د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زرغونه صالحی

Article Images

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د افغانستان د صنايعو ټولنې د کابل ښار د پلچرخي کوچني صنعتي پارک نږدې سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله له يادې سيمې د نظامي تاسيساتو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. چارواکو ويلي، په دغه بريد کې چې موخه يې د بهرنيانو د جي فور اس (... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): د ١٣٩٧ کال لړم مياشت کې د ژنيو په ښار کې د افغانستان لپاره د بروکسل ناستې دوه اړخيزه ژمنو د تعقيب لپاره د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه ناسته ترسره کېږي. د راپور پر بنسټ، ګډونوالو په هغې ناسته کې چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٦ کب ٩٦): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په روان کال کې د ملکي او نظامي برخو ٩٥ لوړپوړي چارواکي په سزا محکوم کړي او دغه راز يې د پنځه ميلياردو افغانيو د بېرته راګرځولو حکم کړى دى. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د عدليې وزير وايي، اوسمهال د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې په بېلابېلو تورونو ٧٨٤ ماشومان ساتل کېږي. عبدالبصير انور، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، ياد شمېر ماشومان د کابل، هرات، فراه، هلمند، وردګ، ننګرهار،... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو او سون لرګيو بيې راټيټې شوې؛ خو د نورو توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حالت پاتې دي. د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي حاجي ميرحسين پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
کابل (پژواک،۸سلواغه۹۶): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په تورخم بندر کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتي توکو ته د جعلي تصديق پاڼو  وېشلو له لارې د سوداګرو لسګونه ميليون افغانۍ حيف و ميل شوې دي. مېوې، سابه، چرګان او د چرګانو غوښه، هغه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو ترڅنګ د تېلو او سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د قزاقي اوړو بيه راټيټه شوې ده. د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٦): د افغانستان مرکزي بانک مشر وايي، د هېواد د تبادلې کچې په زېرمو کې د ٥٠٠ زره ډالرو زياتوالى راغلى او د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت راټيټېدل په هېواد کې د شته سياسي ناندريو له امله دي. د ١٣٩٥ لمريز کال د مرغومي په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د کابل پوليس وايي، د نهمې حوزې په بنايي سيمه کې د پوليسو او د نشه يي توکو د هټيوالو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې يو هټيوال ټپي شوى او د پوليسو يو رينجر سوځېدلى دى. د کابل د امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک خبري... پاتې برخه
کابل(پژواک،۶مرغومی۹۶): د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې دې  د کابل ښار د جمهوريت، جناح، شيخ زاهد، يونيک او وزير محمد اکبر خان روغتونونو له لارې له دولت سره په ګډه کار وکړي. د عامې روغتيا وزارت،... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې، په هېواد کې د پانګونې کچې پر کموالي او د بې روزګارۍ زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته يې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د سواګرۍ او صنايعو خونې لومړي... پاتې برخه
کابل( پژواک،۴مرغومی۹۶): د افغانستان د سولې عالي شورا، په هېواد کې د سولې د ټينګښت  لپاره د خوشبينۍ څرګندولو ترڅنګ، له طالبانو سره د سولې د رسمي خبرو اترو  د پيلېدو د حرکتونو خبر ورکړ او له ديني عالمانو يې وغوښتل چې له دغه بهير څخه ملاتړ... پاتې برخه
