د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زلمى عزيز

Article Images

تالقان (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦) : د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د والي دفتر مخې ته د تحصن خېمه درولې ده. دوی د تخار له سیمه ییز حکومت او ولسمشر څخه د قوماندان بشیر قانت د نیولو او د محاکمه کولو غوښتنه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د تخار د ملي امنيت چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي مسوول په ګډون پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د سلواغې په ٢٢مه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : په تخار ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى. د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ ولسوال سيف الدين مشتاق د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): نا مسووله وسله والو د تخار په فرخار ولسوالۍ کې يو شمېر ګوجر، له خپلو کورونو په زور ايستلي دي. د فرخار ولسوالۍ د خرماب سیمې اوسېدونکي ګل محمد د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سیمې یوه نامسوول وسله وال... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٧ سلواغه): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال په دغه ولايت کې ١٢ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې صحرايي محکمه شوې مېرمن وايي چې د خپل ماما او د ماما زامنو له لوري وهل شوې ده، خو په دې اړه کوم شکايت نه لري. بلخوا د دې پېښې په تور تر اوسه اووه تنه نيول شوي دي. شاوخوا درې مياشتې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د تخار والي او نورو سيمه ييزو چارواکو ته امر شوى چې په چاه اب ولسوالۍ کې د يوې ښځې د صحرايي محکمې موضوع جدي وڅېړي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري. له تېرو دوو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې يوه ويډيو خپره شوې چې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري جوړ شوى ښارګوټى، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د درقد اوسېدونکي شکرالله د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په شور عرب سيمه کې د طالبانو له لوري د عمري په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): په تخار کې امنيتي موظفينو د تښتوونکو له بنده درې سيمه ييز سندرغاړي ژغورلي دي. د دغه ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال محمد یونس فاریابي د سلواغې په ٣مه خبرې غونډې ته وويل، د طلامحمد، محمد ولي او غلام شاه په نومونو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د ملي امنيت ځواکونه وايي چې په تخار ولايت کې یې يو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نيولى دى. دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د مرغومي په ٢٧مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. په... پاتې برخه
تخار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): د تخار په مرکز تالقانو کې څو نجونو روانو ناخوالو ته د خلکو او حکومت د پام اړونې لپاره پر دېوالونو د انځورونو کښل پيل کړي دي. د دې نجونو له ډلې اوستا ناصري د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يو کال راهيسې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٦مرغومى٩٦): د تخار په نمک اب ولسوالۍ کې يو شمېر ماشومان د خپلو مشرانو د پورونو تر خلاصېدو پورې اړ دي چې د مالګې په کان کې له سهاره تر ماښامه کار وکړي. د دغو ماشومانو له ډلې يو هم محراب الدين (مستعار نوم) دى؛ نوموړى ١٢ کاله عمر لري او... پاتې برخه
تالقان- پل علم (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): په تخار او لوګر ولايتونو کې د يو قوماندان په ګډون اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد جهانګر کرامت د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې امنیتي پوستې او څلور کلي نيولي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت کلا... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : د تخار ولايت يو تن اوسېدونکي د خپلې کورنۍ د دوو کسانو قاتل په روغتون کې وواژه. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې له تېر مازدیګر راهیسې په چاه اب او خواجه بهاالدین ولسوالیو کې دوو ښځو  ځان وژنه کړې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسیر د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
تالقان (پژواک،١٤لړم٩٦): د تخار استيناف څارنوالۍ په چاه اب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د قوماندان بشير قانت او د هغه د دوه نورو وسله والو د نيولو حکم کړى دى. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ته د استيناف څارنوالۍ، د عمومي جرمونو د څېړنې له برخې څخه په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ لړم ٩٦): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د دوو نامسووله وسله والو تر منځ جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، پنځه ټپيان دي  او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون درې پوليس هم ټپيان شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ لړم ٩٦): د تخار روغتیايي چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې څه کم شپږ سوه ماشومان د دماغي فلج پر ناروغۍ اخته شوي دي. له دماغي فلج څخه موخه دا ده چې د ماشومانو ذهن سم کار نه کوي او يا هم د تګ پر مهال ستونزې لري. دماغي فلج... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ لړم ٩٦): تخار کې په تېرو لسو مياشتو کې ٢٩٦ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې چې ٧٠ زره کسانو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي. دغه څرګندونې د تخار د کليو او پراختيا رييس صبغت الله نظري د لړم په دويمه خلکو ته د حساب ورکونې په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٦): د تخار د امنيې قوماندانۍ د وسله  تون د مسوول له کور څخه لسګونه ميله وسلې او سلګونه مرمۍ ترلاسه شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ تله ٩٦): د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٧ تله ٩٦): د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له خلکو د پيسو ټولولو لړۍ پيل کړې ده او دغه موضوع طالبان هم تاييدوي. په دې درېيو ولسواليو کې درقد، خواجه بهاوالدين او ينګي کلا شامل دي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٦): وسله والو طالبانو د تخار په دوو ولسواليو کې د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي چې تر اوسه يې يواځې هټۍ خلکو ته وېشل شوې دي، دغه موضوع طالبان هم تاييدوي. دغه ښارګوټي طالبانو د تخار ولايت په درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې جوړ... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٤تله٩٦): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې  په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې سيمه ييز پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د خواجه غار ولسوال محمد عمر د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٩وږى٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير  پر  ډزو وژلى دى. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورسج ولسوالۍ د... پاتې برخه
تالقان، اسعد اباد (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : په تخار کې د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره د دغه ولايت په مرکز تالقانو کې د چرګانو ناروغیو د تشخیص او درملنې یو کلينیک جوړ شو، چې د شمال ختیځ زون په کچه به فعالیت کوي. په تالقانو کې د کلیو پراختیا او د کرنې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د وسلو له ډېپو څخه د وسلو د غلا په تور څلور پوليس نيول شوي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير  د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله والو قوماندانانو تر منځ جګړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار... پاتې برخه
تخار (پژواک، ١٩ وږی ۹۶): د تخار ولایت اوسېدونکي وايي چې د مرکز تالقانو په ګډون د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې نا مسوولو وسله والو ځايي اوسېدونکو ته ستونزې را ولاړې کړې او حکومتي حاکمیت یې کمزوری کړی دی. د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک،١٣وږى٩٦): د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د پوليسو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي. د ورسج ولسوالۍ د خانقاه سيمې اوسېدونکي عبدالمعاب د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٧وږى٩٦): د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په ښار کې د اور لګېدنې له امله دوه سرایونه او شاوخوا سل هټۍ سوځېدلې دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت مرستیال امر عتیق الله حیدري د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په یاده... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د کليو پراختيا وزير وايي چې د حکومت له لوري د نامتوازنو پرمختيايي چارو ترسره کول د دې لامل شوي چې يو شمېر کسان د حکومت پر وړاندې وسله وال مخالفت پيل کړي. دغه څرګندونې د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني پرون تخار ولايت... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٣زمرى٩٦): په تخار ولايت کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د خرڅلاو جوړ شوي دوه مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د دغو مرکزونو د پرانيستې په غونډه کې د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د تخار نوى ګومارل شوي والي فضل الله مجددي وايي چې ښه  حکومتولي، امنيت او پرمختيايي چارو ته به لومړيتوب ورکوي. مجددي چې څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا د تخار د والي په توګه ټاکل شوى و، د زمري په ١٨مه د دغه ولايت... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د پستې ټولولو پر سر نښته کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د فرخار ولسوال محمدحسين د زمري دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دې ولسوالۍ په شينګانو سيمه کې د پستې ټولونې پر سر... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې او دغه ډول خبرې يې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله. د اړوندې موضوع په اړه د زمري په لومړۍ نېټه د تخار... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) :  د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې ښار کې د هاوان مرمۍ د  چاودنې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٩چنګاښ٩٦): د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې څلور تنه له داعش وسله والې ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٧چنګاښ٩٦): په تخار کې د ملي اردو یو افسر له دوو نورو کسانو سره  طالبانو ته د مهماتو د لېږدولو په تور ونيول شول. د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولایتي شورا رییس، له خپل دفتره زندان جوړ کړی، خلک ډبوي او بيا يې بندي کوي. د تخار ولايت يو اوسېدونکى عزيز چې په تخار کې له حامد بختیار ساختماني شرکت سره کار کوي وايي چې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او جمعيت د دوو قوماندانو ترمنځ بيا جګړه روانه ده چې له امله يې تر اوسه اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاه اب ولسوالۍ د تخناباد سيمې اوسېدونکي نصير د چنګاښ په ٢١مه پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د تخار په مرکز تالقانو کې د بوټانو ځیني توليدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د توليداتو د خرڅلاو کچه لوړه شوې خو د وسايلو په برخه کې ستونزې لري. له ډېر پخوا راهيسې د تخار ولايت د مرکز تر څنګ په بېلابېلو سيمو کې يې يو... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣٠غبرګولى٩٦): د تخار حکومتي چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل او دغه سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه. تېره ورځ د دې ولايت چارواکو او طالبانو ويلي وو چې خواجه غار... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٩غبرګولى٩٦):د تخار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د شپږ امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي، خو په خواجه بهاوالدين کې بيا امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : اورلګېدنې د تخار ولايت په تالقانو ښار کې په سلګونو هټۍ سوځولي او لسګونه ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى دى. د تالقانو ښار په نجارۍ سيمه کې د تېرې ورځې اورلګېدنې څه باندې اوه سوه هټۍ سوځولي، د نجارۍ سيمې يو تن هټيوال... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د تخار سیمه ییز چارواکي وایي، په دشت کلا ولسوالۍ کې د ای خانم بندر په امو سیند کې د اوبو د ډېروالي له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى. د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): حکومتي چارواکي وايي چې د تخار والي محمد ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت والي محمد ياسين ضياء خپله استعفا د سيمه ييزو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ غويی ٩٦): په تخار کې يو شمېر ښځينه پوليس له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي خو هيله مندي ښيي چې د وخت په تېرېدو سره به هر څه سم شي. او مهال په هېواد کې د پوليسو تر څنګ د ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د نارينه و تر څنګ ښځې هم دندې... پاتې برخه
