د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبان او داعش په شمال، ځانګړې توګه جوزجان کې په ګډه کار کوي"

ارشيف

"طالبان او داعش په شمال، ځانګړې توګه جوزجان کې په ګډه کار کوي"

Mar 13, 2018 - 15:06

مزارشريف (پژواک، ۲۲ کب ۹۶): د شمال زون د کومانډو قومانداني وايي، د راتلونکي کال په پسرلي کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د يرغليزو عملياتو لپاره چمتووالی نيول شوی او د جګړې په را روان موسم کې به وسله والو مخالفينو ته د هېواد په هېڅ کوټ کې د سر پورته کولو موکه ورنه کړل شي.

د شمال زون د کومانډو قوماندانۍ د سوق او ادارې مسوول جګړن احمد جاوېد سليم په جوزجان کې د نږدې ۵۰۰ بهرنيو او کورنيو داعشيانو د شتون خبر ورکړ او ويې ويل چې د دې ډلې په کسانو کې د ازبکستان او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو وګړي هم شتون لري.

نوموړي زياته کړه: "د يادې ډلې قومانده د نشه يي توکو او وسلو يوه قاچاقبر قاري حکمت الله پر غاړه لري او د خپلې ګټې په موخه يې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې يوه څانګه فعاله کړې او له طالبانو سره په ګډه کار کوي چې ځيني وخت په خپلو کې هم نښتې کوي."

نوموړي په ډاګه کړه چې یادې ډلې تر اوسه پورې په جوزجان کې هېڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې او د سترو او ان وړو بريدونو د برابرولو وړتيا هم نه لري.

سليم د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو د دوه چنده کېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې پخوا يې څلور الوتکې درلودې، خو اوس لس الوتکې لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل چې په دغه شمېر کې پر وسلو سمبالې څارګرې الوتکې هم شته چې د اړتيا پر مهال د لارښوونې له مخې د دښمن سيمې بمبارولای شي.

هغه وويل چې پخوا يې د دښمن د سيمو په اړه معلومات نه درلودل، خو اوس د پليو ځواکونو تر پرمختګ وړاندې، د سوق او ادارې مرکز ته په ژوندۍ بڼه د دښتو، ځنګلونو، غرونو لوړې او لمنو په ګډون د دښمن د سيمو انځورونه استوي او ورپسې له یاد مرکزه دوی ته لازمه لارښوونه کېږي.

نوموړي وويل چې په راتلونکي کال کې هم د دښمن د له منځه وړو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی او هڅه کوي چې دښمن ته د هېواد په هېڅ ګوټ کې د سر پورته کولو موکه ورنه کړي.