د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې غوښې له روغتیايي معاینې پرته پلورل کېږي

پکتیا کې غوښې له روغتیايي معاینې پرته پلورل کېږي

Mar 18, 2018 - 13:43

ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): په پکتيا کې څاروي د روغتیا له لازمې پروسې پرته حلالېږي او غوښې يې هم له روغتيايي کتنې پرته پلورل کېږي.

خلک د اړوندو ادارو له خوا د دې مهمې چارې په نه کنټرول نيوکه کوي او ډاکتران هم د ناروغيو يو عمده لامل د غير صحي غوښو خوړل يادوي.

د ګردېز اوسېدونکي اسماعيل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قصابان د ښار په منځ کې د سړکونو پر غاړه څاروي حلالوي او په کار کې د نظافت اصول په پام کې نه نيسي.

نوموړی وايي: ((په خوراکي شيانو کې بايد نظافت ته ډېر پام وشي؛ دلته د سړک پر غاړه مالونه حلالوي، په ډک بازار کې وينې تويوي او بيا يې په خاورو او دوړو کې ځړولې وي او خرڅوي يې. د قصابانو دوکانونه بايد پوښلي او شيشه کې بند وي.))

د ګردېز يو بل اوسېدونکی عبدالله وايي، قصابان هڅه کوي څو د خلکو ناروغ څاروي په ارزانه بيه واخلي او بيا یې پر خلکو وپلوري، څو ډېره ګټه وکړي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((د يو چا غوا مريضه وه، بس نو قصاب ته يې راوسته، ارزانه يې ورکړه ، قصاب بيا حلاله کړه او غوښه يې خرڅه کړه. نو دا خو ښکاره خبره ده چې ټول مرض دی، دا بايد د صحت عامې رياست کنټرول کړي.))

قصابان بيا وايي چې په خپل کار کې تر وسه نظافت او د غوښې صحي ساتنې ته پام کوي، خو د اوبو او برېښنا نه شتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

د قصابانو په استازيتوب اسلام الدين پژواک ته وويل چې خپل دوکانونه يې کاشي او شيشه بند جوړ کړي و، خو د برېښنا او برق له شتون پرته غوښه نه شي ساتل کېدای.

دی وايي: ((يو لوی مجهز مسلخ بايد وي چې هم د ټولو قصابانو مالونه په کې وساتل شي او مصوون وي او هم د مزدور لپاره د بود و باش ځای ولري، نظافت مراعاتول اسلامي امر دی او موږ يې تر وسه مراعاتوو؛ موږ ته دې امکانات برابر شي، موږ هم غواړو چې په معيار برابر کار وکړو.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد مني چې د قصابانو لپاره د ګردېز په چشمه ماران سيمه کې جوړ شوی مسلخ کوچنی دی او د دې ظرفيت نه لري چې قصابان په يو وخت په کې خپلې ټولې چارې ترسره کړي.

خالد وايي چې د جوړ کړي پلان له مخې به قصابانو ته بل مناسب ځای جوړ کړي او د ښار له منځه به يې بل ځای ولېږدوي او د برېښنا او نورې ستونزې به هم حل شي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د نوي پلان له مخې به قصابان د ښار له منځه ټول او بېلابېلو ځايونو ته انتقال کړو، د واراداتي برېښنا په راتلو به د برق ستونزه هم حل شي او دوی ته به اسانتياوې برابرې کړو؛ همدارنګه د حلالې لپاره يو بل منظم ځای جوړ کړو.))

د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل وايي چې له حلالې مخکې د څارويو صحي معاينه يې مسووليت دی او د قصابانو لپاره د کار ګډ ځای د دوی د څارنې چاره اسانه کوي.

تسل پژواک ته وويل: ((که مسلخ مشخص ځای وي، دا زموږ د نظارت کار لا اسانه کوي؛ که د ښاروالي له خوا هر ځای وټاکل شي، زموږ وترنر ډاکتر به په خپل وخت هلته موجود وي او د مالونو له صحي تاييد وروسته به د حلالې اجازه ورکوي.))

دغه راز د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزی وايي چې له يادو ادارو سره به په ګډه د غوښو صحي کتنه او کنټرول وکړي او قصابانو ته به د لازمو شرايطو په چمتو کولو کې خپل مسووليت ترسره کړي.

احمدزي وويل چې که په کومه غوښه کې ستونزه زياته وه، د تشخيص لپاره به يې پلازمېنې ته ولېږي؛ ځکه په خبره يې په پکتيا کې يې د کتنې او تشخيص امکانات نه لري.

ده زياته کړه: ((د درې کسيزې ګډې کمېټې له لارې مشترک کار کوو او د مجهز مسلخ په جوړېدو دا ستونزه حلېږي. د څارويو د حفاظت او نظافت په اړه به څارنه کوي او ساحه به هم ګوري. که په دې برخه کې بله کومه لويه ستونزه وه، بيا به يې نمونې اخيستل کېږي او مرکز ته به لېږل کېږي.))

بل لور ته د کابل ښار يوه ډاکټر محمد هارون صديقي پژواک ته وويل چې د ناروغو څارويو د غوښو خوړل او يا په دې برخه کې د نظافت په پام کې نه نيول، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ناپاکو او اومو غوښو خوړل د اميب او جارديا تر څنګ کدو دانه او اسهالات او ګڼې نورې ناروغۍ پيدا کوي.

ډاکټر صديقي له خلکو غوښتنه وکړه چې د غوښې په خوړلو کې تر وروستي بريده نظافت په پام کې ونيسي.

د يادونې ده، د پکتيا تر څنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم د څارويو د حلالېدو د ځای او غوښې پلورولو په برخه کې اړين نظافت په پام کې نه نيول کېږي.