کابل (پژواک،۳مرغومی۹۶): چارواکو د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې په کلنۍ ناسته کې، سانسور ته د ځينو رسنيو د اړ ايستلو په اړه وويل چې دغې کمېټې د خبريالانو پرضد د تاوتريخوالي د ۷۱قضيو ته رسيدګي کړې ده. ياده شوې کمېټه چې له حکومتي، د افغان خبريالانو او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): چارواکي له اروپايي هېوادونو څخه په زوره د زرګونه افغان کډوالو له رايستلو څخه د مخنيوي کولو خبر ورکړى او وايي، چې سږ کال په ايران او پاکستان کې ١،٢ مليون هغه افغان کډوال ثبت شوي؛ چې د اوسېدو قانوني جوازونه نه لري. نن د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د وريجو بيه لوړه شوې، خو د سرو زرو بيه راټيټه شوې ده. کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ... پاتې برخه
کابل(پژواک،۲۱ليندۍ۹۶): د غزني ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونه، دغه ولايت ته د حکومت د نه پاملرنې له امله نيوکه کوي او وايي چې حکومت او خصوصي سکتور بايد شته وړتياوو ته په پام سره په غزني کې پانګونې ته پاملرنه وکړي. د غزني د سوداګرۍ او صنايعو خونې د... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د نورستان والي وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې د ١٥٠ کيلومتره سړک د جوړېدو تر څنګ د يوه روغتون او پنځو ښوونځيو ودانيزې چارې پيل شوې او د ولايت امنيتي وضعيت هم ښه شوى دى. د دغه ولايت والي حافظ عبدالقيوم نن... پاتې برخه
KABUL, Nov 26, 2017: Ali Ahmad Usmani, minister of energy and water, giving a speech in 4th Water and Power discussions. PAJHWOK/Fayaz Omari
  کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير په هېواد کې د اوبو د تنظيم په برخه کې د فساد له شتون څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، ځواکمنه مافيا چې ملاتړ هم لري، د هېواد د سترو بندونو په کار کې د ستونزې رامنځته کېدو او... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١١ لړم ٩٦): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون وايي چې د "خيالي مامورينو" شمېره ډېره ناڅيزه ده او د ملکي خدمتونو د ١٧ زره تشو بستونو لپاره به ډېر ژر رقابتي ازموينه واخيستل شي.  د ياد شوي کمېسيون مشر محمد نادر نادري... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٠ لړم ٩٦): د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمو کې د هېواد د٣.٧ ميليونه وګړو د ژوند کولو په اړه د "سيګار" راپور ناسم دى. د یوه راپور له مخې، د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٥تله ٩٦): په روان کال کې کابو ٢٦٠زره افغانان د نا امنيو او د پوره خوړو نه شتون له امله له خپلو سيمو څخه کډه شوي او يو پر درېيمه برخه افغانان په نا امنو سيمو کې ژوند کوي  چې د خوړو ښه خونديتوب نه لري. چارواکو دغه شمېر نن په کابل... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٤تله ٩٦): افغانستان چې په دې وروستيو کې يې د تغذيوي خدمتونو د پراختيا لپاره د نړىوال حرکت غړيتوب ترلاسه کړى دى، د تغذيوي او خوړو د خونديتوب ملي اجنډا يې اعلان کړه او نړيوالې ټولنې له دغې اجنډا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دغه راز هغه... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٣تله ٩٦):د مخابراتو وزارت يوه شرکت ته چې غواړي په افغانستان کې د پوستي خدماتو په برخه کې پنځه ميليون ډالر پانګونه وکړي، د فعاليت جواز ورکړ او اعلان يې وکړ چې ډېر ژر به لا غوره او ارزانه انټرنټي خدمتونه وړاندې شي. د مخابراتو او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٦): کابل کې د "نجلۍ" ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې لا هم ډېرى افغان نجونې له بېلابېل ډول تاوتريخوالي سره مخ دي، شاوخوا دوه ميليونه يې له ښوونځيو پاتې او په لوړو ټولګيو کې ٧٠ سلنه نجونې د ښوونځيو پرېښودو ته اړ ايستل کېږي.... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٧تله٩٦): په کابل  کې د سيمې د لسو هېوادونو استازي راټول شوي څو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ګډې سيمه ييزې ستراتيژۍ د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړي. په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې نن د افغانستان له نشه يي توکو سره د... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٦تله ٩٦): د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د نويو مرستو ستراتېژي جوړوي چې له مخې يې د افغانستان پر اړتياوو، عامه او خصوصي ګډون تمرکز زياتېږي. د اسيا پراختيايي بانک مرستيال وينکاي زنګ( Wencai Zhang) پرون په ارګ کې له ولسمشر محمد... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٥تله٩٦): نن په کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د سرو زرو، غوړيو او بورې بيې يو څه ټيتې شوې دي؛ خو د نورو لومړنيو توکو بيې په خپل حال پاتې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرۍ خونې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١١ تله ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې د صادراتو د ملي سټراټېژۍ مسوده به ډېر ژر د تصويب په موخه سترې اقتصادي شورا ته ولېږل شي. د يادې خونې د عامل عمومي مشر عتيق الله نصرت، په هغه ناسته کې چې د صادراتو د ملي... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٨ تله ٩٦): د افغانستان د روڼتيا څارسازمان او ځينو نورو مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي تصويب د حکومت د ژمنو خلاف وباله او ټينګار يې وکړ چې که   حکومت د فساد له منځه وړلو اراده لري، بايد له فساد سره د مبارزې خپلواک... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٨ تله ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او غوړيو بيې راټيټې شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢تله٩٦):د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست د حکومت د لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل چې حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلکه اراده لري او ولسمشر به د خپلې کاري دورې په ختمېدو سره په سوله ييزه توګه واک سپاري. د ولسمشر د وياند د دفتر... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢٩وږى٩٦): افغان ولسمشر سبا له خپل امريکايي سيال سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ملګرتيا او د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياوو د لوړولو په اړه بحث او خبرې کوي. دغه راز ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٥وږى٩٦): د اسلامي پراختيايي بانک افغانستان ته د کابل ښار  د حلقوي سړک جوړونې پروژه کې د لګښت لپاره ٧٤ميليون امريکايي ډالره له ټکټانې پرته او اسانه پور ورکوي. د دغو پيسو تړون، نن د افغانستان د ماليې وزارت د مرستو د انسجام د عمومي... پاتې برخه
کابل(پژواک،٢١وږى٩٦): د مدني ټولنې بنسټونه وايي، حکومت دې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي سټراټيژۍ په طرحه کې ددوى دوه غوښتنې (له فساد سره د مبارزې د موازي بنسټونو لغوه کېدل او له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواک کميسيون جوړېدل) په پام کې نه دي... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٠وږى٩٦): د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې له بريد وروسته چې د طالبانو د نظام ړنګېدلو لامل شو، په افغانستان کې ځينې مثبت بدلونونه رامنځ ته شول؛ خو وروسته د وضعيت په ګډوډېدو سره افغانستان له ستونزو سره مخ شو چې اوس هم دوام لري. په هغو... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېر (٢١) نېټې په پرتله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت راټيټېدو له امله د سرو زرو، بورې، غوړيو او اوړو بيې يو څه لوړې شوې دي.  د کابل ښار شهزاده سراى صرافانو ټولنې د معلوماتو پر... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٨زمرى٩٦): د روان کال په لومړۍ ربع کې د کار کسب د وضعيت تازه سروې ښيي چې د هېواد کاروباريان د خپل کاروبار په اړه خوشبين دي؛ خو د تېر کال د ورته وخت په پرتله يې د خوشبينۍ کچه کمه شوې ده. د روان ١٣٩٦ کال د لومړۍ ربعې د کار کسب د وضعيت... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٨ زمرى ٩٦):د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال، له سوداګرۍ او صنايعو خونې څخه د صنايعو برخې بېلولو او د کانونو او صنايعو خونې رامنځته کولو په اړه د ولسمشر حکم غير قانوني وباله او وايي چې دغه اقدام د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ يو درز رامنځته... پاتې برخه
کابل(پژواک،١٦زمرى٩٦): د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې نن د صنعت د ودې، کانونو د غير قانوني استخراج د مخنيوي  او د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب په موخه کار پيل کړ. ولسمشر د روان کال د غويي مياشتې په لسمه نېټه له سوداګرۍ او صنايعو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په راتلونکې يوه نيمه مياشت کې به په افغانستان کې د رادار د نوي سيسټم په لګولو سره د افغانستان فضا لا ډېره خوندي شي او الوتنو ته به د زياتو اسانتياوو د برابرولو له لارې د دولت په عوايدو کې لوړوالى راشي. رادار  (Radar... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٨ زمرى ٩٦): حکومتي چارواکي په هېواد کې د انساني قاچاق لوړې شمېرې د اندېښنې وړ بولي او وايي چې افغانستان لا هم د انسان د قاچاق لوړې شمېره لري، خو په دې برخه کې کره شمېرې نشته. د عدليې وزارت د بشري حقونو د ملاتړ ادارې مشر عبدالوحيد... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢ زمرى٩٦): ولسمشرۍ ماڼۍ د موبايل له لارې د معاشونو د ورکولو د ازمايښتي بهير پيلېدو او د عوايدو د راټولولو د مرکز د جوړېدو د پرېکړې خبر ورکړ او په ورته وخت کې يې د ګوندونو لپاره د سياسي ډګر پر پراختيا په ټينګار سره وويل چې ډېر ژر به په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢۵ چنګاښ ٩٦): يو شمېر چارواکي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د رسنيو او مدني بنسټونو د رول مهم بللو ترڅنګ دا مني چې لا هم د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې فساد موجود دى او بايد په دې برخه کې اړين ګامونه پورته شي. دغو چارواکو نن... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني خپل وروستي سفرونه له لاسته راوړنو ډک وبلل، د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د ترانزيټ د ډېرو لارو د پرانېستل کېدو يې خبر ورکړ او ويې ويل، د افغانستان هوايي ځواکونه به تر ٢٠٢٠ کال پورې په اساسي ډول مجهز شي.... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسمشر محمداشرف نن د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز رسماً پرانیست. په  حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې  په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هند سفیر، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د "جوانان همګام افغانستان" ټولنې نن کابل ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې له خلکو په ځانګړي ډول د هېواد له ځوانانو وغوښتل، څو قومي، سمتي او مذهبي تعصبونه يوه لوري ته کړي او د ملي يووالي او سولې لپاره کار وکړي. په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): په افغانستان کې د هغو مېرمنو شمېر چې د خپلو عوايدو د لګښت واک لري، د هغو مېرمنو په پرتله چې شخصي ملکيت لري، زيات دى. دا معلومات د افغانستان د روغتيا او ډيموګرافي سروې ده چې د مرکزي احصايې ادارې او عامې روغتيا وزارت له... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): د افغانستان ماليې وزارت وايي چې په ياد وزارت کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره يې د پيسو نړيوال وجهي صندوق ٦،٢ ميليون ډالره اعتباري اسانتيا ترڅنګ؛ د هڅونې په توګه د نړيوال بانک ١٨٩ ميليون ډالر هم ترلاسه کړي دي.  ... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او تېلو بيې راټيټې شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سون توکو بيې لوړې شوې، خو د اوړو، وريجو او سرو زرو بيې راټيټې شوې دي. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد وايي، د کډوالو چارو وزارت نه يوازې چې انزوا کې شوى، بلکې د کډوالو د حکومتولۍ پر وړاندې ستر خنډ دى او خپل اعتبار يې هم بايللى، خو د کډوالو وزير بيا دا خبره نه مني. د يادې ادارې څېړنه... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): يو شمېر سياسي کارپوهان وايي، د رياض نړيواله ناسته د افغانستان لپاره داسې يو فرصت دى، چې بايد هېواد کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو او د دې کار د پايلو په اړه څرګندونې وکړي. په دغه ناسته کې د ګډون په موخه د هېواد... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې، خو د بهرنيو اسعارو په پرتله د افغانيو ارزښت يوڅه لوړ شوى دى. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن... پاتې برخه
کابل(پژواک، ٣٠ کب ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د نوي کال د هر کلي په موخه د ارګ په انګړ کې يو نيالګى کېښود، خو ټاکل شوې چې په نوي ١٣٩٦ لمريز کال کې د هېواد په کچه ٢٦ ميليونه نيالګې کېنول شي. د ارګ له مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٥): په افغانستان کې د زېربنايي ودانيزو پروژو په اړه يوه تازه څېړنه ښيي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې برخه کې د روڼتيا نه شتون، شخصي جيبونو ته د ميلياردو ډالرو د غورځېدو لامل شوي دي. دغه څېړنه، چې د افغانستان روڼتيا د څار... پاتې برخه
کابل (پژواک ٥ کب ٩٥): د هېواد ولسمشر په کابل کې له پوځي پوهنتون څخه د افسرانو د فراغت په مراسمو کې له فساد څخه د مخنيوي ترڅنګ د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل، څو خپل خلک د تل لپاره د باغيانو او ځانمرګو له شره خلاص کړي. ولسمشر محمد اشرف... پاتې برخه
 کابل (پژواک،٢٨مرغومى ٩٥): يوه سروې ښيي چې اوسني حکومت کې د تېر په نسبت فساد زيات او د خلکو اقتصادي وضعيت نورهم خراب شوى، ډيرى خلک د سولې بهير په برياليتوب باور نه لري او زيات شمېرخلک هېواد کې د نا امنيو اصلي عاملين بهرني ځواکونه بولي.... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٥): د افغانسان د کارګرو ملي ټولنه (امکا) له حکومته غواړي، چې له دولتي ارګانونو سره د "دغې ټولنې د ملکيتونو" د مصادرې په اړه له خپلې پرېکړې په شا شي. د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې (امکا) مشر محمد معروف قادري، نن پژواک خبري... پاتې برخه
 کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٥): د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي، د اسلامي ثقافت مضمون سره مخالفت هېچا ته هم د منلو وړ نه دى او بايد د دې کار مخنيوى وشي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د اساسي قانون... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): يو شمېر ويناوالو د اساسي قانون له کاليزې د نمانځغونډې په مراسمو کې د اساسي قانون له نقض شکايت وکړ او ولسمشر  د قانون پر عملي کولو د ټينګار ترڅنګ وويل، چې له دې وروسته به د اساسي قانون په نوم يو مډال هم په پام کې... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٥): حزب اسلامي وايي، که د دولت او دغه ګوند ترمنځ د سولې نور مهم شرطونه پلي شي، نو حکمتيار به مخکې له دې چې نوم يې له تور لېسته بهر شي، په هېواد کې راڅرګند شي. دغه څرګندونې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند يوه وياند حميد... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤مرغومى ٩٥): ډېر ژر به د ازبکستان له لوري د  افغانستان کرنې،برېښنا، سړک جوړونې او وسپنې پټلۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د همکارۍ او پانګونې هوکړه ليکونه لاسليک شي. د زېربناوو په چارو کې د ولسمشر سلاکار همايون قيومي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سون توکو او اوړو بيې يوڅه راټيټې شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي. د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيد اسلام پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٥): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که هر وخت وي عدالت پلى کېدونکى دى او پر بشر حقونو تعرض او د الهي شريعت د حريم ماتول به بې ځوابه پاتې نه شي. د افغانستان ولسمشر چې نن د "د بشر حقونو له مدافعينو ملاتړ" تر نامه لاندې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو، سرو زرو، تېلو، اوبلن ګازو او لرګيو بيې راټيټې شوې دي. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ليټر... پاتې برخه
کابل (پژواک،١٧ليندۍ ٩٥):  ماليې وزير د نړيوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان ژمنو پلې کيدل مهم او اړين وبلل او ويې ويل، د دې ژمنو له مخې، بايد تر ١٢ ورځو د ټاکنو مهالوېش او د عدلي او قضايي مرکز ملموسې پايلې اعلان شي. د افغانستان... پاتې برخه
کابل (پژواک،٨ ليندۍ ٩٥): اقتصاد پوهان او د افغانستان او ترکمنستان چارواکي د "ترکمنستان له  اتامراد امام نظر  څخه  د افغانستان تر اقينې"  پورې، د اسيا نړيواله اوسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو لپاره مهمه اقتصادي پروژه ګڼي. د يادې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوبلن ګاز، پټرول او ډېزل تېلو او سون توکو بيې لوړې شوې، خو د عربي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، که څه هم په هېواد کې پانګوال له ډېرو ستونزو لکه ناامني، اداري فساد ستونزې او د زېربناوو له نه شتون سره مخامخ دي، خو خصوصي سکټور په تېرو ١١ مياشتو کې ١،٤ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٥): د هند دولت له لوري د هندي کلدارو د زرګون او پنځه سويز د بنديز له امله يو شمېر افغانانو په ځانګړي ډول صرافانو ته زيان اوښتى، خو د افغانستان بانک بيا له دغه زيان څخه د مخنيوي لپاره هلې ځلې پيل کړې دي. د هند دولت د روانې... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، اوبلن ګاز، سرو زرو او اوړو بيې راټيټې شوې، خو د غوړيو بيه لوړه شوې ده. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٥): د غوراوي کمېټې  په بريالۍ توګه د يادې کمېټې د کار له بشپړولو خبر ورکوي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره يې ٢١ کسيز او د ټاکنيزو شکايتونو لپاره يې ١٥ کسيز نهايي نوملړ اعلان کړى دى. يادې کمېټې، چې د لړم مياشتې په ١٢ مه... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېر کال، له هغه د وړاندې څلورو کلونو په پرتله تر ټولو ډېره (٥٢) سلنه بوديجه لګولې ده او سږ کال هم د ځينو پروژو د اوږدمهالتوب له امله له يادې بوديجې هم ډېره لګولې ده. دغه مطلب نن د اطلاعاتو او... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٥): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوړو بيې راټيټې شوې، خو د سرو زرو او ډېزل تېلو بيې لوړې شوې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د تېلو، بورې او اوړو بيې لوړې شوې، خو د عربي سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.  د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٥): لويه څارنوالي وايي چې يو پوليس افسر يې د بې اسناده پيسو او ګاڼو د لېږد، يو څارنوال د رشوت اخيستلو او شپږ کسان د کاماز تصدۍ د ځمکو د غصب په تړاو نيولي دي. د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي نن په کابل کې يوې خبري... پاتې برخه
