د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار شپږو کرنيزو پروژو کې به ٣٠زرو کسانو ته کار پیدا شي

د ننګرهار شپږو کرنيزو پروژو کې به ٣٠زرو کسانو ته کار پیدا شي

Mar 13, 2018 - 15:12

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۶): د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ٢٢ نيم ميليونه ډالرو په لګښت کرنيزې پروژې پيلوي چې له امله يې ٣٠زرو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.

په دغو پروژو کې د مېوه لرونکو باغونو، سبزيجاتو، ماهيانو او چرګانو د روزنې فارمونو، د اوبو رسونې سيستمونو جوړول او د کرنې اړوند نور مسايل شامل دي.

چارواکي وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په ننګرهار کې د کوکنارو د کر مخه تر ډېره ونيول شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه برابره شي.

د ننګرهار شاهي ماڼۍ کې د کب په ۲۲مه د کرنې د وزير نصيراحمد دراني په ګډون د يوې لويې غونډې پر مهال د دغو پروژو پرانيسته وشوه او ټاکل شوې په راتلونکو درېيو کلونو کې بشپړې شي.

د کرنې وزیر وويل چې دا سلګونه پروژې به د ننګرهار شپږو ولسواليو کې پلې کېږي او موخه يې هم جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته ده.

نوموړي زياته کړه: ((اچين، کوټ، شېرزاد، خوږياڼي، چپرهار او رودات هغه سيمې دي، چې د جګړو پرمهال ډېرې ځپل شوې او خلک يې مرستو ته اړتيا لري؛ نو ځکه دغه ولسوالۍ انتخاب شوې.))

دی وايي، دغو پروژو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه براره شي او هم به يې ګټه په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.

د کرنې وزير ډاډ ورکړ چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې سپارښتنه په ټول هېواد کې د کرنې سکټور د ودې هڅې پيل شوي او په راتلونکي کې به ډېر نور کارونه هم ترسره شي.

نصير احمد دراني وويل، ټاکل شوې نږدې راتلونکي به په لسو ولايتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفيت سره سړې خونې جوړې شي چې يوه يې هم په ننګرهار ولايت کې رغول کېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه را ټيټه شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه سازي وشي.

دی وايي، کروندګر ډېر کله له دې امله د کوکنارو کر ته مخه کوي چې فصلونه يې پوره ګټه نه ورته کوي؛ خو د مېوو د باغونو او نورو فارمونو جوړېدل به يې دغه ستونزه ور حل کړي.

د ګلاب منګل په وينا، د دغو پروژو ښه والی په دې کې دی چې ولسي بڼه لري، د انکشافي شوراګانو پر مټ مخې ته ځي او د کروندګرو په خپله غوښتنه پلې کېږي.

نوموړي د کرنې له وزیره غوښتنه وکړه چې ننګرهار ته پاملرنه زياته کړي او په دغه ولايت کې يې د سړو خونو، سبزيجاتو د پروسس فابريکو، د کرنې او مالدارۍ د فارمونو او لويو لارو پر غاړو د بېرې د ونو د کرلو غوښتنې وکړې.

والي وويل، تېر کال د ننګرهار کانال حاصلات د پخوا کلونو په پرته څو چنده زيات و چې ۱۲۳۵ ټنه د زيتونو او ۲۰۰۰ ټنه د مالټو حاصلات راټول شوي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستیال لعل محمد دراني ټينګار وکړ چې د پروژو روڼوالي ته بايد پاملرنه وشي او بايد په دغه ولايت کې کرنیزو پروژو ته لا نوره ډېره پاملرنه وشي.

هغه وويل، د ننګرهار اقليم د هر قسمه سبزيجاتو او ميوه جاتو کر ته ښه مساعد اقليم لري؛ نو د کرنې وزارت ورته بايد خاصه پاملرنه وکړي.

د کروندګرو په استازيتوب الله نظر خوږياڼي دا پروژې يې د کروندګرو د ژوند ښه والي لپاره ښې وګڼلې؛ خو ټينګار يې وکړ چې پروژې بايد د پروپوزل مطابق پلې شي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې په تېر کې هم ورته پروژې راغلي؛ خو د حکومت د نه پاملرنې له امله يې ښه نتيجه نه ده ورکړې.