د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ستورى کريمي

Article Images

هرات (پژواک، ٢٨کب ٩٦): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ٩ نور ټپيان دي. د هرات امنيې قوماندانۍ د امنيت امر امين الله امين د يادې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): پخواني جهادي مشر محمد اسماعيل خان د کب د ۲۴مې د پاڅون د ياد غونډې په مراسمو کې د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی او له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله یې د استعفا کولو غوښتنه کړې ده. اسماعيل خان چې نن... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د هرات ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نيول شوى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې طالب ولسوال ملا عبدالرووف د دولت ضد فعاليتونو پر مهال د هرات ښار د شهرنو چوک په ساحه کې... پاتې برخه
 هرات(پژواک، ١٩ کب ٩٦): د هرات ولايت ځايي سرچينې وايي چې په هرات ښار کې د يوه بس موټر د اوښتو له امله ٢٨ تنه ژوبل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار امام شش نور سيمه کې يو ميني بوس موټر... پاتې برخه
هرات (پژواک،۱۶کب۹۶): په هرات ولايت کې د اداري فساد جرمونو لومړنۍ محکمې په قضايي غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د تفتيش د يوه پلاوي مشر پر پنځه کاله بند او ۱۳زره امريکايي ډالرو جريمې په ورکولو محکوم کړ او دوو نورو کسانو ته يې برائت ورکړ. د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د هرات ولايت امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه کس خپله مېرمن او خور وژلې دي. د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي چې دغه کس د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او نن سهار يې خپله مېرمن او خور د چړې په وسيله وژلې دي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په هرات ولايت کې د نجونو يوې ډلې د لومړي ځل لپاره د تلګرام مجازي شبکې لپاره سټېکر جوړ کړى، وايي چې د ټولنيز رنګ لرونکو ځايي سټېکرونو نشتوالي اړې کړې چې دغو سټېکرونو جوړولو ته مخه کړي. دغه نجونې چې د سي ټي اى په نامه مرکز... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٧ کب ٩٦): په هرات ولايت کې چارواکي وايي چې د هرات د ستر جامع جومات اويا سلنه کاشي د خرابېدو په حال کې دي او د ښار جوړونې وزارت له ژمنې سربېره هم تر اوسه ددغه جومات د بيارغونې اقدام نه دى شوى.  د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د... پاتې برخه
هرات:( پژواک،۵کب،۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په هېواد کې روان کړکېچونه پخوانی ميراث دی چې ددې کړکېچونو په ختمېدو سره د باعزته،ټينګې ملي ارادې او ملي يووالي درلودونکي قانونمند ژوند زمينه برابره شي.  ولسمشر محمد اشرف غني چې نن يې په هرات... پاتې برخه
کابل، هرات  (پژواک، ۴ کب ۹۶): ولسمشر غني د ټاپي پروژې د پیل په مراسمو کې د سیمه ییزو همکاریو پر ډېرېدو د ټینګار تر څنګ په هېواد کې د ټاپي پروژې په ګډون د مهمو پروژو د کار پیل په سیمه، په ځانګړې توګه افغانستان کې بېساری پرمختګ یاد کړ. هغه په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣ کب ٩٦): د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان ګاز د لېږد پروژې (ټاپي) د پرانيستې مراسمو کې هڅه کوي چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د هرات کلتور او دودونه نندارې ته... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٢ کب ٩٦): د هرات امنيتي سرچينې وايي چې ددې ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې اته تنه مړه شوي او ديارلس نور ټپيان دي. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا... پاتې برخه
هرات(پژواک،۳۰سلواغه۹۶): ټاکل شوې ده چې پر ټاپي مشهوره، له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبيعي ګازو د نل ليکې عملي کار په هرات کې د ياد شوو هېوادونو د مشرانو په شتون سره پيل شي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د... پاتې برخه
  هرات (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): د هرات ولايت امنيتي سرچينې وايي، په ياد ولايت کې پر يوه کوچني ماشوم د جنسي تېري او د هغه د قتل عاملين نيول شوي دي. د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده وايي، تېره پنجشنبه د ياد ولايت په انجيل ولسوالۍ کې دوو... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): په هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه خاوند خپله ښځه زندۍ کړې ده. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې دغه ښځه دوردانه نومېده او تېره شپه د خپل خاوند له لوري د هرات ښار پنځمې امنيتي... پاتې برخه
  هرات (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د هرات ولايت د نجونو لومړۍ ډله د کمپيوټري لوبو جوړولو له لارې غواړي چې په هېواد کې د شته ننګونو يوه برخه انځور کړي او حل لارې يې هم وړاندې کړي. د نجونو دغه اووه کسيزه ډله چې ټولې يې د هرات پوهنتون له کمپيوټر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): په هرات کې يو شمېر ښځينه لوبغاړې په دغه ولايت کې د ښځو د ورزش لپاره د ځانګړي ځاى له نه شتون سر ټکوي. دغه لوبغاړې وايي چې د ښځو لپاره د ځانګړو جمنازيمونو نه شتون له امله، ځينې کورنۍ خپلو لوڼو ته د ورزش کولو اجازه نه... پاتې برخه
هرات (پژواک،۱۷سلواغه۹۶): له ايران څخه د چرګ د غوښې پر وارداتو د بنديز طرحې په دوام کې د چرګ ۲۵ټنه غوښه چې له ايران څخه افغانستان ته په قاچاقي ډول وارد شوې وه، په هرات کې کشف او ضبط شوه. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، ياده شوې غوښه نن په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په ياد ولايت کې د ځان وژنې د هڅې کچه راټيټه شوې، خو بيا هم روان کال شا وخوا ٤٧٠ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې چې له امله يې ٢٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى. د هرات ولايت د حوزوي روغتون... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې له مرکز څخه ياد ولايت ته د ښاروالۍ کړنو د څېړنو په موخه د رالېږل شوي پلاوي مشر او دوه غړي، د ١٣زره امريکايي ډالرو بډو اخيستو په تور نيول شوي دي. د هرات د ښاروالۍ وياند نعيم عزيزي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو له ١٢٠ کليزې سره هممهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په موخه هرات کې انځوريز نندارتون ترسره شو. په دغه انځوريز نندارتون کې چې د "زه په زړه کې اور لرم"... پاتې برخه
هرات (پژواک،۷سلواغه۹۶): د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده د ټاپي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د هرات او ياد شوي ولايت د وړتياوو د معرفي کېدو لپاره نږدې ۱۵کلتوري پروګرامونه ترسره شي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس اريا... پاتې برخه
هرات (پژواک،٥ سلواغه ۹۶): يوه سړي زه هره ورځ تعقيبولم او راته ويل يې چې که هر شي ته اړتيا لرې، درکوم يې، تر دې چې زه يې په چل او دوکې سره خپل کور ته بوتلم او تېرى يې راباندې وکړ. د انساني قاچاق او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د قانون په لومړۍ... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د هرات په اسلام کلا ښارګوټي کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې له دواړو لوريو دوه کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي. د هرات د عامې روغتيا مشر عبدالحکيم تمنا پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه وسله واله نښته نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د سرحدي بازارګوټو پر سر د افغانستان او ايران تر منځ شخړه به د هواري په موخه د ملګرو ملتونو سازمان ته راجع کړل شي. د هرات د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو رييس له پژواک خبري... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د هېواد د ترافيکو اداره د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند تړل او د خولۍ پر سر کول، د ترافيکي پېښو پر مهال د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې مهم ګڼي، خو په هرات کې يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې خلک د کمربند په تړلو او خولۍ  ... پاتې برخه
هرات (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): په هرات ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ګلران ولسولاۍ کې يو موټر د سړک غاړې پر ماين ور برابر شوى او ١٢ ملکي وګړي په کې وژل شوي او يو بل ژوبل دى. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحمد وليزاده... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير، چې د ټاپي پروژې د عملي کار پيلولو په موخه هرات ولايت ته سفر کړى، د ياد ولايت له چارواکو سره د سترو سيمه ييزو پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې پر عملي کولو خبرې کړې دي. د ترکمنستان د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د شينډنډ په ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د دغه ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د زيرکوه "... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٦): د هرات پوليس وايي چې يو ځوان يې پر خپله مور  د جنسي تېري په تور نيولى دى. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي چې دغه ځوان ٢٤ کاله عمر لري او نن  د پوليسو له لوري د هرات ښار د يوولسمې امنيتي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): په هرات ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د پوهنې رياست د سواد زده کړو امر د اداري فساد په تور نيول شوى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې رياست دغه ارشد کارکوونکى د خپلو... پاتې برخه
هرات(پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د هرات ولايت د فوايد عامې  رياست چارواکي وايي چې د هرات-خواف  د اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېډو کار چې د ايران له خوا ترسره کېده له يوې مياشتې راهيسې د نا معلوم دليل له امله بند شوی دی. ددغو چارواکو په وينا، د... پاتې برخه
هرات(پژواک،۲۰مرغومی۹۶):د هرات ولايت د محبس چارواکي وايي چې د ميلادي کال په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې ددغه ولايت له مرکزي محبس څخه د پنځو ښځو په ګډون،۷۱بنديان خوشې شول. د هرات ولايت د زندان مدير حميدالله صديقي وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري داسې يو مرغه ښکار شوى چې موقعيت موندونکی سيستم (GPS) پرې لګول شوی و. د هرات د اوبه ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراغا الکوزي د پژواک خبري... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): په هرات کې يو شمېر کان لرونکو د دې ولايت په چشت ولسوالۍ په اوږدو کې د امنيتي ګواښونو له امله اعتراض کړى او وايي، موټرونه يې د ناپېژاندو وسله والو له لوري سوځول کېږي. يادو لاريون کوونکو د هرات د مقام ولايت مخې ته په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۹ لړم ٩٦): په هرات کې يو شمېر کم عمره نجونې وايي چې د کورنۍ غړي په ځانګړي ډول میندې يې دوى تن پلورنې ته اړ باسي، څو له دې لارې خپلو نشه يي توکو ته پيسې پيدا کړي. په دې اړه د انسان له قاچاق او مهاجرينو له قاچاق سره د مبارزې د قانون په... پاتې برخه
هرات (پژواک،۵مرغومی۹۶): د هرات په مرکزي محبس کې لسګونو هغو افغان بنديانو چې له ايران څخه افغانستان ته لېږدول شوي، د هغه څه په اعترا ض کې اعتصاب کړی چې دوی يې د خپلو دوسيو نه څېړل ګڼي. يوه بندي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د جمعيت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړي محمد اسماعيل د بلخ له ولايت څخه د عطامحمد نور د استعفا په غبرګون کې ويلي، چې د ملي يووالي حکومت په خپل منځ کې له جګړې سره مخ دى او دا ټکر به د يوه نوي بحران رامنځته کېدو لامل شي.... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): په هرات کې ځايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د هرات ښار تخت سفر سيمه کې د کورنيو او بهرنيو مهمو مېلمنو د چورلکو د ناستې لپاره هوايي ډګر جوړ شي. د هرات ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه هوايي... پاتې برخه
ښرنه- هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې په هرات او پکتيکا ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ د بريمي په سيمه کې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو هوايي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي، له ايران څخه د افغان کډوالو له راشړلو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د اسلام کلا په بندر کې هره ورځ شا وخوا ٥٠ ماشومان له ايران څخه راشړل کېږي. د هرات... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو د هرات ولايت د ګمرک دوه کارکوونکي د مالي فساد په تور نيولي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، چې يادو دوه کسانو شاوخوا يو ميليون افغانۍ فساد کړى  چې په پايله کې نن د هرات د ملي امنيت... پاتې برخه
 هرات (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): د هرات د برېښنا شرکت وايي چې د دغه ولايت دولتي ادارې، صنعتي پارک او اوسېدونکي د برېښنا د لګښتونو له پلوه ١،٧  ميليارد افغانۍ پوروړي دي.  دغه مطلب هرات کې د برېښنا شرکت رييس وحيد کامراني، پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د هرات د مر مر ناپروسس شوو ډبرو د صادراتو د مخنيوي په موخه د ولسمشر پر کلک ګواښ سربېره بيا هم دغه کاڼې چې د افغانستان د "سپینه طلا" په نوم ياديږي؛ له هېواده بهر قاچاق کېږي. ولسمشر محمد... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د هرات پوليس وايي چې په دغه ولايت کې يو کوچنى ماشوم له سړي تښتوونکو را خوشي شوى او په تړاو يې يوه ښځه او يو نارينه نيول شوي دي. د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وويل چې سړي تښتوونکو يو څلور کلن ماشوم پرون د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): هرات ښار کې نن د افغانستان او ايران د صنعتي توليداتو دوولسم ګډ نندارتون ترسره شو، چې په کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ٥٠ شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل. دغه څلور ورځنى نندارتون، د افغانستان د هرات ولايت او د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): د هرات ولايتي شورا يو شمېر غړي او د دغه ولایت خلک د دغه ولايت پر برېښنا رياست د نيوکې تر څنګ وايي چې د برېښنا د بېل د وېش په هره دوره کې ورڅخه يوه اندازه پيسې د برېښنا بېل د بيې او بانکي کمېشن په نوم اخيستل کېږي. په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د هرات دولتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت دوه اوسېدونکي له يوه هټۍ وال سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوي دي. د هرات د پوليسو مطبوعاتي دفتر سرپرست سيداحمد محمدي وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ١٠:٣٠بجې د ياد ولايت  د... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢ ليندۍ ٩٦): د هرات پنخه پوليس چارواکي په دغه ولايت کې پر دوو نجونو د تېزاب شيندلو په پېښه کې د وظيفوي ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه شول. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې کورنيو چارو وزارت ته د ولسمشر د لارښوونې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ ليندلۍ ٩٦): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د هرات- ادرسکن ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او يو بل ژوبل شوى دى. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي چې تېره شپه د هرات – ادرسکن... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٣٠لړم٩٦): چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو په هرات ښار کې د دوو خويندو پرمخونو تېزاب وشيندل.  د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار دوې خويندې د کورس پر لوري روانې وې چې د هرات ښار په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې زر ماشومان د ايران له لوري د هرات اسلام کلا او نيمروز له اړول شوي دي. د هرات ځايي اداره په داسې حال کې د بې سرپرسته ماشومانو او ښځو پر را اړولو اندېښنه څرګندوي چې نن د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٧٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرګ ژوبله د (عزم خالد ٢) عملياتو په ترڅ کې... پاتې برخه
فيروزکوه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست اداري مدير له طالبانو سره يوځاى شوى دى.  د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل، مولوي عبدالخالق حيدري څلور ورځې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٢١لړم٩٦): د هرات د ټرانسپورټ ادارې شپږ کارکوونکي چې د ولسمشر د حکم له مخې له دندو څخه لرې کړى شوي وو، خو خپلو دندو ته يې دوام ورکاوه، نن د ټرانسپورټ د سرپرست وزير له خوا يوځل بيا له دندو څخه لرې کړى شول. دغه کسان تېر کال د ولسمشر... پاتې برخه
هرات(پژواک،١٦لړم٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت د ولايتي شورا غړى محمد فاضل عفيف جمشيدي له خپل يوه ساتونکي سره د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٥لړم٩٦): د هرات د ملي بس تصدۍ ادارې چارواکي وايي، د هرات په نوي ښاري ماسټرپلان کې د ځمکې پر مخ د مترو د دوو کرښو د جوړېدو طرحه ځاى شوې چې د تاييد په صورت کې به يې کار پيل شي. د هرات د ملي بس تصدۍ امر حيات الله مهمند، نن په خبري غونډه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٤لړم ٩٦): د هرات لپاره د طالبانو د مرستيال والي په مشرۍ د طالبانو يوه شپږ کسيزه ډله په هرات کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د طالبانو دغې شپږ کسيزې ډلې د ملا ازاد په مشرۍ په تېرو څو کلونو... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٠لړم٩٦): د بلخ والي عطامحمد نور چې پرون يې حکومت ته د خبرداري ترڅنګ ويلي و چې هېواد سقوط ته نږدې شوى دى او که اصلاحات رامنځ ته نه شي، نظام سقوط کوي، وايي چې په پرونيو خبرو کې يې لفظي تېروتنه شوې ده. د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٩ لړم ٩٦): د بلخ والي عطا محمد نور چې هرات ته تللى، په يوه غونډه کې يې په نظام کې پر اصلاحاتو او هېوادني سياسي مشارکت ټينګار وکړ او ویې ويل چې که چېرې نظام اصلاح نه شي، نو غوره ده چې وپرځول شي. د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۹ لړم ٩٦): په هرات کې يو شمېر کم عمره نجونې وايي چې د کورنۍ غړي په ځانګړي ډول میندې يې دوى تن پلورنې ته اړ باسي، څو له دې لارې خپلو نشه يي توکو ته پيسې پيدا کړي. په دې اړه د انسان له قاچاق او مهاجرينو له قاچاق سره د مبارزې د قانون په... پاتې برخه
هرات (پژواک،٣٠ تله ٩٦): د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته کې  د ښکېلو لورو٤٠ کسان وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ په خفيان... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٧تله٩٦): د هرات پوليس وايي، يو ايرانى وګړى يې د کريسټال د قاچاق په تور چې يو ډول پرمختللي نشه يي توکي دي، نيولى دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په اسلام کلا ښار کې يو ايرانى تبعه چې... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٦تله٩٦): په هرات کې د يوه ښوونځي د زده کوونکو د کورنيو ځينو غړو د هغه څه په اعتراض کې لاريون وکړ چې د دغه ښوونځي د مدير او څو ښوونکو "اخلاقي فساد" يې بولي. دغه اعتراضي حرکت نن د هرات ښار د حاجي عباس په سيمه کې د سيد محمد قناد لېسې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٦ تله ٩٦): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې نهه مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې وسله والو مخالفينو پرون شپه د شينډنډ... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٣ تله ٩٦): د هرات پوليس وايي چې نا پېژاندو وسله والو د دغه ولايت په چشت ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او بلخوا د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د کرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر نيول شوى دى. د هرات د امنيې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ تله ٩٦): د ايران له پولې د هرات تر غوريان ولسوالۍ پورې د اورګاډي پټلۍ پروژې کار تر راتلونکو لسو ورځو پورې بشپړ او ګټې اخيستو ته سپارل کېږي.  د اورګاډۍ د يادې پټلۍ کار پروژه، چې د ايران له پولې تر غوريان ولسوالۍ په اوږدو کې تر... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ تله ٩٦): د هرات چارواکي وايي چې د ولايت په غوريان ولسوالۍ کې پينځه ملکي وګړي د طالبانو له لوري وژل شوي، خو طالبانو ياد پنځه کسان سړي تښتوونکي بللي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن د دوشنبې په ورځ ( تلط د ٢٢مه) پژواک خبري... پاتې برخه