کابل (پژواک ٤ لړم ٩٥): تازه موندنې ښيي، چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو مشارکت د بېلابېلو دليلونو له امله په ټيټه کچه کې دى او په ادارو کې ١٧ سلنه مېرمنې ځانونه خوندي نه بولي. دغه راپور چې "د ښځو په وړاندې د کاري چاپېريال خنډونو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون له توشېح او په ټکنۍ توګه د ياد قانون عملي کولو په اړه د اړونده بنسټونو له اندېښنو شاوخوا دوه کاله وروسته، ولسمشر اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق لړۍ د چټکتيا په موخه حکم صادر کړ. د ولسمشر وياند... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د ډېزل او پټرول تېلو بيې لوړې شوې، خو د بورې او اوړو بيې راټيټې شوې دي. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د... پاتې برخه
کابل ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د کلو بيارغونې او پراختيا وزير د هېواد په ١٦ ولايتونو کې د ٢٨ پراختيايي پروژو د لاسليکولو پر مهال وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې به په ټولو ٣٤ ولايتونو کې د شاوخوا ٢٢زره پراختيايي پروژو کار بشپړ شي. د کلو... پاتې برخه
کابل (پژواک ٧ وږى ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو د سپين بولدک-چمن لويې لارې د خلاصېدو غوښتنه کړې او وايي چې که دا کار ونه شي نو افغان  سوداګر به اړ شي، څو له پاکستان سره خپلې اړيکې پرې کړي. د راپورونو پر بنسټ، پاکستان د... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٤ زمرى ٩٥): ولسمشر غني د مشرتابه په موقف کې پر ملي يووالي او له قاطعيت سره  پر زغم ټينګار وکړ او ويې ويل، افغانستان د خپلسريو هېواد نه دى او "ولسواکي هم په دې معنا نه ده چې يو دې ووايي (ميم زر ما، ټوله زما) دا هېواد ميم زرما نه دى... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): په وروستيو ١٥ ورځو کې د سيلابونو له امله د هېواد په ١٩ ولايتونو کې ١٢ کسان مړه شوي، ١٩ ژوبل شوي، ١٥ د استوګنې کورونه بشپړ او ٧٣ نور څه کم ویجاړ شوي دي. دا شمېرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمدعمر محمدي... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٥): يو شمېر سياسي ګوندونو، د هېواد د ملي امنيت پخواني مشر له لوري له طالبانو سره د پاکستان همکاريو په اړه د اسنادو د خپرولو ستاينه کړې او د پاکستان پر وړاندې يې د ملګرو ملتونو د بنديزونو او د ناټو له لوري په ياد هېواد کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ۹۵): ولسمشر غني وايي، افغان دولت هغه هيله چې د وارسا له ناستې څخه يې درلوده؛ ترلاسه کړې او په دې اړه د نړۍ ژمنې د افغانستان د دښمنانانو لپاره د باور وړ نه دي. د ناټو غړو هېوادونو دوه ورځنۍ ناسته چې د افغانستان د ولسمشر او... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): نن کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې بيه لوړه شوې، خو د اوړو او وريجو بيې راټيټې شوې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ... پاتې برخه
 کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ اداره (ايسا) په هېواد کې د پانګونې د کمپاين د پيلولو ترڅنګ ويلي، چې په تېرو ١٤ کلونو کې په افغانستان کې له ٢٥ ميلياردو ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.  د حکومت اجرايي مشر ډاکټر... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣غبرګولى ٩٥): ځينې حقوق پوهان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې مهمې بولي او وايي چې ولسمشر دې ټاکنيز نظام کې د سمون په اړه تقنيني فرمان، د ولسي جرګې له تاييد او يا رد پرته د اجرا وړ وګرځوي. په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو او روسي سروز زرو بيې غورځېدلې، خو د بورې او غوړو بيې يو څه لوړې شوې دي. د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې... پاتې برخه
 کابل(پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د هرات لسګونه اوسېدونکو په کابل کې په يوه اعتراضي غونډه کې په هرات ولايت کې د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ او ويې ويل چې په هرات کې په ٧٤ ورځو کې ٧٤ کسان ترور شوي او ١٦ تښتول شوي دي. دوى چې د( امنيت تامين د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي چې ټاکنيز اصلاحات د شخصي ګټو او سياسي سليقو په ګرو کې دي او د افغان دولت جوړښتونه لکه حکومت او ملي شورا د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځنډولو او نه عملي کېدو په برخه کې ستر رول لري. د ياد بنسټ (... پاتې برخه
