د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بنيامين

Article Images

  فراه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پايله کې اته پوليس او د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ په وينا؛ ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل،... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ پر يوه سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کې دوه ورزشکاران وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د قربانيانو يوه خپلوان او د خاکسفيد ولسوالۍ د جيجه کلي اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
  فراه (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): پنځوس اېټالوي سرتېري د دې لپاره فراه ته رسېدلي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د افغان امنيتي ځواکونو له چاڼيزو عملياتو چې ډېر ژر به پيل شي، هوايي ملاتړ وکړي. د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د فراه ولايت والي محمد عارف شاه جهان د ياد ولايت له څوکۍ استعفا کړې او د خپلې استعفا لامل يې په دغه ولايت کې شته فساد او مافيا او دغه راز د خلکو تر منځ د ملي يووالي ساتل کېدو موخه وبلله. شاه جهان نن د دغه ولايت په مرکز... پاتې برخه
فراه(پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٦): د فراه ولايت په مرکز او انار درې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې اته تنه پوليس او د ملي اردو ځواکونه وژل شوي دي. د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار د فراه- هرات لويه لار په شمالګاه کلي کې بنده کړې او پنځه مسافر يې له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي. د فراه ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې وسله... پاتې برخه
فراه (پژواک،۲۰مرغومی۹۶): د فراه د پشتکوه ولسوالۍ ځينې خلک ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د عبدالجبار په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام ۷:۳۰بجې د ولسوالۍ د مرکز اړوند... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پلاوي دفتر (يوناما) خپل د فراه دفتر له شپږ مياشتني ځنډ وروسته بيا پرانيستی دی. د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياد ولايت کې د يوناما دفتر شپږ مياشتې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦): د فراه د امنيه قوماندانۍ يو افسر چې د دولت  له وسله والو مخالفينو سره د جګړې پر مهال ټپي شوى و؛ د پروان ولايت په بګرام روغتون کې يې ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز وسله والو د فراه-هرات له لويې لارې اووه مسافر تښتولي... پاتې برخه
فراه ښار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦) : د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په يوه بردي کې ووژل شو. د فراه دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د فراه په مرکز کې د نشه يي توکو د پلور ځايونو په اړه د پژواک خبري اژانس له راپور خپرولو وروسته د ياد ولايت پوليسو د نشه يي توکو د پلورونکو د نيولو عمليات پيل کړي او په پايله کې يې د نشه يي توکو يو شمېر پلورونکي له سيمې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٣ مرغومی ٩٦): د فراه ولايت مستوفيت د تېر مالي کال عوايد د ورکړل شوي هدف پر تله ١٤ سلنه او د ١٣٩٥ کال پر تله ٢٠ سلنه لوړ شوي او څه باندې ٣٨١ ميليونه افغانيو ته رسېدلي دي. د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيلېږي. د فراه... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د قطري سوداګرو او د الغرافه خيريه موسسې شيخ علي بن عبدالله آل ثاني په مشرۍ دېرش قطري وګړي فراه ولايت ته د څو پراختيايي پروژو د پرانيستې لپاره راغلي دي. د فراه والي د دفتر مشر حکمت الله نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د استوګنې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): په فراه ولايت کې د روان کال له پيله تر اوسه پورې د اوبو له داسې ډنډونو په ګټې اخيستنې چې اوبه يې له ژورو څاګانو برابرېږي، د کبانو د روزنې نږدې سل فارمونه جوړ شوي دي. که څه هم چې فراه ډېر ګرم ولايت دى او خلک یې سره له دې... پاتې برخه
فراه(پژواک، ۱۰ليندۍ۹۶): د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان په کمين کې درې پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى ووژل شول . د فراه د والي وياند ناصر مهري ددې خبر په تاييد سره پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو د يوه قراردادي کرولا موټر چې د... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): فراه کې ځايي سرچينې وايي  چې د يوې کورنۍ څلور غړي  په دغه ولايت کې په مرموز ډول وژل شوي دي. د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې امنيتي... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د فراه ولايت د مرکز په ريګې کلي کې د پوليسو پر پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې ٩ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د دغه خبر د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٣ لړم ٩٦): چارواکي وايي، په فراه کې د تېرې ورځې په بريدونو کې ٢٨ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې په يادو بريدونو کې ٥ مخالفين ټپيان دي. فراه کې د ملي اردو د دويمې پياده لوا وياند نورالحق خالقي وايي... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٧ لړم ٩٦): د ملي اردو ځواکونو د فراه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې يو کس له ١٢ کيلوګرامه هيرويينو سره نيولى دى. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي چې دغه هيرويين په یو کرولا موټر کې له بکواه څخه نيمروز ته لېږدول کېدل چې تېر... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٦ لړم ٩٦): فراه کې پر نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان وايي، د دغه ولايت پوليس په دوى باندې په تشه ګېډه د سنګر جوړول او نور درانه کارونه کوي، چې د پيسو غوښتلو په وخت کې د پوليسو له لوري ورته سپکې سپورې ويل کېږي. پر نشه يي توکو ياد... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٣ لړم ٩٦): چارواکي وايي، د فراه په پشتردو ولسوالۍ کې د ملي اردو نهه او د وسله والو طالبانو ١٧ کسان وژل شوي او د اردو څلور تنه ټپيان دي، خو طالبان د خپلو ملګرو وژل نه تاييدوي. د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې وسله والو طالبانو... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٧ تله ٩٦): د فراه د والي وياند وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند سيمه کې شپږ پوليس او ٦ وسله وال مخالفين وژل شوي، دغه راز  يو طالب او اته پوليس ټپيان دي. د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې دغه مرګ ژوبله تېره شپه... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٥ تله ٩٦): ځايي سرچينې وايي، دولتي ځوکونو د فراه ولايت د شېبکوه ولسوالۍ مرکز بېرته له وسله والو مخالفينو نيولى دى. د فراه د ولايتي شورا منشي دادالله قانع او د سيمې ځينو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې د يادې ولسوالۍ مرکز... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٥ تله ٩٦): وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه ولايت شېبکوه ولسوالي نيولې او د ولسوالۍ د ودانۍ ډېره برخه يې په بمونو الوځولې ده. د يادې شوې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه... پاتې برخه
فراه(پژواک،٢٤تله ٩٦): د اوبو او انرژۍ وزير د فراه ولايت له بخش اباد بند څخه د ليدنې پرمهال وويل چې ډېر ژر به د دغه ولايت د بخش اباد بند د نورو برخو د ډيزاين کار هم پيل شي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه بند د تفصيلي ډيزاين تړون د روان لمريز کال د... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٤ تله ٩٦): د بار وړونکو موټرو ډېرى چلوونکي په فراه کې له دوى د غير قانوني پيسو له اخيستو سر ټکوي او د هغوى وړاندې شوې شمېرې ښيي چې دوى هره ورځ طالبانو او پوليسو ته نږدې پنځه ميليونه افغانۍ ورکوي. د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې دغه... پاتې برخه
فراه (پژواک،٢٠ تله ٩٦): وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهيسې د فراه په مرکز، بالابلوک، خاکسفيد او پشترود ولسواليو کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت تر ناڅرګند وخته بنديز لګولى دي. فراه کى افغان بيسيم، روشن، اتصالات، اېم ټى اېن خصوصي مخابراتي کمپنۍ... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٣ تله ٩٦): فراه ولايت کې پر زرنج موټرسايکل چاودنې يو ملکي وګړى او بلخوا د امنيتي ځواکونو په کمين کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې ياده چاودنه نن سهار د فراه د اناردرې ولسوالۍ په ګورګک سيمه کې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١١ تله ٩٦): په فراه ولايت کې د «يخک» په نوم ډبرو تازه کشف شوي کان ډبرې د نا مسوولو  کسانو او زورواکو له لوري استخراج او بيا هرات او حتى ايران ته په قاچاق وړل کېږي. ياد کان د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ د مرکز نه شاوخوا ٢٥... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٤ تله ٩٦): دولتي چارواکي د فراه د بالابلوک عمليات له لاسته راوړنو ډک بولي، خو د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي چې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال چاڼ کړې سيمې پرېيښې او وسله وال طالبان بيرته دغو سيمو ته راغلي دي. دغه عمليات... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي چې په فراه ولايت کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي، اووه پوليس او اووه وسله والو مخالفين ټپيان دي. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري اژانس ته وويل... پاتې برخه
فراه ښار(پژواک،١٧وږى٩٦): په فراه ولايت کې د افغانستان-ايران په سرحد کې د ماين د چاودنې له امله پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. په فراه ولايت کې يوې حکومتي سرچينې د نوم د نه اخيستلو په شرط د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): عيني شاهدان وايي چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د پوليس سرتېري په ډزو کې شپږ کسان ټپيان شوي خو چارواکي بیا دغه ادعا ردوی. پيښه نن ســـهار شاوخوا شپږ بجې د فراه- هــرات په لويه لاره د بالابلوک... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢٦ زمرى٩٦): د افغانستان ولسي تحريک، د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودو او د احمدشاه بابا د تاج په سر کولو ٢٧٠ يمه کاليزه په فراه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. د دغه تحريک کسانو په شاوخوا ٤٠٠ موټرو کې چې د احمدشاه بابا انځورونه... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د فراه سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د "شيب کوه" ولسوال له خپلو پنځو کسانو سره يو ځاى د سړک غاړې چاودنه کې وژل شوى دى. د فراه د والي وياند ناصر مهري نن (د زمري څلورمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د... پاتې برخه
