د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز د دشت ارچي زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي

ارشيف

د کندوز د دشت ارچي زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي

Jan 15, 2018 - 14:57

 

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو له امله يو شمېر ښوونځي تړل شوي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ټينګار کوي چې هر څه ژر يې بايد ښوونځي پرانيستل شي؛ ځکه چې ماشومان يې له زده کړو پاتې کېږي.

د دشت ارچي ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي اخترمحمد د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله ډېرى ښوونځي تړل شوي دي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې يو شمېر نور ښوونځي  بيا د پوهنې رياست له نظارت پرته فعاليت کوي.

اخترمحمد اندېښنه ښکاره کړه، که چېرې حالات هم دغه شان دوام وکړي نو د دې سيمې ډېرى اوسېدونکي به له زده کړو بې برخې پاتې شي.

ده زياته کړه: ((دا منو چې په جنګ کې ښوونځي تړلي وي او څوک نه ورځي خو ځينې استادان هم له زده کوونکو سره خيانت کوي هغوى ښوونځي ته نه ورځي خو استادان يې حاضر نيسي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې دا مهال پنځه ښوونځي تړل شوي دي.

په دغو ښوونځيو کې د غلجيانو، شينواريانو، تهجيرخانه، د نجونو مرکزي لېسه او د جمهوريت لېسې شاملي دي.

همدارنګه د دشت ارچي د بازار اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې د پام وړ فعاليتونه نه دي ترسره شوي.

ده وويل: ((ځيني مکتبونه د جګړې په ورځو کې تړلي وي، دا ډېر وخت کېږي چې دا ستونزه پيدا شوې ده او زما په نظر دا کوم مکتبونه چې تړل شوي څه باندې پنځه زره زده کوونکي يې له زده کړو پاتې کړي دي.))

د جمهوريت لېسې د اتم ټولګي زده کوونکي محمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې ښوونځي تړل شوى دى.

هغه وايي: ((کله چې جنګونه شروع شول، زموږ مکتبونه وتړل شول.))

ده وويل چې اوسمهال د جګړو شدت ډېر نه دى خو د دوى ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي او چارواکي ورته وايي چې په پسرلي کې به يي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

دغه راز د دشت ارچي د نجونو مرکزي لېسې زده کوونکې نسرين (مستعارنوم) پژواک ته وويل چې تر شپږم ټولګي پورې يې په نورمال حالت کې زده کړى وکړې.

خو زياتوي: ((ډېرى وخت د جنګ له امله مکتب تړلى وي، ټول شاګردان بېسواده شول، دا څه حالت دى، خو کله نا کله طالبان هم ټينګار کوي چې له شپږم ټولګي پورته بايد نجونې درس ونه وايي.))

د هغې په وينا، کومو کورنيو چې وس درلود، کندوز ښار او نورو امنو سيمو ته تللي، څو ماشومان يې زده کړې وکړي.

د دشت ارچي يادو او يو شمېر نورو اوسېدونکو د کندوز پر سيمه ييزو چارواکو او په ځانګړي ډول د پوهنې رياست پر چارواکو غږ وکړ چې دغه حياتي ستونزه يې هر څه ژر هواره کړي.

د دې څرګندونو په اړه د دشت ارچي د پوهنې امر اسلام الدين تيموري پژواک ته وويل چې د جګړو له امله په وقفه يي ډول د دريو ښوونځيو دروازې کله نا کله تړل کېږي.

ده وويل: ((نه، د پنځو ښوونځيو د تړل کېدو خبره زه ردوم، يواځې کله نا کله د جنګ له امله د جمهوريت، د نجونو مرکزي لېسې او تهجيرخانې ښوونځيو دروازې تړل کېږي چې بيا له جګړې وروسته يې بيرته پرانستل کيږي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کله چې دغه درې ښوونځي وتړل شي نو کېداى شاوخوا دوه نيم زره زده کوونکي له زده کړو پاتې شي.))

د تيموري په وينا کله چې په يوه سيمه کې ښوونځي وتړل شي نو د دې لپاره چې د زده کوونکو په درس کې ځنډ را نه شي په بله سيمه کې د زده کړو لپاره زمينه ورته برابروي.

خو د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري بيا وايي چې په دې ولايت کې د هيڅ ښوونځي دروازه د اوږدې مودې لپاره نه ده تړل شوې.

ده وويل: (( خو يوه ستونزه چې موږ لرو هغه دا ده په کومو سيمو چې طالبان فزيکي حضور لري، هلته نجونو ته له شپږ ټولګي څخه پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.))

هغه وايي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب هلې ځلې پيل شوي ترڅو ياده ستونزه هم هواره شي.

تيموري وايي په پام کې ده چې په راتلوونکي کال کې په هغو سيمو کې پوځي عمليات ترسره شي چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دي.

ده ټينګار وکړ چې د پوهنې تر څنګ په نورو برخو کې هم خلک بايد له حکومت سره پوره همکاري وکړي و ستونزې کمې شي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د دشت ارچي د ښوونځيو په اړه تر اوسه پژواک ته څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د یادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې د طالبان د پوهنې پر وړاندې هيڅ ډول ستونزې نه جوړوي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د پوهنې مديريت د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې ولسوالۍ کې ټول ٥٧ ښوونځي دي چې ٢٧٥٥٠ کسان په کې زده کړې کوي او له دې ډلې څخه ٩٦٤٣ تنه يې نجوني دي.