د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بشیر احمد نادم

Article Images

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د کندهار والي د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو غوښتنه کړې چې دغه شرکت دې له دغه ولایته کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ډېرې کړي. دغه څرګندونې د والي زلمي ویسا او د اریانا افغان هوايي شرکت د فروشاتو د مسوول محمد طاهر علمیار تر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د کندهار- اروزګان لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې نه یوازې دغه لار نا امنه شوې، بلکې د جوړولو چارې یې هم په ټپه درېدلې دي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې امنیت خوندي او د جوړولو چارې دې چټکې کړي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): کندهار ښاروالي پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې له مخې یې د کندهار ښار سوېل ته پر ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه زرغون کمربند جوړېږي. دغه کمربند په هغې سیمه کې جوړېږي چېرې چې د رېګ پراخه سیمه پرته ده. په دې اړه کندهار ښاروال انجنیر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو سفير، کندهار ته د سفر پر مهال وويل چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بيا د سولې پروسه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۹۶): چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د روان کال تر پایه به یې عملي چارې پيل شي. دغه څرګندونې د کندهار د والي زلمي ویسا او اړوند شرکت (FCG) د مشرې انا تر منځ د لیدنې پر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د کندهار د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال جوړولو چارې بشپړې او نن د کب په ۱۵مه ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه. د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجیب الرحمن کريمي، د کندهار والي زلمي ویسا، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره به کار کوي او د هغوی لاسي صنایعو ته به بازار موندنه کوي. په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي زلمي ويسا، د ولایتي شورا رییس حاجي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۹۶): چارواکي وايي د هغو ۳۰ تنو د خلاصون په موخه يې عملیات پیل کړي چې تېره ورځ د کندهار- اروزګان پر لار د وسله والو مخالفینو له خوا وتښتول شول. په دغو عملیاتو کې ۳۲ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د ارزوګان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ کب ٩٦): د کندهار- اروزګان ولايت تر منځ سيمه کې د يوې نښتې پر مهال ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د اروزګان د چورې او د کندهار د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۶): په کندهار کې د افغان ترک لیسې زده کوونکي او د هغوی والدین د افغان ترک ښوونځیو دوام غواړي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ښوونځي دې د سیاست نه قرباني کوي. د شاه حسین افغان ترک عالي لیسې لسګونه زده کوونکي او والدین د کب... پاتې برخه
کندهار (پژواک،۶ کب ۹۶): په کندهار کې تر دې مهاله ۱۸ ملي متره باران اورېدلی په داسې حال کې چې دغلته د یوه سمسور کال لپاره ۴۵۰ ملي متره باران ته اړتیا ده. د کندهار کروندګر او باغ لرونکي دغه حالت اندېښمن کړي او وايي، که کافي اورښت و نه شي نو وچکالي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي، مخکې له دې چې د ګرمۍ موسم پیل او د وسله والو فعالیتونه زیات شي مرکزي اداره دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیسو د تشکیل او تجهیزاتو د کمښت ستونزه حل کړي. د کندهار شمال او ډیورنډ کرښې ته څېرمه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): په کندهار کې هم د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ احتجاجي غونډه او لاریون تر سره شو. دغه احتجاجي غونډې او لاریونونه نن له غرمې وروسته په کندهار ښار او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په سپين بولدک ولسوالۍ کې جوړ شوي وو چې سلګونو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): کندهار مېشتو خبریالانو د کندهار له ولایتي ادارې وغوښتل چې د کلید راډیو د پخواني مسوول احمدالله څرګند د نیول کېدو او د هغه له دفتره د چاودېدونکو توکو څخه د ډک مایک د موندلو موضوع دې په دقیقه او بې پرې توګه وڅېړل شي.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۶): د کندهار ښار او د امریکا د متحده ایالاتو د کونسل بلفس ښار تر منځ د ښاري خوندیتوب تړون لاسلیک شو. د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې کندهار ښاروال د امریکا متحده ایالاتو ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٤ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي که څه هم هېواد ته د خوراکي توکو د را واردولو پر مهال د اړوندو محصولاتو په اړه د صحي سرټیفیکټ شتون لازمي دی خو ځیني خوراکي توکي له صحي سند پرته له قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي. له پاکستانه هره ورځ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۶): په کندهار ښار کې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ولسي تړون د پروګرام اړوند د دویم پړاو پروژې پيل شوې. په دغو پروژو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرول، د کوڅو او لښتیو جوړول، د زده کړې لپاره د معیاري... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د کندهار په عمومي محبس کې لسګونو هغو زندانیانو چې په درنو جرمونو تورن دي، له دوو ورځو وروسته د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورساوه. د دغه زندان لسګونو بندیانو د خپلو دوسیو د ځنډ او د دوی په حق کې د قاضیانو د ناعادلانه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): له هغه وروسته چې په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو شمېر ۷ ته ورسېد، د دې ولایت د عامې روغتیا رییس وايي چې ماشومان دې د سیاسي مسایلو نه قرباني کېږي. د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶): د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر وايي، هېواد یې د کندهار لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي. د اندونیزیا سفیر عارف الرحمن دغه څرګندونې د مرغومي په ٣٠مه، کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د والي، د ولایتي شورا... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٦): په کندهار کې په يوه ساعت کې د هدفي وژنو په درېيو پېښو کې ناپېژاندو وسله والو درې تنه وژلي دي. دغه درې واړې پېښې، نن مازیګر د پنځو او شپږو بجو تر منځ شوې دي. د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سردار مدد خان څلور لارې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶): په کندهار کې د ولایت مقام په مېلمستون کې د تېر کال د شوې خونړۍ پېښې د قربانیانو لومړی تلین په داسې حال کې ونمانځل شو چې د دغې پېښې د څېړنو پایلې لا تر اوسه په کره توګه نه دي په ډاګه شوي. یو کال وړاندې (د مرغومي په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، حکومت دې له اساسي قانون څخه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه کار نه اخلي. نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو غونډې ته وکړې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): د کندهار د ميوند ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ ته څېرمه ځانمرګي بريد کې ٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي. د دې ولايت د امنيه قومندانۍ سکرتر غورځنګ افريدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ٤... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): له هغه وروسته چې ولسمشر د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه، د کندهار او زابل ولایتي شوراګانو رییسانو او یو شمېر قومي مشرانو په دې اړه غبرګون وښود. په یوه خبري غونډه کې چې د کندهار د ولایتي شورا د غونډو په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ ليندۍ ۹۶): د کندهار د صرافۍ مارکېټ مسوول وايي، یوه کمېشنکار له يو شمېر صرافانو ۱۵ میلیونه ډالر وړي دي. د دغه مارکېټ مسوول حاجي قند اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېشنکار ګل اغا نومېږي چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د صرافانو اړوند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): په کندهار کې سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو له حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې ډېرې ویناوې په کې د حکومت او ولسمشر پر لاسته راوړنو او د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): کندهار ته د سولې عالي شورا راغلی پلاوی وايي چې حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو د پیل په موخه له هر میکانیزم سره موافقه لري. د دغه پلاوي مشر قاضي حبیب الله فوزي د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۶): د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو کښتونو او باغونو ته اوبه او خپلو کرنیزو محصولاتو او مېوو ته بازار غواړي. د دې ولسوالۍ یو شمېر مخور او قومي مشران نن (د لیندۍ ۱۴مه) ولایت ته ورغلي وو او خپلې ستونزې یې د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک،۱۰ ليندۍ ۹۶): د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي، د کندهار غونډه د نظام د چپه کولو لپاره نه؛ بلکې د نظام د پياوړتيا او اصلاحاتو لپاره ده. نوموړي په ورته وخت کې حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکړ چې عطا محمد نور او باتور دوستم ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۶): ټاکل شوې وه ، چې د هېواد د یو شمېر ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د وکیلانو او د پخوانیو تنظیمونو د غړو په ګډون په کندهار کې يوه غونډه جوړه شي، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې ځنډلې ده. . په ښکاره د دغې غونډې د جوړېدو موخه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د دوو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښوده چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي. دغه راز هغه د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بشپړې شوې پروژې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): د کندهار ښار اوسېدونکې شل کلنه خاطره او ۱۸ کلنه صابره هغه دوې خوندې دي چې شاوخوا ۱۶ کلونه مخکې یې په یوه پېښه کې د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړ. د یوه ناوسه پلار دا دوه لوڼې اوس د خپلو سترګو د رڼايي د بیا راګرځېدو په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۶): په کندهار کې د ښاروالانو په ملي کنفرانس کې د هېواد په کچه د ښارونو پر اوسني وضعیت اندېښنه وښودل شوه او ټینګار وشو چې په ښارونو کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید ډېر کار وشي. د ښاروالانو ملي کنفرانس چې د هېواد د ۳۴... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې څلور ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په معروف ولسوالۍ کې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۶): چارواکي وايي، د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې د سروې چارې پیل شوې چې ژر به یې د رغولو عملي چارې هم پيل شي. په دې پروژه کې د ۸ مترو په اندازه د دهلې بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۵ لړم ۹۶): د کندهار د ښځو چارو رییسه وايي چې دیني عالمانو د ښځو د حقونو پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی. رقیې اڅکزۍ دغه څرګندونې د هغه څلور ورځني سيمینار د پیل په مراسمو کې له رسنیو سره وکړې چې د ارشاد حج او اوقاف وزارت له... پاتې برخه
 کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۶): د کندهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت له هوايي ډګر څخه ميليونونه ډالر په ناقانونه توګه بهر ته لېږدول شوي دي. څو ورځې مخکې چې په دې تور د کندهار هوايي ډګر قوماندان سمونوال عبیدالله بارکزی نيول شوى و، نن د لړم... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۶): د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن نذیر احمد رسولي وسله والو ته د وسلو ورکولو په تور نیول شوی دی. په دې اړه د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر پژواک خبري... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۶): په کندهار کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د تېر په پرتله سږ کال د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده. دغه اداره زیاتوي، ملکي مرګ ژوبله دغلته د جګړو له زیاتېدو سره... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ۵ لړم ۹۶) : ود ینو سله والو مخالفینو تېره شپه د کندهار نېش ولسوالۍ په مرکز کې پر دوو پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي او۴  ټپیان شوي دي. د نېش امنیه قومندان حاجي نیاز محمد وایي، د جګړې پر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۵ لړم ۹۶): د کندهار هوايي ډګر قوماندان سمونوال عبیدالله بارکزی بهر ته د ۵،۵ میلیونه ریال د قاچاق په تور نیول شوی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د دې څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبيدالله بارکزي دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۴ لړم ۹۶): له هغه وروسته چې پاکستان د لندې مېوې پر صادراتو مالیه لوړه کړې، له کندهاره دغه هېواد ته د انګورو او انارو صادرات درېدلي دي. سوداګرو له همدې امله کاربندیز اعلان کړی او نن درېیمه ورځ ده چې له دغه ولایت څخه هېڅ مېوه دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٦) : ولسمشر غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې مسئله دې ګاونډيانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي، چې له ګاونډيانو سره د دولتونو په کچه مسايل وڅېړل شي. ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د تلې په ١٥مه، د کندهار په هوايي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٦) : ولسمشر غني وايي، د کندهار پوهنتون به په هغو پوهنتونونو کې شامل شي چې مالي خپلواکي به ولري. ولسمشر دغه څرګندونې د  تلې په ١٥مه، کندهار ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې يوې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۶): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پر دې ولسوالۍ د وسله والو خونړی برید د مسوولو امنیتي چارواکو د ناغېړۍ او د امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله و. وړمه شپه د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو ځانمرګی برید... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو کار پيل شو. دغه ودانۍ د یادې ولسوالۍ په تلوکان او موشان سیمو کې جوړېږي. د ودانیو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د عامې روغتیا... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۶):له درې کلن انتظار وروسته د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د نصبولو چارې نن پیل شوې. د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امریکا د پرمختیايي ادارې (... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د بندو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په لړ کې نن په کندهار ښار کې هم دوه ښوونځي پرانیستل شول. دغه دوه ښوونځي د کندهار ښار له هغو ۱۲ ښوونځیو څخه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د تشکیل او ودانیو د نشتوالي له امله تړل شوي و.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي. پېښه یو ساعت وړاندې د دغې ولسوالۍ په حاجي کلي کې شوې ده. د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالي پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۶): په کندهار کې د ښوونځیو د ښه والي پروګرام له مخې ۵۰ ښوونځیو ته د اړتیا وړ لوازم او وسایل چمتو کېږي. پر دې پروګرام ۶۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې هر ښوونځي ته به ۱۲ سوه ډالر ورکړای شي. د کندهار د پوهنې ریاست دغه لړۍ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ وږی، ۹۶): د کندهار مسوولين وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ماسپښين درې بجې د... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): په کندهار ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو د ځانمرګي بريد له امله څلور سرتېري ټپيان شوي دي. د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټونس موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا دوولس... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): چارواکي وايي، په روان کال کې له پاکستانه ۳۶۲۹ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. دغه څرګندونې د بیا مېشتېدنې ولایتي کمېټې په غونډه کې وشوې چې د کندهار ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال عبدالحنان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د سوېلي زون یو شمېر سیمې د ماشومانو د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي. په دې کې د کندهار څو هغه ولسوالۍ هم شاملې دي چې وسله والو مخالفینو په کې د پولیو پر واکسيناسیون بندیز لګولی دی... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کندهار په درېیو ولسوالیو شاولیکوټ، میوند او نېښ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په جګړو کې ۳۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغو وسله والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۶): د کندهار امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت  کې پر وسله والو د بهرنیو ځواکونو له خوا په هوايي برید کې ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. له هغه وروسته چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تازه ستراتېژي اعلان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): ولسمشر غني وايي چې  د پوهنې په برخه کې ستونزه ملي فاجعه ده خو په دې تړاو به بدلونه راشي او کندهار کې به هغه رییسان له دندو لرې کړل شي چې له درېیو کلونو ډېر د رييسانو په توګه پاتې شوي دي. محمد اشرف غني دغه څرګندونې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۶): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې کرنیزې پروژې بشپړې او نن د زمري په ۳۰مه پرانیستل شوې. په دغو پروژو کې د چرګانو فارمونه، کشمش خونې، د انارو د باغونو لپاره د درملو د کيټونو وېش او د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): په کندهار کې د حشمت خلیل کرزي د درېیم تلین یادغونډه جوړه شوه. دغه مراسم د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کرز په سیمه کې د دوی په خپل کور کې جوړ شوي وو چې د هغه ورور او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۸ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې د دې ولایت درې ولسوالۍ خاکرېز، نېش او غورک د سقوط له ګواښ څخه ژغورلي دي. تېره شپه د کندهار او هلمند سلګونه وسله وال سره را یو ځای شوي وو اوغوښتل یې پر یادو شوو ولسوالیو پراخ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): وسله والو طالبانو د کندهار ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو تېره... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۶): کندهارۍ مېرمنې وايي، سره له دې چې د لاسي صنایعو پر جوړولو ډېره خواري کوي، خو بازار ورته نه لري. دوی شکایت کوي چې لاسي صنعت ته یې ارزښت نه ورکول کېږي؛ ځکه له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د حکومت له بار بار ژمنو سربېره، نه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): د کندها ولایت د ډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کرنې وزارت د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیزې پروژې پلي کېږي. د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي د دې پروژو د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یو د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۶): د کندهار د هوايي ډګر پوليسو درې  تنه قاچاق وړونکي نیولي چې په خپلو خېټو کې یې هیرویین هند ته قاچاق کول. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو مشر سمونوال محسن الله د زمري په ٢١مه، پژواک... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۹ زمری ۹۶): په کندهار کې پر ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو د څارویو د وېش لړۍ پیل شوه. په دې اړه د کندهار په کرنې ریاست کې په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، د کرنې رییس سید حفیظ سیدي، د مرستندویه موسسې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۶): د کندهار ولایت د معروف او ارغستان ولسواليو تر منځ د وام درې په سیمه کې وسله والو د سرحدي پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ۹۶): د کندهار په یو شمېر ولسواليو کې وسله والو د امنیتي ځواکو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوې باوري امنیتی سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو د ارغستان ولسوالۍ په وام دره... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶): د وسله والو له خوا د کندهار- کابل لارې بندېدا خلک او ټرانسپورتي شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي دي. د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کندهار- کابل لویې لارې ټرانسپورتي شرکتونو ته له ګواښ وروسته نن د زمري په ۱۰مه پر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه ۴۰۶ تنه فارغ شول او د دې ترڅنګ د کندهار د پوهنې د بهیر د سمون په موخه اصلاحي کمېټه جوړه شوه. د فراغت په دې مراسمو کې د کندهار عالي دارالمعلمین رییس عبدالخالق پوپل پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۶): چارواکي وايي چې په کندهار کې د ولسي تړون پروګرام د پلي کولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي. د ولسي تړون پروګرام نن (د زمري ۸مه) پیل شو چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پلی کېږي. د دغه پروګرام د پرانیستې مراسم په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته. که څه هم چارواکو خبر ورکړی و چې کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تثبیتولو کار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه بنسټیز روغتیايي مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې. د دغه روغتون د بسنټ اېښودلو په مراسمو کې په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري، د ژېړۍ ولسوال سید جمال اغا، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۶): وسله والو طالبانو د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي. وسله والو دغه ملکي وګړي دوې ورځې وړاندې د کندهار- اروزګان پر لار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست په ودانۍ کې د ناروغیو د تشخیص مجهز لابراتوار پرانیستل شو. دغه ریفرنس لابراتوار د زون په کچه فعالیت کوي او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې به وړیا خدمات وړاندې کوي. د دغه لابراتوار د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د یوې احتجاجي غونډې له لارې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان له خوا د خیبر عملیاتو او اغز سیم غځولو غندنه وشوه. دغه غونډه د افغان ولسي ټولنې په نوم د یوه مدني بنسټ له خوا په کندهار پرېس کلب کې جوړه شوې وه... پاتې برخه
