدونکو په ياده سيمه کې د مامورينو ښارګوټي جوړېدو پر ضد لاريون وکړ او د خوست ــ کابل لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله. لاريون کوونکي وايي چې د جوړېدونکي ښارګوټي ۳۲۵۰ جريبه ځمکه د دوی ملکيت دی... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦) : له اوږده انتظار وروسته د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د مامورينو ښارګوټی پرانيستل شو او چارې يې پيل شوې، خو قومي دعوه يې لا هم ناحل پاتې ده. مسوولين وايي، ياد ښارګوټی د بنوزيو په سيمه کې په درې زره دوه سوه او پنځوس (... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): لوړ ولور د پکتيا په ګډون په ګڼو ولايتونو کې لا هم يو ناوړه ټولنيز دود دی چې د ځوانانو او پېغلو ژوند يې له کړاوونو سره مخ کړى دى. د پکتيا د ښځو چارو اړوندې ادارې هم دا خبره کوي او وايي، سره له دې چې ټول د دغه دود پر... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مخې ته یو شمېر کډوالو احتجاجي غونډه وکړه او وايي چې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې. دوی ژمي او سړې هوا ته اندېښمن دي او وايي چې د سرپناه او نورو اړينو اسانتياوو نه لرلو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): پکتيا کې د حقاني شبکې د وسلو د مرمیو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې او په يوه بله پېښه کې څلور طالبان وژل شوي دي. د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته را په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا پخواني رييسان وايي چې ولايتي شورا لازمه خپلمنځي همغږي نه لري او نه يې هم کاري کمېټو کافي فعاليت کړی دی. دوی وايي چې د درې کلونو په تېرېدو لا هم د يادې شورا پنځلس غړي نه دي توانېدلي چې کاري او نظري... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٦لړم٩٦): سيمه ييز مسوولين وايي چې په ګردېز کې يې د وسله والو مخالفينو يو موټر بم له منځه وړی او له دې سره يې د لويې چاودنې مخه نيولې ده. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام امنيتي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د سولې عالي شورا چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو اړيکې زياتې شوې او مذاکرات هم روان دي. دا خبرې د سولې شورا مرکزي مسوولينو، د پکتيا له ولايتي دفتر سره په همغږۍ له ديني عالمانو،... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مرستندويه موسـسې "UNHCR" دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې له نيمايي نه زيات کموالی راغلی... پاتې برخه
ګردېز (پژواک،٢١ لړم ٩٦): پکتيا پوهنتون ته په وروستۍ لويه چاودنه کې ډېر زیان اوښتی چې د بیارغونې په موخه یې د ځوانانو له خوا د ولسي مرستو کمپاين پيل شو. ياد کمپاين د تېرې ځوانانو ټولنې په نوښت پيل شوی چې د ګردېز ښار د ننوتو او وتو په دروازه کې له... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ نوی پنځوس بستريز روغتون چې څه موده مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی، ځينې برخې يې د خراب کيفيت له امله ويجاړې شوې دي. دغه روغتون په ٢٠٣ ميليونه افغانۍ جوړ او د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او عامو خلکو ټينګار وکړ چې په ټاکنو کې د روڼتيا په موخه بايد د دغه کميسيون پر مشر سياسي فشار را نه وستل شي. دوی وويل چې په وروستيو کې د يو شمېر کسانو له خوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون... پاتې برخه
ګردېز (پژوک، ١٥ لړم ٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د حلقوي سړک سروې پيل شوه چې پر جوړېدو به يې پنځوس ميليونه ډالر ولګېږي. د دغه ولايت چارواکي وايي چې ياد حلقوي سړک په دغه ولايت کې تر ټولو لويه پروژه ده چې له سروې وروسته به يې د جوړېدو عملي چارې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٤ لړم ٩٦): امنيتي مسوولين وايي چې د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريدونه د دې ولسوالۍ په کوهسين کې... پاتې برخه
ترينکوټ، ګردېز ( پژواک، ١٣ لړم ٩٦) : چارواکي وايي، چې د پکتيا او اروزګان ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو کې ٢٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د پکتيا ولايت امنيتي مسولين وايي د پکتيا په زرمت، ځاځي اريوب او احمدابا ولسواليو کې د هوايي بريدونو له... پاتې برخه