تالقان- کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): په تخار ولايت کې د وسلو درې قاچاقيان نيول شوي، بلخوا د ملي امنيت ځواکونو په کونړ ولايت کې لسګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د غويي په ١٦مه پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ غويی ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دغه ولايت د طالبانو د مرستيال والي په ګډون ۶۷ طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٣غويى٩٦): د تخار په در قد ولسوالۍ کې د طالبانو د يو ولسوال او دوه قوماندانانو په ګډون نهه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه... پاتې برخه
تالقان، فراه (پژواک، ١٢غويی ٩٦): په تخار کې څلورو ملکي وګړو، ١١ امنيتي سرتېرو او لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دغه راز په فراه کې هم يو طالب قوماندان وژل شوى دى. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د غويي په ١٢مه پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٩ غويى ٩٦): د تخار چارواکي وايي، د دې ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عمليات پيل شوي دي. امنيه قومندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له شتون... پاتې برخه
جلال اباد- تالقان (پژواک، ٩ غويی ٩٦): په ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي، بلخوا په تخار کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم وژل شوى دى. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ غويی ٩٦): د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې اووه پوليس او اته طالبان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تېره ورځ په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه مرکز او پوستې بريد... پاتې برخه
تعقيبي-تالقان(پژواک،٤غويي٩٦): د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې چارواکي وايي چې د ٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت يې د تخار ولایت په للمي ځمکو کې د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې پلې کړې دي. په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په کمين کې د دغه ولايت د سرحدي پوليسو د دويم کنډک رييس ارکان وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې لاريون کوونکو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ په ګډون د ځينو نورو حکومتي ادارو دروازې هم تړلې دي. دغه لاريون نن (د وري ٢٧مه) د چاه اب ولسوالۍ په بازار کې د مشرانو جرګې د غړي افضل شامل په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر رينجر موټر او لسګونه پوليس له زورواکو سره دي او امنيتي چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي. دغه څرګندونې د تخار امنيه قوماندان پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د وري په ٢٢مه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. په شمال زون کې د پوليسو عمومي قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال د وري په ١٣مه رسنيو... پاتې برخه
تخار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي. په شمال زون کې د سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د وري په١٠مه پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٦): په تخار کې د سیمه ييزو پوليسو يوه قوماندان پر حکومتي پلاوي بريد کړى چې په ترڅ کې یې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخیل اسیر د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٥): په تخار کې امنيتي چارواکي وایي چې په مرکز تالقانو کې یو دیني عالم له خپلو زده کوونکو سره له طالبانو سره يو ځاى شوى دى. په تالقانو کې یوې امنیتي سرچینې د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تالقانو کې يو ديني عالم... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣ورى٩٦): د پژواک خبري اژانس پلټنې ښيي چې يوې پاکستانۍ کمپنۍ په تخار ولايت کې د دوه سوه بستريز روغتون ١،٦ ميليونه امريکايي ډالره تښتولي دي. دغه پاکستانۍ کمپنۍ په ١٣٩٢کال کې د تخار په مرکز تالقانو کې د يوه دوه سوه بستريز روغتون د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ ورى ٩٥): په تخار ولايت کې د نا مسوولو وسله والو يو ځايي قوماندان له خپلې  مور او ښځې سره يو ځاى وژل شوى دى. د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالجليل اسير  د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣٠کب٩٥): د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې د تخار ولايت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د امنیت مدیر او ساتونکی ټپيان شول. په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٩کب٩٥): په تخار ولايت کې يوه پېغله نجلۍ د خپل کوژدن له لوري پر ډزو وژل شوې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ ظاهره نومېده او ١٧ کلنه وه. ده وويل چې ظاهره تېره... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٨کب٩٥): د تخار د خواجه غار او رستاق ولسواليو ګڼ شمېر کلي د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوسېدونکي يې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې کليو کې سریغ مامه یي، ګنده مامه یي، قله مامه یي، ولوالج، ګنده بای، کوکچه، نانبای، مغل ها،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ کب ٩٥): په تخار کې د ښځو د حقونو مدافعینې وايي چې حکومت په کليو او بانډو کې د ښځو حقونو لپاره هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په تالقانو کې د ښځو د حقونو يوې مدافع عزیزې ناصري د کب په ١٩مه د يوې خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د تخار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى. د تخار د پوهنې ریاست تدریسي امر حسام الدین نظري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په ینګي کلا... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ کب ٩٥): په تخار کې ځايي اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې ٧ ملکي وګړو او ٢٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي نظام الدين د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په درېيو بجو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ کب ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د تخار په درقد ولسوالۍ کې څلور طالبان وژل شوي او امنیتي ځواکونو ځینې سیمې هم ترې نیولې دي. په شمال ختیځ زون کې د ٨٠٨ سپین زر قوماندان پاسوال شېرعزیز کامه وال د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ کب ٩٥): د تخار– کندوز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه ټپيان شوي دي. د تخار د ترافيکومدير حضرت ګل فرخاري د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دغه پېښه نن سهار په اتو بجو د تالقانو ښار اړونده د چشمه شېر په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥): د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکي د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او له حکومته یې د یوه تښتول شوي کس د پیداکولو غوښتنه کوله. د قاري بشير الله په نامه يو تن لاريون کوونکي د سلواغې په ٢٨مه، پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور په يوه چاودنه کې ووژل شو. د خواجه غار ولسوالۍ ولسوال  محمد عمر د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه په يوه بجه د يادې ولسوالۍ په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د ملي امنيت ځواکونو د تخار ولايت دوه سيمه ييز پوليس له سلګونو بوتلو شرابو سره نيولي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو په يو رېنجر او پيکپ موټر کې له... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې پر يوې ځوانې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى دى. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور  د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ نصيره نومېږي او ٢٠ کاله عمر لري. د تيمور  ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز پخواني او نوي امر د پلويانو تر منځ د شخړې له امله له يوې اونۍ راهيسې دغه مرکز تړل شوى دى. د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٥سلواغه٩٥): د تخار والي وايي چې په دې ولايت کې د حزب التحريز فعاليتونه ډير شوي او ځوانان د دولت ضد کړنو ته هڅوي. د تخار والي محمد یاسین ضیاء پژواک خبري اژانس ته د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل چې په دې ولایت کې د حزب التحریر... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٥): د تخار ولايت يو تن اوسېدونکي خپله پخوانۍ ٣٠ کلنه مېرمنه وژلې ده. د پوليسو د شمال ختيځ زون قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د سلواغې په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې  تاجکستاني سرحدي ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتوونکو افغان قاچاق وړونکو بريد کړى او څلورو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبداخليل اسير د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٦مرغومى٩٥):د تخار په ښځينه زندان کې له يو شمېر ميندو سره له کوم جرم پرته ٢٤ ماشومان هم د بند شپې  او ورځې تېروي. د تخار ښځينه زندان په يو کرايي کور کې دى چې ٤٠ ښځې په کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله د بند شپې او ورځې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٥مرغومى٩٥): په تخار کې د پوليسو او نا مسووله وسله والو ترمنځ نښته کې د يو ملګي وګړي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام په رستاق... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د تخار چارواکي او خلک وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر نا مسوولو وسله والو خلکو ته ستونزې پيدا کړې او شمېر يې هم مخ پر ډېرېدو دى. د تخار والي محمد ياسين ضيا دا موضوع پژواک خبرى اژانس ته تاييد کړه او ویې ويل چې په دې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٨مرغومى٩٥): د تخار ولايت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله د څلورو خبريالانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر خبريالان له تخار څخه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په بنګي ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان زندۍ کړى، خو د وژل شوې ښځې کورنۍ بيا وايي چې د خاوند له لوري وژل شوې ده. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي. د تخار ولايت د ترافيکو مدير حضرت ګل فرخاري د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په فرخار ولسوالۍ کې ترافيکي پېښه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال د ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې يوه وسله وال طالب خپل قوماندان پر ډزو وژلى دى. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون شپه په ينګي کلا ولسوالې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ مرغومى ٩٥): په تخار ولايت کې پر يوې ١٥ کلنې نجلۍ په ډله ييزه توګه جنسي تېرى شوى، خو ځينو کړيو د دې پېښې د پټ ساتلو هڅې کولې. د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکیمي د مرغومي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته ياده پېښه تاييدوي او... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د تاجکستان سرحدي پوليسو دوه افغانان پر ډزو وژلي دي. د تخار د امنيې قوماندانې وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د تاجکستان سرحدي پوليسو د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٦مرغومى٩٥): په تخار کې د درېيم نيم ميليونه يورو په لګښت د مسلکي او تخنيکي انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د مرغومي په٦مه د ياد شوي انسټیټيوټ د پرانېستلو په مراسمو کې د تخار والي محمد ياسين ضيا وويل چې د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٥ليندۍ٩٥):د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي په را نږدې کېدو سره په دې ولايت کې د سون توکو بيې لوړې شوي، خو حکومت يې مخه نه نيسي. خو حکومت بيا وايي چې د سون توکو بيو د کنټرول په موخه يې يوه کمېټه جوړه کړې ده. د تخار د مرکز... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د تخار امنيه قومانداني وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١٧٠ کسان له زرګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د تخار د ښځو چارو اداره وايي چې په ځينو سيموکې زورواکي او نامسوول وسله وال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کوونکو کسانو ملاتړ کوي او حکومت يې هم مخه نه شي نيولی. د دې ولايت د ښځو چارو رييسې رزم اراحواش دغه څرګندونې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د تخار ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پوهنې په برخه کې شوى کار نامتوازن دى او له همدې امله یې ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي.  نمک اب، هزارسموچ، اشکمش، رستاق، چاه اب او درقد د تخار هغه ولسوالۍ دي چې له ۲۰ څخه تر ۴۰... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې د چاودنې له امله د ملي امنيت يو مدير ټپي شوى دى. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت د لويې لارې مدير... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): په تخار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د نجونو کرکټ لوبډله جوړه شوې چې د سمبالښت چارې يې د پوهنې رياست او د دغه ولايت د سپورټ فدراسيون پر غاړه لري. د دغه ولايت د سپورټ امر نقيب جليلي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٠لړم٩٥):د تخار په مرکز تالقانو کې يو ښځينه مارکېټ جوړشوى چې ټولې هټيوالې او پېرېدونکي يې ښځې دي. دغه مارکېټ ګڼ شمېر دوکانونه لري، خو تر اوسه شپږ ښځو په کې دوکانونه جوړ کړي دي. د دغو هټيوالو ښځو هڅونکې مادرجان روستايي د لړم په٢٠مه... پاتې برخه