کندهار (پژواک،۲۶چنګاښ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات کندهار ته سفر  وکړ او په عینو مېنه کې یې د افغان ټیلیکام ډیجیټل شبکه پرانیسته. د پرانيستې په دې مراسمو کې د هغه تر څنګ د ولایت مقام مالي او اداري... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶): د کندهار اوسېدونکو په یوه غونډه کې د اوبو د مهارولو په برخه کې د دولت له کړنلارې ملاتړ وکړ او په دې اړه یې د ایران ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې. دغه غونډه د کندهار  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د پستې باغونه، د ممیزو خونې او د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي او په اړه یې کروندګرو ته روزنه ورکول کېږي. دغه پروژه نن (د چنګاښ ۲۱مه) پرانیستل شوه چې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹  نور ټپيان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د چنګاښ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۶): د کندهار له زندان څخه د یوې مېرمنې په ګډون ۳۵ بندیان خوشې شول او د څلورو مېرمنو په ګډون د ۷۱ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه. دغه چاره د ولسمشر د ۶۴ ګڼه فرمان په بنسټ تر سره شوه چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د غويي میاشتې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۶): وسله والو طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی. په دې اړه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ریاست یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د پولیو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۶): د "هيلو ټرسټ" په نوم یوه مرستندویه اداره په کندهار کې د ماین پاکۍ یوه نوې پروژه پیلوي چې ۲۸۰۰ کسان به په کې په کار وګومارل شي. دغه څرګندونې د یادې شوې ادارې مسوولینو د کندهار ولایت له مالي او اداري مرستیال عبدالحنان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې پر مهال یې ۴۰ وسله وال وژل شوي او ۱۰ ټپیان شوي دي. د دغې قوماندانۍ ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۶): د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو دویمه الوتکه له کندهاره د ډیلي په لور روانه شوه چې په کې ۴۰ ټنه مېوه بار وه. په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. خلک وايي، وسله وال غله د وسلې په زور له خلکو پیسې وسایط او نور قېمتي توکي اخلي او د هغوی ژوند یې ناارامه کړی دی. د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د سوېلي زون د مخورو په يوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له مرکز سره د ستونزو د شريکولو په موخه يو کمېسيون جوړوي. دغه غونډه تېر ماښام د روژه ماتې پر مهال د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ جوړه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل خوا د ملکي وګړو پر کورونو د وسله والو د انداخت له امله پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د کانکور په ازموینه کې د دوولسم ټولګیو ۳۸۰۰ تنو فارغانو ګډون کړی وو چې په دې ډله کې ۵۲۵ تنې نجونې وې. که څه هم په سږنۍ کانکور ازموینه کې د تېر په پرتله د نجونو د ګډون کچه لوړه ده خو مسوولین یې کافي نه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۶): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو وګړی وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي. پېښه نن غرمه د ولسوالۍ اړوند د سرحد دارۍ په سیمه کې شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۶): چارواکي وايي د دهلې بند د پروژې د دویمې برخې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي چې عملي کارونه به یې راتلونکی کال پیل شي. د دغې پروژې په دویم پړاو کې د اتو مترو په اندازه د د هلې بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې د اوبو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې چې درې کاله مخکې پیل شوې، ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي. دغه روغتون د کندهار ښار په عینو مېنه کې د عامې روغتیا وزارت له خوا جوړېږي. د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې په دوو جلا پېښو کې  دوه تنه وژل شوي او پنځه ټپیان دي. یوه پېښه د کندهار په سپين بولدک کې شوې چې له امله یې يو ماشوم وژل شوی او  درې ټپیان شوي دي. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۶) :  دکندهار ښاروالۍ وکیل او دولایتي شورا پخوانی کاندید دنامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تاییدوي. دی وايي برید کوونکي تښتېدلي او پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۶): د تېر په پرتله د کندهار ښاروالۍ عواید لوړ شوي چې له مخې یې په کندهار ښار کې د پرمختیايي چارو په پلي کولو کې پاموړ چټکوالی راغلی دی. همدا اوس په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي چې د خلکو د خوښۍ او... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۶): چارواکو د کندهار ښار د سمسورتیا په موخه د پاک او زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل کړ. د دغه پروګرام په پرانیسته کې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل، د ناحیو وکیلانو او نورو مسوولینو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست د درملو د یوه سوداګريز شرکت په مرسته په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د انارو د ناروغیو د مخنیوي کمپاین پیل کړ. د یادو شوو دوو ولسوالیو په ۸ زره باغونو کې به د انارو د ناروغیو په ځانګړې توګه د... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۶): په دې وروستیو کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې چې د خلکو اندېښنې يې پارولې دي. د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې چې د هوا له ګرمېدو سره... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک- چمن لار چې له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ له نښتې وروسته بنده شوې وه، نن له غرمې وروسته پرانیستل شوه. د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک ۴ غبرګولی ۹۶): مرکزي اداره دې د سوېلي زون د ولایتونو د خلکو حقوق ورکړي او د هغوی محرومیت ته دې د پای ټکی کېږدي. دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په کندهار ښار کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۶): د سپین بولدک لارې د بندېدو له امله نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ ځنډېدلى، بلکې سوداګریزې چارې هم په ټپه درېدلې دي. دغه لار د غويي میاشتې په ۱۵مه هغه مهال وتړل شوه چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وايي، د کندهار د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. انجنير نصير احمد دراني دغه څرګندونې نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه کندهار ته د خپل سفر پر مهال... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶): د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلور لارې کې دوه چاودنې شوي چې یو ملکي وګړی په کې وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون په کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.   پیښه نن ماښام څه کم نهه بجې وشوه.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶):چارواکي وايي، پوليسو کندهار کې درې سړي تښتوونکي، د جاسوسۍ په تور يو ايرانى او ١٧ نور مشکوک کسان نيولي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي دغه درې تنه اختر محمد د ارغنداب، شمس الله په پهلوان مشهور د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶): همايون عزيزي، د کندهار له خلکو سره د مخه ښې په غونډه کې وويل، تېر دوه کاله يې د کندهار د والي په توګه د ښې حکومتولۍ د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره کار کړی. په غونډه کې د کندهار يو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۶): د کندهار د صحي علومو د انسټيټيوټ مشره وايي، په دې ولایت کې د قابلو له ډېروالي سره د زېږون پر مهال د میندو مړینه راکمه شوې ده. ډاکټر نسرین بارکزۍ  دغه څرګندونې، نن د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په څنډه کې له... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ غويی ۹۶): په کندهار کې د عملیاتو او ماین چاودنې له امله ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې لړ کې د میوند ولسوالۍ په خاک چوپان سیمه کې ۴ وسله وال په خپل ماین وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د غويي... پاتې برخه
KANDHAR.CITY , May 13, 2017: Kandahar Police Chief has considered the UN anti-torture report that accuses him of violence against the prisoners as one sided and claims that this report is made by foreign intelligence
کندهار (پژواک، ۲۳ غویی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي د سپین بولدک لارې خلاصول او نه خلاصول د مرکزي ادارې صلاحیت دی او په دې اړه نور په ټيټه کچه له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه کوي. د سپین بولدک لار چې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د سپین بولدک لار به تر هغه تړلې وي چې د دې ولسوالۍ اړوند د لقمان کلي پر سر د افغانستان او پاکستان تر منځ راپورته شوې لانجه حل شوې نه وي. نوموړي دغه څرګندونې نن (د غويي ۲۲مه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۶): د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو کې په ماین چاودنې او وسله وال برید کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ډله وسله وال چې د ميوند ولسوالۍ په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۹ غويی ۹۶): د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې نن ماسخوتن نهه نیمې بجې د تخته پل ولسوالۍ د یوه قومي مشر پر کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده. د دې ولسوالې یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې پښه کې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۶ غويی ۹۶): افغان او پاکستاني نظامي چارواکو نن مازیګر ناوخته یو ځل بیا د دواړو لورو تر منځ پر شوې نښتې خبرې وکړې، خو د تېرې ورځې په څېر دا غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده. دغه غونډه د دواړو لورو تر منځ د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۵ غویی ۹۶) : د سپین بولدک جګړې په اړه د افغانستان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ خبرې اترې بې نتیجې پای ته رسیدلی دی. پاکستانیو ځواکونو نن سهار دسپین بولدک ولسوالۍ اړونده لقمان کلي ته راغلي وو او غوښتل یې چې په دې کلي کې سر شمیرنه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو... پاتې برخه
کندهار ، جلال اباد (پژواک، ۱۳ غويی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، ځینې خلک او کړۍ له رسنیو سره د ۷۰یمې لسیزې د حالاتو په څېر چلند کوي او غواړي د خلکو لیدلوری هماغه حالت ته بوځي. جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې دغويي په ١٣مه، د بیان دازادۍ د ورځې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۲ غویی ۹۶): چارواکي وايي، په کندهار کې ٢١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او هغه پوليس نيول شوى چې موده وړاندې یې په زابل کې خپل ملګري پوليس وژلي وو. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني چې نن له غرمې وروسته يې له... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ غويی ۹۶): کندهار ښاروالۍ په کندهار ښار کې د واټونو پر څنډه د سولر څراغونو د نصبولو لړۍ پیل کړې ده. چارواکي وايي، دغه چاره به د ښار ښکلا ډېره کړي او د شپې له پلوه به د امنیت په خوندیتوب کې هم مرسته وکړي. د کندهار ښاروالۍ ویاند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۰ غويی ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پر ماشومانو د ماین چاودنه شوې، یو یې وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه د دغې ولسوالۍ په طغراق سیمه کې شوې ده... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۵ غویی ۹۶): په کندهار کې د ازادو ژورنالیستانو مرکز جوړ او پرانیستل شو. د دغه مرکز د پرانیستنې مراسم نن مازیګر ناوخته جوړ شوي وو چې د خبریالانو تر څنګ په کې د ولایت مالي اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۵ غويی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې پر کروندګرو د کرنیزو وسایلو د ۳۵۰ بستو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغو وسایلو د وېش لړۍ نن له دامان ولسوالۍ څخه پیل شوه چې د کندهار مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳ غویی ۹۶): چارواکي وايي، د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې یې د پيل شوو عملیاتو په لړ کې وسله وال له شاوخوا لس ورځې جګړې وروسته شاتګ ته اړ کړي دي. په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۳۱ وری ۹۶): په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین د ۱۴۵۰ جریبه ځمکې په پاکولو سره پای ته رسېدلی، په داسې حال کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې هدف ټاکلی و چې له کوکنارو به پاکېږي. د کوکنار اړولو کمپاین په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۹۶): په کندهار کې د مېوې، سبزیو یو مجهز او معیاري مارکېټ پرانیستل شو. د افغان په نوم د زراعتي محصولاتو دغه مارکېټ د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې د میرویس مېنې په ساحه کې پر ۲۶ زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی. د مارکېټ د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۹۶): د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د کندهار په ډنډ او خاکرېز ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دوري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څرګندونې د یادې شوې ټولنې ساحوې مسوولې مېرمن جین ان او... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۵ وری ۹۶): په کندهار ښار کې یو ځانمرګی برید کوونکی مخکې له دې چې موخې ته ځان ورسوي، وژل شوی دی. دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د کندهار ښار اړوند د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ وری ۹۶): په کندهار کې د هندوستان جنرال کونسل نریندرپال سنګ وايي، د دې ولایت کروندګرو ته په لمریزه برېښنا سمبال ۳۰۰ ژورې څاګانې وهي. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د هند جنرال کونسل دغه څرګندونې نن د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۹۶): کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان Global Parliament of Mayors (GPM) غړیتوب تر لاسه کړ. یاد شوی پارلمان د نړۍ په کچه د ښاروالانو د وړتیاوو لوړولو او د ښارونو لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو جوړولو لوړه هسته ده.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۱ وری ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هغه درې ښوونځي بیا پرانیستل شول چې له اوږدې مودې راهیسې د نا امنیو له امله تړل شوي وو. د دغو ښوونځیو په پرانیستل کېدو سره سلګونو هغو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه چې د زده کړې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې. د دغې لېسې د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبرې ايښودلو په غونډه کې د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ د ۸... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): په افغانستان کې د هالنډ سفير وايي چې هېواد يې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره درې سوه ميليونه ډالره مرسته کوي چې په دې لړ کې به کندهار ولايت ته ځانګړې پاملرنه وشي. د هالنډ سفیر د وري په ١٦مه کندهار ته سفر... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،١٤ورى٩٦): په کندهار کې د لويو موټرو چلوونکي وايي چې حکومتي چارواکي دې هېواد ته د پاکستاني بار وړونکو موټرو د راتلو مخه ونيسي ځکه د دوی کار یې په ټپه درولی دی. بل خوا بیا کروندګر د سبزیو پر را واردولو د بندیز غوښتنه کوي او وايي... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،١٤ورى٩٦): د کندهار هوايي ډګر د هغو پنځو ښځینه کارکوونکو له کورنیو سره ۷۳ زره ډالر مرسته وشوه چې څو میاشتې وړاندې د وسله والو په برید کې ووژل شوې. دغه مېرمنې چې د کندهار هوايي ډګر په ملکي ترمینل کې یې د تالاشۍ دنده پر غاړه لرله،... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١١ ورى ٩٦): ټاکل شوې په کندهار کې د کوکنار اړولو د کمپاين په لړ کې دوه زره هکتاره ځمکه چې هلته د ټولو کرلو شوو کوکنارو شلمه برخه جوړوي، له کوکنارو پاکه شي. کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران د وري په ۱۱مه... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٧ ورى ٩٦): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغلته په تېر یوه کال کې زرګونه کسان د توبرکلوز د ناروغۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي چې په دې لړ کې ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا ریاست اړوند د توبرکلوز د څانګې مسوول... پاتې برخه
جلال اباد، کندهار (پژواک ۱ وری ٩۶): تر يوې مياشتې ځنډ وروسته د لندن ددرې اړخيزې غونډې د پرېکړې له مخې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې رسمي او سوداګريزې لارې د خلکو او ټرانسپورټ پر مخ پرانستل شوې. دا لارې پوره يوه مياشت مخکې په پاکستان کې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٣٠ کب ٩٥) : له هغه وروسته چې پاکستان افغانستان ته د سپین بولدک او تورخم په ګډون غځېدلې لارې تړلې، د کندهار د ګڼو فابریکو د تولیداتو کچه ډېره شوې او ښه بازار یې موندلی دی. د کندهار په صنعتي پارک کې شاوخوا دوه سوه فابریکې شته چې... پاتې برخه
کندهار ، مهترلام (پژواک، ٢٨ کب ٩٥) : په کندهار او لغمان ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال پنځو پوليسو او پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې نن... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٨ کب ٩٥) : د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي چې د ولایت مقام په خونړۍ پېښه کې سخت ټپي شوی و، له دوه میاشتې درملنې وروسته نن د کب په ۲۸مه بېرته خپلې دندې ته راستون شو. د هغه د روغتیا او دندې ته د بېرته راتلو په مناسبت د کب په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): په کندهار کې د سپین بولدک سلګونو اوسېدونکو د پاکستان د هغه اقدام پر ضد چې په پرله پسې توګه یې لارې بندې ساتلي، لاریون وکړ او د لارو د ژر خلاصېدو غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له افغانستان... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٨ کب ٩٥): د علامه اکاډميسين عبدالشکور رشاد د دولسم تلین په یاد دوه ورځنۍ څېړنغونډه په کندهار ښار کې جوړه شوه. د هېواد او سیمې د دغه وتلي عالم، لیکوال، څېړونکي او ژبپوه په اړه، دغه دوې ورځنۍ څېړنغونډه د کندهار ولایت مقام، اطلاعاتو... پاتې برخه
کندهار، مزار شريف (پژواک، ١٨ کب ٩٥): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريد نن د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٧ کب ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او صنعتکاران وايي، که حکومت د صنعت او تجارت په برخه کې شته ستونزې حل نه کړي او اسانتیاوې ورته برابرې نه کړي، نو صنعت او تجارت دواړه به په ټپه ودروي او خپلې پانګې به له هېواده وباسي. په دې اړه د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٧ کب ٩٥): په کندهار کې د ناامنیو د نورو پېښو تر څنګ هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی چې د دې ولایت اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي. همدا نن غرمه په رڼا ورځ د کندهار ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې دوه تنه چې په یوه موټر کې سپاره وو، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٦ کب ٩٥): د کندهار له زندان څخه د ولسمشر د ۱۶۷مې ګڼې فرمان له مخې، ۶۰ تنه په جنايي جرمونو تورن بندیان خوشې شول. دغه فرمان د میلاد النبي(ص) په مناسبت ورکړل شوی و. د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان پژواک خبري اژانس... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ له تېرې شپې راهیسې جګړه پیل شوې چې اوس هم روانه ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٥): د کندهار اوسېدونکو په یوې احتجاجي خبري غونډه کې له ولسمشر څخه د برېښنا د چټک او دایمي حل غوښتنه وکړه. دغه غونډه چې په کندهار پریس کلب کې جوړه شوې وه، د دې ولایت لسګونو ټولنیزو فعالانو، ځوانانو، کسب کارانو او مدني فعالانو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان مړه شوي او یو ټپي شوی دی. پېښه د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په ساحه کې نن (د کب ١١مه) له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نیمې بجې شوې... پاتې برخه
کندهار( پژواک، کب لسمه ٩٥)  چارواکي وايي، د کوکنارو اړولو ته ژمن دي خو د بودیجې او وسایلو نشتوالی یې پر وړاندې خنډ دی. دغه څرګندونې د والیانو تر مشرۍ لاندې د کوکنارو د محوې د پلان جوړولو په غونډه کې وشوې چې نن د کندهار ولایت مقام د غونډو په... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٨کب٩٥): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د پاکستان په خلاف لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې د پنجوايي تر څنګ د ژېړۍ، میوند او نورو نږدې ولسوالیو اوسېدونکي وو، له ځانونو سره یې ملي بیرغونه لېږدول او د پاکستان خلاف شعارونه یې... پاتې برخه
کندهار- جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٥): که څه هم په پاکستان کې د افغانستان سفیر ته ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې به نن په جزوي توګه پرانیستل شي، خو نن د ورځې تر پايه پورې لارې نه دي پرانيستل شوې. په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٥ کب ٩٥): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په خلاف په پیل شوو عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. دغه عملیات د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا له نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د (اتل ۴۷) په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٥ کب ٩٥): د سوېلي ولایتونو لسګونو هغو اوسېدونکو په کندهار ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته احتجاج وکړ چې په پاسپورټ او ويزه دغه هېواد ته تللي وو، خو له هغې خوا په زور زیاتي بېرته خپل هېواد ته رالېږدول شوي دي. هغوی ادعا کوله چې په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٣ کب ٩٥): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ دروازې د پرانېستلو پر سر د افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو تر منځ خبرې شوي، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي. د سپین بولدک- چمن لار، نن په پنځمه ورځ هم د هر راز ترافیکو او خلکو پر مخ... پاتې برخه
لشکرګاه(پژواک ۲۹ سلواغه ۹۵): د کابل - هرات پر لويه لار د هلمند ولايت د واشېر ولسوالۍ د شوراب په سيمه کې  ۳۰۳ ډوله موټر د اوښتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان دي. د  هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري... پاتې برخه
کندهار(پژواک د سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۵): چارواکو په کندهار کې د پسرلني کمپاین د پیلولو پر مهال وویل چې په کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې به ۱،۵ میلیونه نیالګي ولګول شي. دغه کمپاین ته "یو نیالګی د ځان لپاره او یو نیالګی د هېواد لپاره" نوم ورکړل شوی دی... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د کندهار سلګونو صنعتکارانو او د فابریکو کارکوونکو چې خپلې شاوخوا ۲۰۰ فابریکې یې وار له مخه د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي دي، نن یې لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د برېښنا غوښتنه کوله. کندهار مېشتي صنعتکاران او پانګه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د پوهنې، روغتیا، کرنې او د ژوندانه په نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي. هغوی په دغو برخو کې د خدماتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي او وايي چې ولایتي اداره دې دغې ولسوالۍ ته... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د خوست د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال په کندهار کې د یوه غلچکي برید په پایله کې وژل شوی. دغه پېښه نن ماسپښین دوه بجې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې شوې ده. د کندهار د والي ویاند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): څلوېښت کلنه رازقه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې ده چې خاوند یې تېل پرې پاشلي او په اور یې سوځولې ده. د دې بدن ۶۰ سلنه برخه سوځېدلی او دا مهال د کندهار په ميرویس روغتون کې تر درملنې لاندې ده. د پنځو اولادونو... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٠سلواغه٩٥): د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په  درې ولسوالیو غورک، رېګستان او ښورواک کې هيڅ ښوونځی نشته چې له امله يې د دغو ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغو ولسوالیو کې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال وايي، د مالیې د ورکړې، په ګمرک کې د مالونو د پر وخت نه محصول کېدو او برېښنا د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، د خپلو دغو ستونزو د حل په موخه تېره اوونۍ  ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په ټول هېواد کې ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغي اخته دي چې له دې ډلې ۱۶۷ یې په کندهار کې دي. په کندهار کې تر دې مهاله د ۱۶۷ ناروغانو له ډلې په ۳۷ ناروغانو کې د سرطان ناروغي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): له کندهار ښار څخه اويا کيلومتره لرې په میانشین ولسوالۍ کې د ډېرې واورې اورېدو له امله د ۱۵ کلیو لارې تړل شوي او ۵ کورونه نړېدلي چې د یوه کور د نړېدو له امله  دوه  ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): په کندهار کې ۲۴ کلونه وروسته واوره اورېدلې چې د يوه سمسور او اباد کال لپاره يې د خلکو هېلې ډېرې کړي دي. د واورې د اورېدو په خوښۍ کې د کندهار ښار ډېری وګړي له خپلو ماشومانو سره يو ځای دښتو او نږدې ولسواليو ته ته ووتل... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٥): ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې عملیات کړي او د وسله والو د یوه پټنځای او د هغوی د وسلو او وسایطو په له منځه وړلو سره یې د هغوی د احتمالي برید مخنیوی کړی دی. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دا په روان ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د هېواد په کچه لومړۍ پېښه ده چې په دې ولایت کې ثبتېږي. د کندهار د عامې روغتیا... پاتې برخه
