د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
ښوونه او روزنه

افغان دولتي پوهنتونونه د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول

Jan 14, 2018 - 19:33
کابل (پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د افغانستان دولتي پوهنتونونه د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې په تخنيکي ملاتړ د له لرې واټن څخه د زده کړو پروګرام ((ايډکس)) له لارې د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول.
Read More

په پروان کې د ښوونکو د ښارګوټي لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې

Jan 14, 2018 - 16:14
کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): په پروان ولايت کې د ښوونکو ښارګوټي شاوخوا ٨٥ جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې، خو نه يوازې چې دغه غاصبين مجازات شوي نه دي، بلکې چارواکي يې له نوم اخيستلو هم ډډه کوي.
Read More

د کامې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

Jan 14, 2018 - 11:21
جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ښوونکو لپاره د استوګنې په موخه د ښارګوتي جوړېدو کار او ښوونکو ته د نومرو وېش پیل شو. دغه جنجالي کار د دې ولسوالۍ د ښوونکو له پرله پسې غوښتنو، اعتراضونو او کاربنديزونو وروسته پرون پيل...
Read More

پاکستان د افغان محصلینو د بورسونو پایلې اعلان کړې

Jan 10, 2018 - 18:48
کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۶): په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د افغان محصلینو د بورسونو په ازموینه کې ۶۲۰ افغان محصلین بریالي شوي دي.
Read More

مشرانو جرګه : د پاکستانيو بورسونو د پايلو ځنډېدل دې وڅېړل شي

Jan 07, 2018 - 14:54
کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : د افغانستان مشرانو جرګې له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د پاکستانيو بورسونو د پايلو په اړه دې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي. پاکستان تېرکال د افغان محصلينو لپاره ٣٠٠٠ بورسونه اعلان کړل چې دا بورسونه به د راتلونکو پنځو...
Read More

د خصوصي پوهنتونو مسوولينو او محصلینو د اعتراض په ډول د لوړو زده کړو وزارت دروازه وتړله

Jan 03, 2018 - 17:53
کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو لسګونه استازو او محصلينو د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ دوه ګونى چلند او دوى ته د ډيپلوم نه وېش په غبرګون کې اعتراض وکړ او د لوړو زده کړو وزارت سړک يې د لنډمهال لپاره بند کړ.
Read More

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ښوونکو کاري اعتصاب کړی

Jan 03, 2018 - 12:13
لښکرګاه (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۶): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ښوونکو د مياشتنۍ تنخوا د نه ورکولو غبرګون کې کاري اعتصاب کړى دى. دغه ښوونکي چې شمېر سلګونو ته رسېده، د مرغومي په ١٣مه د ګرشک ولسوالۍ په ابوالفتح ښوونځي کې را ټول شوي وو. له دې ډلې د عبدالحميد خان...
Read More

په ننګرهار کې لا هم ١٢ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي

Jan 01, 2018 - 18:08
جلال اباد(پژواک،۱۱مرغومی۹۶): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې لاهم په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله د ۱۲ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلې دي؛ خو زياتوي چې زده کوونکو ته يې په نورو ښوونځيو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
Read More

يونيسف د افغانستان له پوهنې سره ٤٨ ميليون ډالره مرسته کوي

Dec 30, 2017 - 19:55
کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦): د هېواد د ښوونيز نصاب د پياوړي کولو په موخه د ملګرو ملتونو سازمان د کوچنيانو د وجهي صندوق (يونيسف) له لوري د افغانستان له پوهنې وزارت سره ٤٨ ميليون ډالره مرسته کېږي.
Read More

د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو

Dec 27, 2017 - 15:27
کابل (پژواک، ۶ مرغومى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دويم هوايي دهلېز د پرانيستې پر مهال پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې په خپلو سياسي پاليسو کې اقتصادي همکاريو ته پام وکړي. د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن د حامد کرزي...
Read More

د هېواد په کچه لومړنۍ د "پي ايچ ډي" دفاع ترسره شوه

Dec 23, 2017 - 19:31
کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٦): د هېواد په کچه د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې د پي ايچ ډي يا دوکتورا لومړنۍ دفاع، نن په کابل پوهنتون کې ترسره شوه. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د پي ايچ ډي (PhD) د دورې محصل پوهنوال لعل پاچا ازمون، نن د (پښتو نظم...
Read More

د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د يوه زنداني ښوونکي د خلاصون غوښتنه وکړه

Dec 21, 2017 - 18:52
کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د مشرتابه شورا کابل کې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتي، چې د يادو ښوونځيو يو ښوونکى چې په خپل کور کې تر څار لاندې دى؛ ازاد کړي.
Read More

د "شمس تبرېز" او "عبدالرووف بېنوا" ښوونځيو نوې ودانۍ جوړې شوې

Dec 17, 2017 - 15:55
کابل(پژواک، ۲۶ ليندۍ ۹۶): د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې د "شمس تبرېز" او "عبدالرووف بېنوا" ښوونځيو نوې ودانۍ ګټه اخيستنې ته وسپارل شوې چى له مخې يې سلګونه زده کوونکو ته پوهنيز چاپېريال برابر شو. د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار...
Read More

په غور کې يو شمېر ښوونکو لاريون وکړ

Dec 14, 2017 - 16:05
فيروزکوه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د غور ولايت يو شمېر ښوونکو د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې لاريون وکړ او وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.
Read More

د اروزګان مرکزي زندان د ښځینه بندیانو څانګه فعاله شوه

Dec 14, 2017 - 15:30
ترینکوټ (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۶): امنیتي چارواکي وايي چې د اروزګان په مرکزي زندان کې د ښځینه بندیانو څانګه پرانیستل شوه. د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې مخکې ښځينه بندیانې...
Read More

د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو اولياوو اعتراضي غونډه وکړه

Dec 13, 2017 - 18:13
کابل(پژواک،۲۲ليندۍ۹۶): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو لسګونو مشرانو په کابل کې د يوې اعتراضي غونډې په ترسره کولو سره، حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د ياد شويو ښوونځيو د يوشمېر ښوونکو نيول کېدل ژر تر ژره ونه درول شي،په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.
Read More

په میدان ښار او کلات کې ښوونځي ته ودانۍ او یو پارک جوړ شول

Dec 13, 2017 - 11:57
کابل- کلات (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د ميدان وردګو ولايت په ميدان ښار کې د ماشومانو يو پارک پرانيستل شو، بلخوا په زابل ولايت کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه. د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماشومانو...
Read More

په لاهور کې افغان محصلینو د اسنادو نه ورکولو غبرګون کې لاریونونه پیل کړي

Dec 07, 2017 - 14:29
کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د پاکستان په لاهور ښار کې لسګونه افغان محصلين له تېرو څو ورځو راهيسې لاريونونه پیل کړي او د خپلو اسنادو رسميت غواړي. د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور کې د افغان محصلينو ټولنې له خوا د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په...
Read More

د پکتیکا د برمل یو شمېر زده کوونکي له پاکستاني ښوونځیو راګرځول شوي

Dec 04, 2017 - 16:10
ښرنه (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې قومي مشرانو د هغو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې ده چې تر دې مخکې يې د پاکستان اړوند ښوونځيو کې زده کړې کولې.
Read More

د کابل د پوهنې ستورى وټاکل شو

Dec 02, 2017 - 18:40
کابل(پژواک،١١ ليندۍ١١مه٩٦):د کابل د پوهنې رياست، د پوهنې ستوري سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي چې په دغه کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون ليسې زده کونکى محمد نذير تر ټولو ممتاز زده کونکى غوره شوى دى.
Read More