د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غور ته د کام اير شرکت د الوتنو درېدو خلک اندېښمن او له ستونزو سره مخ کړي

غور ته د کام اير شرکت د الوتنو درېدو خلک اندېښمن او له ستونزو سره مخ کړي

Mar 19, 2018 - 13:37

فيروزکوه (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د غور اوسېدونکي وايي دغه ولايت ته د يوازېني هوايي شرکت د الوتنو بندېدو  په اړه اندېښنه لري او د نا مناسب امنيتي وضعيت له امله ځمکنى سفر نه شي کولى.

د دغه مرکزي ولايت يو شمېر سوداګر، دولتي مامورين او عادي اوسېدونکي د ځمکنيو سفرونو له لارې لومړى هرات او له هغه ځايه کابل ته سفر کوي، خو نا امنيو د دغه ولايت اوسېدونکي په ځانګړي ډول دولتي کارکوونکي د هوا له لارې سفر ته اړ کړي.

دغه ولايت ته يوازې کام اير خصوصي شرکت الوتنې درلودې، خو د انټر کانټيننټال هوټل پېښه کې د دغه شرکت د څو پيلوټانو او خدمې له وژل کېدو وروسته يې الوتنې بندې کړې دي.

د غور اوسېدونکي په دې اړه شکايت کوي او وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د غور یوه اوسېدونکي نجيب الله نظري وويل چې هوايي سفر يوه اسانتيا وه، امنيتي وضعيت خراب دى، د ځمکې له لارې هرات او کابل ته سفر نه شو کولى.

د فيروز کوه اوسېدونکي صفي الله وويل له يوې مياشتې راهيسې الوتنې بندې شوې، خلک خپل بېړني ناروغان نورو ولايتونو ته نه شي لېږدولى، ځکمنۍ لارې بندې دي، هيله ده چې سفرونه له سره پيل شي.

په ولسي جرګه کې د غور وکيل کرام الدين رضازاده هم د ملکي الوتنو پر بندښت اندېښنه وښوده  او ویې ويل چې د انټر کانټيننټال له پېښې وروسته کام اير شرکت الوتنې بندې شوې  او خلک له ستونزو سره مخ دي.

نوموړى وايي چې ځايي چارواکي د امنيتي ستونزو په سبب د ځمکې له لارې تګ راتګ نه شي کولى، د هوايي چلند خپلواکه اداره بايد ډېر ژر د ملکي الوتنو د بيا پيل په اړه اقدام وکړي.

له بلې خوا بيا موټر چلوونکي او مسافر د غور- هرات لويې لارې په اوږدو کې د طالبانو له تلاشۍ اندېښنه لري او وايي چې وسله وال مخالفين د دې لويې لارې په اوږدو کې د (افغانستان اسلامي امارت_ د غور ولايت د طالبانو اقتصادي کمېسيون) په نوم پاڼې ورکوي او له مسافرو د سفر د  موخو په اړه پوښتنې کوي.

د هرات- غور لويې لارې يوه موټر چلوونکي نصيراحمد هراتي پژواک ته وويل: ((طالبان په دغه مسير کې پوستې لري، پيسې راڅخه اخلي، پاڼې راکوي او له مسافرو پوښتنه کوي چې چېرته ژوند کو‌ئ، څه کار کو‌‌ئ، که د دولت کارمند يا سرتېرى وي، له ځان سره يې بيايي.))

دولتي کارکوونکي هم د خپلو رسمي کارونو لپاره د ځمکې له لارې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت د کرنې رييس عبدالتواب تايب وويل: ((څو ځلې وزارت ته د پروګرامونو، رسمي کارونو او قراردادونو لپاره بلل شوى يم، خو د نا امنۍ په سبب نه يم ورغلى، کارونه مې شا ته پاتې دي.))

د غور والي غلام ناصر خاضع وايي چې له يوې مياشتې راهيسې د الوتنو د نشتوالي په سبب کابل کې دى او دندې ته نه دى حاضر شوى. خاضع وايي چې د کامر اير او افق هوايي شرکتونو سره يې خبرې کړې چې ډېر ژر به غور ته الوتنې پيل کړي، دا ستونزه يې له ولسمشر سره هم شريکه کړې ده.

په غور کې د کام اير شرکت استازي فضل احمد عزيزي پژواک اژانس ته وويل چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه کابل کې د انټرکانټيننټال پېښه کې د دغه شرکت د کارکوونکو له وژل کېدو وروسته يوازې غور، بدخشان، باميانو او فراه ته الوتنې چې د يوه اوکرايني شرکت کوچنيو الوتکو کې ترسره کېدې، بندې شوې، خو نورو ولايتونو ته په عادي ډول روانې دي.

سرچينې زياته کړه چې د الوتنو بندښت يې پر کارونو اغېز کړى، د دولتي ادارو او موسساتو کارکوونکي د الوتنو د بيا پيل غوښتنه کوي، خو لا هم کام اير شرکت غور ته د الوتنو د پيل تصميم نه دى نيولى او د بيا پيل د وخت په اړه يې هم څه نه شي ويلى.