ترينکوټ (پژواک، ١٣ لړم ٩٦): د پکتيا پوهنتون د کمپيوټر ساينس څو زده کړيالانو د محصلينو د ازموينو، تحصيلي بهير، کتابتون د پوهنتون د اداري سيستم د نظم لپاره ډېټابيسونه جوړ کړي دي. دوی چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د وروستي کال محصلين دي وايي، ياده پروژه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٠ لړم ٩٦): په پکتيا کې د سوېل ختيځ زون له ۲۰۳ قول اردو څخه ۶۰۵ کسان نوي سرتېري د پوځي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د يادې قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، دغو پوځيانو ته په بېلابېلو برخو کې دوه نيمې مياشتې نظامي زده کړې ورکړل... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٠ لړم ٩٦): د پکتيا پوهنتون مسوولين وايي چې د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال بانک په مرسته په دغه پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز جوړېږي. د دغه پوهنتون رييس سيد ولي جلالزي د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه مرکز له... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٨ لړم ٩٦): د پکتيا د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، که غوښتنې يې ومنل شي نو د دغه ولايت د ښځو د لاسي صنايعو د بازار او پلور لپاره به په ګردېز ښار کې ځانګړی مارکېټ جوړ کړي. د پکتيا ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل د لړم په اتمه پژواک... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢لړم ٩٦): د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د حزب اسلامي د يوه پخواني مشر په ګډون درې تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال مامور حسن د لړم په دويمه پژواک خبري... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ تله ٩٦): ولسمشر غني روسيه او پاکستان د وسله والو طالبانو پر ملاتړ تورن کړل او زياته یې کړه چې ده طالبانو ته د سولې لاس اوږد کړ، خو هغوی يې په ځواب کې انتحار وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني د تلې په ٣٠مه د کابينې د ځينو غړو په ملتيا... پاتې برخه
ګردېز  (پژواک، ٢٧مه  ٩٦): لوړ پوړي دولتي پلاوي پکتيا ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې په وروستۍ پېښه کې ويجاړ شوي ټول تاسيسات به ورغول شي. دوه ورځې مخکې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې پر امنيه قوماندانۍ او د پوليسو پر روزنيز مرکز ډله ييز... پاتې برخه
ګردېز (پژواک ٢٦ تله ٩٦): د پکتيا پر امنیه او د عامه نظم پوليسو پر قوماندانۍ پرونيو موټربم ځانمرګو بريدونو پر ځاني تلفاتو سربېره درانه مالي زيانونه هم اړولي دي. د ياد ولايت امنيه قومانداني، زون، د عامه امن او نظم او د پوليسو د ځانګړې قطعې قومنداني... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٦ تله ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو د ګردېز وروستۍ خونړۍ پېښه وغندله او کشفي او استخباراتي ارګانونه يې په مخنيوي کې پړه وبلل. دوی په يوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ، تر هغو به نوي امنيه قوماندان ته د ورتګ اجازه ورنه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٦ تله ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د پکتيا د پرونيو بريدونو په تور پنځه پوليس نيول شوي دي. بلخوا ځايي امنيتي مسوولين وايي چې دغه بريد د ١١ بريدګرو له خوا د درېيو پوځي او يو ملکي موټر په وسيله ترسره شوى دى. د پکتيا په مرکز ګردېز... پاتې برخه
ګردېز (پژواک،  ٢٥ تله ٩٦): د پکتيا پر امنیه قوماندانۍ په ډله ييز وسله وال بريد کې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په ګډون ۴۰ تنه وژل شوي او ٢٢٥ نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د پکتيا پر امنيې قوماندانۍ او د پوليسو... پاتې برخه
لومړى تعقيب- ګردېز(پژواک،٢٥تله٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو د پکتيا امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د پوليسو د روزنې پرمرکز د موټر بم بريد کړى او جګړه هم روانه ده. دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د تلې په ٢٥مه د کورنيو چارو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ تله ٩٦): د هېواد مشهور ممثل جاوېد عابد دغه ځل په پکتيا کې د جاسوس تراژيدي ډرامې په تمثيل د خپل هنر ننداره وړاندې کړه. په جاسوس ډرامه کې وسله وال مخالفين د کليوال ځوان پلار د بهرنيو ځواکونو د جاسوس په تور وژني او بهرني ځواکونه يې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٢ تله ٩٦): په پکتيا ولايت کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر يوه کارکوونکې وايي چې د ادارې  مشر پر دې تور له دندې لرې کړې ده چې د هغه د پسونو سمه ساتنه يې نه ده کړې. یاده مېرمن خديجه نومېږي او درې کاله يې په ياد کمېسيون کې د مېرمنو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٩ تله ٩٦): د پکتيا په دوو ولسواليو کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کمين شينواري د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو... پاتې برخه
ګردېز- ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٦): په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو ودانيو جوړولو چارې پيل شوې. یادې ودانۍ په پکتيا کې د کوچيانو د امريت او پکتيکا کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ اړوند دي. د پکتيا په مرکز ګردېز... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٨ تله ٩٦): د پکتيا په مرکزي زندان کې ځيني زندانيانو له دې امله خولې ګنډلې وې او د نه خوړو اعتصاب يې کړی و چې د بند موده يې بشپړه شوې خو لا هم په زندان کې دي. د يادو اعتصاب کوونکو شمېر ٣٢ تنو ته رسېده. دغه کسان وايي چې د ځينو... پاتې برخه
