د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملي تدارکاتو کمېسیون اته قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون اته قراردادونه منظور کړل

Jan 15, 2018 - 18:33

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ٢٣٢ ميليون افغانيو په لګښت اته قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کېراغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ۲۳۲ میلیون افغانیو په لګښت ۸ قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي: 

· د افغانستان برېښنا شرکت سب سټېشنونو د ریزرفي تجهیزاتو د تهیه او تدارک قرارداد ورکړه؛

· د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست ۷۷۲ قلمه اړتیا وړ پرزو د تهیه او تدارک قرارداد؛

· د ښار جوړولو وزارت اړوند له مخکې د جوړ شوي (پیش ساخت) قطعاتو فابریکې هنګر چت د تخریباتو او بیارغونې پروژې قرارداد؛

· د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال د روغتیایي تاسیساتو اړتیا وړ اعاشوي موادو د تهیه او تدارک دوه قراردادونه؛

· د ګمرکونو د ۲۶ سایټونو د اتومات ګمرکي سیستم لپاره د (Main – link) انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو پروژې د اضافي کار د قرارداد تعدیل؛

· د ګمرکونو د ۱۹سایټونو د اتومات ګمرکي سیستم په خاطر د (Back – Up – Link) انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو پروژې د اضافي کار د قرارداد تعدیل؛

· او د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژې د قرارداد تعدیل؛

سرچينه زياتوي، ملي تدارکاتو کمېسیون د سالنګونو د حفظ او مراقبت په قراردادونو د بحث تر څنګ لارښوونه وکړه چې مدنې ټولنه او د جمهوري ریاست دفتر د څارنې او ارزونې معاونیت دې د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست په ټوليز ډول وارزوي.

سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د فراه ولایت بخش اباد د اوبو لګولو او برېښنا تولید بند د تفصیلي ډېزاین پروژې د مشورتي خدماتو زماني قرارداد تمدید تائید کړ، خو د فاریاب ولایت د المار بند وړاندیز شوی قرارداد یې د اقتصاد وزارت په مشرۍ بین الوزارتي پلاوي ته د زیاتې ارزونې په خاطر ور وګرځاوه.

ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز د اروزګان، دایکنډي، فراه، نيمروز، کندهار، هلمند، زابل او غور ولایتونو د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو د مېز، څوکۍ او سولر سېستم د تهیه او خریدارۍ قرارداد فسخه هم منظور کړه او پوهنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د قانون مطابق دې د قراردادي شرکت په برخه کې اجراات وکړي او د بدیل قرارداد په اړه دې د کمېسیون د پرېکړې مطابق عاجل اقدام وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې د کمېسیون د ريیس او غړو ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارو ملي او بین المللي څارونکوهم حضور درلود.