فراه(پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د سيمي خلک وايي، طالبان نن سهار د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ مرکز ته ننوتي وو، خو د دولتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې يې بېرته دغه سيمه پرې اېښې ده. د دغې شاوخوا اته ساعته نښتې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې... پاتې برخه
فراه(پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): وسله والو طالبانو د فراه ولايت مرکز کې له مسافر وړونکو موټرو د ١٦ ښکته کړو کسانو له ډلې اووه کسان وژلي دي. د فراه ولايتي شورا مشرې جميلې اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ياد شپاړس کسان تېره ورځ د ولايت... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د فراه امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې څلورو پوليس وژل شوي، بلخوا یې دوه طالب ماين خښوونکي نيولي دي. د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د پوليسو يو... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د فراه ولايت امنيې قومانداني د سړک غاړې چاودنې له امله د پنځو ملکي کسانو د مرګ ژوبلې او د دغه ولايت د سولې له بهير سره د دولت د ١١ وسله والو مخالفينو د يو ځاى کېدو خبر ورکوي. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): د فراه امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د دوو ماين چاودنو له کبله يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر، پژواک خبري اژانس ته وويل، د بالابلوک ولسوالۍ په ګله مېخ سيمه کې نن د ماين... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٨چنګاښ ٩٦): سږ کال فراه کې د شنو خونو د کښت د پسرلي موسم عوايد، شا وخوا ٢٢ ميليون ډالره اټکل شوي، چې د تېرو دوه کلونو د عوايدو په پرتله شا وخوا ٤٥ سلنه لوړوالى په ګوته کوي. د فراه ولايت په شنو خونو کې ٩٠ سلنه بادرنګ او شاوخوا لس سلنه... پاتې برخه
 فراه( پژواک،٧چنګاښ ٩٦): د فراه ولايت په مرکز کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله نن سهار دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شول.  د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د فراه ښار د"قریه مهاجر... پاتې برخه
 فراه(پژواک،دچنګاښ ٤مه،٩٦): يوولس کلن شفيع الله په فراه ولايت کې يو هغه يتيم ماشوم دى چې وايي د ٩ کسيزې کورنۍ مسووليت پرې دومره دروند دى چې ځينې وخت ژاړي.  دغه ماشوم چې د فراه ښار په پنځمه ناحيه کې له مور، تر ځان له پنځو مشرو خويندو او... پاتې برخه
فراه (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د فراه امنيه قومانداني وايي چې ناپېژاندو وسله والو د بغلان د والي درې ساتونکي د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر ډزو وژلي او يو بل سرتېری د فراه په مرکز کې وژل شوى دى. د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٢ غويى ٩٦): د فراه ولايت د عامې روغتيا رياست د فراه ښار له عمده او پرچون پلورنځيو څخه څه باندې پنځلس ټنه تاريخ تېر خواړه او د څښاک توکي را ټول کړي دي. ياد توکي په دوو وروستيو ورځو کې د عامې روغتيا رياست د محيطي روغتيايي ډلې له لوري... پاتې برخه
فراه (پژواک، ۱۹ غويى ۹۶): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په فراه ولايت کې د پوليسو يو ساتمن وژلى دى. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د غويي په ١٩مه پژواک خبری اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر مازديګر د شېبکوه ولسوالۍ په بازار کې... پاتې برخه
فراه (پژواک، ۱۸ ثور ۹۶): په فراه ولايت کې ٢٠٨ زره له پنځو کلونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين پيل شو. دغه لړۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ولايتي چارواکو تر څنګ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي... پاتې برخه
تالقان، فراه (پژواک، ١٢غويی ٩٦): په تخار کې څلورو ملکي وګړو، ١١ امنيتي سرتېرو او لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دغه راز په فراه کې هم يو طالب قوماندان وژل شوى دى. د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د غويي په ١٢مه پژواک خبري... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٧ ثور ٩٦): په فراه کې د بار وړونکو موټرو يو شمېر چلوونکو د اعتراض په توګه د باغ پل سړک چې د فراه ګمرک له مرکز سره نښلوي، د ترافيکو پر مخ تړلى دى.  موټر چلوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٩٠ کسانو ته رسېږي، يو ځل تېره ورځ د دوو ساعتونو... پاتې برخه
فراه (پژواک، ٦ غويى ٩٦): د فراه ولايت د مرکز او جوين ولسوالۍ تر منح ٣٣ کيلومتره سړک چې مرکز له يادې ولسوالۍ سره نښلوي او د ٤٧١ ميليونه ډالرو په لګښت پوخ شوى، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې چې د ولايت د مرکز په نوده... پاتې برخه