 ګردېز(پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د پکتيا ځينې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څو مهمو او ګڼ نفوسه ولسواليو کې اته روغتيايي کلينيکونه بند دي. د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مبارز پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د دې روغتيايي مرکزونو لګښت ځينو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١١ تله ٩٦): د پکتيا ولایت ١٣ ادارې لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې له امله يې يو شمېر چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي. د دغه ولايت فعالان او ځوانان د تېر په څېر دې برخې ته د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې د ادارو لپاره دې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٦ تله ٩٦): مسوولين وايي چې د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوايي بريد پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٥تله٩٦): په احمد ابا ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريد کې څلور وسله وال وژل شوي او هغه هاموې موټر يې له منځه وړل شوی، چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې لاس ته ورغلی و. د پکتيا ولايت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا بريد... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ولايتي شورا، قومي مخورو او د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو ګڼو ځوانانو د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله يوويشتم تلين ونمانځه. دوی ډاکتر نجيب د ډيورنډ کرښې د نه لاسليک قرباني او هېوادنيو ګټو ته ژمن... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٦): په پکتيا کې د ملي پيوستون پر ځای د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو چې د لومړي ځل لپاره به یاد پروګرام د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې پلى شي. د تلې په دويمه د دغه پروګرام د پرانيستې په غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د پکتيا پوليسو په ډنډپټان ولسوالۍ کې پاکستان ته قاچاق کېدونکي پنځه ماشومان له درېيو پاکستاني قاچاقبرانو سره يو ځاى نيولي دي. د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد... پاتې برخه
ښرنه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د پکتيکا په ځینو ولسواليو کې ٤٠ ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې پاتې دي. د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي مهربان پښتون د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د نا معلومو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): په پکتيا کې د "حماس خيريه بنسټ" او "رڼا د روغتيايي علومو انسټيټيوټ" تر منځ د يوې هوکړې له مخې به ۲۵۰ بېوزله نارينه او ښځينه جذب او تر پايه وړيا زده کړې ورکړل شي. د حماس خيريه بنسټ مشر ډاکتر عبدالهادي حماس د وږي په ٢٧مه د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو يو ښوونکی د هغه په کور کې وژلی او د کورنۍ دوه نور غړي يې ټپيان کړي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياد پوليس د ښوونکي جان محمد کور ته د شپې د غلا لپاره اوښتي وو، خو کله چې ياد... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د بنوزيو کمپ اوسېدونکي د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا د جوړېدونکي نوي امنيتي دېوال مخالفت کوي او وايي، دېوال جوړېدونکې سيمه د دوی د استوګنې ځای دی. دوی د وږي په ٢٥مه، د لاريون پر مهال وويل چې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي چې نړيوالو ته قناعت ورکول، د ملي ځواکونو د تورې په زور ممکن شول. ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د وږي په ٢٤مه پکتيا ولايت ته د سفر پر مهال پوځي او ملکي چارواکو او افسرانو ته د وينا پر مهال کړې دي.... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د ګردېز اړوند د مهلن سيمې لسګونو خلکو په يوه احتجاجي غونډه کې وويل چې په ولسي جرګه کې د پکتيا پخواني استازي پاچا خان ځدراڼ يې لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده. خو پاچا خان ځډران بيا دغه څرګندونې ردوي. دوی د ولايت مقام مخې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): په پکتيا کې د "حماس خيريه بنسټ" او دعوت خصوصي لېسې ترمنځ د يوه هوکړه ليک له مخې به سلو يتيمانو ته تر دوولسم ټولګي پورې وړيا زده کړې ورکول کېږي. د ياد خيريه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز مسوولين وايي چې د راتلونکو ټاکنو د رايې اچونې د مرکزونو سروې بشپړه شوې او مرکزونه يې مشخص شوي دي. د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مشر ظاهر اکبري د وږي په ١٦مه په يوه خبري کنفرانس کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٧ وږى ٩٦): د سوېل ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي چې په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې يې سلګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی دا خبرې د ۲۰۳ تندر قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې وکړې او ويې ويل چې د امنيتي ارګانونو... