د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ابراهيمي: پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په سر کې ځای لري

ابراهيمي: پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په سر کې ځای لري

Jan 15, 2018 - 18:16

کابل(پژواک،۲۵مرغومی۹۶): د ولسي جرګې ځينو غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوي له سفر څخه هر کلی وکړ او وايي چې ددغه پلاوي سفر ددې ښودنه کوي چې افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې د پاملرنې مرکز  دی.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لوړ پوړی پلاوی، دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی او د چارواکو په وينا، ټاکل شوې ده چې د افغانستان وضعيت له نږدې و څېړي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي وويل چې د امنيت شورا پلاوی د افغانستان د وضعيت په درک کولو او په دې اړه د اندېښنې له امله چې دغه هېواد يو ځل بيا "د ترهګرۍ ځاله  او دويمه سوريه" نه شي، کابل ته راغلی دی.

د هغه په وينا، د سوريې  امنيتي ستونزې کابو شوې دي، خو په افغانستان کې د" ترهګرۍ "کابو کول اسانه نه دي او نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري.

په دغه جرګه کې د کابل د خلکو استازي جعفر مهدوي وويل:" افغانستان ته ددغه پلاوي سفر د افغانستان د خلکو لپاره دوه زېري لري، له يوې خوا دغه سفر د نړيوالو لپاره د افغانستان د ارزښت ښودنه کوي او له بلې خوا ددې ښودنه کوي چې نوموړې شورا درک کړې چې افغانستان د نيابتي جګړې پر جغرافيه د بدلېدو په درشل کې قرار لري."

هغه زياته کړه:" د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه داده چې دداسې اقداماتو مخه دې ونيسي چې افغانستان د نيابتي جګړې پر جغرافيه او د دويمې سوريې له برخليک سره مخ کړي. "

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي چې پرون يې له ياد شوي پلاوي سره ليدلي وويل چې له نوموړي پلاوي سره د دواړو جرګو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې) مشرانو د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، سولې او امنيتي مسايلو په اړه خبرې کړې دي.

ابراهيمي زياته کړه:" موږ  له يوه مورد پرته ،د سولې په برخه کې هېڅ ډول لاسته راوړنه نه ده درلودلې، سوله لا هم د يوه جدي ګواښ په توګه پاتې ده، سوله ددولت د پاليسۍ برخه ده او د افغانستان د خلکو د اړتياوو پر بنسټ، څه چې شوني و، حکومت په عمل کې کار کړی او مقابل لوری د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري، ځکه مخالفين د سياسي بهير په توګه خپلواکي نه لري او د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو د ستراتيژيکو ګټو د تامين لپاره د يو ابزار په توګه ګومارل شوي او ستونزمنه ده چې مخالفين خبرو ته وهڅول شي."

د نوموړي په وينا، له ترهګرۍ څخه ملاتړي هېوادونه معلوم دي او پاکستان ددغو هېوادونو په سر کې ځای لري.

هغه زياته کړه چې پاکستان تل له افغانانو څخه قرباني اخيستې ده، د ترهګرۍ لپاره يې خوندي ځای برابر کړی او له خپلو اږدو پولو څخه په ګټې اخيستنې سره چې له افغانستان سره يې لري، مخالفين افغانستان ته را دننه کوي.

د ولسي جرګې رييس زياته کړه چې افغان ځواکونه د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې، له تېرې کابو يوې نيمې لسيزې راهيسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، خو نړيواله ټولنه په افغانستان کې د امنيتي کړکېچ د کابو کولو اومديرت لپاره ښکېله پاتې شوې ده.

هغه وويل چې د ملګرو ملتونو ياد شوی پلاوی کابل ته راغلی څو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ښکېلېدو دليلونه وڅېړي.

هغه زياته کړه:" د افغانستان د خلکو له نظره دغه دلايل څرګند دي چې د سيمې هېوادونه له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي. "