کندهار( پژواک، ۱۲ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار ولایت اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه تل سرغړونې کوي او افغان سرحدي ځواکونو ته سرخوږی جوړوي. بل خوا د کندهار د ولایتي شورا یو غړی وايي چې افغان سرحدي ځواکونه په کمو امکاناتو او... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کندهار  د استېناف نوی ټاکل شوی څارنوال وايي چې د خلکو په مرسته به په چارو کې اصلاحات راولي او د قانون پلي کېدل به لومړى له خپلې ادارې پيلوي. د کندهار د استېناف څارنوالۍ نوي ټاکل شوي رييس عبدالرحمن کوشان دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند د حوض مدد په سيمه کې د سراچه او فيلډر موټرو د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي او يو بل ټپي شوی دی. پېښه نن د سلواغې په ٩مه، له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې شوې ده... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د کندهار د سپین بولدک او ښورواک ولسوالیو تر منځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرو څاهانو په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانې ویاند ضیا دراني د سلواغې په ٧مه،... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وايي د دولت د نه پاملرنې له امله د دې ولایت یو شمېر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې رغونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري. دوی زیاتوي، په ځينو تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): په کندهار کې که له یوې خوا پر له پسې  ورښتونو د یوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې را ټوکولي، نو بل پلو یې په ځینو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي. په کندهار کې له تېرې ورځې راهیسې په وقفه یي توګه باران... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نیټه، ۹۵): چارواکي وایي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لسګونو وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سلواغې په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تیره شپه وسله والو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): ګل اغا شېرزی وايي، په سوېلي زون او کندهار کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د بدلون لپاره یې له ګڼو مخورو او قومي مشرانو سره یو ځای پر یوه طرحه کار کوي چې ډېر ژر به له مرکزي ادارې سره شریکه کړای شي. نوموړي دغه... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٧مرغومى٩٥): د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په ولایت مقام کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېړنو کې پرمختګ شوی او تر دې مهاله د امنیتي سرتېرو او کارګرو په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي. نوموړي چې د کندهار  د مرستیال والي عبدالعلي شمسي د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): ولسمشر د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی چې همدا نن ماښام دې ولایت ته را ورسېد. د دغه پلاوي په ترکیب کې د ګلزار تر څنګ، د اجراييه ریاست، دفاع وزارت،... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شسمي جنازه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه. د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د کندهار د ولایتي ادارې د ملکي او نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو... پاتې برخه
کندهار(پژواک ،۲۴ مرغومى ٩٥):د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د ښې درملنې په موخه هندوستان ته لېږل شوی دی. بلخوا د کندهار د پېښې د څېړنې په موخه د عربي اماراتو یو پلاوى چې په پرمختللو وسایلو سمبال دی کندهار ته را رسېدلی دی. درې شپې وړاندې... پاتې برخه
کندهار ) پژواک ۲۱ مرغومی ۹۵ ):  د کندهار د ولایتي ادارې مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د متحده عربي اماراتو له سفیر څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې د سولې او د بیارغونې په بنسټیزو پروژو کې مرسته وکړي.   د متحده عربي... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٥): د کار او ټولنیزو چارو وزیرې او د متحده عربي اماراتو سفیر کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د یوه دارالایتام د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله. د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل او د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة الکعبي... پاتې برخه
دویم تعقيب - کندهار ښار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د ولايت مقام کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي،د والي  او د اماراتو دسفیر په ګډون۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، د مرغومي په ۲۱مه،پژواک خبري... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): د کندهار ښار اوسېدونکې ۱۸ کلنه پلوشه وايي، هغه تعویذ لیکونکی چې پر دې یې جنسي تېری کړی، پرته له دې چې سزا ورکړل شي ازاد شوی دی. پلوشه او کورنۍ یې له حکومت څخه انصاف غواړي او وايي له حق څخه یې باید دفاع وشي. پر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې عملیات شوي چې د امنيتي مسوولینو په وینا، د یوه سرګروپ په ګډون ۹ وسله وال په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. دغه عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا د یادې شوې ولسوالۍ په نکریل سیمه کې شوي دي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کندهار د امنیتي ادارو مسوولین شکایت کوي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې غوښتنو او وړاندیزونو ته ځواب نه وايي په داسې حال کې چې دغه ادارې اکمالاتو او تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري. بل خوا د کندهار والي ګواښ کوي،... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا ۱۰ تنه کارګر تښتول شوي دي. دغو کسانو د يادې شوې ولسوالۍ د لوړ مېل په کلي کې د يوه ښوونځي د احاطې دېوال جوړاوه. د تخته پل ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د مرغومي په... پاتې برخه
کندهار (پژواک،١٣مرغومى٩٥): د کندهار والي وايي، تر هغه چې حکومت او ملت لاسونه سره یو نه کړي، د روانو بدمرغیو مخنیوي ناشونی دی. هغه زیاته کړه، هیڅ حکومت د خلکو له مرستې او ملاتړ پرته مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، له همدې امله د ولس مرسته او ملاتړ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): په کندهار کې پولیسو هغه ډله نیولې چې تېره اوونۍ یې د کندهار هوايي ډګر پنځه تنه ښځینه کارکوونکې او د هغوی موټر چلوونکی وژلي وو. په دې تور له نیول شوو څلور تنو څخه درې تنه یې د مرغومي په ١٢مه، په امنیه قومانداني کې... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٨ مرغومى ٩٥): په کندهار ښار کې د ښځو د کرنیز فارم د جوړولو چارې بشپړې او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. په دغو مراسمو کې چې نن مازیګر د همدې کرنیز فارم په ودانۍ کې جوړ شوي وو، د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٧ مرغومى ٩٥): د کرکټ بورډ عمومي مشر کندهار ته سفر وکړ او ویې ویل چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د کرکټ یوه معیاري اکاډمي جوړه شي. د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل چې د ملي ټیم له څو لوبغاړو اصغر ستانکزي، محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ګلبدین نایب... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د ترکيې سفیر کندهار ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې یې د ویزې ورکولو څانګه پرانیسته. په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د ترکیې د سفیر علي سید اکین تر څنګ د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٦مرغومى٩٥): په کندهار کې د افغانستان او ایران د تولیدي توکو ګډ نندارتون پرانیستل شو چې دوه ورځې به دوام ولري. په دې نندارتون کې د کندهار د ولایتي ادارې د چارواکو، سوداګرو او قومي مشرانو تر څنګ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د ترانسپورټي شرکتونو د کار بندیز له امله په کندهار کې سلګونه مسافر چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، بند پاتې دي. ترانسپورټي شرکتونو له کندهاره کابل او هرات... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندهار مرستيال والي وايي، دا چې وسله والو په دې وروستیو کې ماتې خوړلې، په کندهار ښار کې یې د بې ګناه ملکي وګړو پر وژلو پيل کړی دی. خو مرستيال والي عبدالعلي شمسي خبرداری ورکړ چې له وسله والو به د بې ګناه... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٥): د کندهار هوايي ډګر د هغو ۵ تنو ښځینه کارکوونکو په کورونو کې لا هم ویر خپور دی، چې درې ورځې وړاندې په یوه وسله وال برید کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شوې. دغو مېرمنو د کندهار هوايي ډګر په ملکي ټرمینل کې د... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٩ليندۍ٩٥): د کندهار دیني عالمان او قومي مشران وايي، امنيتي ځواکونو د هېواد او خلکو ساتونکي دي او له هغوی څخه ملاتړ یې ملي مسوولیت دی. دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او د کندهار... پاتې برخه
  کندهار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٥): د کندهار امنیه قوماندان پر سولې د ټينګار ترڅنګ وايي، يوه داسې سیمه دې مشخصه شي چې امنه وي، ترڅو طالبان له خپلو کورنیو سره یو ځای په کې ژوند وکړای شي. نوموړي دغه راز له روسيې سره د طالبانو پر تازه اړیکو... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٥): د کندهار د ولایتي شورا رييس په کندهار پریس کلب کې د خبریالانو په اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړ او له یوه خبریال سره د شوي ناسم چلند له امله یې بخښنه وغوښته. د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال، نن سهار په یوه غونډه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د شاوخوا لسو ولایتونو قومي مشران، روڼ اندي، دیني عالمان او د مدني ټولنو استازي راټول شوي وو، څو د حکومت او وسله والو تر منځ د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي او د دواړو لورو تر منځ بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د عمر جامع جومات د جوړولو قراردادیان او کارکوونکي وايي، د دغه جومات کارونه دوه نیم کاله مخکې بشپړ شوي، خو تر اوسه د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي. هغوی ادعا کوي چې حکومت یې له دې درکه یو نیم میلیون ډالر پوروړی... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د کندهار امنيتي چارواکي هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې د پوليسو يوقوماندان په زېړۍ ولسوالۍ کې له يوه کوره نجلۍ په زوره بيايي او زياتوي چې هغوى د يوه قاتل پوليس  د نيولو لپاره چاپه اچولې وه. له تېرو دوو ورځو راهيسې په... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٥): د کندهار د پنجوايي، ژیړۍ، ارغنداب او میوند ولسواليو اوسېدونکو او قومي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې دې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي. هغوی د یادې شوې ستونزې د حل په موخه د دهلې بند د رغولو غوښتنه وکړه،... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٢ليندۍ٩٥): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږ کال د وچې مېوې کیفیت ښه او په نړیوالو بازارونو کې يې غوښتنه ډېره شوې چې په همدې بنسټ په صادراتو کې یې د تېر په پرتله ډېروالی راغلی دى. د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د لېندۍ... پاتې برخه
