د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې له يوې ښځې سر پرې شوی

بدخشان کې له يوې ښځې سر پرې شوی

Mar 19, 2018 - 14:33

فيض آباد (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): دولتي سرچينې وايي چې د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې له يوې ښځې سر پرې شوى، خو طالبانو په دې پېښه کې خپله ښکېلتيا رد کړې ده.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ وياند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده ښځه خديجه نومېده او د دې ولسوالۍ د خوشدريو اوسېدونکې وه چې تېره شپه شاوخوا ١٢:٠٠ بجې ترې د طالبانو اړوندو کسانو سر پرې کړى دى.

هغې زياته کړه چې د خديجې د وژنې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.

خو د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي چې دغه مېرمن د کورنيو اختلافاتو قرباني ده.

د طالبانو سرچينو هم په دې پېښه کې د خپلو افرادو ښکېلتيا رد کړې او ويلي يې دي چې هېڅوک هم له محکمې پرته نه اعداموي.

د يادونې ده، د روان کال په ترڅ کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١٢ ښځې د وسله والو افرادو له لوري وژل شوې چې اته يې د دولت تر حاکميت لاندې ساحه کې دي.