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٦وږى٩٦): پکتيا کې د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت د توبر کلوز ناروغۍ د درملنې د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې. د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې ياد روغتون د سوېل ختيځ زون په کچه په يوه پوړ کې په څلورو مياشتو کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده. د تندر ٢٠٣ قول اردو وياند ډګروال فضل خدا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې له ٢ بجو راهيسې پر جاني خېلو ولسوالۍ هوايي او ځمکني... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،د وږي لومړۍ نېټه٩٦): د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل او د کابو پنځه نيم ميليونه افغانيو په لګښت يوه بله جوړه شوې پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په دې کې يوه د ميرزکې ولسوالۍ مقام لپاره د ودانۍ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه٩٦): په پکتيا کې د برېښنا د وېش شبکه پرانيستل شوه او په لومړي پړاو کې به په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې اتلس زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي. مسوولين وايي چې پکتيا ته د برېښنا ورکولو درې پړاوونه درلودل، چې دوه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د پکتيا ځيني اوسېدونکي وايي چې د چارواکو له ژمنو سره سره د دغه ولايت مهم سړکونه نه دي جوړ شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي. په دغو سړکونو کې د ګردېز ــ غزني، څمکني ــ جاني خېل، ځاځي اريوب او د ګردېز ــ پټان مهمې مواصلاتي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): په ګردېز کې لسګونو لاريون کوونکو د اګست ١٤مه بدمرغه او په سيمه کې د ترهګرۍ د پيدا کېدو ورځې په نوم ياده کړه. د اګست ١٤مه له برېتانوي هند څخه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ده. لاريون کوونکو وويل چې ترهګري د افغانستان او... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦)  : وسله والو طالبانو د درېيم ځل لپاره د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ نيولې ده. تېره مياشت هم دوى دغه ولسوالۍ نيولې وه، خو دوه اوونۍ مخکې دولتي ځواکونو وکولى شول چې تر څو ورځو سختو جګړو وروسته دا ولسوالي بېرته... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په ګردېز د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې وسله وال مخالفين په جګړو کې له ماشومانو ګټه اخلي او پر دغه کار یې اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه څرګندونې په پکتيا کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښوونې او روزنې سیمه... پاتې برخه
ګردېز(پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په پکـتيا کې له تېرو شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې پر کابل بانک له وسله وال بريد وروسته دغه بانک تړلى چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د غويي مياشتې په ٣٠مه يو شمېر وسله والو په مرکز ګردېز کې پر کابل بانک بريد وکړ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): په پکتيا کې د استادانو، ليکولانو، اديبانو او نورو فرهنګيانو له خوا د "وياړلې څېرې" تر نامه لاندې علمي سيمينار جوړ شو. په ګردېز کې د هېواد په کچه د وياړلې څېرې په نوم يو ورځنی علمي سيمينار تېره شپه ترسره شو چې د لوګر د... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١١زمرى٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ملي امنيت ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د پکـتيا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سختو جګړو او ماينونو له امله يې ورځنى ژوند له سختو ګواښونو او ستونزو سره مخ شوى دى. وسله والو تېره اوونۍ د جاني خېلو پر ولسوالۍ بريد وکړ، د سيمې اوسېدونکو او طالبانو د دې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په جاني خېلو ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او د دې جګړې په تېرو څو ورځو کې تر اوسه کابو ۵۶ وسله وال وژل شوي دي. په جاني خېلو ولسوالي کې له تېرو شاوخوا شپږو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او په همدغه شمېر نور ټپيان دي. تېره ورځ امنيتي سرچينو، د سيمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د پکـتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د ٤١ ميليونه افغانيو  په لګښت د باغدارۍ، د سبزۍ د توليد او کورنيو ته د چرګانو د ورکړې پروژې پيل کړې. د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل د زمري درېيمه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې... پاتې برخه
