د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ لا هم ویجاړه پرته ده

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ لا هم ویجاړه پرته ده

Mar 19, 2018 - 13:30

ګردېز (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د پکتيا پر امنيې قوماندانۍ له لوی موټربم بريد څلور مياشتې تېرېږي، خو د قوماندانۍ ودانۍ او نور ويجاړ شوي ځايونه پر خپل حال پاتې دي او د رغونې لپاره يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ نه شتون، پوليس او مراجعين له سختو ستونزو سره مخ کړي او اداري چارې يې ټکنۍ کړې دي.

تر بريد وروسته ګردېز ته په سفر کې اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک ژمنې کړې وې چې ژر به د ويجاړو ځايونو د رغونې او د امنيې قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ چارې پيل کړي، خو تر اوسه نه يوازې تعمير نه دی رغول شوی، بلکې په بريد کې ويجاړ شوي هر څه په هماغه لومړني حالت پراته دي.

کابو مياشت وړاندې د پکتيا د نوي امنيه قوماندان د پېژندګلوۍ په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال جنرال مرادعلي مراد هم د قوماندانۍ پر ويجاړ حالت خواشيني څرګنده کړه او ويلي يې و چې دغه حالت ورته د منلو نه دی او هر څه ژر به يې د رغولو او سمون لپاره اقدامات وشي.

مراد پژواک ته ويلي وو: ((په بريد کې د قوماندانۍ ويجاړه شوې ودانۍ او شاوخوا ځايونو د بيارغونې هېڅ کارونه نه دي شوي او پر دې زه ناراضه يم.))

خو نن (د کب ٢٨مه) د پکتيا والي شميم خان کټوازي پر کورنيو چارو وزارت کلکه نيوکه وکړه چې د امنيې قوماندانۍ د رغونې په اړه له بيا، بيا ژمنو سره يې هېڅ پام نه دی کړی او ويجاړ شوي ځايونه لا هم پر خپل حال پاتې دي.

دی وايي: ((په پکتيا کې د هېواد په کچه بې ساری او وحشيانه بريد وشو او زموږ ګڼ هېوادوال يې شهيدان او ټپيان کړل، خو کورنيو چارو وزارت تر اوسه د يو مېخ مرسته هم نه ده کړې او هر څه پر خپل حال پاتې دي.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې د امنيې قوماندانۍ له ويجاړېدو سره نه يوازې اداري چارې پر وخت نه ترسره کېږي، بلکې د پوليسو پر روحيه هم ناوړه اغېز کوي.

قادري پژواک ته وويل: ((اداري شعبې نشته چې کارونه په کې ترسره شي، مامورينو د باندې مېز او څوکۍ ايښي وي، د قوماندانۍ کنډ او کپر حالت پر مراجعه کوونکو خلکو او خپله پوليسو ډېر ناوړه او منفي تاثير کوي، دا واقعاً ډېره د خپګان خبره ده چې تر اوسه يوه تېږه هم له ځايه نه ده ايسته شوې.)) ‎

همدارنګه د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکى عابد چې د پاسپورټ جوړولو لپاره يې قوماندانۍ ته مراجعه کړې، وايي چې د اداري شعبو د لازم ځاى د نشتوالي له امله کارونه ډېر په ځنډ کې خلاصېږي.

عابد وويل چې د قوماندانۍ د خراب حالت په ليدو يې د نورو په څېر بد او د يو ډول وېرې احساس درلود او د وران شوو ځايونو پر بيارغونه ټينګار کوي.

نوموړي زياته کړه: ((تر څه وخت مخکې پورې به يو، يو مېز د باندې ايښى و او مامور به ورته ناست و، ټول خلک او کارمندان يو ډول ستړي ښکارېدل او د قوماندانۍ بد حالت ډېر بد تاثير کوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د قوماندانۍ ورځنۍ چارې د ځانګړې قطعې په خونو کې مخ ته وړل کېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتيا امنيې قوماندانۍ چارواکو نظر هم واخلو، خو امنيه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روحاني په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي يوازې دومره وويل چې د قوماندانۍ د جوړېدو د چارو د پيل هېڅ څرک نشته.

عبدالرحيمزی وايي: ((نه ولا، د جوړېدو په ارتباط يې هېڅ نه دي شوي. د نوې قوماندانۍ لپاره ځای هم مشخص شوی خو چارې يې تر اوسه نه دي پيل شوې.))

خو بل لور ته د سوېل ختيځ ۳۰۳ سپين غر زون سرپرست مل پاسوال ګل محمد راسخ هم د پکتيا د امنيې قوماندانۍ حالت ناوړه يادوي او وايي هڅه کوي چې په دې اړه به اقدامات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د موسم په ګرمېدو جګړې زور اخلي، خو د جګړې د قوماندې د مرکز ويجاړ حالت د جګړې د لازم مديريت په اړه شکونه پيدا کوي.