کندهار(پژواک ۱٩ليندۍ ۹۵):د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو سوداګرو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او تجارت بايد د سياست قرباني نه شي. دا څرګندونې په هغه کنفرانس کې وشوې چې د کرښې د دواړو غاړو د... پاتې برخه
اسعداباد- کندهار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په ختيځ زون او همدارنګه کندهار ولايت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي. په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) له لوري د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې په جوړ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٥): د کندهار اوسېدونکي د برېښنا د پر له پسې نشتوالي شکايت کوي او وايي چې دغه حالت د هغوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. دغه راز د کندهار ښار د صنعتی پارک د فابريکو مسوولين وايي چې که څه هم دوی ته په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١١ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند هوايي لوا ته اې ٢٩ پوځي الوتکې ورکړل شوې. د الوتکو د سپارلو مراسم په کندهار هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، چې د پوځي مسوولينو تر څنګ په کې د هېواد د هوايي ځواک عمومي قومندان... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): وسله والو طالبانو يوه تازه ويډيو خپره کړې او ادعا کوي چې د کندهار غورک ولسوالۍ يې نيولې ده، خو د کندهار چارواکي يې ادعا ردوي. د کندهار ولايتي مسوولين دا ويډيو بې بنسټه ګڼي او وايي وسله والو مخالفينو غورک ولسوالۍ نه ده... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د کندهار ولايت په نېش ولسوالۍ کې نن په دويمه ورځ هم د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمې خلک وايي، لسګونه وسله وال له وړمې شپې راهيسې له غورک... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٥): د کندهار ولايتي شورا او د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ملي وحدت پر حکومت نيوکه وکړه چې ګواکې له سوېل زون سره توپيري چلند کوي او د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په ټاکلو کې يې کندهار او دې زون ته ونډه نه ده ورکړې. هغوى... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،٤ليندۍ٩٥): په کندهار ښار کې د پولسو تر منځ لفظي شخړه او بيا يې تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. پېښه نن ماپښين د ٢:٣٠ بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په ساحه کې شوې... پاتې برخه
کندهار(پژواک، ٢ ليندۍ ٩٥): په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان  په دې زون کې د شفق ٢ عملياتو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل چې هلته  د (شفق يو)  عمليات د وسله والو لپاره ځپونکي وو. په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول... پاتې برخه
کندهار (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): په کندهار کې د کرنې رياست له خوا پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ له دامان ولسوالۍ څخه پيل شوه. د دامان ولسوالۍ پر کروندګرو ٣٥ ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم او ٧٠ ټنه کيمياوي کود ووېشل... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٣٠ لړم ٩٥): د کندهار چارواکي او د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکي د پاکستان هغه تحرکات د افغانستان د خاورې د تماميت خلاف ګڼي او وايي دغه ډول مراسم په هيڅ توګه د منلو نه دي. وړمه ورځ د سپين بولدک- چمن پر لويه لاره ډيورنډ کرښې ته... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٤لړم٩٥): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. پېښه نن ماسپښين د درېيو بجو په شاوخوا کې د دې ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده په سيمه کې د کابل- کندهار پر لويه لاره شوې.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢١ لړم ٩٥): د کندهار د يو شمېر شمالي ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په هلمند او اروزګان کې د جګړو له پراخېدو سره په دغو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه ډېر شوي دي. خلک وايي، په دې وروستيو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٩ لړم ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر باى فور موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي. پېښه نن ماښام د ٥:٣٠ بجو په شاوخوا کې د دې ولسوالۍ په تمبکول سيمه کې شوې ده... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٨ لړم ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د ماين چاودنو له امله په ارغستان ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوه پوليس ټپيان دي. د ارغستان پېښه نن مازيګر ناوخته د دې ولسوالۍ په توپانزو سيمه کې شوې ده. د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان لارې د رغولو لپاره ١،٨ ميليونه ډالر ځانګړي شوي او ډېر ژر به د دې لارې د جوړولو چارې پيل شي. دغه لار چې شاوخوا ١٥٠ کيلومتره اوږدوالى لري، له ارغنداب، شاوليکوټ او نېش ولسواليو څخه تېرېږي چې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٦ لړم ٩٥): په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه سرحدي پوليس وژل شوي دي. د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۹۵): په کندهار کې هم د خيال اوونۍ- دامن اوونۍ تر سرليک لاندې د پښتو غزل د پاچا استاد خيال محمد نمانځنه او درناوى وشو. په دې اړه د کندهار مېشتو فرهنګيانو او استاد خيال محمد د مينه والو له خوا غونډه جوړه شوې وه چې سلګونو کسانو... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢ لړم ٩٥): د کندهار والي وايي، خلک کولاى شي په فساد کې ښکېل چارواکي له ګرېوان ونيسي او خپل حق ورڅخه وغواړي. نوموړي دغه څرګندونې ډنډ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د ليدنې پر مهال وکړې. له والي سره په دې... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٥ تله ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت په شاه وليکوټ او ميوند ولسواليو کې د ماين په چاودنو کې اته ماشومان ټپيان شوي دي. د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د شاه وليکوټ په چنار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د لويې لارې د ساتنې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې درې سرتېري ټپيان شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دتلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادو شوو پوليسو پر موټر نن له... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان تر منځ يې نوې لار پرانيستې او خلک کولاى شي په ډاډه زړه پر دې لار تګ راتګ وکړي. د کندهار- اروزګان لار شاوخوا يوه مياشت وړاندې، هغه مهال د ترافيکو پر مخ وتړل شوه چې د وسله والو مخالفينو او... پاتې برخه
کندهار( پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي،کرکټ په افغانستان کې حيرانوونکى پرمختګ کړى او دوى  زيار باسي چې دغه لوبه د هېواد په کچه لومړۍ درجه لوبه شي. دغه څرګندونې د کرکټ بورډ اجرائيه رييس شفيق ستانکزي په کندهار کې په... پاتې برخه
  کندهار( پژواک، ١٦ تله ٩٥): چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي چې پر مهال يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. خو وسله وال طالبان بيا په دغو بريدونو کې د ګڼ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٨ تله ٩٥): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي. پېښه نن سهار اته بجې د يادې ولسوالۍ په چشمو سيمه کې شوې ده. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ٧ تله ٩٥): د کندهار مرستيال والي وايي، اطلاعاتو لاسرسى د دولت او ملت تر منځ واټن له منځه وړي او ولايتي اداره ژمنه ده چې په چارو کې د روڼتيا او فساد د مخنيوي په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په پلي کېدو کې چټک ګامونه واخلي.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٦ تله ٩٥): په کندهار ښار کې د رختونو يو سوداګر له تښتول کېدو وروسته وژل شوى او جسد يې د ښار د پنځمې حوزې اړوند د پيرو کلاچې په سيمه کې موندل شوى. دغه سوداګر حاجي عيسى محمد نومېده او د کندهار ښار د رخت پلورونکو د ټولنې مشر هم و.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه شوې او په کې ناست دوه کسان وژل شوي دي. پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د دې ولسوالۍ په اندړانو سيمه کې رامنځته شوې ده. د کندهار د والي وياند... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): په کندهار ښار او ولسواليو کې د لوى اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ٣ تنه مړه شوي او ٩٧ نور ټپيان شوي دي. د قربانيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان جوړوي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥):  په کندهار کې د رضاکارو ځوانانو يو فدراسيون هڅه کوي بېلابېل کمپاينونه ترسره کړي، څو په دغه ولايت کې تړلي ښوونځي بېرته فعال شي. په کندهار کې د نا امنيو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ١٣٩ ښوونځي تړلي دي. د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢۴ وږى ٩٥): د کندهار معلولين وايي، کلونه وړاندې ورسره د استوګنې د زرو نومرو ځمکو د ورکړې ژمنه شوې وه خو تر اوسه ورکول شوي نه دي. دوى نيوکه کوي چې حکومت يې ستونزو ته پام نه کوي او له پامه غورځول شوي دي. په کندهار کې د مېشتو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د کندهار مدني فعالانو، فرهنګيانو او خبريالانو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند په سختو ټکو وغانده او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې دغه موضوع په جديت تعقيب کړي. د راپورونو له مخې، د روان کال د وږي په ١٧مه د... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،١٥وږى٩٥): په کندهار کې سږنى تعليمي کال په داسې حال کې پيل شو چې د کتابونو او ښوونکو د تشکيل د کمښت تر څنګ ١٣٩ ښوونځي تړلي ١٩٠ يې ودانۍ نه لري. د نوي تعليمي کال د پرانيستې مراسم د کندهار ښار په احمد شاه بابا ليسه کې جوړ شوي وو چې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): د کابل- کندهار د لويې لارې د تېرې ورځې د خونړۍ ترافيکي پېښې په تړاو د "نوي ميوند ترانسپورټي شرکت" فعاليت ځنډول شوى دى. تېره ورځ د سهار څلور بجې پر ياده لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې يو ٣٠٣ مسافر وړونکى بس... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): پخوانى طالب مشر سيد اکبر اغا وايي، په افغانستان کې د روان ناورين د مخنيوي په موخه داسې يوه شورا جوړوي چې د ټول هېواد پوهان، ديني عالمان او مخور به په کې ګډون ولري. نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ١٣مه، په کندهار کې يوې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې رييس  او تدريسي مرستيال  د خلکو د هغو شکايتونو پر بنسټ چې ګواکې په دې اداره کې پراخ فساد شتون لري او چارواکي يې لازم چوپړ نه شي وړاندې کولاى، له دندو لرې شوي دي. خو د پوهنې رييس... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د  کندهار د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، پاکستاني لوري نن له دوى سره په يوه وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ ته د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل شي. په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د درېيې لوا... پاتې برخه