د هرات ښار(پژواک،٢١تله٩٦): په هرات ولايت کې د ١٧ هيوادنو او معتبرو نړيوالو بنسټونو لخوا په افغانستان او سيمه کې د امنيتي مذاکراتو شپږمه غونډه جوړه شوه. د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو دفتر مشر داود مراديان خبريالانو ته... پاتې برخه
هرات(پژواک، ١٧تله ٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د تېرو شپږو مياشتو  په ترڅ کې د ترهګرو ډلو بريدونو کې ٢١٨ملکي وګړي وژل شوي او٢٩١ نور ژوبل شوي دي. د هرات ولايت د کورني او بهرني امنيت د څارنوالۍ مشر احمد ولي سمندر، نن د... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٥تله٩٦): په هرات کې په داسې حال کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه چې د دغه ولايت يو شمېر ښوونکي يې پر وړاندې له ډېرو ننګونو څخه شکايت کوي. د ځمکو د نومرو نه وېش، کمه تنخوا، د ښوونکو د مياشتنيو حقوقو په ورکړه کې ځنډ او د امتيازونو نه شتون،... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ تله ٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په انجيل ولسوالۍ کې د خاورو له يوه انبار څخه د يوه سپين ږيري کس مړى ترلاسه شوى او د قتل په تړاو يې د هغه د مېرمنې او دوه زامنو په ګډون څلور کسان نيول شوي دي. د هرات ولايت د پوليسو... پاتې برخه
هرات(پژواک،١٢تله٩٦): د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي د دغه ولايت د ځينو تاريخي ابداتو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د دغه ولايت د "مصلى"د منارو د نړېدو احتمال شته دى. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس، اريا روفيان نن په يوه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤  تله ٩٦): په هرات کې د عبدالواحد دادشاني په نوم ځوان چې د افغانستان اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار په لور يې بوټ وار کړى و، په داسې حال کې د ملي امنيت له بنده راخوشی شو چې د هرات لسګونه اوسېدونکو نن د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ تله ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې نن له غرمې وړاندې د پوليسو يو رينجر... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ تله ٩٦): هرات کې يوه ٢٤ کلن ځوان پر خپله فېسبوک پاڼه د ژوند د وروستيو خبرو له شريکولو وروسته د تومانچې پر ډز سره خپل ژوند ته د پاى ټکى اېښى دى. ياد ځوان راشد اريا نومېږي او پر خپله فېسبوک پاڼې د ويډيو خپرولو په ترڅ کې يې له ټولو... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٨وږى٩٦): د افغانستان د اسلامي حزب رهبر وايي، له هېڅ ډلې سره د جګړې او ناسالمې سيالۍ په لټه کې نه دى او له ټولو سياسي ګوندونو او ډلو څخه غواړي چې لږ تر لږه په هېواد کې د کړکېچ د مخنيوي په لړ کې سره يو موټى شي. د اسلامي حزب مشر ګلبدين... پاتې برخه
  هرات(پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د يوه راپور موندنې څرګندوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د هراتي ښځو د ظرفيت لوړنې لپاره د نړيوالې ټولنې څه باندې سل ميليونه ډالر مرسته شوې، خو د پيسو زياته برخه يې شخصي جيبونو ته تللې.  يو شمېر ښځې، د ولايتي... پاتې برخه
 هرات(پرواک، ٢٥وږى ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يوه کس خپله ځوانه مېرمن وژلې ده . د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې تېره شپه د هرات ښار د شپږمې ناحيې په جکان سيمه کې يوه کس خپله ٢٠ کلنه مېرمن د چاقو پر... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د هرات سيمه ييزو چارواکو ويلي چې د هرات هوايي ډګر قوماندان ډګروال عبدالحى د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمو د لوی رياست ځواکونو له لوري نيول شوى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې  دا پېښه پرون ماښام رامنځته... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): احمد ولي مسعود د ملي يووالي حکومت مشران په افغانستان کې د بدو ټاکنو پر پلانولو تورن کړل او ویې ويل چې که چېرې راتلونکې ټاکنې په روڼتيا سره ترسره  نه شي، هېواد به د بحران پر لور ولاړ شي. د احمدشاه مسعود بنسټ او په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د هرات ولايت پوليس وايي، په دغه ولايت کې يوه پلار خپله يونيم کلنه لور وژلې ده. د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده وويل، دغه پېښه نن له غرمې وړاندې لس بجې د هرات  ښار د ١٤مې ناحيې په درب کندهار سيمه کې شوې ده.... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څه باندې دوه نيم کاله تېرېږي خو تر اوسه پورې د هرات ولايت ډېرى ځايي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي. د ولايتي شورا يو شمېر غړي او کارپوهان په هرات ولايت کې د سرپرستانو د کار پر دوام نيوکه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ وږى ٩٦): د هرات ولاي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې د توتو ونو پرېمانه شتون او د ورېښم چنجيو د پالنې لپاره مناسب شرايط د دې لامل شوي چې دا ولسوالۍ په هېواد کې د ورېښمو چنجيو د روزنې اصلي مرکز وبلل شي. که څه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٧ وږى٩٦): د هرات ځايي چارواکو تاييد کړه چې د طالبانو د قوماندانۍ پر يوه مرکز په هوايي بريد کې د دې ډلې د يو شمېر کسانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې پرون د دغه ولايت د... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦وږى٩٦): د "کنګو" وينې بهوونکې تبه چې تر ډېره د حيواناتو د حلالولو په وخت کې انسان ته لېږدي، د کال په اوږدو کې يې د هرات ولايت د ١٣ اوسېدونکو ژوند اخيستى او پر دغې ناروغۍ ٤٢ تنه نور اخته شوي دي. د روغتيايي چارو د متخصصينو په وينا،... پاتې برخه
هرات (پژواک ،٢ وږى ٩٦): د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او اته نور ټپيان دي .  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام دوه سراچه موټرو په ادرسکن   ولسوالۍ کې ټکر... پاتې برخه
هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د هرات چارواکي وايي چې د چين يوه پلاوي د هرات د مرمرو د ظرفيت څېړنې او صادراتو په موخه دغه ولايت سفر کړى او هڅه کوي چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي .  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل: (( دغه پلاوي د... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢٨زمرى٩٦): ولسمشر غني د هرات په صنعتي پارک‎ کې د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د مالوچو د پروسس فابریکه پرانستله. ولسمشر محمداشرف غني د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې د ګډون په خاطر نن غرمه هرات... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٦زمرى٩٦): د غور د پوهنې رييس د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دغه ولايت د دولتي چارواکو او زورواکانو لاسوهنې او باج اخيستنې د پوهنې نظام له ننګونې سره مخامخ کړى دى. د دې ولايت د پوهنې رييس خليل احمد مبارز، نن په هرات ښار کې خبري... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٤زمرى٩٦): د هرات ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وارداتي برېښنا د پايو د نړېدو له امله، د دغه  ولايت د زرګونو کورنيو برېښنا پرې شوې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له ترکمنستان څخه افغانستان ته د واردتې برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده. دغه څرګندونې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.... پاتې برخه
  هرات ښار (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې يوه ځوانه ښځه د خپل خسر له لوري وژل شوې او يو بل ځوان ترور شوى دى. د هرات د امنيې قوماندان وياند عبدالاحد ولي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال (شاوخوا اووه بجې) يوه کس د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په هرات ولايت کې يو شمېر "وړۍ" پاکوونکې مېرمنې له ډېر کار او کمې مزردورۍ شکايت کوي او د خپلو ستونزو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه کوي. څلوېښت کلنه بي بي ګله په هرات ولايت کې له پخوا نه وړۍ پاکوي او اوس هره ورځ د  ... پاتې برخه
هرات-ښرنه-لښکرګاه(پژواک،١٦زمرى٩٦): په درېيو ولايتونو کې څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. په هرات کې يوې حکومتي سرچينې د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شينډنډ ولسوالۍ کې نن سهار د ملي اردو درې سرتېري... پاتې برخه
لښکرګاه- هرات (پژواک، ۱٦ زمری ۹۶): په هلمند او هرات ولايتونو کې د هاوان مرمۍ لګېدو او ماين چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او اته نور ټپيان دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ناوې ولسوالۍ د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): ولسمشر غني په هرات کې د سه شنبې ورځې بريد د قربانيانو له کورنيو سره په ليدنه کې وويل چې د هرات له خلکو سره د همکارۍ په موخه ځانګړې کمېټه جوړېږي، څو د ولايت امنيتي وضعيت وڅېړي. ولسمشر محمد اشرف غني پرون د هرات امنيتي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): د هرات د ځانمرګي بريد د قربانيانو کورنۍ او ټپيان وايي چې ياده پېښه د امنيتي ځواکونو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده. پرون شپه د هرات پر يوه جومات د بريد په پايله کې ٢٩ کسان وژل شوي او ٦٤ نور ټپيان دي. د دغه بريد د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶) : د هرات ښار په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند  جیلاني فرهاد د زمري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن تر ماښام وروسته په... پاتې برخه
هرات (پژواک ٤ زمرى ٩٦): په ملي شورا او ولايتي شوراګانو کې د هرات او غور ولايتونو ځينې استازو په يوه ناسته کې پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو د واکمنۍ د دوام د منفي پايلو په اړه اندېښنه په ډاګه کړه. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د اندونيزيا سفير د هرات ولايت له ځايي چارواکو سره په ليدنه کې ويلي چې هېواد يې چمتو دى، څو ټولو افغان پانګه والو ته د وېزې د صدور په برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي. په کابل کې د اندونيزيا سفير عارف رحمان نن( د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د هرات سلګونه اوسېدونکو د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي او د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره يې ولسمشر ته يوه مياشت وخت ورکړ. په دغه لاريون کې مدني فعالانو، د ګذر وکيلانو او د هرات يو شمېر اوسېدونکو ګډون کړى و. دوى... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٢٧چنګاښ٩٦): د هرات شينډنډ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي  وژل شوي او په همدې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٢٤طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، نن پژواک خبري... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢٦ چنګاښ ٩٦): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې د اسلام کلا کميسيارۍ درې کارکوونکي د طالبانو له لوري وژل شوي، خو طالبانو دغه موضوع رد کړې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن د دغه خبر د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد... پاتې برخه
هرات- قلعه نو (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): په هرات او بادغيس ولايتونو کې د افغان دولت  ١٦ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو وسله والو له تېرو څو کلونو... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): د هرات پوليس وايي چې يو ايرانى وګړى يې د هيروينو د قاچاق په تور له اسلام کلا سره په ګډه پوله نيولى دى. د هرات امنيې قوماندان وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يوه ايراني وګړي هوډ درلود چې څلور... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۶): د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان او د هغه  دوه ساتونکي ټپيان شوي دي. د هرات د امنيي قوماندانۍ وياند، عبدالاحد ولي زاده نن "د چنګاښ ١٥مه" پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): د هرات پوليسو د کيمياوي توکو داسې بسته نيولې چې  ٢٠ ټنه وزن لري او د هيروينو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي. د هرات امنيه قوماندان محمد ايوب انصاري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نيول شوو کيمياوي توکو ارزښت... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٠چنګاښ ٩٦): د هرات د څارنوالۍ د استيناف رياست په تېر يو کال کې، ٢٥٠٠ قضيې څېړلې او د هغو په تړاو له درې زره ډېر تورن کسان تر قانوني تعقيب لاندې نيول شوي دي. د هرات د څارنوالۍ د استيناف رييس عبدالحق احمدي چې نن يې خبري غونډې ته خبرې... پاتې برخه
هرات ښار( پژواک، ١٠چنګاښ٩٦): د هرات ولايت حکومتي چارواکي وايي چې په انجيل ولسوالۍ کې د لامبو پرمهال درې ماشومان مړه شوي دي. د هرات د والي وياند، جيلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغو درېيو يادو شويو ماشومانو عمرونه ٨،١٢ او ١٥ کاله و... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٦): د هرات د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ياد ولايت په روغتونونو کې ٢٣زره ماشومان زېږېدلي چې له څلور زره ډېر موارد يې په غير طبيعي توګه ترسره شوي دي. د ياد ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د اختر درې ورځو کې  په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو، پر واټونو د جګړو او پلاستيکي تومانچو له امله نږدې ٣٠٠ کسان ټپيان او دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى. د يادو سرچينو دمعلوماتو له مخې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۶ چنګاښ ٩٦): د هرات ولايتي شورا غړي وايي چې امنيتي حوزو کې يو شمېر غيرمسلکي کسان د زورواکو په لاسوهنه؛ د امرينو په توګه په دندو ګومارل کېږي.  د هرات د يادو سيمه ييزو چارواکو په وينا، د زورواکو د لاسوهنې ترڅنګ د هېواد په کورنيو... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦): د هرات د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي زوى، د وسله والو مخالفينو په همکارۍ درې سرحدي پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کس د هرات د ولايتي... پاتې برخه
کابل (پژاوک،٣٠غبرګولى٩٦): په داسې حال کې چې ځينې هېوادوال نه شي کولى، د تابعيت تذکرې په اسانۍ ترلاسه کړي، خو په ځينو مواردو کې بهرني وګړي د افغاني تابعيت تذکرې په اسانۍ سره ترلاسه کولى شي. سره له دې چې د تابعيت تذکرې په برخه کې ستونزې په ټول... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي د پاشتان بند د کار له درېدو شکايت کوي او وايي چې ټولې مېوه لرونکې ونې او کښتونه يې د اوبو د نشتوالي په سبب وچې شوې دي. د سلما بند نه وروسته پاشتان بند په هرات کې له سترو رغنيزو پروژو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې د شينډنډ ولسوالۍ په مرکز کې د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې د ملي امنيت يو سرتېرى، يو کارکوونکى او د  ولسوالۍ د اراضي مدير وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ښار له تاريخي جامع جومات سره په نږدې واټ کې د چاودنې له امله ٩ کسان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.  د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): چارواکي وايي چې د هرات ولايت د درېيو ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو ولسوالان وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د غبرګولي اتمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامه نظم... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د ولسمشر غني د يوه حکم پر بنسټ، د هرات د ښاروال فرهاد نيايش دنده ځنډول شوې ده. نن د سيمه ييزو ارګانونو له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي مکتوب کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم پر بنسټ د هرات د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): لسګونو هراتيانو د دغه ولایت د والي پر ضد لاريون وکړ او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه. لاريون کوونکو د هرات والي محمد اصف رحيمي پر بې کفايتۍ تورن کړ او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه. د معترضينو په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٨ غويی ٩٦): نا معلومو وسله والو د هرات په مرکز کې د ملي اردو پر يوه کاسټر موټر ډزې کړې او درېیو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٦): د هرات امن کور کې يوه مېرمن وايي، که له امن کوره بهر شي، طالبان به يې صحرايي محاکمه کړي؛ خو طالبان دا موضوع ردوي. دا مېرمن ٣٠ کلنه فاطمه ده او له څو مياشتو راهيسې هرات امن کور کې ژوند کوي. هغه چې څلور واړه ماشومان... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د هرات ښار په نهمه امنيتي حوزه کې د ګازډبې چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي نن (د غويي ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام اووه بجې د هرات... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢١ غويى ٩٦): د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د هرات ولايت له مرکزي زندانه ٤٦ زندانيان خوشې شول. د هرات محبس عمومي مدير تورنجنرال سردارمحمد ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زندانيان د ولسمشر د فرمان له مخې چې د ښځو د نړيوالې ورځ په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): په هرات کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ادرسکن کې د امنيتي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار د دغه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د هرات ولايت په زندان کې د زندانيانو د سواد په موخه يو ښوونځى پرانېستل شو.  د هرات والي محمد اصف رحيمي د ياد ښوونځي د پرانېستې په مراسمو کې وويل، د ياد ښوونځي له جوړېدو موخه؛ د هغو زندانيانو باسواده کول دي؛ چې د... پاتې برخه