دوهم تعقيب - کابل، کندوز (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): د کندوز چارواکي وايي، د تېرې شپې په عملياتو کې ٢٤ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي. د کندوز ښار ځايي اوسېدونکي بيا وايي، د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغان او... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٠ لړم ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو کې ځينو کسانو تېره شپه ۱۲ خره قصابي کړي وو او غوښتل یې چې د غويي غوښې پر ځای یې و وېشي، خو د خلکو له خبرېدو وروسته دغه کسان تښتېدلي دي. د تخار د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٨ لړم ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې د تخار دشت کلا ولسوالۍ کې د بېرته راستنو شويو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په اخ و ډب کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي. يادې ولسوالۍ ته بېرته را ستون شوی۶۰ کلن عبدالله وايي چې ۲۸ کاله يې له خپلې کورنۍ سره په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسواليو کې سږ کال سلګونه جنايي پېښې رامنځته شوې چې ٤١ يې يواځې د وژنې دي. د تخار د ولایتي شورا غړی وفي الله رحماني د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پولیسو بې غوري د دې لامل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د تخار یو شمېر اوسېدونکي او ځينو چارواکو ګواښ وکړ که چېرې د دولتي ادارې په ګومارونو کې د قومونو تر منځ توپير له منځه ولاړ نه شي نو لاريونونه به وکړي. يادې څرګندونې د لړم په پنځمه د يوې غونډې په ترڅ کې وشوې. په دې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو او لسو ولسواليو کې ٢٦ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي. د تخار د کلیو د پراختیا رییس رازمحمد فیض د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې په... پاتې برخه
  تالقان(پژواک،١٨تله٩٥): د شمال ختيځ زون د لويې لارې د بندېدو او له کندوز څخه تخار ته د کډوالو په ورتګ سره په تخار کې د لومړنيو او ځينو نورو توکو بيې لوړې شوې دي. له  تېرو څو ورځو راهيسې په کندوز کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو... پاتې برخه
مزارشريف- تالقان (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د کندوز ولايت د وروستيو جګړو له امله نږدې دوه زره کورنۍ بلخ او تخار ولايتونو ته کډوالې شوې او له سختو ستونزو سره مخ دي. د بلخ د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت ته د کندوز د وروستيو جګړو له امله... پاتې برخه
تالقان،پل علم(پژواک،١٢تله٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوالۍ په يوه جومات کې د امنيتي ځواکونو د بريد له امله ۶ کسان ټپيان شوي او په لوګر  کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي. د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ټپي شوي کسان طالبان دي، خو ځايي اوسېدونکي بيا... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ تله ٩٥): د تخار پوليسو د وسله والو طالبانو له وسلو ډک يو موټر له چلوونکي سره نيولى دى. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي د تلې په ١٠مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پرون ناوخته پوليسو په تالقانو ښار کې له وسلو ډک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٨ تله ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې له خواجه غار ولسوالۍ يې طالبان ایستلي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د تخار د والي وياند سنت تيمور د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس وويل چې د امنيتي ځواکونو له لوري په تخار او کندوز کې ولايتونو کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ تله ٩٥): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې ترانسپورتي شرکتونه له خلکو ډېرې پيسې اخلي، له مسافرو سره ناسم چلند کوي او ځيني موټر چلوونکي د چلونې پر مهال نشه وي. د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي محمد نسيم د تلې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ تله ٩٥): د تخار د امنيې قوماندانۍ د چارواکو پر موټر د ماين چاودنې دوه پوليس وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي. د تخار د امنيې قوماندانې د امنيت مرستيال عتيق الله حيدري د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ تله ٩٥): په تخار کې امنيتي ځواکونو د کمپاين په ترڅ کې د سلګونو شخصي او دولتي موټرو تورې ښيښې پاکې کړې او لسګونه ميله غير قانوني وسلې يې هم ټولې کړې دي. له تېرو دوو ورځو راهيسې د تخار په مرکز تالقانو کې دغه کمپاين پيل شوى دى. د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ۲ تله ۹۵): امنیتي چارواکي وايي چې د تخار په درقد ولسوالۍ کې یوه نجلۍ په پټه د سید امیر په نوم د یوه هلک کور ته ور تښتېدلې ده خو د یادې نجلۍ پلار بیا وایي چې یاد هلک وسله وال دی او د شپې له مخې یې نجلۍ په زور بیولې او تېری یې پرې کړی... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وايي چې د شمال ختيځ زون په پوليسو کې اصلاحاتو ته اړتيا ده. نوموړی چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د شمال ختيځ زون د امنيتي ستونزو او د پوليسو په ارزونې بوخت دی, يادې څرګندونې د وږي په ٣٠مه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د وږى ٣٠ مه ٩٥): د تخار په درقد ولسوالۍ کې ګڼ ښوونځې ودانۍ نه لري او شاوخوا اته زره زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي. درقد د تخار له لرو پرتو ولسواليو ده چې څلورو خواوو ته يې د امو سيند بهيږي او اوسېدونکي يې مرکز تالقانو او... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٣ وږى ٩٥): سيمه ييز چارواکي وايي"پاڅونوالو" د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب وژلى او ٧ نور يې نيولي دى. د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور وايي چې ياد نهه تنه د چاه آب ولسوالۍ په دشت شور سيمه کې ځای پرځای شوي وو،... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٥وږى٩٥): د تالقانو ښاروالۍ اړونده په ۲۳ جریبه ځمکه کې چې د زور واکو له لوري کورونه جوړ شوي وو، د پولیسو په مرسته ونړول شول. د تالقانو ښاروال عزیزالرحمن مقصودی د وږي١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمير زرواکو د ښاروالۍ اړونده ٢٣... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوال ادعا کوي چې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په دغه ولايت د نا مسوولو وسله والو ملاتړ کوي. د ينګي کلا ولسوال محراب الدين حقجو د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او پنځه سرتېري ټپيان دي. د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د تخار د هزار سمُچ ولسوالۍ اوسېدونکي د لارو د خرابوالي له امله  نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي، له دې امله ځیني ناروغان يې په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي. د یادې ولسوالۍ د شورقودوق کلي اوسېدونکی... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د تخار ولايت چارواکي وايي چې خواجه غار ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز له... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): په تخار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د یوه پخواني نوماند کس ورور وايي چې د ټاکنيزو سياليو پر مهال يې نوماند ورور د ناټو په هوايي بريد کې ټپي شو او ١٣ تنه نور کمپاين کوونکي ووژل شول خو تر اوسه يې چا پوښتنه ونه کړه. په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د تخار ځیني چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د يوې چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې له تېرو دريو ورځو راهيسې د درقد ولسوالۍ لويه لار له مرکز تالقانو سره تړل شوې ده. د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عطامحمد د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): په تخار ولايت کې څه باندې سل کلي د څښاک پاکې اوبه نه لري، د دغو سيمو اوسېدونکي د ډنډونو او ویالو ناپاکې اوبه څښي چې پر ګڼو ناروغیو اخته شوي دي. د تخار د اشکمش ولسوالۍ د شیر بچې کلي اوسېدونکي عبدالوکیل پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٣زمرى٩٥):د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، لسګونه کلي يې مواصلاتي لارې نه لري چې روغتون ته د ناروغ په لېږدولو او نورو برخو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ د دشت مرزايى، چاکرقدق، جواز خانه، قره غاچ،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د تخار او کندوز له ځينو ولسواليو د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بېځايه شوې او د دغو ولايتونو په نورو سيمو کې مېشتې شوې دي. د تخار د کډوالو چارو رییس سید مرتضی همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د تخار ځیني اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ځوانانو ته په مدرسو کې د حکومت ضد او افراطي زده کړې ورکول کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي. د اړوندې موضوع په اړه د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله شېرزاد... پاتې برخه
ترينکوټ، مهترلام، تالقان (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د تخار، لغمان او اروزګان ولايتونو د ناامنيو بېلا بېلو پېښو کې ٥٩  وسله والو او حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د زمري په ١١مه، پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): په تخار او کندوز ولايتونو کې د وروستيو نا امنيو له امله د زرو په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي. د تخار د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستیو جګړو له امله د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): په تخار ولايت کې يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وايي چې ځيني کسان په ښځينه ورزشکارانو پسې ناسم تبليغات کوي تر څو ورزش پرېښودو ته يې اړې کړي. د تخار په مرکز تالقان ښار کې د نجونو د والیبال لوبډل مشرې نظیفې شریفي پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په درقد ولسوالۍ کې د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣زمرى٩٥):د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د درقد ولسوالۍ په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده چې په ترڅ کې يې طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي. دغه څرګندونې د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣١مه... پاتې برخه
تالقان- هرات (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د تخار او هرات ولايتونو په څلورو ولسواليو کې وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): په تخار کې ٣٥زره بې اسناده موټر شته چې په وسیله يې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې ده. دغه څرګندونې د تخار امنيتي چارواکو له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړو مرکو په ترڅ کې کړې دي. د تخار له جنايي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٥): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د لاريون په دويمه ورځ د نا مسوولو وسله والو د ډزو له امله يو لاريون کوونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. د رستاق ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د دوو سيمه ييزو قوماندانو د کړنو په غبرګون کې پرون او... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٥): د تخار د درقد ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې دي او ډېر ژر به ولسوالۍ هم سقوط وکړي. د درقد د قره تېپې سیمې اوسېدونکي نظام الدین پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له تېرې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د دوو نامسوولو قوماندانو تر منځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي جبران د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د دوو سيمه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د تخار، بدخشان او کندوز ولايتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې امو سيند يې سلګونه جريبه ځمکه، کورونه او باغونه ويجاړ کړي دي. د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي مالک خان د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دریو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣ چنګاښ ٩٥): د تخار چارواکي وايي، په دې ولايت کې يوه ښځه او سړى د جنسي تېرې په تور نيول شوي، خو ياد دواړه کسان وايي چې يو له بل سره يې نکاح کړې ده. څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو راپورنه خپاره کړل، چې په تخار کې د رحيم الله په نامه يو تن... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې مخ پټي کسان يو جومات ته ننوتي، ځيني کسان يې ډبولي او يو سوداګر او د سيمې يو بل اوسېدونکی يې له ځان سره بيولي دي. د چاه اب ولسوال جنيدالله فيض د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان(پژواک، ٢٧غبرګولى٩٥): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان او سيمه ييز پوليس يې له کرنيزو حاصلاتو څخه عشر اخلي. د تخار ولايت د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محمد د غبرګولي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييز پوليس او... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٥): د تخار په لسګونو مدني فعالانو نن په تالقانو کې د تخار کندوز په لویه لار د طالبانو له لوري د مساپرو برمته کولو په غبرګون لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د دغې لارې د خوندي کولو غوښتنه وکړه. په دغه ولایت کې د مدني ټولنې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): په تخار کې ديني عالمانو د کندوز پر لويه لار د مسافرو نيول او وژل په کلکه وغندل او دا کار يې ستر جنايت وباله. يادو ديني عالمانو وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې چې طالبانو وړمه شپه شاوخوا دوه بجې نږدې ٢٠٠ مسافر چې له... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې د سولې له شورا سره يو شمېر يو ځاى شوي طالبان د امتيازاتو له اخيستو وروسته بېرته له طالبانو سره يو ځاى شوي دي. د تخار امنیه قوماندان پاسوال نورمحمد حکیمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٨غويى ٩٥): د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. په شمال ختيځ زون کې د پامير فرقې رييس ارکان سيد باقر موسوي د غويي په ٢٨مه پژواک... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې  دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٤غويي٩٥): د تخار ولايت د پنځو ولسواليو په للمو ځمکو کې کچالو کرل شوي دي او ښه پايله يې هم ورکړې ده. د تخار ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس محمد سالم ساعي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دې ولايت د فرخار،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٥ غويی ٩٥): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ١٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي. د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکتر حفيظ الله ساپي د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د رستاق... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د تخار ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې يوه ښځه امنيتي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلې ده. د تخار والي ياسين ضياء نن خبريالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د  تخار امنيتي چارواکي وايي چې د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ملا حسن  له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى دى. د تخار د امنيې قوماندانۍ اداري مدير سمونوال عبدالصبور صابر چې په ينګي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣١ ورى ٩٥): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نجونو د يو ښوونځي له ٤٧ مسموم شويو زده کوونکو څخه ٤٣ تر درملنې وروسته کورونو ته تللي، خو څلور لا هم په روغتون کې دي. د رستاق ولسوال معلم محمد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د "سررستاق"... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې، ١٢ طالبان طالبان وژل شوي او ٣٥ نور ژوبل دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣٠ورى ٩٥): د تخار ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د سيلابونو له امله ١٣تنه مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي. په تخار کې د پېښو پر وړاندې دمبارزې رييس عبدالرزاق زنده د وري په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د دې ولايت... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): په تخار کې يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ښار لوبغالي پر پوځي اډو بدل شوي؛ ځکه ډېری وخت پوځي چورلکې په کې ناستې کوي او  لوبغاړي يې له ستونزو سره مخ کړي دي. د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د فوټبال یوه لوبغاړي صبور خان... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): په تخار او کندوز ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٢٠ طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د تخار والي محمد ياسين ضياء د وري په ٢٨مه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره د ناپېژانده وسله والو په بريد کې وژل شوى دى. د فرخار ولسوال سيف الدين مشتاق د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٥ ورى ٩٥): د تخار د ولايتي شورا د غړي عين الدين او د يوې نامسوولې وسله والې ډلې ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې عين الدين او دوه نور وسله وال وژل شوي دي. د تخار د امنيې قومندان وياند سمونيار عبدالخليل اسير، پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د سلګونو معلولينو او شهيدانو د کورنيو د غړو تحصن د دويمې ورځې لپاره هم ادامه پيدا کړه. يادو تحصن کوونکو د تالقانو په مرکزي چوک کې پرون خېمه درولې او وايي چې حکومت يې د تېر او سږ کال مياشتني... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې ١٣ سوه نور باغونه جوړ کړي دي. د تخار د کرنې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر نا دولتي موسسو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ ورى ٩٥): د تخار ولايت د ځينو ښوونځیو مدیران او ښوونکي وايي چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې د پوهنې رياست ته درسي مواد په ځانګړې توګه کتابونه پر وخت نه دي ور رسېدلي. په تالقانو کې د ابوعثمان لېسې مدیر عنایت الله جلیلي د وري په ١١مه... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٩ورى٩٥):د تخار امنيه قوماندان وايي چې نامسووله وسله والو ددې ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړى او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړي دي. د تخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي د وري په ٩مه خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د تخار د درقد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شو. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په درقد ولسوالۍ کې... پاتې برخه
  ميمنه- تالقان- شبرغان (پژواک، ٥ ورى ٩٥): په فارياب کې د جنرال دوستم او عطامحمد نور په ملاتړ، د لاريونونو پر مهال په ډزو کې يو تن وژل شوى او شاوخوا پنځه نور ټپيان دي او په تخار او جوزجان کې هم د دوستم په ملاتړ لاريونونه وشول. له تېرو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٤ کب ٩٤): د تخار والي د دې ولايت د چاهاب ولسوالۍ درې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي. دغه څرګندونې د والي وياند سنت الله تيمور، پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړې. ده وويل، د تخار والي ډاکټر محمد ياسين ضياء، نن په يوې امنيتي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د تخار لسګونو ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت څخه د يوه وژل شوي ديني عالم د قاتل د نيولو او د بل د خوشې کولو غوښتنه وکړه. دغه غونډه چې د کب په ٢٢مه، د ولايت په مرکز تالقانو ښار کې جوړه شوې وه، ګډونوال ديني... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو په کان د جګړې له امله درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د تخار د نورابې سيمې اوسېدونکي معلم سعدالله د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې يو شمېر کسان... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ کب ٩٤): په تخار ولايت کې له دولت سره يو ځاى شوي وسله وال طالبان وايي چې طالبانو يې ژوند له ستونزو سره مخ کړى او حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل نه دى کړى. شاوخوا درې مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د تخار درقد ولسوالۍ تر خپلې ولکې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ کب ٩٤): د تخار په بارک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د کب په ٣مه پژواک خبرې اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د بارک ولسوالۍ په بازار کې د ملا فاروق په کور کې چاودنه وشوه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ کب ٩٤): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې لس طالبان وژل شوي او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيارعبدالخليل اسير د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): په تخار ولايت کې د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي چې د چرګانو د غوښې په برخه کې د تخاريانو پنځوس سلنه اړتياوې پوره کوي او دغه ولايت ته يې د کنګل شوو چرګانو د واردولو مخه هم نيولې ده. د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٩سلواغه٩٤): د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازى وايي چې شمال ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي او مجاهدين يې بايد د سقوط مخه ونيسي. دغه څرګندونې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې له امله يې ځينې سيمې طالبانو نيولې دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣٠مرغومى٩٤): دتخار ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي مدير پر يوې پېغلې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د مرغومي په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کلفګان ولسوالۍ د ابوالحسن خرقاني لېسې مدير محمود... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٩مرغومى٩٤):په تخار کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د ليمو د باغونو شمېر زيات شوى او  د حاصلاتو کچه يې هم لوړه شوې ده. د تخار ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٨مرغومى٩٤): د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو له لوري د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ښاروال او مالي مسوول نيول شوى دى. د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومى په٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): د تخار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت درې کار کوونکي د بډې اخيستو په تور نيول شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کار... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې ٤٠ وسله وال طالبان له حکومت سره يو ځاى شوي او ١٢ نور نيول شوي دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د مرغومي په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): د تخار والي د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته اخطار وکړ چې د تښتېدلو طالبانو له ملاتړه لاس په سر شي. د تخار والي ډاکټر محمد ياسين ضياء نن په يوه غونډه کې د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته اخطار ورکړ، چې د طالبانو له ملاتړه لاس... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د تخار ولايت چارواکي وايي چې تر دوه ورځني عملياتو وروسته امنيتي ځواکونو وکولاى شول د درقد ولسوالي بېرته ونيسي. د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تیمور د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درقد ولسوالۍ د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤) : د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو څخه د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي. ددغه ولايت د والي وياند سنت الله تېمور د مرغومي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات چې له... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د تخار په کوکچې پل سيمه کې لسګونو کسانو لاريون کړى چې له امله يې د دغه ولايت د شپږو ولسواليو لار تړل شوې ده. دغه لاريون چې نن سهار پيل شوى، له امله يې له مرکز تالقانو سره د دشت کلا، خواجه بهاءالدين، رستاق، چاه اب،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): یوې المانۍ GIZ موسسې د تخار ٣٤ ښوونځيو ته لومړني درسي توکي ورکړي او د ښوونځیو له شوراګانو يې مالي ملاتړ اعلان کړی دی. د تخار ولايت د پوهنې رياست وياند ګل اقا ده نظري د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځینو ښوونځيو کې خيالي زده کوونکي شتون لري چې د پيدا کولو په موخه يې کمېسيون ټاکل شوی دى. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د تخار د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د کرنې تر څنګ د مالدارۍ برخې هم د پام وړ وده کړې ده. د تخار ولايت کرنې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): په تخار ولايت کې پوليسو څه کم څلور سوه کيلوګرامه ترياک او هيرويين ترلاسه کړي او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نيولي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٤): د تخار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت درقد ولسوالۍ د نشه يي توکو، انسانانو او وسلو د قاچاق پر مرکز بدله شوې ده. درقد ولسوالۍ دوه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته او اوس هم له طالبانو سره... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د تخار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دوى په سيمو کې پرمختيايي چارې نه دي ترسره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د تخار د نمک اب ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الرحمن د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٠ليندۍ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د درقد ولسوالۍ ٤٠ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو څخه بېرته نيولې ده.  د تېرې مياشتې په وروستيو کې وسله والو طالبانو د تخار ولايت درقد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته. د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٧ ليندۍ ٩٤): د تخار د درقد ولسوالۍ د موسى زيو او طاهريو سيمو اوسېدونکي ادعا کوي، چې د ملي اردو چورلکو يې کورونه په نښه کړي او د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زيانونه يې ورته اړولي دي، خو چارواکي د ملي اردو له لوري د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت نهه دولتي کارکوونکي د بډو اخيستو په تور د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو په مرسته دغه نهه تنه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د تخار امنيتي چارواکو په ينګي کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د لسو وسله والو د وژلو ادعا وکړه. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د تخار چارواکي ادعا کوي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې طالبانو دولت ته د جاسوسۍ په تور د يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژلي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٣٠لړم٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې شپږ کيلومتره پرمختګ کړى او په رامنځته شوې جګړه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي. د تخار ولايت د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان عبدالسلام... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): په تخار ولايت کې يو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د پوليسو، خپلسرو وسله والو او نورو حکومتي کسانو له لوري د زلزله ځپلو مرستې چور شوې دي. د روانې مياشتې په ٤مه په هېواد کې ډېره زوروره زلزله وشوه چې له امله يې ١١٩ کسان و وژل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د تخار يوه اوسېدونکي چې خپلې دواړه سترګې يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې، تر اوسه يې په برېل ليک شل کتابونه ټايپ کړي دي. شاه محمد د تخار ولايت د مرکز تالقانو اوسېدونکى دى، ٣٩ کاله عمر لري د ږيري او سر په ويښتانو کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې يې خواجه غار ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه کړې ده. د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخالفينو له شتونه د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د تخار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي. د تېرې چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د تخار درقد ولسوالۍ ونيوله. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې يې د دوو بهرنيانو په ګډون لس طالبان وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٦ لړم٩٤): د تخار ولايت چارواکي وايي چې د درقد ولسوالۍ د سقوط په ترڅ کې څلور امنيتي سرتېري او يو شمېر طالبان وژل شوي دي. د تخار امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار د دغه ولايت درقد ولسوالۍ نيولې ده. د ياد ولايت د... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٤لړم٩٤): د تخار چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو په مرکز تالقانو کې د نجونو يوه لېسه سوځولې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د لړم په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نا پېژاندو کسانو د مرکز تالقانو په چشمه شېر سيمه کې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٨ تله ٩٤): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى د ولسوالۍ په قراول کې وژل شوى او ځينې سرچينې وايي چې پر دغه سرتيري د طالب شک شوى و.  د ينګي کلا ولسوال عبدالمناف فيض، پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې شنبې په ورځ (... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): د تخار ولايت له مرکز تالقانو څخه د "خواخوږي خيريه بنسټ"   د عامو خلکو ٤،٥ ميليونه افغانۍ تښتولې دي.  د تالقانو د باغک سيمې اوسېدونکي او د "خواخوږي خيريه بنسټ" له لوري د جوړې شوې شورا مشر مولوي محمدنعيم د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢١ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي، د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې په پيل شويو عملياتو کې ١٨ طالبان وژل شوي او اووه امنيتي ځواکونه ټپيان دي. د ملي اردو د ضربتي لوا قوماندان بريدجنرال شعورګل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٠تله٩٤): د تخار نوى والي وايي چې له اداري فساد، ترهګرۍ او قومي تعصباتو سره مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده. محمد ياسين ضيا د تلې په ٢٠مه د تخار ولايت د نوي والي په توګه معرفي شو. په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته محمد ياسين ضيا... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د وسله والو طالبانو له شتون څخه د تخار د ځینو ولسوالیو پاکولو په موخه د ملي اردو لومړۍ ضربتي لوا نن دې ولايت ته ورسېده. د دغې لوا قوماندان بریدجنرال شعور ګل وايي، ډېر ژر به  د تخار په خواجه غار، درقد، ینګي قلعه،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٤): له کندوزه تخار ته د بېځايه شوو کورنيو يو شمېر غړي د نس ناستي او سينه بغل په ناروغيو اخته شوي دي. د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د تخار والي وايي، که د کندوز له بې ځايه شوو زرګونو کورنيو سره اړينې مرستې ونه شي، بشري ناروين به رامنځته شي. له کندوزه تخار ولايت ته شاوخوا اووه زره کورنۍ ګډوالې شوې چې د خوراک او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ... پاتې برخه
تالقان(پژواک، ١٢ تله ٩٤): کندوز ولایت کې د روانې جګړې او په بې پولو ډاکټرانو د ناټو هوايي برید له امله یو شمېر ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د دغه ولایت پرېښودو ته اړ شوي دي. د کندوز د ولایتي روغتون یوه ډاکټر عبدالمنان، پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ تله ٩٤): د تخار سرپرست والي وايي، د مخالفينو له خوا د دې ولايت اړوند د خواجه غار ولسوالۍ د نيولو مشري بهرنيو جنګياليو کوله. وسله والو طالبانو وړمه ورځ ماښام مهال د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ له نيولو وروسته د تخار پر خواجه غار... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ تله ٩٤): د تخار او کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د خواجه غار او امام صاحب ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده. نن سهار له څو ساعتونو جګړې وروسته وسله وال طالبان وتوانېدل چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ تله ٩٤): له څو ساعتونو جګړې وروسته وسله والو طالبانو د تخار خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د تلې ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درى بجې وسله والو طالبانو په ډله... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ تله ٩٤): وروسته له دې چې وسله والو طالبانو کندوز ونيو او د تخار په ځينو ولسواليو يې هم بريدونه پيل کړل، د تخار جهادي قوماندانان د يوې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ. جهادي قوماندانان چې د تلې په ٧مه د دغه ولايت په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ تله ٩٤): چارواکو د تخار ولايت د دوو ولسواليو د سقوط ادعاوې رد کړې او زياتوي چې هلته يې له وسله والو مخالفينو سره سخته جګړه پيل کړې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د تخار د ينګي کلا او اشکمش ولسوالۍ يې تر يو لړ بريدونو... پاتې برخه
تالقان- ترينکوټ (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې يوه ناوې د واده په ورځ د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده. د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوې نجلۍ فرېبا نومېده او تېره ورځ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): پوليسو په تخار ولايت کې دوه تنه له ٨٠٠ ليتره هغو تېزابو سره نيولي چې د هيرويينو په جوړېدو کې ترې کار اخستل کېږي. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توکي له سمنټو په بار موټر... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د رستاق او ينګي کلا يو شمېر اوسېدونکي د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې د ملاپيرمقُل د محاکمې غوښتنه وکړه. ملاپيرمُل ضيايي د تخار يو له مهمو او ځواکمنو قوماندانانو دی چې په رستاق ولسوالۍ کې د ډله ييزو وژنو تور هم ورباندې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ وږى ٩٤): د تخار د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دې ولسوالۍ کې د پستې د حاصلاتو کچه دوه برابره لوړه شوې ده. د یادې ولسوالۍ د خرماب سیمې اوسېدونکي مختار پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال ده او... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د تخار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د تاجکستان هېواد سرحدي پوليسو تېره شپه دوه افغان قاچاق وړونکي پر ډزو وژلي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو قاچاق وړونکو تېره شپه يو... پاتې برخه
تالقان- هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): نامعلومو وسله والو د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې يو څارنوال وژلى او دوه پوليس يې ټپيان کړي، بلخوا په هرات ولايت کې طالبانو دوه ملکي وګړي وژلي دي. د تخار د رستاق ولسوال محمد حسين پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې يو شمېر رسنۍ د مالي ستونزو له امله له چاپه پاتې دي او دفترونه يې تړل شوي دي. تصویر، نجوا، کانون الګو، احساس، الواک، اګاهي، کوکچه، طلوع آفتاب، دریاچه، عصر، افغانستان نوين، زمر، ګجران او... پاتې برخه
کندوز_تالقان (پژواک،١٧زمرى٩٤): پوليسو په کندوز او تخار ولايتونو کې څه د پاسه دوه سوه کيلوګرامه تاريک ترلاسه او په تور يې درې تنه هم نيول شوي دي. د کندوز ولايت سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د تخار د ولايتي شورا مشر وايي چې د سيمه ييزو چارواکو تر منځ د همغږۍ د نه شتون له امله په دغه ولايت کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ده. تخار پخوا د افغانستان د امنو ولايتونو په ډله کې و خو په تېر يو کال کې د دغه ولايت په اوو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ولور او واده د نورو لوړو لګښتونو له امله ځوانان ايران هېواد ته مهاجر کېږي او د بېرته راستنېدو پر مهال بيا پر نشه يي توکو روږدي شوي وي. د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي ٣٥ کلن... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د طالبانو د دوو مهمو چارواکو په ګډون پنځلس وسله وال او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٧ زمرى ٩٤): د تخار د ولايتي شورا مشر وايي چې د دغه ولايت اووه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د تخار د ولايتي شورا مشر عصمت الله قرباني د زمري په ٧مه يوې خبري غونډې ته وويل چې خواجه غار ولسوالۍ تر څنګ د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ زمرى ٩٤): د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د دريو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمداغا پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
تالقان- کندوز (پژواک، ٢٦چنګاښ ٩٤): د ګرمۍ د موسم په را رسېدو سره د نورو مېوو تر څنګ د تخار او کندوز ولايتونو د خټکيو بازار هم نوى رنګ نيولى او حاصلات يې ډېر شوي دي. د خټکيو خوږ بوى "اندلک" او "قندک" چې د تخار په للمو ځمکو کې کرل کېږي، د هر لاروي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٤): د تخار په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٢٨ طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د چنګاښ په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په تخار او غزني ولايتونو کې  ٢٣وسله وال وژل شوي او ٢٥نور ټپيان دي. د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې له تېرو دوه ورځو راهيسې په خواجه غار ولسوالۍ کې د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٤): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې له تېرو لسو ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي. څو ورځې وړاندې هم طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې... پاتې برخه
