د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي : ننګرهار کې د درېيو مهمو قوماندانانو په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

چارواکي : ننګرهار کې د درېيو مهمو قوماندانانو په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

Jan 15, 2018 - 18:19

جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي چې په دوه ولسواليو کې د درېيو مهمو بهرنيو قوماندانانو په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د غني خېلو ولسوالۍ مربوطاتو کې عمليات کړي.

دی وایي، د دغو عملياتو په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان چې درې يې مهم قوماندانان دي او د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي دي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو سراچه موټر له منځه وړل شوی او د دوی يو ميل پيکا، يو ميل راکټ، درې ميله کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې نن ماسپښين بې پيلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو پر يو الټو موټر بريد کړی دى.

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د دغه بريد په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د دوى يو شمېر وسلې له منځه وړل شوې دي.

بلخوا د خوږياڼو ولسوال شمس الحق پژواک ته وويل، په وژل شوو کسانو کې يې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې په نوم د يوې ځانګړې ډلې سرګروپ هم شامل دی.

د يادو بريدونو په تړاو تراوسه  وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.