هرات (پژواک، غويى ٩٦): هرات ښار کې د ګرځندوى د تګلارې، د ښاري پروګرام ترسره کولو او د فرهنګي ميراثونو د مديريت لومړنۍ ناسته ترسره شوه. په دغې ناسته کې د هرات له والي او دولتي چارواکو سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ګرځندويي برخه کې د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ۵ غويى ٩٦): د هرات ولايت چارواکي وايي چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د دوو طالب قوماندانانو د کسانو تر منځ خپلمنځي نښته کې ٥٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته د طالبانو د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣ غويى ٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان په خپلمنځي نښتو کې وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن (د غويي ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښتې وړمه ورځ او پرون... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢ غويى ٩٦) د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء مشر وايي، د ټاکنو د سيسټم کمپيوټري کېدل په ټاکنو کې د ډېرې روڼتيا لامل کېدلى شي، چې دغه کميسيون د يوه داسې پروګرام رامنځته کولو لپاره جدي کار روان دى. د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء مشر... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د هرات يو شمېر خبريالانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچې د محدودېدو او دوى ته د بې احترامۍ له امله د شکايت ترڅنګ، وايي چې د دې ولايت د والي په امر د هريرود-مرغاب له سيندي حوزې ناستې ايستل شوي دي. خبريالانو په داسې حال کې شکايت... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): په هرات ولايت کې د ليکوالۍ، تياتر او فلمونو په برخو کې د زمينې له مساعدېدو سره  د تېرو کلونو په پرتله د تمثيل په برخه کې د ښځو شمېر لوړ شوی دی. د چارواکو له خبره، اوس مهال څه باندې ٣٠ کسان په هرات کې د تياتر او... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): يوې افغان مېرمنې، د خپل مېړه ستونزې د حل په موخه چې ايران کې ورسره لاس او ګرېوان شوى و، خپل پښتورګى پلورلى او مېړه يې پرې له ستونزې ژغورلى دى. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې يو شمېر افغانان له بېلابېلو سياسي،... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د ملي دفاع وزير، د ملي پوځ ليکو کې د فساد شتون تور داغ بللى او وايي، له دې وروسته به پوځ کې فساد ته ځاى نه وي او د اردو په ليکو کې ټول کسان بايد د وړتيا له مخې وټاکل شي. د هېواد ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالله حبيبي نن... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د هرات کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې تېر کال څه باندې سل زره افغان کډوال له ايران څخه په جبري ډول ايستل شوي دي. د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مشر احمد جاوید نادم نن (د وري ٢٠مه) له... پاتې برخه
هرات(پژواک،٢٠ورى٩٦): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا مشر د بندي کېدو حکم پر ضد د دويمې ورځې لپاره د کابل-هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. پرون د هرات ولايت لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا د مشر کامران عليزايي په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا مشر د بندي کېدو حکم پر ضد لاريون کړى او د هرات-اسلام کلا لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده. دغه لاريون نن ترسره شو او لاريون کوونکو يې په ترڅ کې د هرات ولايتي شورا مشر کامران... پاتې برخه
هرات (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۶): په هرات ولایت کې د سیلابونو او بارانونو له امله دوه ماشومان مړه او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. دهرات دوالي ویاند جیلاني فرهاد د وري په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له تیرې شپې راهیسې په هرات... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د هرات ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د يوې صحرايي محکمې له لارې د يوه کس لاس او پښه پرې کړي دي. د هرات د والي وياند عبدالاحد ولي زاده د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢٣ کب ٩٥): د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددې ولسوالۍ د پستې له ځنګلونو هر کال ١٥ ميليونه عوايد تر لاسه کوي. د هرات د کشک کهنه ولسوال سيد محمد چشتي مودودي، نن (د کب ٢٣مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): د هرات ځينو چارواکو او اوسېدونکو د نامسوولو کسانو سره د ناقانونه وسلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او هغه يې په دغه ولايت کې د نا امنۍ لامل وبللې. د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر ډاکتر مهدي حديد وويل چې له خلکو سره د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٨ کب ٩٥): د هرات پخوانى والي او بانفوذه جهادي څېره اسماعيل خان وايي، ترکمنستان له طالبانو سره اړيکې لري او دې ډلې ته وسلې ورکوي. اسماعيل خان، دغه موضوع نن په هرات کې د خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه. هغه زياته کړه، د ترلاسه شوو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٥): په هرات ښار کې د اور لګېدنې له امله يو کس مړ شوى او يو بل ټپى دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٧ بجې د هرات ښار د ١٢مې ناحيې اړوند د مولوي... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٩ کب ٩٥): د هرات ولايتي شورا په دغه ولايت کې له امنيتي تشې خبر ورکوي او وايي چې د روان کال له پيله تر دې دمه په دغه ولایت کې څه باندې ١٧٤ کسان ترور شوي دي. د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر ډاکتر مهدي حديد نن (د کب ٩مه) په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ۶ کب ۹۵): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې یاده پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د خواجه عبدالله انصاري... پاتې برخه
هرات(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٦ کسان ټپيان شوي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند رفيق شيرزي، نن د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام يو مسافر وړونکى موټر له کابل څخه  هرات ته... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٧سلواغه ٩٥): د اوبو او انرژۍ وزير وايي، افغانستان چمتو دى څو تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د ياد ولايت د سلما بند د ادارې مسووليت، چې اوسمهال د هندي متخصصينو پر غاړه دى؛ پخپله غاړه واخلي. علي احمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، په... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د هرات اسلام کلا په بندر کې د سرحدي پوليسو شپږ چارواکي او د ترانسپورت ادارې څلور ستر مديران د ولسمشر له فرمان سره سم له دندو ګوښه شول. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې ياد شپږ چارواکي د سرحدي پوليسو د... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د هرات ولايت چارواکي وايي چې يوې ٢١ کلنې مېرمنې پر مرمۍ ځان وژلى دى. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزى وايي، ياده نجلۍ ٢١ کلنه او انيسه نومېده چې پرون مازديګر پنځه بجې يې د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې په مرموز ډول د دوو وژل شوو ښځو مړي نن د پوليسو له لوري وموندل شول. د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده نن (د سلواغې ٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ګذرې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): په تېرو لسو مياشتو کې هرات کې د ترافيکي پېښو له امله سل کسان مړه او څه باندې پنځه زره نور ټپيان شوي دي. دغه مطلب د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړ... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،١٦سلواغه ٩٥): د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې بازار کې د لاس پلورونکو او کراچيو زياتېدا د لويو واټونو بنديدونو لامل شوي او د ښار څېره يې بدله کړې ده. هغوى له ښاروالۍ څخه غواړي چې لاس پلورونکي او کراچۍ له عمومي واټونو څخه راټول... پاتې برخه
هرات-پل علم(پژواک،١٦سلواغه٩٥): په هرات د پرله پسې ورښتونو او سړې هوا له امله دوه تنه مړه شوي او د واورې ورزدو له امله د لوګر د دوه ولسواليو لویې لارې له مرکز سره تړل شوې دي. د هرات د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس حميدالله مبارز د سلواغې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي  چې په هرات ښار کې يې د لومړي ځل لپاره يوه ښځه د وسلې د لېږدولو په تور نيولې ده.  د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده، د سلواغې په ١٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې... پاتې برخه
هرات(پژواک،١٢سلواغه٩٥):د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او ١٤ نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،١١سلواغه٩٥): د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د ډزو له امله درې ښځې وژل شوې او په هرات ښار کې يو تن جنسي تېرى کوونکى نيول شوى دى. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په... پاتې برخه
کابل ، هرات ، کلات (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د زابل لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر په ګدون ٩ وسله وال وژل شوي، بلخوا په هرات کې هم د يو شمېر وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوى دى. د کورنيو چارو وزارت لخوا د... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک، ٦ سلواغه ٩٥): په هرات ولايت کې په دوو جلا پېښو کې څلور کسان د ګاز او برېښنا نيونې په سبب مړه شوي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ پېښه پرون شپه رامنځته شوې او له ايران نه هرات... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٥سلواغه ٩٥):يوشمېرکورنۍ چې دکندوز ولايت د وروستيو جګړو له امله هرات ولايت ته کډه شوې دي، د سرپناه له نشتون اونورو ستونزو څخه سرټکوي. د کندوز وروستۍ جګړې ددې لامل شوې څو د ياد ولايت سلګونه کورنۍ نورو ولايتونو ته کډه شي. د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٥): يو شمېر ښځينه زندانيانې چې د هرات ولايت په زندان کې يې بېلابېل کسبونه زده کړي وايي چې له خوشې کېدو وروسته کولى شي چې خپلې او د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي. دوى وايي چې د خپلو کورنيو د اړتيا پوره کولو په اړه اندېښنه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د جګړې د دوام، نا امنۍ او اقتصادي بېوزلۍ له امله د وخت په تېرېدو د هغو يو شمېر ماشومانو چې په هېواد کې يې ماشومانه هيلې له منځه تللې دي،د کاري فرصتونو د موندلو لپاره ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران ته يې د تګ کچه... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢٧مرغومى ٩٥): د هرات پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه لسکونو فارغ شوو نجونو  د ټولنې او کورنيو ستونزو له امله، د خبريالۍ له کارڅخه محرومه او مسلک بدلېدو ته اړې شوې دي. يادې نجونې وايي چې ددغه مسلک پر وړاندې د ټولنې سنتي جوړښت... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٤مرغومى ٩٥): د هرات چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو مهم مرکز  له منځه وړل شوى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل تېره شپه د ملي... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢٣مرغومى ٩٥): په هرات کې يوشمېر خبريالان  د ځينو دولتي ادارو له لوري  د ملي او سيمه ييزو خبريالانو او رسنيو ترمنځ له ښکاره توپيري چلندڅخه سرټکوي. هغوى وايي، داسې شواهد په لاس کې لري چې د پوليسو قوماندانۍ او ځينې نورې... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د هرات پوليسو په دې ولايت کې درې ايراني وګړي د ترور او ډار اچونې په تور ونيول. د هرات امنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير سمونوال فضل الرحمن خادم، نن د مرغومي په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ايران... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): د افغانستان پوهنتونونه د علمي اثارو د نه توليد او څېړنيزو مرکزونو د بندوالي په سبب نه دي توانېدلي چې د نړۍ د زر غوره پوهنتونونو په فهرست کې راشي، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د دا ډول نړيوالو... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): وسله والو طالبانو د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته نږدې د افغان ټيليکام مخابراتى شرکت پر کارکوونکو بريد کړى. د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي، نن (د مرغومي په ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): د هرات د یوې سيمه ييزې رسنۍ مدیر مسوول، د امنيتي او ترافيک پوليسو له لوري وهل ټکول شوى دى. د تابان په نوم سيمه ييز ټلوېزيون مدير مسوول عزيزاحمد صادقي تېر ماښام چې غوښتل يې د دوو موټر چلوونکو تر منځ د مستوفيت په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): له نسوارو استفاده په هرات کې مخ په زياتېدو ده چې د ورۍ د سرطان په ګډون د زياتو ناروغيو لامل ګرځي. د هرات ښار اوسېدونکى ٧٠ کلن غلام غوث له شلو کلونو راهيسې د نسوارو کارونې تر څنګ د يادو توکو له برابرولو اوپلورلو څخه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ مرغومی ٩٥): هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې يو ايرانی وګړى يې د انسان تښتونکو له بنده ازاد کړى او د ايران کونسلګرۍ ته يې سپارلى دى. په هرات کې سيمه ييز چارواکي وايي چې ياد ايرانی وګړی درې ورځې وړاندې د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په... پاتې برخه
  هرات ښار(پژواک،٣٠ ليندۍ ٩٥): هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت ملي امنيت مسوولينو، ٧٦ انسان تښتونکي نيولي چې ١٩ يې په اعدام محکوم شول.. د هرات والي محمداصف رحيمي، نن د ليندۍ په ٣٠ مه يوې خبري ناسته کې وويل چې يادو ٧٦ اختطاف... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په هرات کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يو کس مړ شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات- ادرسکن ولسوالۍ پر... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٥): د هرات پوليسو په تېره يوه اونۍ کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣٥ کسان نيولي دي. د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري، چې نن په خبري ناسته کې په ياد ولايت کې د پوليسو د تېرې اونۍ د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): ځايي چارواکي په هرات ولايت کې د دوو مېرمنو د وژلو خبر ورکوي چې له دې سره په روان کال کې په هرات کې د وژل شوو مېرمنو شمېره لسو کسانو ته ورسېده. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د هرات ښار په نهمه ناحيه کې يو دينې عالم پر ډزو وژلى دى. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار په نهمه ناحيه کې ناپېژاندو وسله والو يو... پاتې برخه
هرات شار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو درې مېرمنې وژلې دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي نن (د لړم ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام شاوخوا اوه بجې درې ښځې د هرات ښار په کارته اتحاد... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د هرات مميز د خپل ځانګړي خوند په سبب په هېواد دننه او بهر ښه پېرونکي لري او سوداګر يې هر کال سلګونه ټنه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي. د دغه ولايت بڼوال وايي چې د هرات له انګورو ډېر مميز توليدېږي او هر کال ترې... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢٤لړم ٩٥): د يوې څېړنې موندنې ښيي چې تېر يونيم کال کې په هرات کې ١٥٠٠ کسانو د ځانوژنې هڅه کړې ده، چې ٤٠ تنو يې ژوند له لاسه ورکړى دى. دا څېړنه چې د "لوېديځ حوزې مدني ټولنې او بشر حقونو له شبکې"  له لوري ترسره شوې ده، نن په هغې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٧ لړم ٩٥): د هرات د مستوفيت ادارې چارواکي وايي چې سږ کال د يادې ادارې عوايد د تېر کال په پرتله شل سلنه لوړ شوي دي. د هرات مستوفي ميرويس حبيب زاده نن (د لړم ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرات مستوفيت د سږني کال د لسو مياشتو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٥ لړم ٩٥): د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، د دې ولايت په سوېل کې د ترافيکي پېښې له امله نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن ٣:٣٠ بجې د دغه ولايت په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د اريانا تلوېزيون د خبريال نعمت الله زهير مړى نن  په خپل پلرني ټاټوبي ميدان وردګو کې خاورو ته وسپارل شو. نن سهار شا وخوا نهه بجې د نعمت الله زهير مړى له کندهار څخه کابل ته په الوتکه کې راوړل شو او د هغه د درناوي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): هرات ولايت کې د کتاب لوستلو فرهنګ ته د ودې ورکولو او روجوالو او دغه راز د نوو کتابونو د پېژندنې په موخه؛ د کتاب پنځم ستر نندارتون ترسره کېږي.  د هرات سيمه ييزو چارواکو نن (د لړم ١٣مه) په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه... پاتې برخه
کابل (پژواک ١١ لړم ٩٥): د افغانستان او ايراني توليداتو لسم ځانګړى نندارتون نن (د لړم١١مه) په هرات کې د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون پرانېستل شو. په دغه نندارتون کې چې نن د هرات ښار د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې پرانېستل شو، په کې د... پاتې برخه
تعقيبي- هرات (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): په هرات ولايت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې نهه کسان مړه شوي او ١٩ نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد  د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل يو مازدا ډوله موټر چې پرون ماښام له فارسي ولسوالۍ... پاتې برخه
هرات (پژواک ٩ لړم ٩٥): د غور يو شمېر محصلينو او اوسېدونکو، د دې ولايت د وروستۍ پېښې د قربانيانو کورنيو ته د عدالت غوښتنې لپاره په هرات کې لاريون وکړ. د غور ولايت لسګونه اوسېدونکي د "موږ عدالت غواړو، نه دهشت نه وحشت، ستړي يو له تاوتريخوالي" د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د هرات ولايت نابينايان اندېښنه وايي چې دوى د لوړو زده کړو په برخه کې امکانات او اسانتیاوې نشته. د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د لومړنيو زده کړو او لېسو امکانات ورته تر ډېره مساعد شوي، خو حکومت تر اوسه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ لړم ٩٥): په هرات کې موټر چلوونکې ښځې په داسې حال کې د ځينو کسانو له لوري له ځورولو او ازاره شکايت کوي چې د چارواکو په خبره، په روان کال کې څه باندې ٢٥٠ ښځو د موټر چلوونې جوازونه ترلاسه کړي او دغه پروسه مخ پر لوړېدو ده. د هرات د... پاتې برخه