  دويم تعقيب- ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې طالبان او پاکستاني پوځيان يو ځاى د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او غواړي چې دغه ولسوالۍ سقوط کړي. نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ يو شمېر... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦) : د پکـتيا ولايت د جانيخېلو ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې  ده. په ياده ولسوالي کې له تېرو دوه ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو مخالفينو نيولې وې. د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې وسله وال طالبان وايي، د دې لپاره چې خلکو ته کار وشي، د بيارغونې او پرمختايي پروژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي. د مرکز ګردېز اړوند د غړق او څپړۍ سيمو اوسېدونکي هم په بېلابېلو برخو کې ورته د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه): د پکتيا چارواکي وايي، د عامې روغتيا وزارت او د اړوندو ادارو له خوا روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د لازم پام نشتوالي د پکـتيا روغتيايي حالت او خدمتونه له ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ کړي دي. د پکـتيا د عامې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د پکـتيا مشهوره کلنۍ مشاعـره "نښتر" د بېلابېلو ولايتونو د ګـڼو اديبانو، شاعـرانو او مسوولينو په ګډون ترسره شوه. د پکـتيا والي شميم خان کټوازي په دې مشاعره کې شعر او ادب د ژبې د غوړېدو لپاره مهم او د پيغام ښه وسيله ياده... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٧چنګاښ٩٦): د پکتيا عالي دارالمعلمين ته د اداري وسايلو او امکاناتو په پېرلو کې له پنځه ميليونه ډېرې افغانۍ فساد شوی دی. د پکتيا والي شميم کټوازی، چې د چنګاښ په ٢٧مه د دې مسلې لپاره دارالمعلمين ته ورغلی و، په جدي ډول د دې قضيې د څېړلو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز  ښار  کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته  له  رسېدو مخکې ووژل شول. د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن تر... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): له کورنيو چارو وزارت څخه د پکـتيا امنيې قوماندانۍ ته د را استول شوي مکـتوب له مخې د دغه ولايت د پوليسو تنخواوې ١٥٠٠ افغانۍ کمې شوې چې له امله يې پوليس اندېښمن دي. په مکتوب کې د معاشونو کمېدو لامل د ياد ولايت امنيتي... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٨چنګاښ٩٦): پکتيا کې د هوايي بريد له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز پوليسو په دې ولايت کې د نشه يي توکو درې قاچاق کوونکي هم نيولي دي. د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زرمت... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): د پکـتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اداري کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې په بشپـړېدو سره به يې د ځای او اسانتياوو په برخه کې د ياد رياست ستونزې هوارې شي. د پکـتيا والي شميم خان کټوازي د چنګاښ په ١٧مه د دې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): په پکتيا کې د ولايتي شورا، عالمانو شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنو د غړو له خوا پيل شوى تحصن په مشروط ډول پاى ته ورسېد او د تحصن خېمه يې ټوله کړه. ياد تحصن څلور ورځې وړاندې په پکتيا کې د بېلابېلو پرمختيايي کارونو د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦) : د پکـتيا د ولايتي شورا، قومي مخورو او مدني ټولنو ګـډ اعتراضي حرکت او د تحصن خېمې درېيمې ورځې ته وغځېدې ، دوى وايي تر هغه به له احتجاج څخه لاس وانخلي، څو يې د غوښتنو د تر سره کـېدو پوره ډاډ نه وي تر لاسه کړی. معترضينو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک،١١چنګاښ٩٦): د پکـتيا د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو  لسګونو غړو د اعتراضي حرکت په ترڅ کې د دې ولايت د ولايتي شورا او ولايت مقام مخې ته خېمې ودرولې. دوی چنګاښ ١١مه د کابل ــ ګـردېز پر لويه لار د خبري... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا مشران وايي چې که ددې ولايت امنيتي حالت ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو ډېرې سيمې به د دولت له واکه ووځي. دغه څرګندونې د پکـتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او مدني فعالانو د غبرګولي په ٣١مه، په ګردېز ښار کې د يوې خبري... پاتې برخه
دويم تعقيب-ګردېز (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټر بم چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي، نهه پوليس او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي. د پکتيا د امنيه قومندانۍ وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه... پاتې برخه
لومړى تعقيب- ګردېز (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټربم چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي. د پکتيا د والي وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا ولايت د ګـردېز ــ پټان مهمه لويه لار  چې دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو لخوا تړل شوې وه، نن په درېيمه ورځ د ګـډو امنيتي ځواکونو لخوا بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه. په دې ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا ځينې غړي او د دې ولايت اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو د پکـتيا د ځينو سيمو په ښوونځيو کې د څو مضمونونو په تدريس بنديز لګولی دی. د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدالرحمن قادري، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
