د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیا احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

د پکتیا احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

Jan 15, 2018 - 12:34

ګردېز (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د پکتيا والي وايي چې د دغه ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د مرغومي په ٢٥مه د دغه ولايت د ختيځو ولسواليو له ډلې احمدخېلو ته د سفر په ترڅ کې وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د "نرۍ خولې" په نوم د برېښنا بند جوړولو لپاره شل ميليونه ډالر منظور شوي دي.

کټوازی وايي چې د دغه بند جوړولو چاره ځکه اسانه ده چې د اوبو راټولېدو لپاره غرونه د کاسې په بڼه جوړ شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د دغه بند له جوړېدو سره به د څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو ډېرې شاړې ځمکې خړوبې او ګڼو کورونو ته به برېښنا ورکړل شي.

دی وايي: ((د ولسمشر په پاملرنه دغه بند منظور شو، د راتلونکي کال په لومړيو کې به يې لومړني کارونه پيل شي او انشاالله تر راتلونکو درېیو کلونو به يې چارې بشپړې شي.))

د سيمې خلک د بند جوړېدو پر منظورۍ ډېر خوښ دي او وايي له دولت او اړوندو ادارو سره به تر وسه همکاري وکړي.

د احمدخېلو اوسېدونکي جمال پژواک ته وويل چې د بند له جوړېدو سره کرنه وده کوي چې د همدې کرنيزې ودې او برېښنايي اسانتيا په مټ به د خلکو په ژوند کې ژور مثبت بدلون راشي.

دی وايي: ((کله چې دا زېری موږ ته واورول شو چې بوديجه منظوره شوې او له ژمي وروسته يې کارونه شروع کېږي، بېخي زيات خوشاله شو، برق د خدای تعالی لوی نعمت دی، له دې سره مو ښې اينده ته هيلې لا زياتې شوې، له خپل دولت سره به د بند په کارونو او امنيت کې پوره همکاري کوو.))

دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روحاني په سيمه کې پژواک ته وويل چې د بند د سيمې د امنيت لپاره به له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ لا ښه او لازم امنيتي تدابير ونيول شي.

روحاني وايي: ((زموږ وظيفه ده چې د خلکو عامه نظم او امنيت تامين کړو، هغه خلاوې چې موجودې دي انشاالله هغه معلوموو او د بند امنيت نيسو.))

ولسمشر غني کابو درې مياشتې وړاندې پکتيا ته په خپل سفر کې د مچلغو سربېره د دغه بند جوړولو ژمنه هم کړې وه.

د مچلغو بند جوړېدو تړون شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ۲۳ ميليونه ډالره له يوه روسي شرکت سره لاسليک شو.