کابل (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): ولسمشر غني د افغان ښځو د پياوړتيا په نړيوال سمپوزيم کې د ښځو په برخه کې د لاسته راوړنو پر ساتنې او په ټولنه کې د دوى د رول پر پراختيا د ټينګار ترڅنګ وويل، د افغانستان پر اساسي قانون به هېڅکله هم معامله ونه شي... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٥): حکومت ويلي، چې د ټوټاپ برېښنايي پروژې د څېړنې ملي کميسيون نن خپل کار پيل کړ، چې دغه کميسيون به په راتلونکو لسو ورځو کې خپل راپور چمتو او ولسمشر او ملي شورا ته سپاري. د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٥): د تدارکاتو ملي کميسيون د پرېکړې له مخې د حاجيانو د لېږدولو قرارداد اريانا دولتي شرکت ته ورکړل شو او دغه شرکت هر يو کس د تېر کال په پرتله د ٦٥ ډالره تخفيف سره په ٩٨٠ ډالره لېږدوي. د بيت الله شريف زيارت کوونکو د لېږد رالېږد... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د پژواک خبري اژانس نظر پوښتنه جوتوي چې اوس هم په افغانستان کې مالي او اداري فساد يو ستر ګواښ دى او دغه ستونزه بيا په عدلي او قضايي، ګمرکونو، ښاروالۍ او پوليسو کې ډېره ده. ډېرى پوښتل شوو کسانو ويلي، په تېر يوه کال کې په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزيرې، د ١٣٩٥ لمريز کال لپاره د کانکور ازموينې له لومړي تر پنځم نومره پورې بريالي زده کوونکي وستايل او ويې ويل، چې يادو پنځو کسانو ته به له هېواده بهر د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.  د لوړو زده کړو... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې په هېواد کې د "القاعده او داعش" ډلې له منځه ځي او هغه طالبان چې ځان افغانان بولي، له دې ډلو دې جلا شي. محمداشرف غني چې نن يې د مارشال فهيم له پوځي اکاډمۍ څخه د ځوان افسرانو د اتمې دورې د فراغت په... پاتې برخه
کابل (پژواک،٩کب٩٤): د ملي تدارکاتو کمېسيون په تېرو لسو مياشتو کې د ۹۷ ميليارد افغانيو په ارزښت له ۶۰۰ څخه زيات قراردادونه منظور کړي، چې په ځينو قراردادونو کې ۱۳ ميليارد افغانۍ سپما شوې ده. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشرۍ له... پاتې برخه
چاريکار(پژواک، ٩ کب ٩٤): د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار په واټونو کې د تېر کال په پرتله د سوالګرو شمېر زيات شوى چې ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان په کې شامل دي. ددې ولايت چارواکي وايي چې ددې ښار د سوالګرو په شمېر کې شاوخوا ٤٦ سلنه زياتوالى راغلى... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٤): د "افغانستان لپاره د ډيموکراسۍ مشارکتي بنسټ" له ولسمشر غوښتي چې ژر تر ژره د يوه فرمان په ترڅ کې د ټاکنيزو کميسيونونو کمېشنران له دندو ګوښه کړي. دغه بنسټ وايي، د ټاکنيزو بنسټونو او قوانينو اصلاح د ملي يووالي حکومت د... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٤): د ماليې وزارت، امکاناتو ته په پام سره د روان مالي کال د طرحې په بوديجه کې د ولسي جرګې غوښتنې په پام کې نيسي او د بوديجې طرحه راتلونکې اونۍ ولسي جرګې ته يو ځل بيا د تصويب په موخه وړاندې کوي. د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٢مرغومى ٩٤ ): د عامې روغتيا وزارت يوه چارواکي د دې اعلان ترڅنګ چې د "اميري طبي مجمع"  کې د زړه پرانيستي سل عملياتونه او څه باندې ٤٠٠ انجوګرافي او انجوپلاسي خدمتونه ترسره شوي دي، وويل چې له خصوصي روغتونونو څخه جدي څارنه پيلېږي.... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٤): د چارو شنونکي د "ټاپي" پروژې د کار پيل، له مهمو اقتصادي پروژو څخه بولي او په دې باور دي، چې دغه پروژه به د افغانستان پر امنيتي وضعيت هم مثبت اغېز وکړي. پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د  ترکمنستان د ګازو... پاتې برخه