ګردېز (پژواک،٢٢غبرګولى٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په ٢٢مه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه خواوې په کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د غبرګولي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا ولايت اوسېدونکو د روژه ماتي پر مهال په جومات کې پر روژه نيوونکو بريد په کلکو ټکو وغانده. تېره شپه وسله والو د مرکز ګردېز اړوند په زاهو سيمه کې د يوه جومات پر لمونځ کوونکو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې درې تنه... پاتې برخه
ګردېز- ښرنه (پژواک،١٨غبرګولى٩٦): د پکتيا او پکتيکا قومي مشرانو، ديني عالمانو او دولتي چارواکو د حکومت او د کابل پروسې د غونډې ملاتړ  وکړ او ويې ويل چې د اوسني نظام د پايښت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. د غبرګولي په  ١٨مه د پکـتيا... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٧غبرګولى٩٦):د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د روژې په مبارکه مياشت کې د وسله والو طالبانو بريدونه د دې ښکارندوي کوي چې دغه ډله اسلاميت، انسانيت او افغانيت ته هېڅ ډول درناوى نه لري. دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٧مه د سوېل ختيځ ۳۰۳ سپين... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د پکـتيا اوسېدونکي غوښتنه کـوي چې په کارپوه او مجرب شخص دې د نوي والي په توګه ورته وټاکل شي. دوی وایي، د ولسمشر غني د واک په تېره څه باندې درې کلنه موده کې پکـتيا ته څو کـسان د واليانو په توګه رالېږل شوي او د دې... پاتې برخه
خوست (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د خوست چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان "کاکي وزير" پرون مازديګر د ماين په چاودنه کې ووژل شو. د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړی د خپل ماين په چاودنه کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د سوېل ختيځ زون د شپږو ولايتونو چارواکو د امنيت د ټينګښت او نورو ستونزو د حل په موخه ګډه غونډه وکړه. په دې غونډه کې چې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې وشوه، د پکـتيا سرپرست او د خوست، لوګـر، پکـتيکا، غـزني او ميدان وردګ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٨غبرګولى٩٦): د پکـتيا د لجه منګل ولسوال شکايت کـوي چې له کلونو راهيسې په رسمي ډول د ولسوال په توګه ټاکل شوی، خو  د ولايت مسوولين يې دندې ته نه معرفي کوي. عبدالرحمن سوله مل د غبرګولي په اتمه په مرکز ګردېز کې د يوې خبري غونډې... پاتې برخه
ګردېز (پژوک، ٧ غبرګولى ٩٦): په پکـتيا کې د دويمې سرحدي لوا پوليسو په خپلو شخصي پيسو د يادې قوماندانۍ په دننه کې جامع جومات جـوړ کړى دى. د يادې لوا مسوولين وايي چې سرتېرو، منسوبينو او مسوولينو د خپلو مياشتنۍ تنخواوو يوه اندازه پيسې جومات ته... پاتې برخه
ګردېز (پژوک، ٧ غبرګولى ٩٦): په پکـتيا کې د دويمې سرحدي لوا پوليسو په خپلو شخصي پيسو د يادې قوماندانۍ په دننه کې جامع جومات جـوړ کړى دى. د يادې لوا مسوولين وايي چې سرتېرو، منسوبينو او مسوولينو د خپلو مياشتنۍ تنخواوو يوه اندازه پيسې جومات ته... پاتې برخه
ګردېز ښار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): د پکتیا په مرکز ګـردېز کې د "شهيد شېرولي وردګ" په نوم پيل شوې د کـرکټ پنځه ورځنۍ سيالۍ د "لمر" لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. په يادو لوبو کې شپـږ لوبډلو ګـډون درلود چې پايلوبه د "حمزه" او "لمر" لوبډلو تر منځ... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): په پکتيا کې يو شمېر کوچيان وايي چې په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د دوى په نوم امتيازات نور خلک ترلاسه کوي. دوی دا خبرې د غبرګولي دويمه د کـوچيانو د سمون لوی رياست له خوا په پکـتيا کې د کـوچيانو د... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٨ غويی ٩٦): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سانګې وهنې تاريخي او دوديزې لوبې ته دې (نيزه بازۍ) ته پاملرنه وشي، څو دغه لوبه بېرته را ژوندۍ شي. سانګه وهنه د افغانستان تاريخي او دوديزه لوبه ده. دغه لوبه د پکتيا، پکتيکا او... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ غويی ٩٦): د پکتيا د درېيو ولسواليو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې په خپلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه به نيسي. د پکـتيا د ښواک، ګـردې څېړۍ او وزي... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٤ غويی ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو په خپلمنځي نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ګردېز اړوند... پاتې برخه
