د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وي، هماغه مو نوى کال او اختر دى"

"کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وي، هماغه مو نوى کال او اختر دى"

Mar 17, 2018 - 15:37

باميان (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د باميانو يو شمېر اوسېدونکي د نوي کال هرکلي ته د تېرو کلونو په پرتله زړه ماتې ښکاري او وايي چې د وزګارتيا، بېوزلي او تر يوه حده وچکالي د دې لامل شوې چې خلک اندېښمن شي او د نوي کار يا نوروز لپاره زيات چمتووالى ونه لري.

د دغه ولايت اوسېدونکي محمد جواد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې سږ به نوروز د تېرو کلونو په شان ونه لمانځل شي؛ ځکه چې وزګارتيا زياته شوې، بېوزلي ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او خلک يوازې د خپل نس غم اخیستي دي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې خلک بېوزلي دي، د نوو جامو پېرلو لپاره نه ځي، اکثريت کرکيله او مالداري کوي، سږ کال واوره او باران هم نشته، دغه موضوع هم خلک د نوي کال په اړه د پرتمينو جشنونو په اړه زړه ماتي کړي دي.

سرور چې د باميان بازار يوه مارکېټ کې د جامو پلورنځى لري، وويل چې نوروز ته څو ورځې پاتې دي، خو لا هم ډېر کم خلک د جامو لپاره ورځي او حتى د تېر کال په پرتله يې پېرونکي نيمايي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا ټول د دې څرګندونه کوي چې د خلکو اقتصاد ښه نه دى.))

له بلې خوا د محمدعلي په نامه د باميانو يوه غار مېشتي وويل: ((کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وه، هماغه ورځ زما لپاره نوى کال، برات او اختر دى.))

هغه زياته کړه چې د دې ساحې ټول اوسېدونکي په دې ورځو کې کومه تياري نه نيسي، ماشومان يې له زړو جامو سره د نوي کال هرکلى کوي.

خو غار مېشتو زياته کړه چې نوى کال د هغه چا لپاره خوښي لري چې اقتصادي وضعيت يې ښه وي، د خوړو، نوو جامو او خوندورو مېوو سره د نوي کار ورځې د خپلوانو تر څنګ تېرې کړي.

خو د باميان مرکز کې د شيبرتو کلي اوسېدونکې پنځوس کلنې رحيمي پژواک ته وويل: ((زموږ سيمه کې دود دى چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د کلي خلک سره را ټولېږي، يوه غوا يا خوسکۍ د نذر په توګه حلالوي او خپلو کې يې وېشي.))

هغه زياته کړه چې ټولو کورنيو ته د غوښې له ور وېشلو وروسته د کلي خلک يو ځاى سره را ټولېږي او غرمه مهال درې څلور تنه يوه يوه کور ته ځي او د غرمې ډوډۍ خوري.

هغه وويل چې وروسته بيا د کلي نجونې او ښځې يو او بل خپلو کورونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره بولي، په دې توګه هم ليدنې کتنې کېږي او هم د نوروز جشن تېروي.

د باميان ولايت په ډېرى کليو کې خلک د غوا او خوسکي په غوښه او يا هم سره حلوا پخوي او نوروز ته هرکلى وايي. د باميانو د شيبر په کالو سيمه کې تر ډېره دا دود شته چې د نوروز په ورځ سره حوا پخوي او يو د بل هرکلى کوي.

د کالو سيمې يوه اوسېدونکي استا حيدر پژواک ته وويل چې له سمنک سره د سرې حلوا پخول ځانګړې مزه لري او هغه هم په نوروز کې چې يو لرغونى دود دى او لا هم دوام لري.

هغه زياته کړه، که څه هم ځينې کورنۍ په نوروز کې د پلو او نورو خوړو په پخولو سره خپل کليوال ور غواړي، خو اکثره خلک سره حلوا پخوي.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست احمد حسين احمد پور پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې په نوي کال کې يو شمېر دوديزې مېلې لکه غېږ نيونه، د ولايت د مرکز په ميرهاشم اغا او د يکاولنګ په شاه قلندر کې د سخي جنډې اوچتول، وزلوبه او نور ځايي ورزشونه تر سره کېږي او بامياني وګړي د پسرلي د هر کلي په موخه غرونو او شنو سنو سيمو ته ځي.

هغه زياته کړه چې د خلکو اقتصادي وضعيت کمزورى دى، جشنونه او خوښۍ کال په کال پيکه کېږي او له بلې خوا نا امنۍ او جګړې هم د خلکو پر روحيه منفي اغېز کړى او د خوښيو مخنيوى کوي.

نومړي زياته کړه، که څه هم باميان امن دى، خو په نورو ولايتونو کې د جګړې، انفجار او انتحار له پېښو ورکړل شوي خبرونه پر عمومي روحيه منفي اغېز کوي او طبعاً چې د خلکو د اندېښنې سبب ګرځي.

هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور رياست او د باميانو ځايي اداره د درېيو ورځو لپاره نوروز جشن جوړوي او هيله ده چې خلک به د پوهنې، کرنې او جنډې اوچتولو جشنونو کې ګډون وکړي.