هرات (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٥): هېواد کې ناامنۍ، ددې لامل شوي څو  هرات کې د بيوزلۍ کچه او د سوالګرو شمېر لوړ شي. د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د جګړو شدت له امله  د ټولو کورنيو پر اقتصاد په ځانګړې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٩ تله ٩٥): هرات کې نن له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه يو اوونيز کمپاين پيل شو.  د هرات د چاپېريال ساتنې مشر نصيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ياد کمپاين د چاپېريال ساتنې ادارې، ترافيکو مديريت او د افغانستان نوين نسل... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٤ تله ٩٥): د هېواد د ملي امنيت شورا پخوانى سلاکار رنګين دادفر سپنتا وايي، ترڅو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له سرچينو سره مبارزه ونه شي، افغانستان به هېڅکله هم سولې او ثبات ته ونه رسيږي. سپنتا دغه موضوع نن د هرات د امنيتي خبرو اترو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٥): د هرات ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د يوه پخواني پوليس افسر د نيولو او يوه وسله وال مخالف د وژلو خبر ورکوي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د عبدالسميع په نوم يو کس د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د روان کال په شپږو لومړيو مياشتو کې په  هرات ولايت کې څه باندې ٦٠٠ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې ده چې اتلسو يې ژوند له لاسه ورکړى دى. د هرات حوزوي روغتون مسوولين وايي، د دوی د شمېرو له مخې ٨٠ سلنه کسان چې په دغه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٦ تله ٩٥): په هرات کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جلب په موخه د ګرځندوى، هوټل چلولو او هراتي سوغاتونو نندارتون پرانيستل شو. دغه نندارتون چې نن د هرات په ارګ هوټل کې جوړ شو، د هرات لاسي صنايعو ګڼې بېلګې او سوغاتونه لکه ورېښمينې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٦ تله ٩٥: د  هرات امنيه قومانداني وايي چې د زرنج رېکشا يوه چلوونکي د ترافيکو يو افسر د چاقو پر ګوزارونو وژلى دى. د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه  پرون ماښام د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ تله ٩٥): د هرات والي د دغه ولايت د مدني ټولنو د همغږي کوونکي خليل پارسا د روغتیا د پوښتنې تر څنګ د مرکزي روغتون له چارواکو وغوښتل چې د هغه د درملنې لپاره جدي هڅې وکړي. د هرات د مدني ټولنې شبکې همغږي کوونکى خليل پارسار، پرون... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د هرات په دولتي ادارو کې د افرادو د ګومارنې پروسه برېښنايي کېږي. د دغه بهير هوکړه ليک د هرات ځايي چارواکو او د (عاطفي) خيريه بنسټ تر منځ لاسليک شو. د دغه ولايت د ځايي چارواکو په خبره،... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د هرات حوزوي روغتون مسوولين د روان کال له پيله څخه تر اوسه په دغه ولايت کې د"کانګو" پر ناروغۍ اخته د ٥٣ کسانو خبر ورکوي او وايي چې پنځه ناروغان يې مړه شوي دي. د کريما يا کانګو پر ناروغۍ اخته کسان تبه لري، وينه ضايع... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د هرات يو شمېر مدني فعالان او د پوهنتون استادان وايي چې په ټاکنو کې د واحدې څوکۍ د طرحې په نهايي کېدو سره به په هېواد کې ګڼې ستونزې رامنځته شي، خو ځينې نور بيا له دې طرحې سره موافق دي.  د افغان حکومت کابينې د وږې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د هرات روغتيايي چارواکي وايي چې د تېرو پنځو ورځو په ترڅ کې د پتنګ پر تار، له بوړ ځایه د راغورځېدو او د چاقو د ګوزارونو له امله ٢١٠ کسان ژوبل شوي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي نن د وږې په ٢٨مه پژواک... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ۲۳ وږى ٩٥): د هرات د څارنوالۍ مسوولين وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه د دغه ولايت  استيناف څارنوالۍ کې څه باندې ٩٠٠ جرمي قضيې ثبت شوې دي. د هرات د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالحق احمدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ګاز بیې تر پنځوس سلنې پورته کېدو شکايت کوي او په دې برخه کې حکومت پر نه پاملرنې تورنوي. د هرات ښار اوسېدونکي وايي چې څو اونۍ وړاندې په هرات ښار کې د يو کيلو ګاز بيه له ٣٠... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٢٠ وږى ٩٥): مدني فعالانو او يو شمېر هرات ښاريانو د ايران له لوري پر افغانانو د سپک چلند په غبرګون کې د عدالت غوښتنې تر څنګ دې قضيې ته د حکومت او مدني ټولنې د لاسرسي غوښتنه وکړه. د خپاره شوو راپورونو له مخې، په دې وروستيو کې د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په هرات کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه. د دې اکاډمۍ د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي په مشرۍ يو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د درېيو ماينونو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي او درې طالبان وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د دوشنبې په ورځ (د وږي ٨مه) پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦ وږى ٩٥): د هرات ولايتي شورا مشر وايي  چې د نوموړي په اړه د لويې څارنوالۍ له لوري د هغه د نيولو، د دندې د ځنډولو او له هېواد څخه د وتلو په اړه شوى حکم؛ لغوه شوى، خو مدني فعالانو او د هرات اوسېدونکو بيا د حکومت دغه عمل د قانون خلاف... پاتې برخه
هرات (پژواک ٤ وږى ٩٥): په ولسي جرګه کې د بادغيس يو استازى په هرات ولايت کې د وسله وال بريد په ترڅ کې ټپي شوى دى. د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولسي جرګه کې د بادغيس ولايت استازى سيد محمدموسى جناب، نن د هرات په شالبان... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د هرات ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو اتو مياشتو کې په دغه ولايت کې د اېډز يا (HIV) لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د هرات د عامې روغتيا دارې د مقاربتي ناروغيو د کنټرول څانګې چارواکي وايي چې د ايډز ناروغۍ د تشخيص... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٥): په هرات ولايت کې يوه کس خپله مېرمنه او خواښې پر ډزو وژلې دي. د هرات حوزوي روغتون مشر محمد رفيق شېرزي د سه شنبې په ورځ (د وږي ٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه  کس تېره شپه د هرات ښار  په شالباقان سيمه کې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د هرات ولايتي شورا دروازه چې تېره ورځ د کامران عليزي د ځينو پلويانو له لوري تړل شوه وه، نن د ولايتي شورا د يو شمېر وکيلانو له لوري بېرته پرانېستل شوه. تېره ورځ د ولايتي شورا يو شمېر غړو چې د کامران عليزي پلويان وو، د... پاتې برخه
 هرات (پژواک،٢٨زمرى٩٥): د هرات د استيناف څارنوالۍ يوه سرچينه وايي چې د هرات د ولايتي شورا رييس يو شکمن تن په ناقانونه توګه له څارنوالۍ څخه  اېستلى دى.  د څارنوالۍ دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٥): د هرات يو شمېر اوسېدونکي پر دې باور دي چې خواله شبکې قومي او تعصباتو او اختلافاتو ته په لمن وهلو کې مهم رول لري. افغانستان داسې هېواد دى چې تر ډېره د قوميت پر بنست ولاړ دى او د هېواد په ډېرو برخو کې پښتون، تاجک، ازبک... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د برېښنا رياست پر کارکوونکي او د ملي اردو پر ځواکونو بريد کړى دى. د هرات د چشت شريف ولسوال فرهاد خادمي د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه... پاتې برخه
لومړى تعقيب- هرات (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): سیمه ییز چارواکي وايي چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې چاودنې څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٨ زمرى ٩٥): د هرات ملي امنيت ادارې د دې ولايت د ولايتي شورا يو غړى د سړي تښتونې په تور نيولى دى. د هرات د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات د ولايتي شورا غړى محمد عسکر انوري نن نيول... پاتې برخه
 هرات (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د هرات د اسلام کلا ګمرک د څلورو کارکوونکو دندې له خپلو دندو څخه د ناوړه ګټې اخيستو په تور ځنډول شوې دي.  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، چې يادو کسانو د اسلام کلا ګمرک د تلو په برخه کې دنده ترسره کوله... پاتې برخه
 لومړى تعقيب- هرات ښار(پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): په هرات کې ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو پر يوه کاروان د طالبانو په بريد کې د يوه افغان موټر چلوونکي په ګډون شپږ بهرنيان ټپيان شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د هرات ولايت چارواکي وايي چې پر شينډنډ ولسوالۍ د طالبانو له لوري په ډله ييز بريد کې د يادې ډلې د نومول شوي ولسوال په ګډون ٢٠ طالبان وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يو شمېر... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک،١٠ زمرى ٩٥): هرات ښاروال ادعا کوي چې ددې ولايت ولايتي شورا د هرات مرکزي سړک پروژې د عملي کېدو له امله د ٥٠ زره ډالره رشوت غوښتنه کړې ده. هرات ښاروال فرهاد نيايش، نن خبري ناسته کې وويل چې د ولايتي شورا له لوري د بډو اخيستل په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): په هرات ښار کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او پنځه نور ټپیان دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ښار د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو ناسته د دواړو هېوادونو تر مځ پر اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي همکاريو د هوکړې او له امنيتي ننګونو  او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ژمنه پاى ته ورسېده... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): د لوېديځې حوزې د دريو ولايتونو د محصولاتو، کرنې او مالدارۍ نندارتون په هرات ولايت کې پرانېستل شو. په دې نندارتون کې چې نن د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې پرانېستل شو، بېلابېل کرنيزو، د بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د سيمه ييزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د ايران او افغانستان د سرحدي ولايتونو د واليانو لومړۍ ناسته نن د ايران په مشهد ښار کې پيل شوه. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن (د زمري ٤مه) رسنيو ته وويل چې په دې ناسته کې د... پاتې برخه
تالقان- هرات (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د تخار او هرات ولايتونو په څلورو ولسواليو کې وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله... پاتې برخه
 هرات (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): هرات کې د فيفا په مرسته لومړنى مصنوعي ورزشي چمن تر راتلونکو دوه اوونيو پورې ګټې اخيستو ته سپارل کېږي.  د هرات د المپيک کمېټې سرپرست قدير جويا له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د هرات د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٥): په هرات ولايت کې د نور روغتون مشر په دغه ولايت کې د سترګو ناروغۍ د اتيا سلنې ډېر والي خبر ورکوي. د ياد روغتون مشر ډاکټر جمال عبدالناصر اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هرات کې د ١٢٠ ورځنيو بادونو په پيل سره... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٢٢ چنګاښ ٩٥): هرات کې د روغتيايي چارو متخصصين وايي چې له يو  ځل مصرف پلاستيکي لوښو ګټه اخيستنه  د سرطان ناروغيو په ګډون د لسګونو نورو ناروغيو لامل کېداى شي. د هرات حوزوي روغتون يوه ډاکټر بهنام پرديس پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
 هرات (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٥): د هرات سيمه ييزه اداره، ياد ولايت ته د کمې پاملرنې په کولو د وزارتونو په تورنولو سره وايي چې د روان کال په ترڅ کې تر اوسه پورې دغه ولايت ته ځانګړې شوې بوديجه ٧سلنه لګول شوې ده.  د هرات د والي وياند جيلاني... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): له نټ ګېمونو د جدي څارنې نشتوالى د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د درس پر وړاندې خنډ ګرځېدلى او دا کار د ځينو کورنيو د اندېښنې سبب شوى. له دې ډلې کمپيوټري لوبې په دې وروستيو کې په هېواد په ځانګړي ډول هرات ولايت کې د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د هرات ځايي چارواکي وايي، دوه ځوان هنرمندان چې د سلما بند د پرانيستې په مناسبت يې د هند د لومړي وزير تصوير کښلى و، "د طالبانو د ګواښ" له امله تر امنيتي څارنې لاندې نيول شوي دي. دغه دواړه هنرمند ځوانان او پلار يې، پرون (... پاتې برخه
هرات ښار، لښکرګاه، فراه (پژواک،١٩ چنګاښ ٩٥):  د اختر په درېيو ورځو کې څه باندې ٢٣٠ کسان د ترافيکي پېښو له امله په هرات هلمند او فراه ولايتونو کې ټپيان شوي او درې يې مړه شوي دي. د هرات حوزوي روغتون مشر محمد رفيق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
 هرات (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): هرات کې په دوه بېلابېلو پېښو کې اوه کسان وژل شوي او درې نور  ټپيان شوي دي.  د ياد ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، د هرات د ګلران ولسوالۍ شپږ اوسېدونکي د يوې سمڅې د نړېدو او يو بل د ماين په چاودنه کې ژوند... پاتې برخه
هرات (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): دولتي چارواکي وايي چې په هرات کې د طالبانو د دوه مشرانو ملا رسول او ملا هبت الله پلويانو تر منځ رامنځته شوې نښته پاى ته رسېدلې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل، د دوى تر منځ نښته چې له تېرې... پاتې برخه
هرات (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په هرات ولايت کې به د ملي اردو له ټپي سرتېري سره اړينه مرسته وشي. دوه ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس په هرات ولايت کې د ملي اردو د ټپي سرتېري نعمت الله فرهادي مرکه خپره کړه. فرهادي... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې په هرات کې شاوخوا څلور سوه کسانو د وژونکو درملو د خوړلو له لارې د ځان وژنې هڅه کړى او له دې ډلې تر اوسه پنځه کسان مړه شوي دي.  د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د روان کال... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د ملي اردو يو سرتېرى چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د مرګ او ژوند تر منځ دی، له حکومته د مرستې غوښته کوي. نعمت الله فرهادي چې د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د ملي اردو د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله، شپږ کاله وړاندې د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): يو پلار چې خپل دوه زامن  يې په يوه چاودنه کې له لاسه ورکړي او په سخت اقتصادي حالت کې دى، وايي چې له کورنۍ سره يې هيڅ مرسته نه ده شوې.  په افغانستان کې د تېرو کلونو راهيسې له جګړې وروسته ماين ستره پديده ده،... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د هرات- تورغونډۍ لويې لارې د لومړنۍ سروې کار چې يو ميليون او شپږ سوه امريکايي ډالر لګښت به ولري، پيل شو. د هرات له ولايت مقامه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات والي محمد اصف رحيمي د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): په هرات ولايت کې د ګازډبې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل شول. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د انجيل ولسوالۍ په اسحاق اباد کلي کې د ګازډبې چاودنه رامنځته شوې ده. فرهاد... پاتې برخه
 هرات ښار (پژواک، ١٨غبرګولى ٩٥): د کرنيزو سيستمونو له پرمختګ سربېره، اوس هم د هرات کروندګر باغونه په سنتي ډول خړوبوي. اوسمهال د کرنې په ميکانيزه کېدو او پرمختګ سره کروندګر  په هر فصل کې  د خپلو باغونو او فصلونو د خړوب  او... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٥غبرګولى ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان او هند د نورو هېوادونو خلاف چې موخه يې ورانکاري ده، د جوړولو اراده لري او افغانستان د اوبو په مهارولو سره غواړي چې وچې شوې ځکمې خړوب کړي. دا مطلب ولسمشر غنې هرات ښار کې د سلما بند د... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٥): د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاريو له پراختيا ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ، چې هندوستان به په يوه غږ سره په سيمه ييزه او نړيواله کچه د افغانستان له حق څخه دفاع وکړي... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د افغانستان- هندوستان دوستي بند (سلما) د هندوستان د لومړي وزير او ولسمشر اشرف غني له خوا پرانیستل شو. د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي نن (د غبرګولي ١٥مه) له غرمې مخکې  هرات ولايت ته ورسېد چې د ملي امنيت د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د اوبو او برېښنا پخواني وزير د سلما بند پرانيسته د افغانستان د خلکو ستره هيله بولي او وايي چې له څلوېښتو کلونو وروسته د خلکو هيله پاى ته رسېږي. ټاکل شوې چې نن غرمه دوولس نيمې بجې به ولسمشر غني او د هند لومړى وزير... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥ جوزا ٩٥): د هندوستان هېواد لومړى وزير نريندرا مودي د سلما بند د پرانيستې په موخه هرات ولايت ته ورسېد. سلما بند د هرات ښار ختيځ ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې پروت دى چې هندوستان هېواد د ١٣٥٧ لمريز کال له... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د هرات ولايت سوداګرو او صنعتګرانو ولسمشر ته د برېښنا د لګښت او مالياتو پر زياتوالي شکايت وکړ. له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د هرات د خصوصي سکتور او ملي... پاتې برخه
کلات- هرات (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په زابل او هرات ولايتونو کې ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي د غبرګولي په ١٣مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): د هرات ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د څلورو تښتول شوو انجنيرانو له ډلې يو کس وژلى، دوه يې خوشي کړي او يو بل لا هم ورسره بندي دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٥): کابل کې د اندونېزيا مېشت سفير وايي، نږدې راتلونکي کې به په بېلابېلو برخو کې د علمي کچې د لوړولو په موخه د هرات پوهنتون او د اندونيزيا پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کړي. کابل کې د اندونيزيا سفير انصاري تاج الدين،... پاتې برخه
کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څلور سرحدي پوليس وژلي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر سرحدي سرتېري نن له غرمې وروسته د هرات ښار شمال لوري ته د تورغونډۍ په ښارګوټي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): هرات کې د ښوونځيو درسي کتابونو کمښت د دې لامل شوى، څو کتاب پلورونکي دا کتابونه په پاکستان کې چاپ کړي او له هغه وروسته په تور بازار کې پر زده کوونکو وپلوري.  په داسې حال کې چې په ښکاره توګه د ښوونځيو د درسي کتابونو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): په هرات ښار کې د (خانه ايران) په نوم د ايراني مالونو ځانګړى نندارتون پرانيستل شو. د ياد نندارتون جوړوونکي وايي چې دا په هرات کې د ايراني مالونو لسم نندارتون دى. په هرات کې د ايران سر کونسل محمود افخمي رشیدي د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): په افغانستان کې هندي چارواکي وايي چې د سلما بند ٩٩ سلنه کار بشپړ شوى او په څو راتلونکو ورځو کې به پرانيستل شي. دغه مطلب په افغانستان کې د هند سفير چې د يو پلاوي په مشرۍ يې د سلما بند لېدو لپاره د هرات چشت ته سفر... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢غبرګولى٩٥): د هرات ولايت د مقام ودانۍ ته څېرمه چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شول. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ولايت د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): نن سهار په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپیان دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د چهار شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نن سهار يو... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه کې له دواړو لورو ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته پرون په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د هرات ځايي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپیان شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د وسله والو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٠ غويى ٩٥): د هرات يو شمېر ځوانان په هېواد په ځانګړي ډول ياد ولايت کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او حکومت په دې اړه پر بې پروايۍ تورنوي.  که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې خلکو په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې په هرات ښار کې يوه ښځه د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوې ده. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک خبري ازانس ته وويل چې  نن سهار مهال يوه د منځني عمر لرونکې... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،١٨غويى ٩٥): هرات کې په دوو بېلابېلو پېښو کې يو ايرانۍ وګړى ترور شو او د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د هرات کوهسان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٥غويى ٩٥): په هرات ولايت کې د کرکيلې په موخه د لمريزې برېښنايي واټرپمپونو کارونې د کروندګرو د سترو لګښتونو مخه نيولې ده. په دې وروستيو کې په هېواد په ځانګړي ډول په هرات ولايت کې د کرنيزو ځمکو د خړوب لپاره داسې يو سيستم دود شوى... پاتې برخه
