د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
فيچرونه

طالبانو په کندوز کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی

Sep 20, 2017 - 16:33
کندوز ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو مخابراتي شبکې اړ کړې دي چې د شپې له مخې خپل فعاليت بند کړي او دغه موضوع طالبان هم تاييدوي. د کندوز يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس...
Read More

په شمال کې د نا امنيو له امله پانګونه ٥٠ سلنه کمه شوې

Sep 19, 2017 - 16:36
مزارشريف (پژواک، ۲۸ وږی، ۹۶): د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې په شمال زون کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د روانې نا امنۍ له امله د پانګونې کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده. بلخوا سوداګر شکايت کوي چې د نا امنۍ له امله ورسره بهرني سوداګر په افغانستان کې...
Read More

د کندوز خلک: نظامي موټر ترافیکي قوانين نه مراعاتوي

Sep 19, 2017 - 15:57
کندوز ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې امنيتي ځواکونه د موټر چلونې پر مهال ترافيکي قوانينو ته پاملرنه نه کوي چې له امله يې ډېرى وخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي. د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ولايتي شورا رييس امرالدين ولي پژواک ته...
Read More

پکتیکا کې ۴۰ ښوونځي تړل شوي

Sep 19, 2017 - 12:07
ښرنه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د پکتيکا په ځینو ولسواليو کې ٤٠ ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې پاتې دي. د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي مهربان پښتون د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د نا معلومو...
Read More

خلک د اومنې ولسوالۍ له پوليسو شکايت لري

Sep 16, 2017 - 15:51
ښرنه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ملي پوليس په اخلاقي فساد سربېره په ودونو کې ډزې کوي او له خلکو پيسې اخلي . خو د دې ولايت امنيتي چارواکي بيا ياد تورونه ردوي او وايي چې دغې ستونزې ته يې حل لارې لټولې دي. د...
Read More

په هرات کې ځيني بنسټونه له ښځو د وسيلې په توګه کار اخلي

Sep 16, 2017 - 15:10
هرات(پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د يوه راپور موندنې څرګندوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د هراتي ښځو د ظرفيت لوړنې لپاره د نړيوالې ټولنې څه باندې سل ميليونه ډالر مرسته شوې، خو د پيسو زياته برخه يې شخصي جيبونو ته تللې. يو شمېر ښځې، د ولايتي شورا غړي او سيمه ييز...
Read More

له کندهاره هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ بیا پیل شوه

Sep 16, 2017 - 11:34
کندهار ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): له کندهار څخه هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ له څه ځنډ وروسته بیا پيل شوه. د افغانستان- هند هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو وروسته دا له کندهار څخه د کارګو الوتکې دویمه الوتنه وه چې تېره ورځ ماښام شپږ بجې تر سره...
Read More

"کندوز کې د مديرانو او ښوونکو بستونه پلورل کېږي"

Sep 12, 2017 - 16:17
کندوز (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د کندوز يو شمېر ځوانانو، د دغه ولايت د وګړو د احوالو د ثبت ادارې او پوهنې رياست چارواکي پر پراخه فساد تورن کړ او دوى ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د ښوونکو او مديريت بستونه پلورل کېږي. دغه اندېښنه د "ځوانانو غبرګون" بنسټ له...
Read More

مزارشریف کې ځیني فلم جوړوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

Sep 12, 2017 - 10:36
مزارشريف (پژواک، ٢١ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان وايي چې د فلم جوړونې په برخه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ولايت کې له خپلمنځي جګړو وړاندې دوو سينماګانو فعاليت...
Read More

غزني ښار کې د وسله والو د ګواښونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي

Sep 11, 2017 - 17:01
غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د غزني ولايتي شورا او ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي. دغه راز دوى وايي چې اوس مهال يوازې په غزني کې د نجونو ښوونځي تړلي او له درېیم ټولګي پورته...
Read More

د کروندګرو په ژوند کې له بدلون پرته د نشه يي توکو د کر مخنیوى نا ممکن دی

Sep 10, 2017 - 13:41
کندهار (پژواک، ١٩ وږی ۹۶): په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، تر هغه چې د کروندګرو په ژوند کې بدلون نه وي راغلی، د نشه يي توکو د کرلو مخنیوی ګران کار دی. بلخوا کروندګر وايي، د نشه يي توکو کښت ته یې له مجبورۍ مخه کړې ځکه د...
Read More