تالقان ، هرات (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٤): د هرات لپاره د طالبانو والي وژل شوى  او اته نور ملګري يې ژوندي نيول شوي ، بلخوا د تخار د بنګي ولسوالۍ اجرائيه مدير په يوه چاودنه کې وژل شوى دى. د هرات امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي نن له غرمې وړاندې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٤): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د دې ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.  د دغه ولايت د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٤): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د څلورنيم کيلومتره سړک د پخېدو چارې د المان هېواد په مرسته پيل شوې. د تخار سرپرست والي عبداللطيف ابراهيمي تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې له مرکز تالقانو ښار څخه پيلېږي او تر... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوى يو ولسوال او درې پوليس وژل شوي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٤): د تخار د  اشکمش ولسوال، د دې ولسوالۍ د مخابرې امر او د ولسوال دوه ساتونکي د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د غبرګولي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې... پاتې برخه
تالقان، کلات  (پژواک، ٢٢غبرګولى ٩٤) : په تخار ولايت کې لسګونو ديني عالمانو د برما د مسلمانونانو د ملاتړ لپاره لاريون وکړ او د داعش د بيرغ په سر يې په خپلو کې سره فزيکي شخړه وکړه. دوی په برما کې د مسلمانانو د وژنو د درېدو غوښتنه وکړه او له... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په مرکز تالقانو او څلورو ولسواليو کې پر سلګونه جريبه ځمکه سويابين کرل شوي خو کروندګر يې له حاصلاتو خوښ نه دي. له سويابينو د غنمو په ډوډۍ، شيدو، غوړو، د حيواناتو د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٤): د تخار د کرنې اداره وايي، د مرکز تالقانو په ګډون يې په ځينو ولسواليو کې د زعفرانو ۱۶ نمايشي کروندې جوړې کړې وې او ښه حاصل يې ورکړى دى. دوى زياتوي، دا کروندې يې د مرکز تالقانو ښار په ګډون په فرخار، رستاق، دشت کلا،... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٦ غبرګولى ٩٤): نا معلومو وسله والو د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ د څارنوالۍ د تحقيق امر له خپل زوى سره يو ځاى وژلى دى . د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل احمد حسيب د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣١ غويى ٩٤): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د شاوخوا شل کيلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې چې له بپشړېدو سره به يې ياده ولسوالۍ له مرکز تالقان سره ونښلول شي. د دغه ولايت د کليو پراختيا رييس رازمحمد فيض پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد... پاتې برخه
جلال اباد، تالقان، ښرنه (پژواک ٧ غويى ٩٤): چارواکي وايي، په ننګرهار کې يو ځانمرګی بريدکوونکی سره له يو د ځانمرګو بريدونو تنظيموونکي سره نيول شوى او تخار کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص شوى دى. د ننګرهار د وياند له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې له تېرو دوه ورځو ارهيسې، له ايران څخه د لسو تنو افغانانو مړي تخار ولايت ته راوړل شوي دي. ددغه ولايت د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې ډلې څخه ۷ تنه په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې وسله والو په چاه اب ولسوالۍ کې د يوه کان کېدونکي شرکت يو کيلوګرام سره زر غلا کړي دي. د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورابه په نوم د سرو زرو د کان کيندونکي شرکت... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د تخار د عامې روغتيا رياست وايي، سږکال يې د اېچ آى وي اېډز وژونکې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي، چې له دې سره په دې ولايت کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ١٨ تنو ته ورسېده. روغتيايي چارواکي اندېښنه ښيي، که په اېډز د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٦ ورى ٩٤): د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې د تالقانو په قولبرس سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شوي دي. د تخار د امنيه قوماندانۍ ویاند سمونیارعبدالخلیل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د تخار په خواجه غار او خواجه بهاالدين ولسواليو کې مېشت سيمه ييز پوليس شکايت کوي چې د څو مياشتو معاشونه يې نه دي اخيستي او امکانات يې هم کم دي. معروف احمدي، چې د خواجه غار ولسوالۍ په پل مومن سيمه کې  د سيمه ييزو... پاتې برخه
تالقان- لښکرګاه (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې په مېله ځاى کې د چاودنې له امله د دې ولسوالۍ د استخباراتو امر او امنيه قوماندان ټپيان شوي. هلمند کې هم د ملي اردو د موټر ترڅنګ چاودنې سرتېري او ملکي وګړي ژوبل کړي دي. د تخار د امنيه... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ١٥ ورى ٩٤ ) : په شمال ختيځ زون کې د ماين پاکۍ چارو د همغږۍ مرکز وايي چې د تخار ۱۲ ولسوالۍ له ماينونو او نا چاودو توکو څخه پاکې شوې دي. ددغه مرکز مشر انجنير سيداغا عتيق د وري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسواليو کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بېوزلۍ له امله د نورو کلونو په پرتله ايران ته د ماشومانو او تنکيو ځوانانو قاچاق ډېر شوى او دولت يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلی دى. د تخار د کلفګان ولسوالۍ د چارتوت کلي اوسېدنکی ۶۰ کلن... پاتې برخه
تالقان- کلات (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د تخار او زابل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې اته پوليس ژوبل شوي دي. د زابل په مرکز کلات ښار کې د مرکزي روغتون يوې سرچينې د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي دي. سرچينې... پاتې برخه
تالقان- کلات (پژواک، ٨ ورى ٩٤): په تخار، زابل او فراه  ولايتونو کې نهه پوليس او يو ملکي وګړى د نا امنيو په پېښو کې ټپيان شوي دي. د زابل په مرکز کلات ښار کې د مرکزي روغتون يوې سرچينې د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شپږ ټپي پوليس... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، يو افغان چې په ناقانونه توګه د امو سيند له لارې د تاجکستان خاورې ته اوښتى و، د تاجک سرحدي ځواکونو له خوا پر ډزو وژل شوى دى. د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د تخار د پوهنې رياست وايي چې د بوديجې د کمښت له امله دوى اړ دي د ښوونکو د معاش لپاره له زده کوونکو هره ورځ يوه افغانۍ واخلي. د تخار د پوهنې رييس عبدالقادر افغان چې د بي بي هوا په لېسه کې يې يوې غونډې ته خبرې کولې وويل،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې د مرکز تالقانو اړوند په قولبرس سيمه کې يوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده. د تخار د ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مېرمن ٢٥ کلنه ده او د موږکانو د مرګ درمل يې خوړلي وو چې وروسته يې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو په يوه کمين کې اته پوليس وژلي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې  نن سهار شاوخوا ٧ بجې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په دروازه کمپ... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٧ کب ٩٣): د تخار یو شمېر سوداګرې مېرمنې وايي، په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د ځانګړي مارکېټ د نشتوالي له کبله د دوی تولید شوي توکي، مناسب بازار نه شي موندلای. په تالقانو ښار کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د غونډې په څنډه کې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٣ کب ٩٣): د تخار د ورسج ولسوالۍ سيمه ييز اوسېدونکي وايي، د هغو اوو کليو له برخليک چې د ويغنان په سيمه کې په واوره کې بند پاتې شوي، تراوسه خبر نه لري. دوى وايي، د ورسج په ويغنان سيمه کې ٧ کلي د واورې ښويېدو له امله په واوره کې بند... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١١ کب ٩٣): د تخار چارواکي وايي، ددې ولايت په مرکز تالقانو ښار کې يوې نجلۍ خپل ځان زندۍ کړى . د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ١٨ کلنه نجلۍ نيلوفر نومېږي، چې ځان يې په ټکري (پړوني) زندۍ کړی دى... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په ورسج ولسوالۍ کې تر سلو زيات کورونه تر واورو لاندې شوي دي. د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر ماښام راهيسې د يادې ولسوالۍ په ويغنان... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ کب ٩٣): د تخار د کلفګان ولسوال وايي چې د يوه جومات ملا امام پر خپلې شاګردې جنسي تېرى کړى او ترې حامله شوې ده. د کلګفان ولسوال نوراحمد د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د زردالو درې په سيمه کې رامنځته... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٥ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، د تاجکستان امنيتي ځواکونو د امو سيند پورې غاړه، يو افغان قاچاق وړونکی وژلی او مړی يې افغان سرحدي پوليسو ته سپارلی دی. د دغه ولايت د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٥ کب ٩٣): د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په پام کې ده سږ کال سلګونه زره نيالګي تاجکستان ته صادر شي. د دې ادارې رییس انجنیر محمدسالم ساعي وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په تالقانو ښار کې د مېوه لرونکو او زينتي نيالګيو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د تخار د فرخار ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د دوو مسافر وړونکو موټرو په ټکر کې د ښځو په ګډون ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٣): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې سلګونه تنو د يوه ځايي جهادي قوماندان پرضد لاريون وکړ او نوموړى يې تورن کړ چې د ينګي قلعه ولسوالۍ د ځينو اوسېدونکو ځمکې يې غصب کړې دي. لاريون کوونکو ادعا کوله چې د امر بشير قانت په نامه يوه... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٥ دلو ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو په اشکمش ولسوالۍ لومړى پر يوې کوژده شوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړى او بيا يې وژلې ده. پوليسو د دې پېښې په تړاو د نجلۍ لېور او يو بل کس نيولي دي. د يادې کوژده شوې نجلۍ پلار وايي... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): تخار کې د هرې ورځې په تېرېدو د کارګرو او سوالګرو ماشومانو شمېر ډېرېږي، خو ددې ولايت مسوولين وايي چې د بې وزلو ماشومانو د لاسنيوي او روزنې لپاره ډېر کم مالي امکانات په واک کې لري. د ښار په بېلابېلو سيمو ، د هوټلونو او... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): د تخار يو شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه ولايت د ملي امنيت د رييس د ګوښه کولو او محاکمه کېدو غوښتنه وکړه. لاريون کوونکو ويل چې د ملي امنيت رييس جنرال نجيب الله نجيب خپل مرستيال ډاکټر سرور وهلى او له... پاتې برخه
تالقان-لښکرګاه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د تخار او هلمند ولايتونو امنيتي مسوولينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې اووه کسان له نږدې يونيم ټن نشه يي توکو سره نيولي دي. په هلمند کې سرحدي پوليس وايي چې په دوو بېلابېلو عملياتو کې يې څه کم يو ټن نشه يي توکي او... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): د تخار د ورسج ولسوالۍ د سړک پر جوړېدو ځايي خلکو ته يې پر نورو اسانتياوو سربېره د پرمختګ زمينه برابره کړې ده. ځايي خلک وايي د دغه سړک په جوړېدو د کرنيزو محصولاتو پر انتقال او اقتصادي پياوړتيا ښه اغېز لرلى دى. حبيب... پاتې برخه
خوست- تالفان (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): په خوست او تخار ولايتونو کې يو ماين خښوونکى وژل شوى او درې تنه د قتلونو په تور نيول شوي دي. چارواکي وايي د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې يو تن چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين ځای پر ځای کړي د خپل ماين چاودنې وژلی دی... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د تخار د چاپېريال ساتنې اداره وايي، د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې ځنګلونه وهل کېږي او څرځايونه په کرنيزو ځمکو اوړي چې بايد مخنيوى يې وشي. د دې ادارې رييس سيد ناصر محجوب له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٧ مرغومى ٩٣ ) : چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي له څلورو قاچاق وړونکو سره نيولي دي. د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوه هينو مو‌ټر څخه يې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې يې ۲۰ کيلوګرامه هيرويين او يو شکمن قاچاق وړونکى نيولي دي. د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وايي چې پوليسو دغه هيرويين تېر ماښام په... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه  ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز تالقانو کې د يوې کورنۍ ټول غړي مسموم شوي ، چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري... پاتې برخه