 هرات(پژواک، ٦ غويى ٩٥): په هرات ولايت کې (( د ټاپي پروژې عملي کېدل)) په نامه ګډ کنفرانس جوړ شو چې ددې پروژې غړو هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و. دغه کنفرانس د هرات ښار په غازي امان الله خان تالار کې تر سره شو چې د ترکمنستان، هندوستان او... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د "ټاپي پروژې د عملي کېدو اهميت" ګډ کنفرانس، د دې پروژې د غړو هېوادونو استازو په ګډون نن په هرات ولايت کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حاجي اوف، د کانونو وزارت تخنيکي مرستيال... پاتې برخه
چاريکار- هرات- سرپل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): سلګونو حکومتي چارواکو او عامو خلکو په پروان، هرات او سرپل ولايتونو کې د کابل د پروني بريد ټپيانو ته څه باندې ٥٠ زره سي سي وينه ورکړه. چارواکي وايي چې پرون د وسله والو مخالفينو له لوري په کابل ښار... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٣١ ورى ٩٥): اېټاليا د هرات – خواف ريل پټلۍ او هرات- چشت سړک د جوړولو لپاره ٩٢ ميليون يورو مرسته کوي. د اېټاليا د بهرنيو چارو وزير پاولو چينتيلوني چې نن يې هرات ولايت ته سفر کړى و، د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې د خپل هېواد د... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د هرات يو شمېر ځايي چارواکي او اوسېدونکي وايي چې  بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران ته د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې د افغان چارواکو د جدي پروګرامونو د نشتوالي په سبب اندېښمن دي. دغه اوسېدونکي ادعا کوي چې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په هرات کې تر څلوېښت سلنه زياتې دولتي ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې ډېرې ستونزې يې رامنځته کړې دي. دغه مطلب نن د هرات ولايتي شورا  رييس کامران عليزي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګند کړ. عليزي د حکومت پر... پاتې برخه
فيروزکوه(پژواک،٢٤ ورى ٩٥): د غور ولايت ځايي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د پنځو مسموم شوو زده کوونکو له ډلې يو مړشوى دى. دغه زده کوونکي چې د سلطان علاء الدين غوري د لېسې په ليليه کې اوسېدل، تېره شپه شاوخوا ٩ بجې د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شول... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): ايراني سرحدي ساتونکو درې افغان وګړي وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي. د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر ډاکټر مهدي حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پنځه کسه په هغو ١٢ کسانو کې شامل دي چې يوه اوونۍ وړاندې په غير... پاتې برخه
هرات (پژواک،٢١ ورى ٩٥ ): يو ځوان او بل زوړ بايسکل ځغلوونکي د سولې پيغام رسولو په موخه له هرات څخه کابل ته حرکت وکړ. ٣٢کلن شهريارنظامي او ٦٢کلن عبدالغفور نن حکومت او طالبانو ته د سولې بلنې له پيغام سره پرخپلو بايسکلونو سپاره شول او د کابل په لور... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک،٢١ورى ٩٥ ): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو بريد کې دوه تنه  وژل شوي، شپږ نور ټپيان   دي او همداراز ددې ولايت ١٧ اوسېدونکي د انسان تښتوونکو له منګلو را خوشې شوي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ ورى ٩٥): د افغان او ترکمن چارواکو تر منځ به ډېر ژر ((د ټاپي نليکې د عملي کېدو ارزښت))  تر نوم لاندې کنفرانس په هرات ولايت کې جوړ شي. د هرات ولايت له مقامه د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٦ ورى ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې يوه ښځه له خپلو شپږو ملګرو سره د هرات د څو اوسېدونکو د تښتونې په تور نيولې ده. د هرات ولايت د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک، ١٥ورى ٩٥): په هرات ولايت کې د هلوټرسټ په نامه ماين پاکۍ موسسې پنځلس کارکوونکي را خوشي شول. دا کسان چې دوه ورځې وړاندې د کسهان په (شبش) سيمه کې د ناپېژنداه وسله والو له لوري تښتول شوي وو، نن سهار را خوشي شول. د هرات امنيه... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، په دې ولايت کې د ماين پاکۍ موسسې ١٥ تنه تښتول شوي کارکوونکي، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې خوشې شوي دي. د هرات د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالرووف احمدي، په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،١٠ ورى ٩٥ ): د هرات په دوو ولسواليو کې نږدې ٢٣ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې شاوخوا څلور زره کورنۍ ترې برخمنې کېږي. د لوېديځ زون د ملي پيوستون پروګرام د اړيکو مسوولې ليدا احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د ملي امنيت شورا پخوانى سلاکار وايي چې د پاکستان پر وړاندې قرباني ورکوي، خو دغه هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. د اوبو او برېښنا پخواني وزير محمداسماعيل تېره شپه د پخواني حکومت يو... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٩ ورى ٩٥): دهرات روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې په نري رنځ اخته کسان په ١٣٩٤ کال کې د تېر ١٣٩٣ کال په پرتله ٢٠ سلنه کم شوي، خو ډېرى يې بېرته روغ شوي دي. د هرات د عامې روغتيا رياست ادارې له نري رنځ سره د مبارزې د ښاري چارو... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک،٩ ورى ٩٥): هرات ولايت کې په دوو بېلابېلو پېښوو کې يوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده او يوه مېرمن وژل شوې ده. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړۍ پېښه کې د يوې ١٨ کلنې نجلۍ مړى چې نجيبه نومېده... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د هريرود سيند د اوبو تنظيم ادارې چارواکي وايي چې د هرات ولايت هريرود سيند ٩٠ سلنه اوبه ايران هېواد ته بهېږي. په هرات ولايت کې د هريرود سيند د اوبو تنظيم ادارې سرپرست حسن فضلي نن يوې خبري غونډه کې وويل چې هر کال د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٥): په هرات ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ او يوه ځوان ځانونه زندۍ کړي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو دوو کسانو په دوو بېلابېلو پېښو کې په ګذره او کهسان ولسواليو کې ځانونه زندۍ کړي او... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د هرات ولايت امنيتي موظفينو لس کسان د تښتونو په تور نيولي دي. ياد کسان د هرات ملي امنيت او پوليس ځواکونو له لوري په دوو ځانګړو پېښو کې په هرات ښار او شينډنډ ولسوالۍ کې نيول شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٥ ورى ٩٥): د هرات او کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا شرکت له لوري د لګښت نوي وېشل شوو بېلونو کې د پخوا په پرتله ډېر لګښت راغلى دى. د هرات ولايت يوه اوسېدونکي ٥٢ کلن حبيب الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى په نوي بېل کې چې د... پاتې برخه
هرات (پژواک ٥ ورى ٩٥): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د اووه قلمه لرغونو اثارو له غلا چې شا وخوا زر کاله لرغونتوب لري؛ مخنيوى کړى دى. د هرات والي محمد اصف رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغو تاريخي اثارو لرغونتوب له... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٤ ورى ٩٥): د هرات په نور روغتون کې هره ورځ تر پنځو پورې د داسې ناروغانو درملنه کېږي چې سترګې يې د بخار ديګ په چاودنه کې زيانمنې شوې وي. د دغه روغتون چارواکي وايي چې د تېر يوه کال په ترڅ کې څه باندې ٤٥٠ داسې کسانو دغه روغتون ته... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٠ کب ٩٤): چارواکي وايي چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو خپلمنځي جګړو کې تر ٢٠٠ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د ولايت مقام د رسنيو مسوول جيلاني فرهاد د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښتې د ملا... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٩ کب ٩٤): د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د مرګ ژوبلې شمېره څه باندې سلو کسانو ته رسېدلې ده. د هرات ځايي چارواکو تېره ورځ د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو څانګو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٨ کب ٩٤): د هرات سيمه ييز چارواکي،  د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ د نښتې له پيلېدو خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه پورې له دواړو غاړو له ٣٠ زيات کسان وژل شوي او ډېر شمېر نور ټپيان شوي دي. د هرات د والي... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې عام وګړي و وژل شول او درې نور ټپيان دي. د هرات ولايت د مقام مطبوعاتي مسوول جيلاني فرهاد د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د شينډنډ ولسوالۍ... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): د هرات ولايت يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت په بازارونو کې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د تېلو بيو له نه تيټېدو شکايت کوي. دوى ادعا کوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيه په بې مخينې ډول ښکته شوې، خو په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): په هرات ولايت کې څه باندې سل بنديان خوشي شوي او د ٧٦ نورو د بند په موده کې کموالى راغلى دى. د هرات مرکزي زندان مدير عبدالله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د فرمان له مخې، د هرات له مرکزي زندانه ١١١... پاتې برخه
 زرنج، هرات(پژواک،٢٠ سلواغه ٩٤): سيمه ييز چارواکي په فراه کې د دولت د درېيو وسله والو مخالفينو او د  ملي اردو د درېيو سرتېرو او په هرات کې د پنځو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي.  د نيمروز د دلارام ولسوال نجيب الله حيات، پژواک... پاتې برخه
 هرات ښار ( پژواک،١٩سلواغه ٩٤ ): پوليسو يو تن طالبانو ته د مخابراتي شبکو د سلګونو سيمکارتونو د لېږد په تور د هرات هوايي ډګر کې ونيو. د هېواد لوېديځ کې د ٧٠٥ سرحدي زون قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احسان علومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد تن... پاتې برخه
هرات_کابل(پژواک،٧سلواغه٩٤): په هرات او لغمان ولايتونو کې شپږ د ملي اردو او شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ميدان وردګو کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده. د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٧ سلواغه٩٤): د هرات د برېښنا رياست چارواکي وايي چې ايران، په افغانستان کې د وارداتي برېښنا د پياوړتيا او ترانسفارمر د جوړولو په برخه کې پر شوي هوکړه ليک عمل نه دى کړى. د هرات د برېښنا رياست سرپرست وحيد کامراني، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٦سلواغه ٩٤): په هرات کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د برېښنا يو شمېر پېرېدونکي د برېښنا د لګښت له اړخه ٨٥٠ ميليون افغانۍ پوروړوي دي. د هرات برېښنا رياست سرپرست وحيد کامراني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر پېرونکو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): ناپېژاندو موټرسايکل سپرو په هرات ولايت کې دوه پوليسې پر ډزو ټپيانې کړې دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د يوولسمې ناحيې په اړوند سيمه کې نا پېژاندو... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ٢ سلواغه ٩٤) : د هرات ښار په يوه کور کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون وياند رفيق شېرزي د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازيګر مهال رامنځته شوې ده. هغه... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې په هرات ښار کې يو نارينه او يوه ښځه په تبر وژل شوي دي. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون شپه د يوې ښځې او يوه نارينه مړي د هرات ښار د يوولسمې... پاتې برخه
هرات (پژاک، ١٩ مرغومى ٩٤): د هرات د ترافيکو ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولايت ښځينه موټر چلوونکې د نارينه و په پرتله ترافيکي مقررات په ښه ډول مرعاتوي او په روان کال کې څه باندې ٢٠٠ ښځو د موټر چلوونکې جوازونه ترلاسه کړي دي. د هرات د ترافيکو د... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې يو ايرانى وګړى يې له ٤٠ ورځو وروسته د تښتوونکو له منګولو را خوشې کړ .  د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژندانده وسله والو اکبر بکلري د موټر چلوونې پرمهال د هرات په کهسان ولسوالۍ... پاتې برخه
هرات-لښکرګاه(پژواک،٣مرغومى٩٤): د هلمند ولايت امنيتي چارواکو په نهرسراج ولسوالۍ کې د ١٤طالبانو د وژلو ادعا وکړه خو په هرات کې ناپيژانده وسله والو يوه ښځه پر ډزو وژلې ده. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د مرغومي په٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
خوست- هرات- فيروزکوه، مهترلام (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): په خوست، هرات، غور او لغمان ولايتونو کې له ټاپي پروژې ملاتړ وشو او دا پروژه يې د هېواد د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره برخليک ټاکونکې وبلله. په خوست کې د دغه ولايت د چارواکو، قومي مشرانو، د ولايتي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): په هرات ولايت کې يو ښځه او خاوند د خپل واده په شپه د ګازنيونې له امله مړه شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکتر محمدرفيق شېرزي د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې نوې جوړې مړي روغتون ته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو دوو ډلو تر منځ نښته کې تر اوسه ٥٤ طالبان وژل شوي، تر ٤٠ ډېر ټپيان دي او نښته لا هم روانه ده. د هرات د والي وياند احسان الله حيات نن په خبري ناسته کې وويل چې د ملا صمد او ملا... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٤): هرات ولايت کې لسګونه انجنيرانو، د هغه څه په اړه چې د ملي پيوستون په لړۍ کې يې تبعيض بولي، په لاريون لاس پورې کړى دى.  دغه انجنيران پر حکومت باندې د نيوکې ترڅنګ وايي چې په ياد ولايت کې يو شمېر چارواکي همېشه تبعيض کوي... پاتې برخه
هرات- خوست (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): په هرات ولايت کې د يو موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او نهه نور ټپيان دي بلخوا په خوست ولايت کې د بمي چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي د ليندۍ په ١٦مه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژبله اوښتې ده. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته د شينډنډ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د کرنې وزارت د هرات په انجيل، کرخ، ګذره او زنده جان ولسواليو کې د انګورو بڼوالو ته ۶۲ عصري کشمش خونې جوړې کړې دي. د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) د معلوماتو له مخې، دغه کشمش خونې د روان ميلادي کال په... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٤): نن د هغې مېرمنې مړى چې د ايران د سرحدي ځواکونو له لوري په ډزو سره وژل شوې، هرات ته راوړل شوى دى. د يادې وژل شوې مېرمنې د خپلوانو له ډلې بشيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې دغه ٢٢ کلنه مېرمن له خپلو درېيو... پاتې برخه
مزارشريف- هرات (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۴): د بلخ ولايت د ښځو چارو مسوولين وايي چې د بښنې کلتور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتېدو يو ستر لامل دی. د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۴مه د ښځو چارو رياست له خوا د ښځو پر وړاندې د... پاتې برخه
ګردېز- هرات (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د شخړې له امله دری وروڼه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د ملکي روغتون مشر ډاکتر عمر خطاب د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د احمد ابا په... پاتې برخه
پلخمري- فيض اباد (پژواک،  ٢٣ لړم ٩٤): د اوو کسانو د سر غوڅولو په غبرګون کې د بغلان او بدخشان ولايتونو په لاريونونو کې وويل شول چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د حکومت دوه مخيز سياست په هېواد کې د نا امنيو زياتېدو لامل شوى دى.  ... پاتې برخه
کابل- هرات (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): ملي امنيت په تخار ولایت کې د داعش ډلې یو تاجکستانى غړى او درې طالبان نيولي، بلخوا په هرات ولايت يو بل کس د جاسوسۍ په تور نيول شوى دى. د لړم ٢١مه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په ليږل شوي... پاتې برخه
 هرات ښار(پژواک،١٩ لړم ٩٤): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د مديريتي کمزورۍ په سبب له يوې اوونې راهيسې د پاشتان بند ودانيزې چارې درېدلې دي. ددې چارواکو په خبره، پاشتان سربند له سلما بند وروسته په هرات کې له سترو رغنيزو پروژو څخه ګڼل کېږي چې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): سږ کال په هرات کې د مميزو د توليد کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه ولايت بڼوال د خپلو توليداتو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له اړخه اندېښنه لري. د هرات د کرنې رياست مرستيال بشيراحمد احمدي پژواک خبري... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): په هرات ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کار کوونکي ټپيان شوي دي. د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي نن (د لړم ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام  د سړک جوړونې د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): څو شېبې وړاندې د هرات ولايت د عمومي زندان دروازې ته څېرمه چاودنه وشوه. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجوې رامنځته رامنځته شوې ده. هغه... پاتې برخه
هرات ښار ، جلال اباد (پژواک، ٥ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د ننګرهار د خېوې لپاره ټاکل شوى ولسوال او د هرات د اوبې ولسوالۍ لپاره ددې ډلې مرستيال ولسوال نيول شوي دي. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د لړم په ٥مه پژواک... پاتې برخه
هرات (پژواک ٤ لړم ٩٤): د هرات چارواکي وايي، يوه پلاوي ته يې دنده سپارلې، څو د مدني بنسټ د هغو معلوماتو په اړه چې د لوېديځ زون په ولايتونو کې د څارنوالانو او قاضيانو له لوري پر ٣٥ ښځو زندانيانو باندې د تېري په اړه څېړنه وکړي. د "حقوق او عدالت" په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٢٩ تله ٩٤): د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. په هرات کې امنيتي چارواکي وايي چې تېر مازديګر شاوخوا پنځه پجې يو شمېر وسله والو طالبانو په ډله ييز ډول پر... پاتې برخه
هرات ( پژواک، ٢٨ تلې ٩٤ ) : وسلوالو طالبانو نن مازديګر د هرات پر غوريانو ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى دى؛ خو د دولتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي. د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو نن... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې پر شينډنډ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبولى دى. د هرات د والي وياند احسان الله حيات نن (د تلې ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٨ وږى ٩٤): هرات کې د پانګونې د وضعيت  څېړنې په ناسته کې وويل شول، چې د هېواد امنيتي وضعيت له ترينګلتيا سره-سره په دغه ولايت کې ډېره پانګونه هيله بښونکې ده. په دغې ناسته کې، چې د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې له لوري او د دغه... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د اتصالات مخابراتي شرکت څلور قراردادي کارکوونکي وژلي دي. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اونۍ له ګذرې ولسوالۍ طالبانو د... پاتې برخه
