د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هېواد کې د درملو د توليد کچه لوړه شوې ده

په هېواد کې د درملو د توليد کچه لوړه شوې ده

Mar 18, 2018 - 15:59

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي که څه هم په افغانستان کې د اړتيا وړ درملو د توليد کچه له پنځه سلنې څخه اته سلنې ته لوړه شوې، خو لا هم هر کال څه باندې ٦٠٠ ميليونه ډالر د بهرنيو درملو پر واردولو لګېږي.

د عامې روغتيا وزارت د طبي محصولاتو د درمليزو چارو د تنظيم ملي ادارې مشر ډاکتر نورشاه کامه وال له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې اوسمهال افغانستان ته له ٢٩ بهرنيو هېوادونو لکه امريکا، انګليستان، جرمني، ترکيې، سويس، جاپان، هندوستان، ايران او پاکستان څخه درمل راوړل کېږي.

هغه زياته کړه چې پخوا هر کال شاوخوا ٩٥سلنه درمل له بهره واردېدل، خو اوس دغه اندازه ٩٢ سلنې ته رسېدلې ده، د پاتې اته سلنې مواد په هېواد د ننه توليد شوي او لومړني توکي يې له چين او هند نه پېرل شوي دي.

کامه وال زياته کړه چې هر کال هېواد ته د شاوخو ٦٢٥ ميليون ډالرو په ارزښت درمل واردېږي چې ډېره برخه يې له چين، هندوستان، ايران او پاکستان څخه ده او شاوخوا ٩٠ سلنه يې لګول کېږي.

هغه وويل چې وارد شوي درمل د روغتيايي محصولاتو او درمليزو چارو د تنظيم ملي ادارې په مجهزو لابراتوارونو کې څېړل کېږي که يې چېرته کيفيت د دې ادارې پر معيارونو برابر نه وي، د کيفيت تضمين يې نه ورکوي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې د درمل جوړولو ٢٣ فابريکې فعالې دي چې ١٢٠ قلمه درمل لکه وېټامينونه، انټي اسيدونه، پرستامول او يو شمېر نور درمل چې سخت توليدي شرايط نه لري او کم لګښت پرې راځي، توليدوي.

کامه وال زياته کړه چې د افغانستان درمل تر غوره معياري طريقو (Good Manufacturing Process) لاندې چې د نړيوال روغتيايي سازمان له لوري معرفي شوي، توليدېږي او د عامې روغتيا له وزارت سره شاوخوا ۱۷۲۸ قلمه درمل چې د توليد مجاز دي، ثبت شوي.

د عامې روغتيا وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړه چې دولت د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره په کوردننه توليد شوي درمل د بهرنيو هغو په نسبت ٢٥ سلنه زيات پېري.

نوموړي زياته کړه چې د درملو د توليد تر څنګ په هرات کې د طبي وسايلو د توليد يوه فابريکه هم فعاليت لري.

له بلې خوا د سلامت په نامه د درملو شرکت مرستيال سيد حامد پژواک ته وويل چې کورني توليدات د تېر په پرتله ١٥ سلنه زيات شوي او پر توليداتو د څارنې بهير هم ښه شوى او دولت تر يوې کچې له کورنيو توليداتو ملاتړ کوي.

خو يو شمېر درمل پلورونکي وايي چې د کابل د درمل پلورنځيو مارکېټونه تر ډېره د پاکستان او ايران درملو نيولي دي.

د يوه درملتون فارميسيسټ حسيب الله وويل چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر درمل له پاکستان، ايران، هندوستان، ترکيې او عربي هېوادونو دي، خو د هېواد ډېر بازارونه له پاکستاني او ايراني درملو ډک دي.

هغه زياته کړه چې د درملو کورني توليدات بيا د درملو د يو شمېر فابريکو لکه اسيا فارما، افغان فارما او اريانا توليد دى چې ښه کيفيت لري.

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي هم د درملو د خراب کيفيت په اړه شکايت لري او وايي چې چارواکي بايد دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د کابل د تايمني اوسېدونکي عبدالخالق وويل چې د درملو بيې ډېرې لوړې شوې او غوره کيفيت هم نه لري، درمل پلورونکي کله کله دروغ وايي او بې کيفيته درمل د با کيفيته درملو په نوم پلوري.

خو د عامې روغتيا وزارت د طبي محصولاتو او دوايي چارو د تنظيم ملي ادارې مشر وويل چې تېر کال شاوخوا ١٥٠ ټنه تاريخ تېري او بې کيفيته درمل را ټول شوي او له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې موضوع په تړاو شاوخوا ١٩٠ هغه درمل پلورنځي تړل شوي چې تاريخ تېر درمل يې پلورل، د فارمسيست نه لرل او د خپلسرو درمل پلورنځيو شتون هم په کې شامل دى او د يوه درمل پلورنځي مالک هم څارنوالۍ ته معرفي شوى دى، خو ١٠٠ تنه نور چې په مرکز او ولايتونو کې يې ښې کړنې کړې وې، د اعتبار سندونه ورکړل شول.

هغه وويل چې پخوا به ډېر درمل په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېدل، خو اوس کم شوي او د کورنيو چارو، سرحداتو، ماليې او سوداګرۍ وزارتونو په همکارۍ يې يوه طرحه نهايي کړې، څو له مخې يې د درملو د قاچاق مخنيوى وشي.

له بلې خوا نوموړي زياته کړه چې د کيفيت کنټرول او سمه مديريتي پروسه د دې لامل شوې چې تر تېر کال پورې د دې ادارې عوايد له ٢٧ ميليونه افغانيو څخه ٤٠ ميليونه افغانيو ته لوړ شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ١٤ زره درمل پلورنځي فعاليت لري او ټاکل شوې چې تر راتلونکي ١٥ کلونو پورې شاوخوا ٤ زره نور درمل پلورنځي هم جوړ او د جواز فعاليت ورکړل شي.