تالقان( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د تخار ولايت يو شمېر مالداران وايي، چې د هوا د سړېدو او د حيواني خوراکي توکو د کموالي له امله يې کورني څاروي هر ژمى ناروغ  او بيا مړه کېږي.د فرخار ولسوالۍ د مشتان د سيمې اوسېدونکي امام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): په تخار کې سږکال د لسګونو جنسي تېريو د پېښو پر ثبتېدو ټولنپوهانو اندېښنه ښودلې او وايي چې په دې ولايت کې جنسي بېوزلۍ پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېريو پېښې ډېرې کړې دي.په شمال ختيځو ولايتونو کې ډېر ځله پر ښځو او ماشومانو... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار په خواجه غار او بهارک ولسواليو کې د دوو تنو سپين ږيرو مړي موندل شوي دي.د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سپين ږيري چې يو يې ٦٠ او بل شاوخوا ۹۰ کلن دي، د... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): هغه پلار چې پر درى کلنې لور يې جنسي تېرى شوى وايي که تېري کوونکي اعدام نه شي ځان او اولادونه به په اور کې وسوځوي.د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکى نورالدين چې په ايران کې يې مزدوري کوله، پر لور يې د جنسي تېري د خبر تر... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٣): د تخار د مرکز تالقانو ښار په ختيځه برخه خطايان سيمه کې شاوخوا درې زره تنه د سيند د غاړو له شګو سره زر راباسي او ګټه وټه ترې ترلاسه کوي. دا کاريګر وايي چې په ژمي کې يې کاروبار له دې له امله  ښه کېږي، چې په سيند کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٣): د تخار د کرنې رياست د دغه ولايت پوليس د خوږولې بوټي  (شېرين بويه) د ناقانونه راټولونې او قاچاق د نه مخنيوي په برخه کې پر بې پروايۍ تورنوي.دا طبي بوټى چې په دارو درملو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، د تخار په رستاق، کلفګان... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢ ليندۍ ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي چې يوې ٢٢ کلنۍ نجلۍ ځان وژنه کړې ده.ځايي چارواکو ويلي چې دې نجلۍ ٢٢ کاله عمر درلود او د تخار پوهنتون  د انجينري پوهنځي د څلورم کال محصله وه.د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار خليل... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى او د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون شپږ پوليس ټپيان دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نږدې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٦ لړم ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار د ''فتح'' په عملياتو کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني نن له غرمې وروسته په تالقانو کې خبريالانو ته وويل چې ياد عمليات يې د خواجه غار په... پاتې برخه
تالقان  (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي چې پر دوو وړو نجونو جنسي تيري کوونکي پوليسو نيولي دي.د دغه ولايت امنيتي  چارواکي وايي چې د دغه ولايت اړوند په ينګي کلا ولسوالۍ کې، يوه ۱۲ کلنه نجلۍ د وسله والو له لوري تښتول شوې وه چې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢١ لړم ٩٣):د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې د يوه کېبلي پله په جوړېدو سره د لسو کليو اوسېدونکو ته ترانسپورټي اسانتياوې برابرې شوې.د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بنګي ولسوالۍ په شينګر اب سيمه کې يو کېبلي... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٩ لړم ٩٣): د تاجکستان سرحدي پوليسو د تخار د چاه اب ولسوالۍ اړوند له افغانستان سره په ګډه پوله پر افغانانو ډزې کړي او يو تن يې وژلى دى.د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره ورځ ناوخته شپږ تنو افغانانو د... پاتې برخه
کابل، تالقان ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د تخار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نوي کابلبانک اداره او کارکوونکي په ناکارۍ تورنوي او زياتوي چې ددوى کارونه ژر نه تصفيه کوي.د نوي کابلبانک دفتر چې د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د جامع جومات په کوڅه... پاتې برخه
تالقان ( پژواک ١٤ لړم ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې په دې ولايت کې يوې مور خپله نوې زېږدلې لور وژلې ده.د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار خليل الله اسير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د ينګي قلعه ولسوالۍ د خواجه حافظ په... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د تخار د ښځو چارو رييسه وايي چې د تاوتريخوالي د مخنيوي او د عدالت غوښتنې په برخه کې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.رزم ارا حواش پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر په پرتله اوس د تاوتريخوالي ډېرې پېښې چې پټې به پاتې کېدې، رسمي... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : په تخار ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او ٣٦ نور ټپيان شوي دي.دا دواړه پېښې نن د لړم په ٦مه، سهار مهال ددې ولايت په مرکز تالقانو ښار او رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٧ تله ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار ولايت  په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي او اته نور يې ټپيان شوي دي.د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيارعبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ۵ بجې طالبانو د دې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٩ تله ٩٣): د تخار په ولايت کې د پيازو حاصلات٤٠ سلنه ډېر شوي،خو کروندګر وايي چې د  ټيټو بيو له امله به ډېره ګټه ونه کړي.د مرکز تالقانو د ''خطايان'' د سيمې اوسېدونکى عبدالجبار چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې پياز کرلي وايي، سږ کال... پاتې برخه
جلال اباد، تالقان ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام مهال د خوګياڼو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): د تخار  ولايت په  بهارک ولسوالۍ چاودنې يو ملکي وګړی  وژلى او شپږ  تنه نور يې ټپيان کړي دي.د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر د يادې ولسوالۍ په بازار کې د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): په  تخار ولايت کې د وسله والو د ممکن نفوذ او له کندوز ولايته د ور اښتو وسله والو د مخنيوي په موخه  چاڼيز عمليات پيل شوي دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا عمليات له تېرو... پاتې برخه
کابل- تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): د افغانستان په شمال ختيځو سيمو د هندوکش غره په ساحو کې نن سهار زلزله شوې ده.د امريکا د جيولوجي سروې ادارې د تلې په ٦مه خبر ورکړى چې دا زلزله د افغانستان پر وخت نن سهار په څه کم اووه بجو وشوه.سرچينې زياته کړې چې زلزله د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٤ وږى ٩٣): د تخار د طالبانو د پوځي کمېټې د مسوول مفتي عبدالرحمن په ګډون چې په پلنګ مشهور دى، څلور هغه وسله وال نيول شوي چې د دغه ولايت پر زندان يې د بريد هوډ درلود.د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وږي په ٤مه په خبري... پاتې برخه
تالقان-غزني (پژواک  ٢ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې په تخار  ولايت کې د نښتو له امله اته وسله وال طالبان  او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او اوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونه... پاتې برخه
تالقان ( پژواک،  د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : په تخار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ديني عالمان مړه شوي دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د تالقان او... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې يو نامسوول وسله وال قوماندان او دوه ملګري يې له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.د فرخار ولسوالۍ امنيه قوماندان علي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٩زمرى ٩٣):د تخار ولايت  په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې څلورو تنو سيمه ييزو  پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  تېر... پاتې برخه
تالقان  (پژواک ١٩ زمرى٩٣):دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزير وايي،چې دمخابراتي شرکتونو په ډېرېدو سره يې  کلني عواید ۲۰۰ ميلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.انجنیر اميرزي سنګین ، چې په تالقانو کې يې د درېیو مخابراتي پروژو د پرانيستې په غونډه کې خبرې... پاتې برخه
محمود راقي ،تالقان (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت د تګاب  ولسوال د ماين په چاودنه کې ټپي شوى او بلخوا په تخار ولايت کې څلور وسله وال وژل شوي دي .د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٤  زمرى ٩٣): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي  مړه او درې نور ژوبل شوي دي.د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ″ذاکر″ په... پاتې برخه
تالقان(پژواک، ٧زمرى ٩٣): په تخار ولايت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه زيات شوي دي. د تخار ولايت د کرنې رياست د ترويج مديرعبدالاحد رادمراد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال په اوږدو کې ددغه ولايت په مرکز او ١٦ ولسواليو کې پر... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ٩ تنه وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان  دي. دغه پېښه نن له غرمې مخکې ١١ بجې، د يادې ولسوالۍ د بازار په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې په موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٢٨چنګاښ٩٣):د تخار د رستاق ولسوالۍ ځينو پولیسو له ینګي کلا ولسوالۍ څخه ۶۰ څاروي غلا کړي او یادې ولسوالۍ ته یې بیولي دي.د رستاق ولسوال عبدالمناف فیضي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې وړمه شپه د ینګي کلا ولسوالۍ په کفتر علي سیمه کې یوه رمه غلا... پاتې برخه
تالقان (پژواک  ٢٣ چنګاښ ٩٣): په تخار ولايت کې یوه ۲۰ کلنه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بي بي حوا په نوم دا مېرمن څو ورځې مخکې وژل شوې او نن  يې په تالقانو ښار کې مړى... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د تخار امنيتي چارواکي وايي ، چې ددغه ولايت په بنګي ولسوالۍ کې يوه ناوې د خپل خسر د وهل ټکولو له امله وژل شوې ده.د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياده پېښه... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د تخار ولايت د خټکيو په حاصلاتو کې ٨٠ سلنه ډېروالى راغلى خو کروندګر يې لا هم چینجى د پالېزونو پر وړاندې ګواښ بولي.د مرکز تالقانو په ګډون دشت کلا، چاه اب، رستاق، بنګي، شکمش، نمک اب، کلفګان، بهارک او هزار سمچ د تخار هغه... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ٤ چنګاښ ٩٣ ) : د تخار د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د بادي برېښنا د توليد لپاره لومړنۍ څېړنې پيل شوې دي.ددغه ولايت د برېښنا شرکت مشر حاجي محمد مومند د چنګاښ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٣٠ غبرګولى٩٣): د تخار ولايت د ټاکنو د شکایتونوکمېسیون یوه کمشنر برنا صالحي له خپلې دندې استعفا وکړه.صالحي دغبرګولي په ٣٠ د يوې خبرې غونډې پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورن کړ،چې د مشخص کانديد په ګټه یې درغلۍ کړې دي.هغه وویل:((له خپلې... پاتې برخه
تالقان(پژواک ٣٠غبرګولى٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي،چې ددې ولايت ۷۰سلنه اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړى دى.د تخار د کلیو او پراختیا رییس  پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکو اوبو برابرولو چارې یې لا له وړاندې پیل کړې دي، په کلیواو بانډو کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): په تخار ولايت کې د مسګرۍ صنعت د ورکېدو په حال کې دی.د دغه صنعت کارګر وايي، تر پخوا يې کاروبارو خورا کمزورى شوى، تر دې چې نه شي کولاى له دغه مسلک څخه ګټه ترلاسه کړي.څلوېښت کلن عبدالله د تالقانو ښار د ″نيلګري کوڅې″ په یوه... پاتې برخه
 تالقان(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):د تخار اوسېدونکو په پراخه کچه په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړ  او د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستي وو.د دويم پړاو ټاکنې په تخار کې ۰۷:۲۰ دقيقې په رسمي توګه پيل شوې؛ خو د دغه ولايت ډېر  شمېر اوسېدونکي له ۰۵:۳۰ څخه... پاتې برخه
لښکرګاه-تالقان (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): په هلمند او تخار ولايتونو کې د پېښو او عملياتو په ترڅ کې دوه ښځې او څلور وسله وال وژل شوي او د جندالله ډلې دوه غړي نيول شوي دي.د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې... پاتې برخه
تالقان(پژواک ٢٠غبرګولى ٩٣): د تخار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د جندالله ډلې دوه مهم غړي نيولي دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تخار د بنګي ولسوالۍ په تاقه چنار سيمه کې د ياد غورځنګ دوه مهم غړي هر يو دوستم... پاتې برخه
تالقان ( پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : د بدلون او دوام ډلې دوو مخکښو مشرانو په تخار ولايت کې ديوې پراخې غونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چې د برياليتوب په صورت کې به يې ستونزې هواروي.دغه غونډه  دغبرګولي په ٢٨مه، د تخار په رستاق ولسوالۍ کې جوړه شوې وه،... پاتې برخه