سمنګان کې د پستې حاصلات ډېر شوي

Sep 06, 2017 - 16:31
ايبک (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): سمنګانو ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د پستې محصولات لس سلنه لوړ شوي او دغه راز يې بيې هم ٣٣ سلنه لوړې شوې دي. د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر همايون حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو...
Read More

"د شېر خان بندر تصدۍ رياست چارواکي نا قانونه پيسې اخلي"

Sep 06, 2017 - 11:57
کندوز (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): د کندوز يو شمېر سوداګر د شېرخان بندر تصدۍ رياست چارواکي د ناقانونه پيسو پر اخيستل تورنوي او له حکومته غواړي چې د دې ډول سرغړونو مخنيوى وکړي. دوى ګواښ کوي چې که چېرې ستونزې حل نه شي، په دغه بندر کې به د ګڼو شرکتونو فعاليت...
Read More

کمزورى مديريت او فساد د باميانو د پوهنيز بهير پر وړاندې جدي خنډونه دي

Sep 05, 2017 - 17:49
باميان (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): باميان د نورو ولايتونو په پرتله ښه امنيت لري؛ خو اداري فساد، د مديريت کمزورتيا، د ښوونځيو لپاره د ودانيو، مسلکي ښوونکو او درسي امکاناتو کمښت، د دغه ولايت د پوهنيز نظام پر وړاندې عمده ستونزې دي.
Read More

سمنګانو کې د لارې بندوالى ممکن د ٥٠ زره ټنه ډبرو سکرو د ضايع کېدو سبب شي

Sep 05, 2017 - 14:30
ايبک(پژواک، ١٤ وږى ٩٦): د روى دو اب ولسوالۍ خلک په داسې حال کې د خپلې ولسوالۍ د سړک له لارې له دوو کلونو راهيسې د ډبرو سکرو د لېږد مخنيوى کوي چې پر دغه کان تر اوسه پورې څه باندې ٥٠ زره ټنه انبار شوي سکاره د له منځه تللو په حال کې دي. ځايي چارواکي...
Read More

مزارشریف کې ځیني فلم جوړوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

Sep 05, 2017 - 11:20
مزارشريف (پژواک، ١٤ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان وايي چې د فلم جوړونې په برخه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ولايت کې له خپلمنځي جګړو وړاندې دوو سينماګانو فعاليت...
Read More

ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو شرکتونه د قرادادونو د تمدید غوښتنه کوي

Sep 05, 2017 - 11:00
جلال اباد (پژواک،١٤ وږی ۹۶): په ننګرهار کې د شوکاڼو د قراردادي شرکتونو مسوولين وايي، که د کانونو وزارت ورسره قراردادونه نوي نه کړي، زرګونه کسان به وزګار شي. دوی دغه راز وايي چې د حکومت دا کړنه به دوی ته د ميليونونو افغانيو د زيان اوښتو سبب هم شي؛...
Read More

په هرات کې د ورېښم چنجيو روزنې صنعت پام وړ وده کړې

Sep 04, 2017 - 11:46
هرات (پژواک، ١٣ وږى ٩٦): د هرات ولاي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې د توتو ونو پرېمانه شتون او د ورېښم چنجيو د پالنې لپاره مناسب شرايط د دې لامل شوي چې دا ولسوالۍ په هېواد کې د ورېښمو چنجيو د روزنې اصلي مرکز وبلل شي. که څه هم...
Read More

د کندهار ۶۰ سلنه اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي

Sep 04, 2017 - 11:09
کندهار (پژواک،١٣ وږی ۹۶): د کندهار ۶۰ سلنه اوسېدونکي په داسې حال کې روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دغه ولایت ته ورځي. دغه راز خلک شکایت کوي چې د شاوخوا یوې نیمې لسیزې له تېرېدو وروسته لا هم په...
Read More

"زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو"

Sep 01, 2017 - 10:07
کابل (پژواک۱۰وږى ٩٦): په کابل کې ښار کې کورني بېځايه شوي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او کارموندنې په برخه کې د دولت د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د ژوند ستونزې يې د اختر نمانځلو ته نه پرېږدي.
Read More