  هرات ښار ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): هرات کي يو تن خپله مېرمن او خسر ووژل او خواښې يې ټپي کړه. د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات نهمې ناحيې اړوند د جادۀ ابريشم په سيمه کې، يو تن خپله... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د هرات د دوو ولسواليو په دريو ښوونځيو کې يو ځل بيا شاوخوا ١٢٠ نجونې مسمومې شوې. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات د انجيل ولسوالۍ د خاتم... پاتې برخه
تعقيبي – هرات ښار(پژواک، ١٦ وږى ٩٤): په هرات ولايت کې د نجونو د څلورو ښوونځيو شاوخوا څلور سوه زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو اوونيو کې ددې ولايت د انجيل ولسوالۍ د حبيب المصطفى ښوونځي ١٣٠ زده کوونکې، د هرات... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٤ وږى ٩٤): هرات کې د نجونو د ښوونځيو زده کوونکو د مسموميت له څلورمې پېښې وروسته، د دغه ولايت مرستيال والي د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، کوم کسان چې ترور او کسان تښتوي، په دې ورځو کې يې د نجونو مسمومولو ته مخه کړې ده. د هرات مرستيال... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،١٤وږى٩٤): په هرات ولايت  کې د يوه  ښوونځي ٣٢ تنه  زده کوونکې نجونې او ښوونکې په داسې حال کې  مسمومې شوې  چې تېره اوونۍ هم په دې ولايت کې څه د پاسه درې سوه زده کوونکې او  ښوونکې مسمومې شوې وې . د هرات... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): په هرات کې د ښوونځي ١٣٤ زده کوونکې مسمومې شوې چې لامل يې نا څرګند دى، خو د هرات امنيتي چارواکي ګومارل شوي چې د ورځې تر پايه يې لامل څرګند کړي. دوې ورځې وړاندې هم په هرات کې ٢٠٠ زده کوونکې له ورته پېښې سره مخ شوې وې. د... پاتې برخه
هرات- کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د هرات په انجيل ولسوالۍ او د کابل ښار په يوه خصوصي ښوونځي کې يو شمېر نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١... پاتې برخه
لومړى تعقيب_هرات ښار(پژواک،٩وږى٩٤): د هرات چارواکي وايي چې د دې ولايت په انجيل ولسوالۍ کې په يوه ښوونځي کې د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ١١٦تنه مسموم شوي دي. د هرات ولايت د انجيل ولسوال محمد نقيب اروين د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هرات د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چې د هرات د برېښنا شرکت شپږ کارکوونکي يې د برېښنايي مېترونو د غير قانوني پلورنې په تور نيولي دي. د هرات ملي امنيت رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ويلي چې... پاتې برخه
لومړی تعقيب- هرات ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په هرات ولايت کې د اورلګېدنې له امله د يوې کورنۍ لس ماشومان او يوه ښځه مړه شوي او اتلس تنه نور ټپيان دي. تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د هرات ښار د کمرکلاغ په سيمه کې د اريا ترکمن نبي زاده په نوم د اوبلن ګازو... پاتې برخه
تالقان- هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): نامعلومو وسله والو د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې يو څارنوال وژلى او دوه پوليس يې ټپيان کړي، بلخوا په هرات ولايت کې طالبانو دوه ملکي وګړي وژلي دي. د تخار د رستاق ولسوال محمد حسين پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): هرات کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې د طالبانو د بريد په پايله کې څلور سرتېري وژل شوي او دغه راز په ياد ولايت کې د ترهګريزو بريدونو په تور شپږ کسان نيول شوي دي. د لوېديځ زون ارکان مشر ګلبدين الکوزي، نن (د زمري ٢٦ مه)... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د هرات په ښار کې د اورلګېدنې له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد شفيق شېرزي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار د پنځمې ناحيې د منارونو په سيمه کې په يوه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو  ډلو  تر منځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان  شوي دي.   د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د هرات ولايت يو قومي مشر وژلى دى. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى قومي مشر حاجي ظريف نومېده. هغه زياته کړه چې نوموړى تېره... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): د هرات د ښاري څارنوالۍ چارواکي وايي  چې د دغه ولايت په مرکزي زندان کې يوه زنداني ځان زندۍ کړى دى. د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد زنداني چې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى و، د خپل... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې ډېر ژر به د هرات هوايي ډګر د پراختيا چارې پيل کړي.  د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش دغه موضوع نن په هرات ښار کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه.  ... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د هرات د شينډنډ ولسوالۍ سرپرست فرامرز سمندر له  درېيو پوليسو سرتېرو سره پر يوې ښځې د جنسي تېري په تور ونيول شول. د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل، د شينډنډ ولسوالۍ سرپرست فرامرز سمندر... پاتې برخه
پل علم- هرات (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): نا معلومو وسله والو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سفيد سنګ لېسې مدير وژلى او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.  د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاه پور عرب د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٠ زمرى ٩٤): د لوېديځ زون د عالمانو شورا د مشر مولوي خداداد صالح د ساتونکو له لوري د دوو ملکيانو د وژل کېدو په پايله کې د يادو کسانو لسګونو خپلوانو په هرات کې لاريون وکړ. پرون شپه ٨:٣٠ بجې، کله چې د ملکي کسانو يو کرولا ډوله موټر د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،١٠ زمرى ٩٤): په لوېديځ زون کې د عالمانو شورا مشر د ساتونکو او پوليسو له لوري دوه ملکي کسان د ښار په مرکز کې پر ډزو کې وژلي دي. د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د ملکي کسانو يو... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د يوه لاسي بم د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون شپه د کهسان ولسوالۍ په کلاته... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦ زمرى ٩٤): د هرات د عامې روغتيا رياست ويلي، چې د شري ناروغۍ د واکسين له لارې د تور زېړي او ايډز ويروس د لېږدېدلو اوازه بې بنسټه ده او کوم حقيقت نه لري.  د هرات د عامې روغتيا ادارې سرپرست داکټر محمداصف کبير دغه موضوع نن د يوې... پاتې برخه
هرات(پژواک،٥ زمرى٩٤): د ولسمشر غني د بښنې يوه فرمان له مخې د هرات مرکزي زندان څخه نن ٨٠ بنديان خوشې شول. د هرات مرکزي زندان مدير مل پاسوال عبدالله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شمېر زندانيانو نن د رسمي مراسمو په لړ کې ددې ولايت د سيمه... پاتې برخه
 هرات( پژواک، ٤ زمرى ٩٤): له نهو کلونو دوامداره او په وقفه يي ډول کار څخه وروسته ، د سلما بند د جوړولو عمده برخې د هندوستان حکومت له لوري بشپړې شوې او د اوبو ددې ستر برېښنا بند د اوبو زېرمه کولو چارې پيل شوې. د هرات مرستيال والي اصيل الدين... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٤): د هرات _ فراه پر لويه لار د مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله يو کس وژل شوى او ١٣نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات _فراه پر لويه لار د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په هرات کې د امنيتي پېښو په ترڅ کې نهو وسله والو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په هرات کې د ‌ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په شينډنډ... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٤): د هرات د نور روغتون چارواکي د سترګو د درملو د توليد په برخه کې د ياد روغتون له چټک پرمختګه خبر ورکوي او وايي چې اوسمهال په دغه روغتون کې د سترګو ٤٥ ډوله ځانګړي درمل توليدېږي. د هرات د نور روغتون مشر جمال ناصر اخندزاده... پاتې برخه
کندوز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٤): د هاوان مرمۍ لګېدلو له کبله درې ملکي کسان وژل شوي او د خوشحالۍ ډزو، د لوبو له پلاستيکي وسلو او د پټاقيو کارولواو د ترافيکي پېښو په ترڅ کې په کندوز ولايت کې ٢٨٥ کسان ټپيان شوي او يو شمېر خلک له همدې امله نه توانېدلي څو د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨چنګاښ ٩٤): د هرات ولايت د ١١٩ شمېرې پوليسو چارواکي وايي چې په تېرو دريو مياشتو کې يې شا وخوا ٧٠٠ پېښو ته چې د دغه ولايت د اوسېدونکو د اړيکو له لوري تر لاسه شوې، لاسرسى کړى دى.  د هېواد د کورنيو چارو وزارت، د پوليسو د ١١٩ شمېرې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٤): د هرات د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت د چرګانو فارمونه د هرات د اوسېدونکو د چرګانو د غوښو او هګيو اړتيا پوره کولاى شي. د هرات د کرنې رياست چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستيو کې د هېواد د... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٤): هرات کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دريو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز څلور نورکسان ټپيان شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون د بېړنۍ برخې مسوول عزيزالرحمن جامي نن ( د چنګاښ په ١٧ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې  نامعلومو کسانو په  هرات ښار کې د دريو نجونو پر مخونو تېزاب شيندلي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه... پاتې برخه
تالقان ، هرات (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٤): د هرات لپاره د طالبانو والي وژل شوى  او اته نور ملګري يې ژوندي نيول شوي ، بلخوا د تخار د بنګي ولسوالۍ اجرائيه مدير په يوه چاودنه کې وژل شوى دى. د هرات امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي نن له غرمې وړاندې... پاتې برخه
ميدانښار- هرات، قلعه نو، ميمنه (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): د ميدان وردګو، هرات او بادغيس ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې طالبانو، ملي اردو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات چارواکي وايي، چې وسله والو  طالبانو په کرخ ولسوالۍ کې يو... پاتې برخه
لومړى تعقيب- هرات ښار (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٤): په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د ملي اردو يوولس سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. د هرات د کرخ ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراغا د چنګاښ ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،١٤غبرګولى٩٤): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د زده کوونکو پرمخ ټول ښوونځي تړل شوي او  ښوونکو يې هم په کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى. د يادې ولسوالۍ د پوهنې بهير د څارنې د بورډ غړي عبدالعظيم خندان د غبرګولي ١٤مه پژواک خبري... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٤): ولسمشر غني د شينډنډ سيمه پر څو ولسواليو د وېش د حکم تر څنګ وايي، چې جنګ له کمزوري دريځه د سولې مذاکراتو ته د اړ کېدو لپاره پر افغانستان تحميل شوى دى. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ١١ غبرګولى ٩٤) : ولسمشر اشرف غني  له  يوه لوړ پوړي پلاوي سره هرات ولايت ته  ورسېد. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په هرات کې د ظفر... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک،٨غبرګولى٩٤): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د سلما بند د جوړونې  پر وړاندې هيڅ ډول امنيتي ستونزه او يا خنډ شتون نه لري او د يو کال په موده کې به دغه بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د هرات والي محمد آصف رحيمی د غبرګولي ٨ مه د يوې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٤): چارواکو د هرات په فارسي ولسوالۍ کې د ١٠ طالبانو د وژلو او ٢٥ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى، خو طالبان په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د پنځو منسوبينو د وژلو ادعا کوي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف  احمدي د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٤): د هرات_ کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٤ تنه ټپيان شوي دي. د هرات د والي وياند احسان الله حيات د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا درې بجې يو ٣٠٣ موټر له هرات څخه کابل ته پر... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٤): ناپېژاندو وسله والو د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ کې يو مخور (ارباب) پر ډزو وژلى دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي نن (د غبرګولي ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرات ګذرې ولسوالۍ د زيارتجاه کلي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٤): د هرات د ورېښمو چينجيو د صنعت ادارې مسوول په دغه ولايت کې د ورېښمو صنعت له غوړېدو خبر ورکوي او وايي چې د ورېښمو روزونکي پر دې بريالي شوي چې د روان کال په ترڅ کې تر يونيم ټن ډېر ورېښم توليد کړي. د هرات د کرنې او اوبو... پاتې برخه
هرات(پژواک ،٢٩ غويى ٩٤): د هرات سيمه ييز مسوولان وايي چې په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه ښځې وژل شوي او يوې بلې ځانه وژنه کړې ده.  د هرات د خواجه عبدالله انصار حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښې نن را منځ ته... پاتې برخه
هرات- کلات (پژواک، ٢٢ غويى ٩٤): په هرات کې سيمه ييز مسوولين وايي چې د سېلابونو راوتو له کبله په دغه ولايت کې اووه کسان مړه، اووه نور نادرکه او ١٣ ژوبل شوي دي. دا سېلابونه تېره ورځ د  سخت  باران له کبله د هرات په ختيځ کې راوتلي دي او په... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک،٢٢غويى٩٤): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې له نږدې څلوروساعتونو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده. د هرات د والي وياند احسان الله حيات نن ( دغويي ٢٢مه) له غرمې وړاندې د ١٢ بجو په شاوخوا کې پژواک... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٩ غويى ٩٤): د هرات يو شمېر پانګه وال وايي، د دې ولايت له نوي والي څخه غواړي چې د هغوى امنيت ته جدي پام وکړي او هغوى ته دې د پانګونې لاره هواره کړي. ياد پانګه وال وايي، چې د امنيت د نه شتون او د حکومت د نه ملاتړ له امله، لسګونو پانګه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٨ نور ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د هرات -... پاتې برخه
هرات، فيروزکوه (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د هرات د اقتصاد رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به د روان کال په ترڅ کې د ٥٩ ودانيزو پروژو د پلي کولو لپاره تر سل ميليونه ډېر ډالر ولګوي.  د دغه رياست د سرپرست عبدالناصر اسودي په وينا، په دغو پروژو... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٤):  د مطبوعاتو نړيواله ورځ په داسې حال کې په هېواد کې ونمانځل شوه چې يوه تازه سروې څرګندوي چې خبريالان له بېلابېل تاوتريخوالي په ځانګړي ډول له رواني او جنسي تاوتريخوالي سره مخ دي او له پنځوس سلنې څخه ډېر خبريالان د نه... پاتې برخه
هرات، کلات، محمود راقي ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٤ ) : په درېيو ولايتونو کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال ٩ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور وسله وال وژل شوي. د هرات ولايت چارواکي وايي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د هرات روغتيايي چارواکي وايي چې د هرات ښار په نواباد سيمه کې د فتح د هلکانو لېسې ٨٢ زده کوونکي نن له غرمې وړاندې مسموم شوي دي. د هرات حوزوي روغتون سرپرستې ملکې پيغام خبريالانو ته وويل، مسموم شوي ماشومان له ٧ تر١٢ کلونو... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د ملي امنيت منسوبينو په هرات ولايت کې د دوو ماشومانو او يوه ځوان د  تښتونې په تور يو انسان تښتوونکى نيولى دى. د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ١٧ ورى ٩٤ ) : د هرات ولايت پوليس وايي چې ديوې پېغلې نجلۍ جسد يې په يوه څاه کې موندلى دى. ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې پېغلې ٢١ کاله عمر درلود او شپږ مياشتې مخکې... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٢ ورى ٩٤): د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، يوه ځانمرګي بريدګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې، خپلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړې ده. د هرات امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالرووف احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ٦ ورى ٩٤): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه په انجيل ولسوالۍ کې يوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا د چاکو پر ګوزارونو وژل شوې ده. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدی پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه ددې... پاتې برخه
هرات، مزارشريف (پژواک ٣ ورى ٩٤): د هرات او بلخ ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د اعتراضي حرکت او غونډې په ترڅ کې د فرخندې وژنه غيراسلامي او غيرانساني کړنه وبلله او له دولت يې وغوښتل، چې د دغې پېښې د عواملو په اړه عدالت وکړي. په هرات کې لاريون کوونکو،... پاتې برخه
خوست، هرات (پژواک ٢ ورى ٩٤): په خوست او هرات ولايتونو کې د ماينونو د چاودنو له امله دوه تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان دي. د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام په شاوخوا 06:45 بجو د خوست ښار په... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٣ کب ٩٣): د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه د عبدالمجيد روزي په ټاکل کېدو سره امنيت ښه شوى دى. يادې ولايتي شورا، نن د هرات امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه غونډه وکړه. د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): په هرات ولايت کې د کب د ٢٤مې ورځې په ياد غونډې د ترسره کېدو لپاره سخت تدابير نيول شوي دي. په ١٣٥٧ لمريز کال د کب په ٢٤مه، د هرات ولايت اوسېدونکو د کمونستي رژيم پر ضد پاڅون وکړ، چې د وخت د چارواکو له خوا پرې بمبار وشو... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې د شپږو تښتول شوو دولتي کارکوونکو له ډلې چې تېره ورځ په دغه ولايت کې تښتول شوي وو،  څلور يې د تښتوونکو له بنده راخوشې شوي دي. دغه دولتي کارکوونکي تېره ورځ ماښام مهال د پښتون زرغون –ګذره... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٣): د هرات د کهسان ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي چې له هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال پرې ايراني پوله ساتونکي ډزې کوي. دوى وايي، ايراني پوله ساتونکو په تېرو شاوخوا ١٣ کلونو کې تراوسه د کهسان ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي له... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٠ کب ٩٣): د هېواد ملي پوليسو، د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د يوه موټر ١٨ مسافر چې په سېلاب کې بند پاتې وو، ژغورلي دي. د هرات امنيه قوماندانۍ سرپرست پاسوال عبدالمجيد روزي وويل چې دغه مسافر پرون شپه له غور ولايت څخه د هرات پر لوري... پاتې برخه