کندهار (پژواک،١٠ وږى ٩٥): په کندهار ښار کې د وسله والو په غلچکي بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي بلخوا په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښتو کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي. پر پوليسو د غلچکي بريد پېښه نن (د وږي ۱۰ مه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، پاکستان د ټولو اصولو خلاف د سپين بولدک- چمن لار لا هم تړلې ساتلې چې له امله يې خلکو ته په ميليونو ډالره زيان اوښتى دى. دوى زياتوي، که پاکستان خپلې دغې کړنې ته دوام ورکوي نو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٨ وږى ٩٥)‌: د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پر يوه موټر سايکل د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په سيوري سيمه کې شوې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د سپين بولدک- چمن لار نن په يوولسمه ورځ هم تړلې ده او چارواکي وايي، د دې لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو، سوداګرو او دوکاندارانو ته له ١٢ ميليونه افغانيو ډېر زيان اوړي. په سوېل کې دغه مهمه ټرانزيټي لار د روان کال د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې په ترڅ کې به يې په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٥٠٠زره ماشومان واکسين کړل شي. د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسيناسيون دغه پړاو داسې مهال پلى کېږي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې د سپين بولدک- چمن د لويې لارې د خلاصولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره لا هم خبرې روانې دي او تمه ده، چې تر سبا پورې لار  پرانيستل شي. ياده شوې لار نن په شپږمه ورځ هم تړلې ده، د کندهار د تازه مېوې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه٩٥): د کندهار او بلوچستان ترمنځ د سپين بولدک- چمن لويه لار نن په پنځمه ورځ هم تړلې وه چې له کبله يې عامو وګړو او سوداګرو ته درانه زيانونه اوښتي دي. بل خوا د لارې د خلاصولو په موخه نن او پرون د افغان او پاکستاني... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ٩٥): پوليسو په کندهار کې له تېرو څو ورځو راهيسې د هغو پاکستانيو اتباعو د نيولو لړۍ پيل کړې چې دې ولايت ته د کار لپاره راغلي او دلته د اوسېدو او کار کولو قانوني اسناد نه لري. د کندهار د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي  چې د سپين بولدک- چمن لارې د بندېدو له امله هغوى ته شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى. بل خوا د کندهار د ولايتي ادارې مسوولين وايي چې له پاکستان سره د لارې د خلاصولو پر سر... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٦ زمري ٩٥): د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند وايي چې په هېواد کې ډېرى پوهنتونونه د سياسي فشارونو او اړيکو له مخې جوړ شوي دي. د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوال ډاکټر فرېدې مومند د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د... پاتې برخه
کندهار ښار(پژواک،٢٥زمرى٩٥): په کندهار کې د ٤ نجونو په ګډون ٩٥٢ تنو د شپې پوهنځيو لپاره ازموينه ورکړه. دغه ازموينه د دريو پوهنځيو (ښوونې او روزنې، اقتصاد او شرعياتو) لپاره واخيستل شوه. د ازموينې اخيستو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٥زمرى٩٥): په کندهار ولايت کې ٢٤ قابلو تر دوه کلنۍ ازموينې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه قابلې په کندهار کې د UNICEF په مالي مرسته او د AHDS انجيو په تخنيکي ملاتړ روزل شوې دي. چارواکي وايي، فارغې شوې قابلې به د کندهار په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٢ زمری ٩٥): چارواکي وايي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد موټر نن سهار د میوند ولسوالۍ له شل... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢١زمرى٩٥): کندهار مېشتي صنعتکاران وايي، که حکومت د دې ولايت صنتعي پارک ته د اړتيا وړ برېښنا چمتو کړي نو دلته به په لسګونو سوداګر پانګونه وکړي او د فابريکو شمېر به ٣٥٠ ته پورته شي. اوسمهال د کندهار په صنعتي پارک کې د برېښنا د کمښت له... پاتې برخه
کندهار(پژواک، ١٨زمرى٩٥): د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ١١٠ جريبه ځمکه کې ٩٧ باغونه جوړ شوي چې څو کاله وروسته به ښه حاصلات ورکړي او د مېوو د محصولاتو کچه به ورسره لوړه شي. دغه باغونه د انګورو، انارو، الو او نورو مېوو دي چې د... پاتې برخه
لښکرګاه (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د هلمند د ناوې امنيتي چارواکي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، خو تر اوسه دوى ته مرستندوی ځواکونه نه دي رسېدلي. د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د  کندهار والي پر بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنيوي په موخه يوه کمېټه وټاکله او هغوى ته يې دنده وسپارله چې که څوک له افغانۍ پرته د نورو اسعارو پر راکړه ورکړه ونيول شي، پر کاروبار دې يې بنديز ولګول شي. دغه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د کندهار امنيه قوماندان وايي، هغه کسان چې په خپلو سوداګریزو معاملو کې کلداره وکاروي، څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي. جنرال رازق دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د زمري په ١٣مه د  امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٠ زمرى ٩٥): په سوېل کې د افغانستان بانک مسوولين وايي، هڅه کوي په کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګوي او خلک اړ باسي چې د پرديو پولي واحدونو پر ځاى د خپل هېواد پولي واحد وکاروي. دا مهال د سوېلي حوزې په ټولو ولايتونو کندهار، هلمند،... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): د کندهار والي وايي، د دغه ولايت په دريو ولسواليو ژېړۍ، ميوند او خاکرېز کې د ملي پيوستون په پروژو کې د شوي اختلاس د څېړنې په موخه يو پلاوى ټاکي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل،... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٤زمرى٩٥): د کندهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، په روان کال کې له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو درې  زره کورنۍ کندهار ته راستنې شوې  دي چې دغه شمېره د تېر په پرتله لوړه ده. خو دوى وايي، دغه کډوال د سرپناه له... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د کندهار د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، په نشه يي توکو له روږدو خاوندانو څخه د مېرمنو له خوا د طلاق اخيستو پېښې ډېرې شوې دي. د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې که له... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي، په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ١٠٠زرو تنو ته اوړي، خو د درملنې امکانات يې ډېر لږ دي او تېر کال يواځې د ١٤٩٠ تنو نشه يانو درملنه شوې ده. دغه څرګندونې له نشه يي توکو سره د مبارزې د... پاتې برخه
لښکرګاه (پژواک،٢٣چنګاښ٩٥): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګين... پاتې برخه
کندهار(پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٥): کندهار، بلخ  او پروان کې  د افغانستان په اړه د وارسا کنفرانس د پرېکړو هرکلى وشو او د ولسمشر د  هغو هڅو ستاينه وشوه چې له مخې يې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د ډېرو مرستو ژمنې وکړې. تېره اونۍ د پولنډ په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د اختر په ورځو کې تر ١٠٠ ډېرې ترافيکي پېښې شوې چې په کې ١٢٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د عامې روغتيا رياست وياند محمد نادر عسکر د چنګاښ په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ٩٥): چارواکي او امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د دريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي. د کندهار د والي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې په ناڅاپي توګه په ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي خپره شوې او خلک يې اندېښمن کړي دي. دغې ناروغۍ تر دې مهاله يو ماشوم مړ کړى او ١٥ نور يې تر روغتونه رسولي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د جګړو او نا امنيو له امله د بېځايه شوو کډوالو شمېر تر ٥٠ رسېدلی چې هېڅ راز اسانتياوې نه لري او له ستونزو ډک ژوند تېروي. دغه کډوال د کندهار د بېلابېلو ولسواليو تر څنګ له... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د کندهار امنيه قوماندان وايي، پاکستان د دې لپاره په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو په لاس جګړې ته شدت ورکړى چې د ملا هبت الله مشرتوب ته مشروعيت ورکړي او په دې توګه وښيي چې نوموړى يو ښه مشر دى. جنرال عبدالرازق دغه... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى، خو په چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي. د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د چنګښ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي چې په پايله کې يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٠ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار کروندګر او باغ لرونکي وايي، په دهلې بند کې په داسې حال کې اوبه کمې شوې چې کروندې او باغونه يې راتلونکې څو مياشتې نور هم اوبو ته اړتيا لري او حاصلاتو ټولولو ته يې وخت شته. هغوى اندېښنه ښيي، که د اوبو د وېش سم... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٧چنګاښ٩٥): د کندهار ولايت اوسېدونکو د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو وحشت په سختو ټکو وغانده او له حکومت څخه يې وغوښتل چې له هېواد څخه د دغې ډلې ريښې وباسي. په دې اړه نن په کندهار پريس کلب کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د يوې امنيتي پوستې دوو پوليسو خپل درې پوليس ملګري وژلي او وروسته تښتېدلي دي. دغه پېښه د دې ولسوالۍ په توره پوسته کې شوې ده. يوې باوري امنيتي سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل، دوو پوليسو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲ چنکاښ ۹۵): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د دريو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي چې لګښت يې د ملي پيوستون له پيسو ورکول کېږي.   دغه درې ودانۍ د ملالۍ ميوندي، سيد محمد اغا په نوم ښوونځيو او د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د کندهار سلګونو اوسېدونکو د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه او لاريون وکړ او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم کې يې د دغه هېواد تېرى وغانده او د هغوى پر وړاندې يې د افغان ځواکونو د سرښندنې ستاينه وکړه. د کندهار ښار او... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. جګړه تېره شپه د يادې شوې ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې، هغه مهال ونښته چې وسله والو د ملي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥):  د کندهار د سپين بولدک له دوستۍ دروازې پرته پاکستان له افغانستان سره نورې ټولې لارې تړلې دي. سپين بولدک او تورخم دوه مهمې سوداګريزې لارې دي چې افغانستان او پاکستان ترې ګټه اخلي، خو د پاکستان لخوا پر تورخم د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): د کندهار ښار اوسېدونکې ليکواله او شاعره مينه انتظار وايي، خور يې په ډېر وحشت وژل شوې او د هغوى له کورنۍ سره لوى ظلم شوى، په همدې بنسټ له دولتي مسوولينو د عدل او انصاف غوښتونکې ده. دا وايي، د خپلې خور د وژلو په قضيه... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٥): د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو له پوهنځي څخه ٧٨ تنه محصلين فارغ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې يې بري ليکونه تر لاسه کړل. په ياد شوي پوهنتون کې د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي له تاسيس راهيسې دا لومړى ځل... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د کندهار چارواکو له پاکستانه دغه ولايت ته د غوښې پر را واردولو بنديز لګولی او خبر يې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي. دغه ګام تر هغه وروسته اخيستل کېږي چې دوې ورځې وړاندې له سپين بولدک څخه کندهار ته پر... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، يو ماين جوړوونکى يې نيولى چې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى. دغه ماين جوړوونکى په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوى دى. د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا... پاتې برخه
کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه، ۹۵): د کندهار والي او قومي مشرانو د کورنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال د پوليسو په ليکو کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه وکړه. هغوى وويل، د امنيت د راوستلو په برخه کې د پوليسو قربانۍ د قدر وړ دي، خو له دې سره په... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): وسله والو طالبانو د کندهار ښار په عينو مينه کې يو قومي مشر وژلى دى. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د اوولسمې... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٣٠ غويى ٩٥): د کندهار مرستيال والي د ديني عالمانو او مخورو په يوه غونډه کې وويل چې خلک دې خپل اولادونه د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته نه لېږي، ځکه هلته د دين پر ځاى ترهګري او افراطيت زده کوي. دغه غونډه نن د غويي په ٣٠مه د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٣٠ غويى ٩٥): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال بصير شهروند د سړک غاړې په چاودنه کې ووژل شو. پر نوموړي نن غرمه هغه مهال چاودنه وشوه، چې د کندهار- اروزګان د لويې لارې د خلاصېدو په موخه د پيل شوو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، غويى ٢٩مه، ٩٥): په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د کندهار والي په دې ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د ښځينه وو له خوا د شعرونو پر زمزمه کولو بنديز لګولى. دغه خبر په ټولنيزو شبکوکې  بېلابېل غبرګونونه له... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٣ غويى ٩٥): د کندهار ښار شهيدانو څلور لارې ته څېرمه پر عمومي سړک د ګڼو دوکانونو له منځه د خوراکي توکو يو دوکان بېخي له نورو بېل دى، په دغه دوکان کې د معمول خلاف يوه مېرمن د سودا په ورکولو بوخته ښکاري. دغه زړه مېرمن چې په څېره کې يې... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٠غويى٩٥): د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې رېګستان او ښوراوک هغه دوه ولسوالۍ دي چې هيڅ راز روغتيايي اسانتياوې په کې نشته، په کار ده د دغو ولسواليو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې شي. دغه څرګندونې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي... پاتې برخه
کندهار(پژواک،٢٠غويى٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په پايله کې ١٦ تنه بهرني او کورني وسله وال وژل شوي دي. دغه بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د کندهار او هلمند پر پوله د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه... پاتې برخه
کندهار ښار (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د کندهار ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې دوه ملکي وګړي او ٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ميوند ولسوالۍ د... پاتې برخه
کابل، کندهار (پژواک ۱۸ غویی ۹۵): د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې  د یوه داخلي برید په ترڅ کې افغان او ناټو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کابل کې د ناټو دروزنې ماموریت (غوڅ ملاتړ) له خوا د غویي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ غويى ٩٥): د کندهار والي وايي چې  په دې ولايت کې يې د ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، په ادارو کې د قانون د پلي کېدو او ښاري پراختيا په برخه کې هڅې روانې دي او په دې اړه شوو اقداماتو ښې پايلې لرلې دي. والي ډاکټر همايون... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ غويى ٩٥) : د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي ، په کندهار کې موزيم او عامه کتابتون جوړوي چې د جوړولو چارې به يې تر راتلونکو څو کلونو پورې بشپړې شي. په دې اړه د غويي په ١٨مه، د کندهار ښار په عينو مېنه کې يو لړ مراسم جوړ شوي و، چې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۳۹۵): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه چې د بېلابېلو ولايتونو سلګونو شاعرانو، فرهنګوالو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى و. مشاعرې ته له کابل څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني او يو شمېر نور... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): کندهار مېشتو کوچيانو د کندهار ولايت له مرستيال سره په ليدنه کې ګيله وکړه چې د ژوند له اسانتياوو بې برخې دي او حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې. هغوى غوښتنه وکړه چې د سرپناه ترڅنګ دې هغوى ته د پوهنې او روغتيا په برخو کې... پاتې برخه
کندهار(پژواک،١٦غويى٩٥): د سوېلي زون د ولايتي شوراګانو غړو او قومي مشرانو حکومت سوېل ته په نه پاملرنې تورن کړ او ويې ويل چې حکومتي چارواکي په سوېلي ولايتونو کې د ناامنيو د مخنيوي د حل لپاره اقدام نه کوي. دغه څرګندونې په هغه ګډه غونډه کې وشوې چې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د ايران سفير په کندهار کې له سوداګرو او سيمه ييزو چارواکو سره په يوه غونډه کې خبر ورکړ چې د ايران او افغانستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په موخه به په دې ولايت کې د دواړو هېوادونو د صنايعو ګډ نندارتون جوړوي.... پاتې برخه
کندهار (پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندهار والي د کابل د پرونۍ خونړۍ پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ په موخه په جوړه شوې غونډه کې وويل چې د ترهګرو پر ضد دې يو ملي او ديني خوځښت پيل شي. هغه د غونډې له لسګونو نورو برخه والو سره يو ځاى د يادې شوې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په کندهار ښار کې وسله والو په يوه غلچکي بريد کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى او وروسته تښتېدلي دي. دغه پېښه د نن (د وري ٢٤مه) له غرمې مخکې د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د هديرو په ساحه کې رامنځته شوې ده. د کندهار... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوه پوليس پنځه نور پوليس وژلي او وروسته تښتېدلى دى. دغه پېښه تېره شپه شاوخوا درې بجې د سپين بولدک اړوند د سرحدي پوليسو د درېيم کنډک په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې چې د ډيورنډ کرښې... پاتې برخه
کندهار(پژواک، ٢١ ورى ٩٥):د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ د بنسټ ډبره نن مازديګر د يو لړ مراسمو په لړ کې کېښودل شوه. د دغې ودانۍ د جوړولو چارې داسې مهال پيلېږي چې چارواکي وايي کندهار پوهنتون د تاسيساتو او امکاناتو له کموالي سره مخ دى. د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٧ ورى ٩٥): د کندهار والي د سويډن له سفير سره په ليدنه کې د روغتيا، پوهنې او کرنې په برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه. د سويډن سفير اندرس شوبيرګ نن د وري په ١٧مه کندهار ته سفر وکړ او د دې ولايت له والي او نورو مسوولينو سره يې وکتل.... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨ تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه نن له غرمې وروسته د يادې شوې ولسوالۍ په تنګي سيمه کې شوې ده. د کندهار د امنيې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٧ ورى ٩٥): په کندهار ولایت کې هم له بېوزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ په نوم دېوال جوړ شو. په کندهار ولایت کې د وري په ٧مه د ځوانانو د فدراسیون له لوري له بېوزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ دېوال جوړ کړاى شو. د دغه فدراسیون... پاتې برخه
 کندهار (پژواک ،٦ ورى ٩٥) :  د کندهار د ٢٠٥اتل قول اردو ملکي مرستيال تېره شپه په يوه وسله وال  بريد کې ووژل شو . د اتل قول اردو وياند ډګروال محسن سلطاني د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٢٠٥اتل قول اردو ملکي مرستيال ... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٢ کب ٩٤): د اداري فساد پر ضد د مبارزې يوې ځانګړې محکمې د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه د ٧٦ ميليونه افغانيو د غلا په تور تورن کسان په علني توګه محاکمه کړل. محکمې په کندهار کې د افغانستان بانک د رييس فضل احمد اعظمي په... پاتې برخه
کندهار (پژواک ١٩ کب ٩٤): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې کندهار ته سفر وکړ او دلته يې د نشه يي توکو د کرلو په مخنيوي کې د قومي مشرانو پر رول ټينګار وکړ. سلامت عظيمي نن مازيګر ناوخته د کندهار د يو شمېر ولسواليو د ولسوالانو او قومي مشرانو په... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٧ کب ٩٤) : د ډاکټر رحمت الله ګوهر په نوم يوه هندوستان مېشتي افغان محصل د يوه يتيم ماشوم هيله پوره کړه او له هغه سره د مرستې لپاره کندهار ته راغى. دغه يتيم ماشوم نور محمد نومېږي چې څه موده وړاندې يې په ټولنيزو شبکو کې ويډيو خپره... پاتې برخه
کندهار،مزارشريف (پژواک، ١٦ کب ٩٤): په کندهار ښار کې د ولسي ونډې پربنسټ د پنځه کيلومتره سړکونو د جوړولو چارې او بلخ ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون د تر سره شويو پروژو د بيارغونې په موخه د کارموندنې ملي پروژې پيل شوې. د کندهار ښاروال انجنير... پاتې برخه
کندهار ، خوست (پژواک، ٨ کب ٩٤): ځانګړو امنيتي ځواکونو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې عمليات کړي، ٧ تنه وسله وال يې وژلي، ٢ يې ټپيان کړي، ٣ يې ژوندي نيولي او دغه راز د هغوى دوه پټنځايونه له منځه وړل شوي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٤): د کندهار د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال د جوړولو چارې چې د بوديجوي ستونزو له امله درېدلې وې، بېرته پيل شوې. د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د يادې شوې پروژې په بېرته پيلېدو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې دغه محافظوي دېوال، چې... پاتې برخه
کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٤): د کندهار په صنعتي پارک کې د اتو ميليونه ډالرو په پانګونه ٦ نوې فابريکې پرانيستل شوې، چې سلګونو کسانو ته د کار موندلو تر څنګ د کورني توليد د ودې لپاره ګټور ګام ګڼل کېږي. دغه فابريکې په داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): په کندهار کې يوه ځانګړې کمېټه د دې ولايت د عايداتي ادارو څارنه کوي، څو د فساد مخنيوى وشي او عوايد په دقيقه توګه راټول کړل شي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ځانګړې کمېټې مشري د والي... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د کندهار د ولايتي ادارې مسوولينو، قومي مشرانو او مدني فعالانو له ولسمشره وغوښتل چې په دغه ولايت کې د برېښنا سمون، د پوهنې د ودې او اقتصادي وضعيت ښه کېدو ته جدي پاملرنه وکړي. ولسمشر محمداشرف غني چې نن د سلواغې په ١٤مه... پاتې برخه
کندهار( پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د کندهار - سپين بولدک پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي مړه او ٣ نور ټپيان شول. پېښه نن  له غرمې وروسته په شاوخوا دوو نيمو  بجو د دې ولايت  تخته پُل ولسوالۍ ته څېرمه وشوه. د... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ١٠ سلواغه٩٤) : په کندهار کې په دې وروستيو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ډېره شوې، خو د درملنې په برخه کې يې اسانتياوې ډېرې کمې دي. د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د معتادينو د درملنې مرکز د دې ولايت له هغو څو مرکزونو يو دى چې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت منسوبينو په کندهار ښار کې هغه مهال يو بريد کوونکى وواژه او بل يې ټپي کړ چې د هغوى پر ګزمه يې د تومانچو په وسيله غلچکي بريد وکړ. دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې  د کندهار ښار اړوند د دريمې ناحيې... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د ښځو چارو وزيرې کندهار ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو د کرنيز فارم د جوړولو چارې پرانيستې. په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزيرې مېرمن دلبر نظري، ولايتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او لسګونو... پاتې برخه
کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د کندهار ښار په عيدګاه کې زرګونو خلکو د استستقاء لمونځ ادا کړ او د باران ورېدو دعاوې يې وکړې. د استستقاء د لمانځه ادا کولو لپاره د کندهار ښار ترڅنګ د نږدې ولسواليو اوسېدونکي هم راغلي وو. د لمونځ کوونکو له ډلې د... پاتې برخه
کندهار (پژواک ۶ سلواغه ۹۴): د کندهار چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز کې د وسله والو په بريد کې يو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماخوستن په شاوخوا اته بجو د څلورمې او... پاتې برخه
کندهار( پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): په کندهار کې تېر تعليمي کال له دوولسمو ټولګيو څخه ٤ زره تنه فارغ شوي، خو د کانکور په ازموينه کې څه باندې دوو زرو تنو ګډون کړى و، چې ١١ سلنه يې نجونې جوړوي. له دغو فارغانو څخه نن د سلواغې په ٦مه د کندهار پوهنتون په... پاتې برخه