د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک د کندهار- اروزګان لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوي

خلک د کندهار- اروزګان لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوي

Mar 18, 2018 - 15:54

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د کندهار- اروزګان لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې نه یوازې دغه لار نا امنه شوې، بلکې د جوړولو چارې یې هم په ټپه درېدلې دي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې امنیت خوندي او د جوړولو چارې دې چټکې کړي.

د یادې لارې یوه موټر چلوونکي محمد انور پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوې اوونۍ کېږي چې د دې لارې د جوړولو چارې درېدلې دي.

هغه زیاته کړه، د دې لارې د جوړولو چارې مخکې هم ډېرې ورو روانې وې خو اوس بېخي په ټپه درېدلې دي.

دی وايي، میاشتې وشوې چې د دې لارې مسافر او موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي خو څوک یې هم فریاد نه اوري.

ده وویل، د اروزګان خلک مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو او ناروغانو د علاج لپاره کندهار ښار ته ولاړ شي خو په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

د ده په خبره، لاره خامه او سخته خرابه ده، ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري او په ساعتونو ساعتونو مزل کوي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال يې موټرونه تخنيکي عوارض پیداکوي او ناروغان پر لار سا ورکوي.
نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغې لارې د جوړولو غم وخوري.

د ارزوګان یوه اوسېدونکي غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وویل، لار نه یوازې خرابه ده، بلکې نا امنه ده هم ده.

هغه زیاتوي، څو اوونۍ مخکې وسله والو دغه لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او یو شمېر کسان یې وتښتول چې تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

دی وايي، دا د حکومت مسوولیت دی چې هم د لارې امنیت خوندي کړي او هم یې د جوړېدو غم وخوري؛ ځکه خلک بله چاره نه لري او پر خطرونو سربېره پر دې لار په ډېر کړاو تګ راتګ کوي.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې پورې د ۳۸ کیلومتره سړک خام او په بد حالت کې دی.

د دغه سړک د جوړولو چارې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې چې په دې موده کې یوازې ۱۱ کیلومتره سړک جغل اندازي شوی خو د پاتې سړک د جوړولو کار د ناڅرګندو دلایلو له مخې درېدلی دی.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د پولیسو چارواکي وايي، دوی د لارې د جوړولو لپاره د تېر په شان امنيتي تدابیر لري خو په دې وروستیو کې د سړک کار درېدلی دی.

د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال لومړي څارن محمد قاسم پژواک ته وویل، نه یوازې د سړک جوړولو چارې درېدلې، بلکې د جوړ شوي سړک ځینې برخې د بارانونو د سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

دی وايي، د سړک جوړولو پر مهال له تپو او غرونو د سېلابونو راوتو ته مسیر نه دی ورکړل شوی نو ځکه سړک ته زیان اړوي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالاحمد احسان وايي، دغه سړک چې بودیجه يې د ملي دفاع وزارت له خوا ورکول کېږي، د کندهار د ټولګټو چارو ریاست په تخنیکي مرسته جوړېږي.

دی وايي، ټاکل شوې وه دغه سړک د ۶ میاشتو په موده کې جوړ شي خو سمدستي د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه سړک د جوړولو کار درېدلی دی.

دی وايي، د مالیې وزارت له خوا د دغه سړک د جوړولو لپاره ۳۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې خو اوس یې شوی قرارداد بېرته لغو کړی او له سره یې داوطلبۍ ته وړاندې کړی دی.

نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې کله به د دې لارې د جوړولو چارې بیا پيل شي.