هرات(پژواک، ١٢ کب٩٣): د هرات ځايي چارواکي وايي  چې د هرات – فراه لويې لارې  په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٢٩ نور  ټپيان شوي دي.  د هرات د والي وياند احسان حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې تېره شپه د هرات حوزوي روغتون ته د يوې کورنۍ د څلورو غړو مړي ور وړل شوي چې درې يې د چاقو په وسيله وژل شوي او څلورم يې د کورنۍ نارينه دى او زندۍ شوى دى. د هرات حوزوي روغتون مشر... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦ کب ٩٣): د هرات د کليو پراختيا رياست وايي،چې نن هغه ٥٢بېلابېلې پروژې چې په انجيل ولسوالۍ کې د ملي يووالي پروګرام له لارې جوړې شوې وې، ګټې اخيستو ته وسپارل شوې.  په دغو پروژو کې د شپږو ښوونځيو ودانيو رغول، د درېيو سړکونو پخول، د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٣): د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې ياد روغتون ته د دوو ماشومانو مړي ور وړل شوي چې له يوه يې سر غوڅ شوى او بل له ځمکې ځمکې وهل  شوى تر څو مړ شوى دى. دغه راز په بغلان کې هم يو ماشوم وسله والو وژلى دى. د دغه... پاتې برخه
هرات (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٣): د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چې نن ماسپښين  شاوخوا يوه بجه د دغه ښار په پنځمه ناحيه کې چاودنه شوې چې له امله يې يو ماشوم برسېرن ټپي شوى دى. د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي وويل چې چاودېدونکي توکي پر يوه... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٣): د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د ترور، سړي تښتونې او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور يوولس تنه  نيولي دي.  د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي نن په خبري ناسته کې وويل، چې... پاتې برخه
هرات ښار(پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي هغه تن يې نيولى چې تېره شپه يې په کهسان ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې سر پرې کړى و. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي چې وژل شوې ښځه سميه نومېږي او خاوند يې د کورني تاوتريخوالي... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٣): د کورنيو چارو وزارت، پاسوال عبدالمجيد روزي د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ د نوي سرپرست په توګه ټاکلى دى. پاسوال روزي، له دې وړاندې د هېواد په لوېديځه حوزه کې د ٦٠٦ انصار زون د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې ده.... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): ناپېژاندو وسله والو په هرات ولايت کې د يوه مړه شوي طالب قوماندان جسد سوځولى او د هغه دوه ملګري يې وژلي دي. د هرات د شينډنډ ولسوالۍ ولسوال انجنير فرامرز د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): د هرات – کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه د سلواغې په ١٧مه سهار شاوخوا شپـږ بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د شينډنډ... پاتې برخه
هرات (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو يو پخوانى جهادي قوماندان او د هغه مېرمنه يې د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې پر ډزو وژلي دي. قوماندان احمدسعيد چې په سياه خان چونکر شهرت لري، تېره ورځ ماښام د خپلې کورنۍ له غړو... پاتې برخه
هرات – غزني ښار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): په هرات کې ناپېژاندو وسله والو يو پوليس وژلى او په غزني کې د ملي اردو په چاڼيزو عملياتو کې ١١ وسله وال وژل شوي دي. د غزني امنيتي چارواکي وايي چې ملي اردو له تېرې ورځې راهيسې په پنځو ولسواليو کې د مخالفينو پر... پاتې برخه
کندهار ، هرات ( پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې اووه پوليس وژل شوي او هرات کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د سلواغې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): په هرات کې د چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه،... پاتې برخه
هرات (پژواک،  ٨ سلواغه  ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو له لوري تښتول شوي پنځه روغتيايي کار کوونکي راخوشي شوي دي. ياد پنځه تنه چې څلور يې ډاکتران او يو يې چلوونکى دى د مرغومي په ٢٨مه د غوريان ولسوالۍ په لويه لاره تښتول شوي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې چاودنې يوه پوليسه وژلې او يو پوليس يې ټپي کړى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل نن غرمه مهال د اسلام کلا بندر ته... پاتې برخه
 هرات (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د هرات ولايت لومړۍ محکمې، په دغه ولايت کې د دوه فنلنډيانو د ترور يو عامل په اعدام او دوه نور په حبس محکوم کړي دي.  دوه فنلنډي مېرمنې د روان کال د زمري په مياشت کې په دغه ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې د ملاعبدالظاهر په مشرۍ د طالبانو لس کسيزه ډله د سولې له بهير سره يو ځاى شوه. د دې ولايت سرپرست حسيب الدين جامي د مرغومي په ٢٨مه د ولايت په مقام کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وويل چې دې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): ناپېژاندو وسله والو په هرات ولايت کې پنځه  روغتيايي کار کوونکي تښتولي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د غوريان ولسوالۍ پر لويه... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٣): پخوانى جهادي قوماندان محمداسماعيل وايي، وړانديز شوې کابينه کې د مجاهدينو کمرنګه شتون او پر ځاى يې د چپ او کمونيستي کسانو ټاکل، د اندېښنې وړ دي. دغه خبره د لوېديځې حوزې پېژندل شوې څېرې او د اوبو برېښنا پخواني وزير... پاتې برخه
ميدانښار ، هرات ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د ملي امنيت ځواکونو په ميدان وردګو ولايت کې له چاودېدونکو توکو ډکې سراچې نيولو سره د لويې پېښې مخه  ونيوله. د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
سرپل، هرات ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : چارواکو د هرات او سرپل ولايتونو د ناامنيو بېلا بېلو پېښو کې د ١٣ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى. د سرپل دامنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سرڅارمن سيد نقيب الله سادات د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٣): پخوانۍ جهادي څېرې محمد اسماعيل د هېواد له امنيتي حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې افغانستان به په راتلونکو دوو مياشتو کې يو ځل بيا له تازه جبهه يي جګړې سره مخ شي. محمد اسماعيل، دغه موضوع نن په هرات کې د يوه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): ناپېژاندو وسله والو په هرات ولايت کې يو ډاکټر چې قومي مشر هم و، وژلى دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په انجيل ولسوالۍ کې... پاتې برخه
غزنی،هرات (پژواک ١٦ مرغومى ٩٣): د هېواد د ملي امنيت لوى رياست ويلي، چې د غزني ولايتي شورا د يوې غړې د وژل کېدو او نورو ترهګريزو فعاليتونو او سړي تښتونو په تور يې ١٨ کسان نيولي دي. د ملي امنيت د لوى رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): ولسمشر اشرف غني هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د ملکي او پوځي ادارو د رييسانو په ګډون ٣٠ چارواکي له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ور پېژندلي دي. ولسمشر تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ د هرات د امنيتي وضعيت... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٦ مرغومى ٩٣): په هرات کې د مدني ټولنې لسو فعالانو د اعتراض په توګه له ولسمشر اشرف غني سره خپله ناسته تحريم کړې ده. ولسمشر اشرف غني نن د حکومتولۍ او د امنيتي وضعيت د څېړنې په موخه هرات ولايت ته سفر کړى دى. د هرات مدني ټولنو شبکې... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې ټوخي او سينه بغل ناروغۍ له امله ٢٩ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): ولسمشر د يوه فرمان له مخې د هرات والي سيد فضل الله وحيدي له دندې ګوښه کړى او مرستيال يې د سرپرست په توګه ټاکلى دى. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي او هرات ته د نا امنيو د څېړلو لپاره د لېږلي پلاوي غړي احمد... پاتې برخه
هرات (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): د هرات لومړۍ محکمې، ١٤ تورن کسان د اعدام او اوږدمهاله بند په سزا محکوم کړي دي.دغه کسان د قتل، سړي تښتونو، اخلاقي فساد، وسله والو غلاوو او د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي و.د هرات د لومړۍ محکمې مشر قضاوت مل... پاتې برخه
 هرات(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): هرات ولايت ته د ولسمشرۍ ماڼۍ لېږل شوى پلاوى وايي چې ترور، برمته کول او د هرات امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتوالى په دغه ولايت کې له امنيتي ننګونو څخه دي. دغه ټکى هرات ته د ولسمشرۍ ماڼۍ د لېږل شوي... پاتې برخه
هرات، لښکرګاه (پژواک ۲۵لېندۍ ۹۳): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د کومانډو پوځيانو د عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نيول شوي دي.په لوېديځ کې دکومانډو پوځيانو د کنډک وياند نصرالله ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي،چې دهرات د ولايتي روغتون دوو ملکي ساتوونکو پر يوې نجلۍ جنسي تېرى کړى او پوليسو دا تېري کوونکي نيولي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د دې ولايت د ملکي... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٣): د هرات سرپرست والي وايي ، چې د شينډنډ ولسوالۍ د جګړې په ترڅ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي.وړمه شپه د دې ولسوالۍ بازار ته څېرمه پر امنيتي پوستو لسګونو وسله والو طالبانو بريدونه پيل کړل ، چې د... پاتې برخه
دويم تعقيب-هرات (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې د هغو طالبانو بريد پر شا تمبولى چې د ولسوالۍ د نيولو هڅه يې کوله.د دې ولسوالۍ بازار ته څېرمه پر پوستو لسګونو وسله والو له تېرې شپې راهيسې بريدونه پيل کړي او لا هم جګړه... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٣): هرات کې د مدني ټولنو يو شمېر فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه ولايت امنيتي چارواکي په نه پاملرنې تورن کړل.دغه غونډه د چهارشنبې له مازيګر وروسته د هرات ولايت د مقام ودانۍ مخې ته د مدني ټولنې د لسګونو کسانو په ګډون تر سره... پاتې برخه
هرات، جلال اباد، لښکرګاه، تالقان (پژواک ٤ ليندۍ ٩٣): په هرات ، ننګرهار ، هلمند او تخار ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېر شوې دي.د دې ولايتونو چارواکو دا څرګندونې نن د ليندۍ په ٤مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې نړيوالې... پاتې برخه
هرات –جلال اباد (پژواک ٢ لېندۍ ٩٣): په هرات کې شپږ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، بلخوا په ننګرهار کې ٤٣ ميله وسلې نيول شوې دي.د هرات سرپرست والي سيد فضل الله وحيدي د لېندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دغه ولايت کې د... پاتې برخه
هرات (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): د هرات د انجيل ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په چاودنه کې له خپلو درېيو پوليسو سره ټپي شوى دى.په هرات کې امنيتي ځواکونو ويلي چې د انجيل ولسوالۍ د امنيه قوماندان غلام رسول د سپرلۍ موټر تېره شپه ١١ بجې د دې ولسوالۍ له... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېته ٩٣ ) : د هرات ولايتي شورا غړو که څه هم تراوسه د لوړې مراسم نه دي ترسره کړي، خو خپل کارونه يې په رسمي توګه پيل کړل.د هرات والي سيد فضل الله وحيدي دليندۍ په لومړۍ نېټه، د ولايتي شورا د کار د پيل پر مهال خبريالانو... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه  ٩٣ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يو وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى، بله خوا  ددې ولايت پوليسو ١٨ تنه ورانکاري نيولي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د ليندۍ په لومړۍ نېټه،... پاتې برخه
غزني (پژواک  ۲۵  لړم ۹۳)  : د غزني ، هرات او بادغيس په ولايتونو کې يوې مېرمنې ځانه وژنه کړې او درې نورې يې د کورنيو د غړو له خوا وژل شوې دي. د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل،  نن د لړم په ٢٥مه د غزني په... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ) : په هرات ولايت کې د هاوان ديوې سرګلولې په چاودنه کې پلار او زوى وژل شوي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياندسمونوال عبدالرووف احمدي دلړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه په شاوخوا دوولسو بجو د شينډنډ... پاتې برخه
 هرات(پژواک، ١٤ لړم ٩٣): د هرات امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې پنځه تنه يې د سړي تښتوونکو له منګولو خوشې کړي دي.د هرات امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيکا موسسې درې تنه کارکوونکي د ناپېژانده وسله... پاتې برخه
هرات (پژواک  ١٤ لړم ٩٣): د هرات چارواکي وايي، چې په ادرسکن ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.د هرات د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا... پاتې برخه
 هرات(پژواک، ١٠ لړم ٩٣): په هرات ولايت کې پر يوه ماشوم جنسي تېرى شوى او بيا وروسته وژل شوى دى.د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه ماشوم مړى تېره ورځ د هرات ښار له هندوسوزان سيمې څخه د پوليسو له خوا روغتون... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : په هرات ښار کې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد شوى دى.دا بريد نن د لړم په ٦مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو د هرات ښار اړونده د ليلامۍ په کوڅه کې شوى دى.په سيمه کې عيني شاهدان... پاتې برخه
هرات ( پژواک ٢ لړم ٩٣):  په هرات ولايت کې يوې نظامي محکمې د ملې اردو يو افسر د خپل يوه سرتېري د وژنې په جرم په اعدام محکوم کړ . دغه افسر تېره ورځ د محکمې په جريان کې چې د ظفر قول اردو په قرارګاه کې جوړه شوې وه مجرم وپېژندل شو . د... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٣٠ تله ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې له ډېرېدو خبرو ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د ټول هېواد په کچه ٦٠٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي او څه باندې ٩٠٠ نور ټپيان دي.ددې وزارت د سيمه ييزو پوليسو مرستيال مل... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٨ تله ٩٣): هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو له منګولو څلور عام وګړي ازاد کړل شوي او د دولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څلور عام وګړي  هغه مهال د... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ٢٧ تله ٩٣ ) : د ناپېژاندو وسله والو پر ډزو د هرات د والي يو ساتونکى سخت ټپي شو. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د هرات ښار ددوولسمې ناحيې په مربوطاتو... پاتې برخه
جلال اباد- هرات (پژواک ٢٤ تله ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار او هرات ولايتونو کې يې ٣٩ وسله وال طالبان وژلي دي.د هغوی په وينا، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٢٥ وسله والو وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.د بټي کوټ... پاتې برخه
هرات (پژواک ٧ تله ٩٣): د هرات ولايت له زندانه دوه سياسي بنديان په تېښتېدلي او د شپږو نورو د تېښتې مخنيوى شوى دى.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات له عمومي زندانه اته سياسي بنديانو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٥ تله ٩٣): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، چې په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بريالۍ نه ده او ترهګري اوسمهال په يوه نړيوال ګواښ بدله شوې ده.د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا دغه خبرې د تلې په ٥مه، " د هرات امنيتي خبرې اترې... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٥ تله ٩٣): د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي چې له امريکا سره به امنيتي سند د سې شنبې په ورځ لاسليک شي.هغه دغه څرګندونې نن (د تلې ٥مه) په هرات ښار کې د امنيت په اړه يوه نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي.سپنتا وويل... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په يوه مرموز بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او نهه نور يې له ځانه سره بيولي دي.د هرات يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله د وږي په ٣١مه پژواک خبري... پاتې برخه
هرات (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): په هرات کې څلور هغه جعل کاره کمېشن کاران نيول شوي چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په جعلي لاسليک به يې خلکو ته پاسپورټونه اخيستل.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک اژانس ته وويل، دغه څلور کمېشن کاران... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په  هرات ولايت کې يوې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار په اتمه ناحيه کې يوې مېرمنې د زهرو په خوړو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د هرات ولايت  په انجيل ولسوالۍ کې دوه نجونې په مرموز ډول وژل شوې دي.د هرات د عامې روغتيا روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل چې نن ورته د يادې ولسوالۍ د رباط ترکان له سيمې د دغو وژل شوو نجونو جسدونه ور وړل... پاتې برخه
دويم تعقيب  هرات (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): په هرات کې يوه افغان سرتېري د يوه امريکايي عکسر په ګډون دوه تنه وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره  شپه اته بجې د هرات... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د هرات ولايت پوليسو يو ايرانى وګړى د پيسو د غلا په تور نيولى دى.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کس نن د پوليسو له خوا د٤٠ زره افغانيو په تور په داسې حال کې نيول... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٩ وږى ٩٣): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٤ کسان مړه شوي دي.په هرات ښار کې د حوزوي روغتون اداري مدير او د رسنيو مسوول رفيق شېرزي د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اته بجې د اسلام کلا پر لويه لاره... پاتې برخه
هرات-لښکرګاه (پژواک ٤ وږى ٩٣): هرات کې د ولسي جرګې د غړي غلام فاروق مجروح د موټرو پر کتار چاودنه شوې خو دى ترې روغ  وتلى، بلخوا په بله چاودنه کې يو ملکي وګړى ټپي شوى او د دوو پوليسو په ګډون درې تنه ټپيان دي.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند... پاتې برخه
هرات (پژواک ٣ وږى ٩٣): په هرات ولايت کې د بېلابېلو پېښو پر مهال دوو تنو خپلې مېرمنې وژلي او بيا تښتېدلي دي.د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د هرات ښار په شپږمې او اومې ناحيو کې دوو تنو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢ وږى ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي چې ناپېژانده کسانو په انجيل ولسوالۍ کې دوه مېرمنې وژلې دي.د هرات ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د مسلخ  په سيمه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣):  په هرات ولايت کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې تښتول شوي پنځه کارکوونکي خوشي شوي دي.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېر ماښام خوشي شوي دي.هغه زياته... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د هرات ولايت په سرحدي سيمه کې له ايران څخه راوړل شوي د تېلو پنځه ټانکر سوځېدلي دي.د هرات  د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د اسلام کلا په سرحدي... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٨ زمرى ٩٣):په هرات ولايت کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې او استخباراتو شتون  د ناامنيو ستر لامل دى.دا څرګندنې د هرات والي سيدفضل الله وحيدي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٥يمې کاليزې په نمانځغونډه کې وکړې.ياده غونډه په ٢٠٧... پاتې برخه