تالقان(پژواک،١٣غبرګولى٩٣): د تخار امنيه قوماندان وايي، چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو ډلو ملاتړي دي.د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني د غبرګولي په ١٣ مه د وسلو سپارلو په يوه پروګرام کې وويل، چې په مرکز او يو شمېر... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د تخار په مرکز تالقانو کې د اوبو رسونې پروژې په بشپړېدو د دغه ښار درې زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې.د دې پروژې چې د "پاکو اوبو شبکه" بلل کېږي، چارې يې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې وې او څو ورځې مخکې پاى ته ورسېدې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): په تخار ولايت کې د سراچه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د دوو زده کوونکو په ګډون درې تنه مړه او اته نورې زده کوونکې ټپيانې شوې دي.د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د غبرګولى په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د تخار د ولايتي شورا په لسګونو هغه نوماندان چې د پايلو په لومړي لېست کې نه دي راغلي، لومړنۍ پايلې نه مني او د ټولو رايو د بيا شمېرلو غوښتنه کوي.ولايتي شورا ته يو نوماند حاجي محمد حسين حسيني چې په لومړي لېست کې يې نوم نه... پاتې برخه
تالقان(پژواک ٧ غبرګولى٩٣):د تخار چارواکي وايي، چې لا هم نامسووله وسله وال د دغه ولايت د امنيت لپاره ګواښ دي.د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي "ډاياګ پروګرام" ته د وسلو سپارلو په مراسمو کې وويل، چې که څه هم د لسګونو نامسولو وسله والو ډلو په بې وسلې کولو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د تخار د لويې لارې پوليسو لپاره د يوه مرکز په جوړېدو سره به د تخار- بدخشان او د تخار-کندوز لويې لارې خوندي شي.د تخار چارواکو دا څرګندونې د  مرکز تالقان ښار اړوند په تنګي سيمه کې  د پوليسو د دغه مرکز د ودانۍ د... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٦ غبرګوالى ٩٣): د تخار د عامې روغتيايي چارواکي وايي، چې د نړيوالو ادارو د مرستو له امله  په  دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه پراخ شوي دي.چارواکي وايي، په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، چې له امله يې د دغه... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د تخار د ټاکنو د کمېسيون رييس وايي، خپل٤٠ سلنه هغه کار کوونکي يې له دندو کوښه کړي، چې په تېرو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې وې.روح الله موسوي له پژواک سره په مرکه کې وويل، يوه کمېټه يې ټاکلې، چې درغلي کوونکي کارکونکي وپېژني څو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د تخار په اشکمش او چاه اب ولسواليو کې تالندې او سېلابونو درې تنه وژلي او څه باندې۴۰ کورونه يې نړولي دي.د تخارد والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، وړمه ورځ ناوخته د چاه اب ولسوالۍ په ذکر اباد کلي کې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د تخار په هغو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې، چې له دې مخکې د ناامنيو له ګواښ سره مخ وې.ولايتي چارواکو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت او د دويم پړاو ټاکنو د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د تخار پوهنتون په زرګونو محصلينو د درسي اعتصاب په ترڅ کې د خپلو استادانو پر مخ د پوهنتون دروازه هم تړلې ده.د تخار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل شېردل طاهري د غويي په ٢٩مه د لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): په تخار کې ۷ ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو ۳۰زره زده کوونکو ته د زده کړو د سم چاپېريال زمينه برابر شوه.د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند ګل اقا دهنظري د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ په چال، بنګي، شکمش،... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د تخار د خواجه بهاالدين په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او د سرحدي پوليسو د دوو سرتېرو په ګډون ۱۶تنه ټپيان شول.د خواجه بهاءالدين ولسوال احمدجاوېد د غويي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه  نن... پاتې برخه
تالقان (پژواک، ٢٤ غويى ٩٣): کتاب سره د ملګرتيا او مطالعې سره د خلکو د مينې ډېرېدو په موخه، د تخار ولايت په تالقانو کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی دى.دغه نندارتون نن د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او په تالقانو کې د ځينو کتاب پلورنځيو له لوري... پاتې برخه
تالقان-هرات (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په تخار او هرات کې د کورني تاوتريخوالي له امله ٣ مېرمنې وژل شوې دي.چارواکي وايي، چې يوه مېرمن  د خپل ناسکه زوى له خوا په تخار کې وژل شوې او په هرات کې دوو مېرمنو خپل ځانونه په دار ځړولي دي.د تخار د والي وياند سنت... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د تخار د مرکز تالقانو او هزار سُمچ ولسوالۍ ۴،۵ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې.چارواکي وايي، له دغه سړک څخه به د تالقانو او هزار سُمچ ولسوالۍ څه باندې۶۰ زره کورنۍ ګټه اخلي او د رستاق او بهارک ولسوالۍ به هم له تالقانو سره... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې د فرخار ولسوالۍ اړوند په يوه کور کې پر ښځه او خاوند لاسي بم چاودېدلى او وژلي يې دي.د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د غويي په ٢٢مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه نهه نيمې بجې د... پاتې برخه
تالقان-سرپل (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د تخار او سرپل ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې په خپلمنځي وسله والو نښتو کې د تخار درېيو ناقانونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دغه ولايت د امنيه... پاتې برخه
تالقان (پژواک،١٨غويى٩٣): د تخار چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې سېلابونو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي، نن په تالقانو کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې له پرون راهيسې د دغه ولايت په شکمش،... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د تخار ولايت د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي د ښوونځيو لپاره ودانۍ او مسلکي ښوونکي غواړي.د دغه ولايت د يو شمېر سيمو د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي وايي، چې د ودانۍ او درسي خونو د نشتوالي له امله د څو ټولګيو شاګردان يو ځاى... پاتې برخه
هرات-تخار- ترينکوټ (پژواک ١٥ غويى ٩٣): په تخار، هرات او لوګر ولايتونو کې د عملياتو او ځينو امنيتي پېښو پر مهال ٤ پوليس او ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او٢١ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.د تخار امنيتي چارواکي وايي، په څلورو ولسواليو کې د شوو عملياتو په... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د ولسوال په ګډون ۷ نور ټپيان دي.د ياد ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمې د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي ، کله چې... پاتې برخه
تالقان – غزني(پژواک،١٤غويي٩٣): چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې ٦طالبان وژل شوي او ١٢ يې ژوندي نيولي دي.د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په چاه اب او رستاق ولسواليو کې يې ، ۳ وسله وال وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي نيولي دي.ددغه ولايت د امنيه... پاتې برخه
غزني ښار-تالقان (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د غزني او تخار ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې څلورو پوليسو او ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٩غويي٩٣):د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې پيل شويو څېړنو وښوده، چې په دغه ولايت کې زعفران ښه حاصل ورکوي.د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز تالقانو په ګډون... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٨غويى٩٣): د تخار ولايت د مدني ټولنې يو شمېر فعالينو او خبريالانو د تالقانو ښار د پاکولو کمپاين پيل کړ.په دغه کمپاين کې د دولتي ادارو ځينو رييسانو، د پوهنتون استادانو، هټيوالو او د تالقانو ښار په سلګونو اوسېدونکو ګډون کړى وو.په تالقانو... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٧غويى٩٣):د تخار په اوو او د کندوز د څلورو ولسواليو په کرنيزو ځمکو کې د کروندې له منځه وړونکي ملخان پيدا شوي دي.د تخار کروندګر وايي، دغه ملخان د دشت کلا، خواجه غار، ينګي کلا، خواجه بهاالدين، چاه اب، رستاق او د کلفګان ولسواليو په سلګونو... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٥غويى٩٣):د تخار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه په قاچاقي توګه  په نوي ليبلونو تاريخ تېر  او بې کيفيته درمل را وارېدېږي.په دغه ولايت کې د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکټر محمد حسن بسيج  پژواک... پاتې برخه
تالقان(پژواک،٥غويى٩٣):د تخار د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې رييس وايي، چې په مرکز تالقانو او لسو ولسواليو کې يې د ۱۷ ټولګټو پروژو چارې پيل کړې.انجنير راز محمد فيض د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو پروژو کې د پلونو، استنادي ديوالونو... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٣ غويى ٩٣): د تخار امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز تالقانو کې يو تن خپله مور د تومانچې په ډزو ټپي کړې او وروسته يې خپل ځان هم وژلى دى.د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٣مه، پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
تالقان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د تخار په مرکز تالقانو کې انټرنېت کارونې له کتاب لوستنې او نورې مطالعې سره د خلکو مينه کمه کړې او د تېر په پرتله يې د کتاب پلورنځيو بازار هم سوړ کړى دى.تر څلورو پنځو کلونو مخکې په ياد ښار کې د کتابونو پلورنې... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د تخار زلزله ځپلې کورنۍ وايي، چې لومړنيو توکو ته د نه لاسرسي تر څنګ يې ډېر ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.سلګونه دغه کورنۍ کابو تېره اونۍ په رستاق ولسوالۍ کې د سختې زلزلې او ځمکې خوښيېدنې له امله دشت کلا ولسوالۍ ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک،٣٠ورى٩٣):د تخار ولايت چارواکي وايي،چې تېره ورځ ناوخته د ايران حکومت  شپږ افغانان اعدام کړي دي.د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د وري په ٣٠ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا شپږ تنه  د تخار اوسېدونکي وو او په ايران کې يې... پاتې برخه
فيض اباد (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): په بدخشان ولايت کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٤٥ کورونه نړېدلي او سېلاب ځپلې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.د بدخشان د والي وياند احمد نوين فروتن وايي، چې دغه سېلابونه پرون د کشم ولسوالۍ د شاخدان او بلوچ په کليو کې د سختو... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي ، چې په  رستاق ولسوالۍ کې ١٢ کورونه تر ځمکې لاندې شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.دغه پېښه تېره شپه د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيراب نومي کلي، چې ۱۲۰ کورونه په کې دي تر سختو بارانونو وروسته... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د تخار امنيتي ځواکونه، د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو د فعالانو، د خبريالانو د ټولنې او امنيې قوماندانۍ د رهبرۍ له لوري وستايل شول.په همدې موخه د ياد ولايت د ښځو چارو په رياست کې جوړ شوې غوندې ته د ښځو چارو رييسې رزم اراحوش... پاتې برخه
فراه، چغچران، تالقان (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د فراه، غور او تخار ولايتونو امنيتي ځواکونه د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينګښت د هڅو له امله وستايل شول.د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د شنبې په ورځ (د وري په ١٦مه) ترسره شوې، چې ميليونونو افغانانو په کې ګډون... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د تخار د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې د پنځه سوو زرو د رايې ورکولو د کارت لرونکو کسانو له ډلې ۳۳۴۸۷۱ تنو په ټاکنو کې ګډون کړی او خپلې رايې يې کارولې دي.د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر روح الله موسوي پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د تخار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ له  کانديدانو شکايتونه نه دي شوي.د کمېسيون مشر برنا صالحي د وري په ١٨مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د ټاکنو له بهيره تر اوسه په... پاتې برخه
تالقان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د تخار ولايت د فرخار امنيه قوماندان، يو قومي مشر د خپل د خوښې کانديد ته د رايې نه ورکولو په غبرګون کې وهلى ټکولى او دوه تنه نور يې بنديان کړي دي.د صفرمحمد په نوم وهل شوي قومي مشر او د کندوز د خان اباد پخواني ولسوال، چې تر... پاتې برخه
تالقان (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو مرستيالانو، د تخار ولايت اوسېدونکو ته د امنيت د ټينګولو او د اسلامي شريعت د پلي کولو ژمنې ورکړې او يوه پخواني جهادي قوماندان، د عبدرب الرسول سياف له کانديداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ. د ولسمشرۍ... پاتې برخه