د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
روغتیا

نيمروز کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ١٣ زره کسانو ته رسېدلى

Jan 14, 2018 - 18:16
زرنج (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکو په داسې حال کې په ياد ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ١١ زره کسانو ١٣ زره کسانو ته لوړ شوى، چې د دغو کسانو له جملې يې ډېرى له ګاونډيو هېوادونو راغلي دي.
Read More

خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي

Jan 14, 2018 - 11:10
خوست ښار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۶): د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي، څېړنو ښودلې ده چې په خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي دي. له تېرو څو اوونيو راهيسې د خوست په بېلابېلو سيمو کې د ناڅرګند علت له امله د کارغانو د مړينې راپورونه ورکړل...
Read More

ولسمشر غني: د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې شته ستونزې بايد وپېژندل شي

Jan 10, 2018 - 17:01
کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، په بشپړه توګه د پوليو پر له منځه وړلو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې په ياده برخه کې دې شته ګواښونه په ډاګه او پر ټولو لرې پرتو موقعيتونو دې تمرکز وشي.
Read More

نا امني په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې عمده خنډ دى

Jan 10, 2018 - 16:58
کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي ارګانونه، نا امني او په روغتيايي مرکزونو کې د ښکېلو لورو له خوا مورچل نيونه، عمده ننګونې بولي او له هغوى غواړي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خنډ نه شي.
Read More

د غزني په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي خدمتونه نشته

Jan 10, 2018 - 14:29
غزني ښار (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د غزني د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي او ځيني وختونه اړ کېږي چې خپل ښځینه ناروغان د درملنې په موخه ډېرو لرو سيمو ته بوځي. بل لور ته د عامې روغتیا...
Read More

د خوست له ماشومانو سره مرسته کېدونکي خوراکي توکي مخکې له وېشه پلورل کېږي

Jan 09, 2018 - 12:24
خوست ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د خوست ولايت له ځينو ادارو سره د خوارځواکو ماشومانو لپاره مرسته شوي خوراکي توکي په ښار کې پلورل کېږي. د کاکو په نوم دغه خوراکي توکي د خوراک نړيوال سازمان او د ماشونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يا يونسيف له لوري د...
Read More

پکتيکا کې د زکام ډوله وژونکې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى

Dec 28, 2017 - 19:37
ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د پکتيکا ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې يو ډول مرموزه ناروغي پيدا شوې چې له امله يې تر اوسه دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
Read More

اروزګان کې دوه ټنه تاریخ تېر درمل وسوځول شول

Dec 26, 2017 - 16:04
ترينکوټ (پژواک، ۵ مرغومی ۹۶): د اروزګان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، زورواکي يې نه پرېږدي چې د هغو کسانو پر وړاندې قانوني چلند وکړي چې غير قانوني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
Read More

کابل ښار کې درې سوه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شول

Dec 25, 2017 - 17:43
کابل(پژواک،۴مرغومى۹۶): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له يو شمېر نورو ارګانونو سره يوځاى د درملنې په موخه درې سوه په نشه يي توکو اخته کسان د کابل ښار له يوې ناحيې څخه را ټول کړل.
Read More

سږ کال ننګرهار کې شل ډاکتران او د کورنيو غړي یې تښتول شوي

Dec 24, 2017 - 15:50
جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولايت د ډاکترانو او خصوصي روغتونونو اتحاديې وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې له جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو تر شلو زيات ډاکتران او يا هم د هغوی د کورنۍ غړي تښتول شوي دي. د دغو اتحاديو د معلوماتو له مخې...
Read More

يونيسف د ننګرهار او کونړ له روغتیا برخې سره همکاري کوي

Dec 20, 2017 - 11:36
جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۶): په افغانستان کې د يونيسف ادارې مشره وايي چې د ننګرهار ولايت د روغتيايي سکټور د پراختیا او لا ښه والي په برخه کې به ځانګړې مرستې وکړي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې په...
Read More

د کندهار شاولیکوټ کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې

Dec 19, 2017 - 15:49
کندهار (پژواک، ٢٨ لېندۍ ۹۶): د کندهار شاولیکوټ ولسوالي د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي؛ ځکه په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو له ۱۲ پېښو ۴ یې دغلته ثبت شوې دي. د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې د وسله والو تر واک لاندې دي او له تېرو څو...
Read More

د عامې روغتيا وزير ادعا: ٨٠ سلنه افغانان روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لري

Dec 17, 2017 - 16:31
مزارشريف (پژواک، ۲۶ ليندۍ ۹۶): د عامې روغتيا وزير د بلخ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د پنځو روغتيايي پروژو د پرانيستې پر مهال ادعا کړې ده چې ٨٠ سلنه هېوادوال لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى لري. د عامې روغتيا وزير داکټر فيروز الدين فيروز په بېلا...
Read More

هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين پيل شوى

Dec 17, 2017 - 15:51
لښکرګا(پژواک،۲۶لیندۍ۹۶): د هلمند روغتيايي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين په ښه توګه تطبيقيږي او کومه ستونزه په کې نشته دى. په هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي واکسين، کمپاين نن د ليندۍ په ٢٦مه پيل شو. د اړوندې موضوع...
Read More

اروزګان کې تړل شوي روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شول

Dec 12, 2017 - 15:47
ترينکوټ (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): په اروزګان کې د طالبانو له خوا تړل شوي نږدې ٥٠ روغتيايي مرکزونه بېرته پرانيستل شوي دي. درې مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې ټول ۵۹ روغتیایې مرکزونه وروسته له هغه وتړل چې په وينا يې سم...
Read More

کابل کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه

Dec 09, 2017 - 18:00
کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٦): د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس،د کابل پوهنتون د علي اباد تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز د بنسټ ډبره کېښوده. د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې مرکز د اتمي انرژۍ سازمان په مرسته د ٢٧...
Read More

په کابل کې يو طبي کمپلکس کار پيل کړ

Dec 07, 2017 - 19:19
کابل (پژواک،۱۶ليندۍ۹۶): په کابل کې يو طبي کمپلکس په داسې حال کې کار پيل کړ چې لا هم ډېر شمېر افغانان په هېواد کې د ناسم تشخيص او معياري ‌طبابت د نه شتون له امله د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.
Read More

ولسمشر غني: روغتيايي کارکوونکي د ميندو او ماشومانو د مړينې کمېدو کې رغنده رول لري

Dec 05, 2017 - 15:55
کابل (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۶): ولسمشر د "ټولنې روغتيايي کار کوونکو ملي ورځې" د نمانځنې په مراسمو کې د ميندو او ماشومانو د مړينې په کمېدو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لوړېدو کې د روغتيايي کار کوونکو رول رغنده وباله او د عامې روغتيا وزارت له...
Read More

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ايډز ۱۴۹ پېښې ثبت شوې

Dec 05, 2017 - 12:27
جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې تر دې مهاله د ايډز ۲۵۷ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې ۱۴۹ تایيد شوې دي. د معتادينو له لوري د پېچکاريو (سورنج) ګډ استعمال، په غير مسوول ډول جراحي عمليات، نا...
Read More

"په هېواد کې د ايډز ناروغۍ٢٥٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي"

Dec 03, 2017 - 19:47
کابل- فيض اباد (پژواک،١٢ليندۍ٩٦): په هېواد کې په داسې حال کې د ايډز له ناروغۍ سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه په هېواد کې د ايډز ناروغۍ٢٥٢٢مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
Read More