د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات د پوهنې رياست د سواد زده کړو امر د فساد په تور نيول شوی

د هرات د پوهنې رياست د سواد زده کړو امر د فساد په تور نيول شوی

Jan 16, 2018 - 11:40

هرات (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): په هرات ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د پوهنې رياست د سواد زده کړو امر د اداري فساد په تور نيول شوى دى.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې رياست دغه ارشد کارکوونکى د خپلو جرمي شريکانو له لوري چې له پخوا تر تعقيب لاندې دي، پر دې تورن دى چې د رياست له پيسو یې شخصي ګټه اخيستې، په همدې سبب د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

نوموړي د پوهنې رياست د دغه کارکوونکي هويت په ډاګه نه کړ او نه يې هم پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه جزئيات ورکړل.

خو هغه وويل چې په وروستۍ يوه مياشت کې د دولتي ادارو نږدې شل کارکوونکي په هرات ولايت کې د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

Tags: