د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فارياب کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي او ٤٥ ټپيان دي

په فارياب کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي او ٤٥ ټپيان دي

Jan 16, 2018 - 12:12

ميمنه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): په فارياب کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او لږ تر لږه ٤٥ نور ټپيان دي، خو دا شمېره د بدلون په حال کې ده.

د خواجه سبزپوش امنيه قوماندان هاشم باتور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١:٣٠ رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په خواجه سبزپوش د بازار ورځ وه او خلک په پېر و پلور بوخت وو چې د وسله والو مخالفينو يو هاوان ولګېد.

د خواجه سبزپوش امنيه قوماندان وويل چې تر اوسه پورې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ٤٥ نور ژوبل شوي خو احتمال لري دا شمېره لوړه شي.