پل علم- ګردېز (پژواک، ١٩ غويی ٩٦): حکومتي چارواکي وايي، په لوګر او پکتيا ولايتونو کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر د والي سليم صالح د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په بره... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٤ غويی ٩٦): په پکـتيا کې د ملي اردو تقاعد او تنقيص شوي منسوبين وايي چې د پخواني ولسمشر په وخت کې ورته په ګردېز کې ځمکه ځانګـړې شوې وه، خو اوس د ځينو کسانو له خوا غصب شوې ده. يادو کسانو د غويي په ١٤مه د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٩ غويی ٩٦): د پکـتيا يو شمېر دولتي چارواکو او اوسېدونکو ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د مچلغو بند جوړ کړي. دوی وويل چې ولسمشر ورسره د ياد بند جوړولو کلکه ژمنه کـړې وه، خو د شاوخوا درې کلونو په تېرېدو لا هم هېڅ کار نه دی ورته شوی... پاتې برخه
ښرنه- ګردېز (پژواک، ٦ غويی ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د يو موټربم او ډله ييز بريد مخنيوى کړی بلخوا په پکتيا کې اته وسله وال نيول شوي دي. په مرکز ښرنه کې د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣ غويی ٩٦): د پکـتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو په سيمه کې د امن راوستو په موخه غونډه وکړه. په دې غونده کې د څمکنيو، پټان، مقبلو، منګلو، ځاځيو او د کرښې د هغې غاړې قومي مشرانو ګډون درلود... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وايي چې ولسمشر د دغه ولايت له خلکو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی. نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٣٠مه، په ګردېز ښار کې د ملي ثبات ټولنې د پلويانو يوې غونډې ته وکړې.... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦) : د پکتيا اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې په دې ولايت کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د ولسمشر  په فرمان عمل نه دى شوى. شاوخوا يو نيم کال وړاندې ولسمشر اشرف غني د غصب شويو دولتي ځمکـو د راګـرځولو فرمان... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٧ورى٩٦):دپکـتيا سوداګـر،صنعت کاران او عمده پلورونکي شکايت کوي چې د مسوولو او غير مسوولو کـسانو لخوا ترې ډېرې پيسې اخيستل کـيږي او له دې امله له ګـڼو ستونزو سره مخ دي. دوی د وري په٢٧ مه د پکـتيا په سوداګـرۍ او صنايعو خونه کې په يوه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٥ طالبان وژل شوي دي. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د جاني... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د پکتيا سلګونو اوسېدونکي د يوه لاريون په ترڅ کې د ګـردېز- زرمت د لويې لارې د ژر او اساسي جوړېدو غوښتنه وکړه. لاريون کوونکي وايي، دا څوم ځل دی چې د دغه سړک رغولو ژمنه او سروې کېږي، خو د کلونو په تېرېدو يې لا هم عملي چارې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د پکـتيا سلګونو اوسېدونکو پر ډيورنډ کـرښه د پاکـستان د وروستيو کړنو او اغزن سيم لګـولو پر ضد لاريون وکړ. پاکستان څو ورځې وړاندې د ترهګرو د مخنيوي په پلمه پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم لګول پيل کړي، خو لاريون کوونکي د پاکستان... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د پکـتيا د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې روسي او پاکستاني پوځي چارواکي د ډيورنډ کرښې ته نږدې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته روزنځايونه او مرکـزونه جوړوي. د ولايتي شورا ياد غـړي اندېښنه ښيي چې د ترهګـرو د ملاتړ لپاره... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٥ ورى ٩٥): په پکتيا کې داسې مهال نوى ښوونیز کال پيل شوى چې د دغه ولايت يوازې په يوه ولسوالۍ کې د نجونو ١٤ ښوونځي د نا امنۍ له امله تړل شوي دي. د وري په پنځمه د پکتيا په مرکز کې د نوي ښوونیز کال د پيل په موخه ځانګړي مراسم نیول شوي وو... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٣٠کب٩٥): پکتيا کې د قومونو د اړيکو دفتر، د پوهنې رياست په چوکاټ کې د بې سوادۍ کچې د راټيټولو په موخه د "ولوله افغانستان!" تر نوم لاندې کمپاين پیل کړ. د يادې ادارې مسولين وايي چې دا کمپاين به د ټولنې د بېلابېلو سيمو له اوسېدونکو سره په... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٥کب٩٥): پکـتيا کې د حزب اسلامي ځينو غړو د حکومت او دې حزب ترمنځ د شوي هوکړه ليک د موادو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.  پکـتيا کې د حـزب اسلامي غړو، د ښځو شبکې مسوولينو او د ولايتي شورا ځينوغړو دکب په ٢٥مه ديوې خبري غونډې په ترڅ کې له... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٣کب٩٥): د پکتيا په دوو ولسواليو کې د يوه بنسټ له لوري د ځوانانو د علمي کچې د لوړوالو په موخه دوه کتابتونونه پرانېستل شول. دغه بنسټ "وطنپال زلمي" نوميږي چې شاوخوا يو کال وړاندې د يو شمير ځوانانو لخوا جوړ شوى دى. د دې بنسټ غړي وايي... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ کب ٩٥): د کـرنې وزير پکـتيا ته د سفر پر مهال ځينې پروژې پرانيسې او ژمنه يې وکـړه، چې په راتلونکي کال کې به ګڼې نورې پروژې په دې ولايت کې پلې کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير د يوې غونډې پرمهال وويل، راتلونکی کال... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،١٦کب٩٥): د پکـتيا سلګـونه اوسېدونکـو د پاکـستان د وروستيو مغرضانه کـړنو او د ننګـرهار او کـونړ پر ځينو سيمو د راکـټي بريدونو پر ضد لاريون وکړ. پاکستان، وروسته له هغه له تېرو دوو اوونيو راهيسې له افغانستان سره ټولې لارې بندې کړې، چې په... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٨کب٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د نا معلوم دليل له مخې د دوو کلونو په تېرېدو سره د ګـردېز- ډنډپټـان سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي. شاوخوا دوه کاله وړاندې د ګـردېز ــ ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي شاوخوا ۸۳... پاتې برخه
جلال اباد – ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٥): د پکتيا ولايت قومي مشرانو پاکستان ته د ځوابي بريد  ګواښ کړى، بلخوا د ختيځو ولايتونو قومي مشرانو بيا له پاکستانه غوښتي چې تړلې لارې دې ژر تر ژره پرانيزي . د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو او قومونو دا مشران چې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢ کب ٩٥): د ښار جوړونې وزارت مسوولين وايي چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ به د پکـتيا تاريخي ځايونه او ابدات ورغوي. پکتيا ته د ياد وزارت راغلي درې کسيز پلاوي مشر ميرويس ياور د کب په ٢مه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نورو... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د پکتيا والي  وايي، د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي چې په نظامي ادارو کې خپل نفوذي کسان وګوماري او له دې لارې خپل شخصي هدفونه تر لاسه کړي. والي زلمي ويسا د سلواغې په ٣٠مه، په يوه خبري ناسته کې د دې مطلب په... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايت د شواک ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى. د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال  محنمد ايوب وردګ د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د يادې... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت پوليس وايي چې د بېلابېلو جرمونو په تور یې  ٣٧ کسان نيولي، بلخوا د پکتيا پوليسو ويلي چې لسګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د پکتيا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې د فعاليتونو تر څنګ يې  عوايد هم زيات شوي او سږ کال يې عوايد ٣٥ سلنه لوړ شوي دي. بلخوا د مرکز ګـردېز ښاريان د ښاروالۍ پر فعاليتونو خوښي ښيي او وايي چې د تېر په پرتله د يادې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد ايوب وردګ د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ځدراڼ نن غرمه مهال په... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٢٠سلواغه٩٥):د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى. د پکتيا د امنيې قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځډران د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه په... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٥): د پکتيا او خوست چارواکو د امنيت د ټينګښت او قومي شخړو  د حل په برخو کې پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ. د خوست والي حکم خان حبيبي د سلواغې په ١٤مه پکتيا ته په سفر کې د پکتيا له والي او نورو مسوولينو سره وکتل او پر... پاتې برخه
جلال اباد، ترينکوټ، محمود راقي (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): په ننګرهار، کاپيسا او پکتيا ولايتونو کې له سلګونو راستنو شوو کډوالو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايت پوليسو په مرکز ګردېز ښار کې د خلکو په مرسته څلور انسان تښتوونکي هغه مهال له خپلو موټرو سره ونيول، چې يو کس يې تښتاوه. د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي چې ياد کسان يې د ګردېز اړوند په... پاتې برخه
ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايتي شورا او مدني فعالانو لخوا د دغه ولايت د استېناف څارنوالۍ رييس څارنيار شعيب ثابت ته د فساد پر وړاندې د مبارزې اتل لقب ورکړل شو. څارنيار شعيب ثابت، چې څو مياشتې وړاندې په پکتيا کې د څارنوالۍ د رييس په توګه... پاتې برخه
ګردېز (پژواک،٧سلواغه٩٥): امنيتي ځواکونو د پکتيا په لجه منګل ولسوالۍ کې لسګونه ميله وسلې او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي. د پکتيا والي توريالي ويسا د سلواغې په ٧مه د خبري غونډې پرمهال وويل، امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په لجه منګل ولسوالۍ کې... پاتې برخه
ګردېز(پژواک،٥سلواغه٩٥): په پکتيا کې فرهنګيان او د مدنې ټولنې غړي وايي چې په دې ولايت کې تر ټولو لرغونى بالاحصار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى، بايد هرڅه ژر يې د مرمت چارې پيل شي. د تاريخ د پاڼو په استناد د ګردېز بالاحصار لسګونه پېړۍ وړاندې د زمر... پاتې برخه