هرات (پژواک  ٢٥ زمرى ٩٣): په هرات ولايت کې يوه سړي خپله مېرمن د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کې سنګسار کړې او ياد سړى پوليسو نيولى دى.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ١٢ نيمې... پاتې برخه
هرات (پژواک  ٢٥ زمرى ٩٣): په هرات ولايت کې د سره صليب  نړيوالې کمېټې پنځه سيمه ييز کار کوونکي تښتول شوي دي.په کابل کې د دې کمېټې وياند رفېع الله ستانکزي پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه کار کوونکي يې دوه ورځې مخکې د دولت د وسله والو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي او د هېواد د ستر ملي شخصيت احمدشاه ابدالي د زوکړې ٣٠٠ کاليزه د هغه په زېږنځاى هرات کې ونمانځل شوه.دغه دوه ورځنۍ غونډه چې تېره ورځ د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د سيمه ييزې ادارې په... پاتې برخه
هرات-غزني (پژواک  ٢٠ زمرى ٩٣): په غزني او هرات ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال د يوه قومي مشر په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ په بختيارو سيمه... پاتې برخه
هرات ښار ( پژواک، ١٨ زمرى ٩٣ ) : په هرات ښار کې يوې ابتدايي محکمې شپږ کسان د کانکور ازموينې دسوالونو د خرڅولو په تور په بند محکوم کړل.د ابتدايه محکمې قاضي عالمي د زمري په ١٨مه، د محکمې پر مهال وويل  چې دغو کسانو څه موده مخکې هڅه کول، چې د... پاتې برخه
هرات (پژواک  ١٨ زمرى ٩٣): په هرات ولايت کې د يوې  ترافيکې پېښې له امله دوه تنه  مړه  شوي او د درېيو پوليسو په ګډون نهه تنه ټپيان دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د امريکايي ځواکونو د چورلکو به بمبارۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.لاريون کوونکو د "مرګ په حکومت او کرزي"، "موږ غرونو ته خېژو"، شعارونو په ورکولو سره په داسې حال... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د هرات پوليس وايي، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو نوماند له خپلو دوو زامنو سره يو ځاى، د ناپېژاندو کسانو په ډزو کې وژل شوى دى.د هرات امنيه قوماندانۍ وياند سمنوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): په ننګرهار او هرات ولایتونو کې چاودنو د يوه پوليس افسر  زوى وژلى او يو ترافيک پوليس يې ټپي کړى دى.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويلو چې نن سهار وختي د جلال اباد ښار د چپرهار زړې هډې... پاتې برخه
هرات(پژواک، ٧ زمرى ٩٣): د هرات امنيه قوماندانۍ د ترهګريزو کړنو په تړاو د دوو تنو د نيولو خبر ورکړ.د هرات د امنيه قوماندانۍ په خبرپانه کې د جزيياتو له ورکولو پرته راغلي، چې نيول شوي کسان(نذير او فرهاد) د هرات ښار په ډېرى ترهګريزو کړنو کې لاس لري.... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦ زمرى ٩٣) : د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سړک دغاړې ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېرى وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل .د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره شپه د ميراله په سيمه هغه مهال وشوه ، چې د... پاتې برخه
دويم تعقيب –هرات (پژواک ٢ زمرى ٩٣): په هرات دوه وژل شوې بهرنۍ ښځې د فنلنډ هېواد اوسېدونکې د صحت رواني موسسې (IAM) کار کوونکې وې .يادې مېرمنې نن نږدې ١٢ بجې د هرات ښار د دويمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په يو ټکسي موټر... پاتې برخه
سمنګان، هرات (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې وسله وال يې نيولي دي.د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بېک زاد د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د هرات سوداګرو او ولايتي ادارې د ارګون د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ له مخې  ٦٠ زره ډالره نغدي مرسته  اعلان کړه.د هرات والي سيد فضل الله وحيدي نن (د چنګاښ ٢٩مه) له يو شمېر ملي سوداګرو سره په ګډه خبري... پاتې برخه
قلعه نو- هرات ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): بادغېس  او هرات کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د دولت ٢٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.د بادغيس والي د دفتر مشر شرف الدين مجيدي،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه ١١ بجې د دې... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د هرات له سلګونو کورنيو سره د ولايت د مقام له لوري د روژې مياشتې په مناسبت د خوراکي توکو مرسته وشوه.د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د دې مرستو د وېش پر مهال وويل، چې د ولايت مقام به له اړو کورنيو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): د هرات ابتدايه محکمې يو تن له خپلې لور سره د نامشروع اړيکو په تور په ١٨ کاله بند محکوم کړ.د هرات د ابتدايه محکمې رييس قاضي غلام حضرت احد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو تن چې د هرات د کرخ... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٣): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان او يو پوليس وژل شوي، يو پوليس او درې طالبان ټپيان دي.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نږدې... پاتې برخه
کابل ( ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.د هرات  د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دچنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پوليس تېره شپه هغه مهال ووژل شول، کله چې... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): وسله والو په هرات ولايت کې شپږ ماين پاکان وژلي او درې  نور يې تښتولي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې وسله والو د کوهسان ولسوالۍ په کمانه سيمه کې پر... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د هرات پوليسو په شينډنډ کې د هغو وسله والو په لټه عمليات کړي، چې د نجونو ښوونځيو د تړلو ګواښ يې کړى خو زده کوونکي د وسله والو له ممکنه بريدونو وېره لري.دغه عمليات له هغه وروسته پيل شول، چې تېره ورځ په دې ولسوالـۍ کې د نجونو... پاتې برخه
تعقيب-هرات (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد او وسله والې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله قطره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يو نيمه بجه څلورو وسله والو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): وسله والو د هرات په شينډنډ ولسوالـۍ کې د نجونو ښوونځيو د تړلو له ګواښ سره هم مهاله نن سهار د نجونو پر يوې  لېسې وسله والو بريد وکړ.چارواکو په دغه بريد کې د درېيو تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړى دى.د شينډنډ ولسوالۍ د نجونو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٦چنګاښ٩٣): د هرات د فارسي ولسوالۍ امنيه قوماندان له څلورو ساتونکو سره په يو وسله وال بريد کې وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي دى.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې سمونيار... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د هرات ښار د مرکزي جامع جومات په تشنابونو کې ځانمرګى بريد شوى، خو زيان نه لري.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده.هغه زياته کړه،... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٢چنګاښ٩٣): د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي او شپږ تنه ټپيان دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې  دا پېښه نن سهار نهه بجې  د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): ځينې کابل ښاريان ټاکنيزې ناندرۍ او د توکو احتکار د روژې په مياشت کې د لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړېدو لامل بولي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې بازارونه کنټرول کړي.اوړه، وريجې، غوړي، بوره، لوبيا، کچالو او... نور خوراکي توکي... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو د بهير غځېدنې د هرات پر سوداګريز سکتوراو پر روزګار بده اغېزه کړې ده.ځايي سوداګر او هټۍ وال وايي، چې له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې ټاکنيزو سياليو او د ټاکنو بهير دوام د دغه ولايت پر کارو بارو سيورى غوړولى دى... پاتې برخه
هرات-کندهار (پژواک ٣ چنګاښ ٩٣): دوو وسله والو د ښځو له چادريو په ګټه اخيستنې د هرات پر اوبې ولسوالۍ بريد کړى او په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي دي.د هرات د امنيې  قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه... پاتې برخه
هرات(پژواک،٢٤ غبرګولي٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې وسله والو طالبانو په هرات ولايت کې د١١ تنو رايې ورکوونکو ګوتې پرېکړې دي.د دغه وزارت امنيتي مرستيال سترپاسوال محمد ايوب سالنګي د غبرګولي ٢٤مه په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي،چې  وسله والو ددې... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په هرات کې د خلکو د رايې ورکونې لړۍ د سهار له ٨ بجو راپه دېخوا د اوږدو ليکو په جوړولو او انتظار سره سره له کومو امنيتي ستونزو پرته په عادي بڼه روانه ده.د پژواک خبري اژانس خبريالې د دغه ښار له يو شمېر محلونو ليدنه کړې او... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د هرات ولايت لسګونو اوسېدونکو، د ولايت په مقام کې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې په دغه ولايت کې د ټاکنو په ورځ د ٣٢ مرکزونو له تړل کېدو شکايت وکړ او د دغو مرکزونو د بيا پرانيستو غوښتنه يې وکړه.د معترضانو په وينا، په دې... پاتې برخه
هرات، ترينکوټ، جلال اباد ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : په هرات، ننګرهار او اروزګان ولايتونو کې د ولسمشرۍ  د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني پرون هرات ولايت ته تللى و او يوې لويې غونډې ته يې وينا... پاتې برخه
  هرات، کابل (پژواک ٧غبرګولى٩٣):په کابل کې د امريکا سفارت وايي، چې په هرات ولايت کې ددوى د کونسلګرۍ پر موټرو بريد کې دوه امريکايي وګړي ټپيان شوي دي.دغه بريد نن د غبرګولي په ٧مه، تر غرمې مخکې د سهار په شاوخوا نهو بجو  د هرات د انجيل... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): د هرات مسوولين وايي، چې وسله والو مخالفينو د دې ولايت په مرکز هرات ښار کې د هند پر قونسلګرۍ ډله ييز بريد کړى دى.د هرات د والي وياند احسان الله حيات، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار په شاوخوا پنځو بجو، څلور ځانمرګي... پاتې برخه
کابل، دويم تعقيب (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): په هرات ولايت کې د هندوستان قونسلګرۍ ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او بريدکوونکو ترمنځ نښته له ٧ ساعتو وروسته د پنځو بريدګرو په وژل کېدو او دوو پوليسو په ټپي کېدو پاى ته ورسېده.نن سهار کابو ٤ بجې، پنځه ځانمرګي... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): په هرات ولايت کې د ناپېژانده وسله والو په يوه بريد کې ښځينه پوليسه ټپي شوې ده.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د هرات ښار... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د هرات ولايت په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې دوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې په اوبې ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده.د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند... پاتې برخه
هرات- پل علم (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): امنيتي مسوولين وايي چې د هرات او لوګر ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٨ پوليس او ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.د هرات د  امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره... پاتې برخه
تالقان-هرات (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په تخار او هرات کې د کورني تاوتريخوالي له امله ٣ مېرمنې وژل شوې دي.چارواکي وايي، چې يوه مېرمن  د خپل ناسکه زوى له خوا په تخار کې وژل شوې او په هرات کې دوو مېرمنو خپل ځانونه په دار ځړولي دي.د تخار د والي وياند سنت... پاتې برخه
هرات ښار( پژواک، ٢١ غويى ٩٣ ) :د هرات والي وايي، چې د هندوستان په مرسته د جوړېدونکي  سلما بند چارې تر ٨٠ سلنې زيات تر سره شوي او د روان زېږديز کال تر پايه پورې به يې چارې بشپړې شي .د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د غويي په ٢١مه، په هرات کې د... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي، چې ايران په هغه هېواد  کې ١٦ افغان بنديان افغانستان ته سپارلي دي.دغه بنديان چې ١٤ ښځې او دوه نارينه په کې دي، د لومړي ځل لپاره د بنديانو د تبادلې په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوي هوکړه... پاتې برخه
غزني-هرات (پژواک٢٠ غويى ٩٣): د غزني په ناور ولسوالۍ کې د هغې نجلۍ مړى موندل شوى، چې ١٥ ورځې مخکې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې وه، بلخوا په هرات کې بيا يوه مېرمن خپل خاوند وژلې ده.د ناور ولسوال محمد جمعه د غويي په ٢٠مه پژواک ته وويل، چې د يادې... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٧ ثور ٩٣): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د سرک غاړې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي دي.د هرات ولايتي شورا ته نوماند او د شينډنډ ولسوالۍ قومي مشر تورمحمد ظريفي وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياده کورنۍ په يوه زرنج موټرسايکل... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د هرات چارواکي وايي، چې په اوبې ولسوالۍ کې يوې چاودنې ٣ پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.د ياد ولايت د عامه  نظم ساتنې د شپږمې لوا قوماندان جنرال سيد باقر مرتضوي د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له... پاتې برخه
هرات-تخار- ترينکوټ (پژواک ١٥ غويى ٩٣): په تخار، هرات او لوګر ولايتونو کې د عملياتو او ځينو امنيتي پېښو پر مهال ٤ پوليس او ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او٢١ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.د تخار امنيتي چارواکي وايي، په څلورو ولسواليو کې د شوو عملياتو په... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ١٣ غويى ٩٣): په هرات ولايت کې يو موټر چلوونکى او دوه تنه نور تر يوه ټېلر موټر لاندې او مړه شوي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د هرات – کندهار پر لويه... پاتې برخه
هرات (پژواک ١١ غويى ٩٣): د امريکا متحده ايالاتو، د ټاکنو له خپلواک او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيونونو وغوښتل، چې د ټاکنو د پايلو روڼتيا ته ډېر پام وکړي.دغه مطلب نن په هرات کې د امريکا متحده ايالاتو ارشد ملکي استازي او کونسل يوجين اس يانګ څرګند کړى... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک، ١١ غويى  ٩٣): په هرات ولايت کې د دولت د وسله والو مخالفينو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې  پنځه تنه وژل شوي دي.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا نښته تېره شپه په پښتون... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٠ غويى ٩٣): په هرات ولايت کې په ځينو امنيتي پېښو کې د ملا لالي په نوم يو طالب قوماندان او دوه پوليس وژل شوي او د جرمونو په تور ٨ تنه ژوندي نيول شوي دي.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د غويي په ١٠مه پژواک خبري... پاتې برخه
 هرات (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د هرات چارواکي وايي، هغه څلور کسان يې نيولي ، چې د دغه ولايت عمومي زندان ته يې نشه يي توکي لېږدول.د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو څلور... پاتې برخه
هرات (پژواک ۲۹ ورى ٩٣):  په هرات ولايت کې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې دريو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بلخوا په کهسان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.سيمه ييز چارواکي وايي، چې ياده پېښه تېر مازديګر د... پاتې برخه
هرات(پژواک،١٨ورى٩٣): په هرات ولايت کې د پوليسو پر يوه موټر د چاودنې له امله ٤ پوليس ووژل شول او ٣ تنه نور يې ټپيان شول.چارواکي وايي، چې دا پېښه د وري په ١٨مه سهار ٩ بجې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د شنينډنډ ولسوال عبدالحميد نور... پاتې برخه
هرات (پژواک،١٦ورى٩٣):د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي او د ټاکنو ځينې ناظرين وايي، چې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي.په دغې ولسوالۍ کې د مدني ټولنې يو تن ناظر ګل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو ولسواليو په ځينو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د هرات ولايت سلګونو اوسېدونکو په دغه ولايت کې د راى پاڼو د خلاصېدو په غبرګون احتجاج وکړ.دغه احتجاج کوونکي، چې د هرات ښار د ګوهرشاد بېګم د ټاکنيزې حوزې مخې ته راټول شوي وايي، چې راتلونکې ټاکنې ورته د منلو نه دي.د سروش په نوم... پاتې برخه
هرات (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله نن په يوه لويه غونډه کې وويل، چې د بريا پر مهال به اداري اصلاحاتو او د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي.عبدالله عبدالله نن ( د وري ١٢ مه) د هرات ولايت په ورزشي لوبغالي کې خپلو ډېرو پلويانو... پاتې برخه
هرات (پژواک ١١ ورى ٩٣): په لوېديځه حوزه کې د امريکا د متحدو ايالاتو کونسل د افغانستان د  ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د درغليو په اړه اندېښنه وښوده.د متحده ايالاتو ياد کونسل او لوړ پوړي ملکي استازي د يکشنبې په ورځ  په هرات کې له خبريالانو... پاتې برخه
هرات (پژواک ٦ ورى ٩٣): د هرات ولايت يو شمېر اوسېدونکي، د رايې ورکولو د کارتونو د وېش له مرکزونو شکايت کوي او د دغو مرکزونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د کارت اخيستو او د ټاکنو په ملي پروسه کې د ګډون په... پاتې برخه
جلال اباد هرات (پژواک،٢ورى٩٣): په هرات او ننګرهار ولايتونو کې لسګونو خبريالانو  ديوې غونډې په ترڅ کې دافغان خبريال سردار احمد وژل کېدل په کلکه وغندل.وړمه شپه د کابل په سرينا هوټل کې د څلورو وسله والو په يوه بريد کې د څلورو بهرنيانو په ګډون ٩... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٩ کب ٩٢): په هرات ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله، زلمي رسول او عبدرب الرسول سياف پر ټاکنيزو دفترونو وسله وال بريدونه شوي.د هرات ځايي چارواکي وايي، چې تېره نيمه شپه د کهسان ولسوالۍ په اسلام قلعه سيمه... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٩ کب ٩٢): په هرات ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله، زلمي رسول او عبدرب الرسول سياف پر ټاکنيزو دفترونو وسله وال بريدونه شوي.د هرات ځايي چارواکي وايي، چې تېره نيمه شپه د کهسان ولسوالۍ په اسلام قلعه سيمه... پاتې برخه
هرات (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي، هرات ولايت ته په خپل سفر کې له حکومت څخه د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.نوموړي نن سهار په هرات کې د خپلو ځينو پلويانو په غونډه کې وويل، له اوسه ښکاري چې ټاکنې به رڼې تر سره نه... پاتې برخه
هرات ښار (پژواک ٢٦  کب ٩٢ ): ناپېژانده وسله والو په هرات ولايت کې يو قاضي او د پوليسو يو افسر وژلي دي.د هرات د استيناف محکمې رييس قاضي غلام رسول د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته نيمې بجې د انجيل ولسوالۍ د خشک رود په... پاتې برخه