د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
دولت او سياست

يوناما "د ټاکنيزې ملي اجماع" د رامنځ ته کېدو هر کلى وکړ

Sep 20, 2017 - 20:10
کابل (پژواک ٢٩وږى ٩٦): د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي د ټاکنو د خپلواک کمسييون "د ټاکنيزې ملي اجماع " له رامنځ ته کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د چمتووالي له بهير څخه ملاتړ ته ژمنه ده.
Read More

غني او ټرمپ سبا د افغانستان او امريکا د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې کوي

Sep 20, 2017 - 18:35
کابل(پژواک،٢٩وږى٩٦): افغان ولسمشر سبا له خپل امريکايي سيال سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ملګرتيا او د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياوو د لوړولو په اړه بحث او خبرې کوي.
Read More

د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده

Sep 20, 2017 - 18:03
مزارشريف (پژواک، ۲۹ وږی، ۹۶) : د بلخ ولايت مدني فعالان وايي، افغان ټولنه له سياسي سولې وړاندې ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا لري.
Read More

د افغانستان لپاره د امريکا سفير له سنا څخه رايه ترلاسه کړه

Sep 20, 2017 - 17:44
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦) : د امريکا مشرانو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان لپاره کانديد شوي سفير جان باس ته د منظورۍ رايه ورکړه.
Read More

غني: اوسنۍ جګړه يوازې د افغانستان تر خاورې پورې محدوده نه ده

Sep 20, 2017 - 17:42
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني، د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ګاونډيو هېوادونو له رښتينې همکارۍ سره تړلې وبلله او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار ترڅنګ يې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى شي.
Read More

ولسي جرګې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ولسمشر له خبرو ملاتړ وکړ

Sep 20, 2017 - 17:10
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): ولسي جرګې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي ناسته کې د و لسمشر له خبرو ملاتړ وکړ او يو شمېر وکیلانو د يادې جرګې د ځينو غړو له خوا پر نورو غړو د لګېدلو تورونو د تعقيبېدو غوښتنه وکړه.
Read More

زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سولې او امنيت خبرې وکړې

Sep 20, 2017 - 17:00
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سولې او ا منيت خبرې کړې دي.
Read More

امريکا او ترکيې له پاکستان سره پر افغان شخړې خبرې وکړې

Sep 20, 2017 - 13:38
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير د امريکا د ولسمشر له مرستيال او د ترکيې له ولسمشر سره پر افغان شخړې خبرې کړې دي. د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه ليدنې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډو کې کړې دي. د پاکستان د...
Read More

ناټو او ملګري ملتونه د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي

Sep 20, 2017 - 12:18
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د ناټو سرمنشي، د افغانستان لپاره د امريکا د نوې تګلارې هرکلى وکړ او ويې ويل چې د امريکا نوي سرتېري به د اړتيا پر مهال ځاى پر ځاى کېږي. د ناټو سرمنشي جينز سـټولټنبرګ دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په...
Read More

ټرمپ : هیڅوک باید ترهګرو ته خوندي ځای ورنه کړي

Sep 19, 2017 - 21:26
کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته پخپله وینا کې په ډاګه کړه، چې هیڅوک باید ترهګرو ته خوندي ځای ورنه کړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۲ مه کلنۍ غونډه چې څو ورځې مخکې پیل شوې وه، نن د امریکا د...
Read More

حکمتيار: له هېڅ سياسي ډلې سره ناسالمه سيالي نه غواړم

Sep 19, 2017 - 20:11
هرات (پژواک،٢٨وږى٩٦): د افغانستان د اسلامي حزب رهبر وايي، له هېڅ ډلې سره د جګړې او ناسالمې سيالۍ په لټه کې نه دى او له ټولو سياسي ګوندونو او ډلو څخه غواړي چې لږ تر لږه په هېواد کې د کړکېچ د مخنيوي په لړ کې سره يو موټى شي.
Read More

عبدالله : ملي دفاع وزارت کې اصلاحات د یوه طرزالعمل له مخې رامنځته کيږي

Sep 19, 2017 - 19:17
کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): اجرائيه رييس وايي، په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات او هم د افسرانو د تقاعد نوې طرحه د یوه ځانګړي طرزالعمل له لوري پلې کېږي، چې د ملي اردو په ګټه دي.
Read More

مومند: غوښتنه مې دا ده چې قانون پر ټولو يو شان عملي شي

Sep 19, 2017 - 18:44
کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د بلخ د ولايتي شورا غړي مومند د خپلې نيونې قضيې د نه څېړلو له امله په ملي شورا کې د شکايت ثبتولو تر څنګ وويل چې خپل شکايت په افغانستان کې د بشري حقونو په کمېسيون او ملګرو ملتونو سازمان کې هم ثبتوي.
Read More

انګلستان: موږ له افغانستانه دوامدار ملاتړ کوو

Sep 19, 2017 - 15:30
باميان (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): کابل کې د انګلستان د سفارت يو پلاوى چې اوسمهال يې باميان ولايت ته سفر کړى؛ د ياد ولايت له بېلابېلو قشرونو سره د ليدو پر مهال ويلي چې انګلستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. ياد پلاوي له ديني...
Read More

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه

Sep 19, 2017 - 13:33
کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ملګرو ملتونو نيوکه کړې چې له خپلو واکونو سره سم کار نه کوي او په دې نړيواله اداره کې يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. ټرمپ لومړى ولسمشر و چې تېره شپه د ملګرو ملتونو د ٧٢مې عمومي کلنۍ غونډې يو ځانګړي...
Read More

افغانستان او پاکستان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

Sep 19, 2017 - 11:11
کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي له خپلې پاکستانۍ سيالې سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. کرزي د وږي په ٢٨مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونـډې په څنډه کې...
Read More

د پاکستان لومړى وزير: کابل کې چاودېدونکى ټانکر له پاکستان اوښتى و

Sep 18, 2017 - 19:03
کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير ويلي، کابل کې شاوخوا درې مياشتې وړاندې يو چاودېدونکى ټانکر چې له امله يې لسګونه کسان ووژل شول؛ له پاکستان اوښتى او له چاودنې وړاندې په يوه سفارت کې ساتل شوى و.
Read More

"که وزيران د معاملې له مخې وزارت ته ورسېږي، د فساد مخنيوى نه شي کولى"

Sep 18, 2017 - 16:21
کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د ولسي جرګې يو غړى ادعا کوي چې يو شمېر نوماند وزيرانو د جرګې ځينو غړو ته ويلي چې د باور رايې ورکولو په بدل کې به يې کسان په مهمو بستونو کې مقرر کړي. د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه طارق شاه بهرامي، د کار او...
Read More

دفاع وزارت: هر کارمند او صاحب منصب چې سياسي فعاليت ولري، ګوښه به شي

Sep 18, 2017 - 15:52
کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): ملي دفاع وزارت وايي، دغه وزارت د ولسمشر هغه فرمان چې له مخې یې د ملي اردو مسوولين په سياسي ګوندونو او سازمانونو کې له غړيتوب منعه شوي، د اجرا وړ بولي او سرغړوونکي به له دندو ګوښه کړي. تورن جنرال دولت وزيري دغه خبرې پژواک...
Read More

څلور پوليس او شپږ ولسي پاڅونوال له طالبانو سره يو ځاى شوي

Sep 18, 2017 - 11:08
ميمنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې لس دولتي ځواکونه چې څلور پوليس او شپږ ولسي پاڅونوال په کې شامل دي، په قيصار او پښتونکوټ ولسواليو کې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي. د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې د امنيې...
Read More