د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې د دوو قبيلو تر منځ اوږدمهاله دښمني حل شوه

پکتيا کې د دوو قبيلو تر منځ اوږدمهاله دښمني حل شوه

Jan 14, 2018 - 19:50

ګردېز (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٦): د پکتيا په ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو تر منځ ٢٤ کلنه شخړه په سوله ييز ډول حل شوه.

د يادو قبيلو تر منځ دا شخړه د ځمکې، اوبو او غرونو په سر وه او په دې اوږده موده شخړه کې دواړو خواوو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه او يو پر بل يې لارې تړلې وې.

دا شخړه د پکتيا د بېلابېلو قبيلو د مخورو په هڅو د جرګو له لارې حل او لارې يې بېرته پرانيستل شوې.

د دې ولايت قومي مشر جنت خان منګل وايي چې په ياده شخړه کې دواړو خواوو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي و او د دواړو قبيلو د اوسېدونکو ژوند يې تريخ کړی و.

هغه له نورو هغو قبيلو چې ورته خپلمنځۍ ستونزې لري، غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د حل په موخه قومي مشرانو ته وړاندې او له لارې ورته بدبختۍ پاى ته ورسوي.

دى زياتوي: ((دا لويه شخړه د درنو سپين ږيرو په وجود کې د دولت په پاملرنه حل شوه او دواړو خواوو د بدۍ پر ځای يو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او د ابد لپاره د دوی تر منځ مشکل حل شو.))

د دواړو ښکېلو قبيلو اوسېدونکي او ځوانان هم په شوې پرېکړه خوښ دي او وايي چې نه غواړي نور يې ژوند د جګړې په تياره او تباهۍ کې تېر شي.

د خروټو قبيلې مخور عبدالله پژواک ته وويل، غواړي اولادونه يې تعليم او له تاوتريخوالي لرې د امن په فضا کې ژوند وکړي.

دی زياتوي: ((دا فيصله موږ ته قبوله ده، موږ خپلو ماشومانو ته ښه راتلونکی غواړو؛ له ټولو نېکخواه او محترمو مشرانو مننه کوو.))

د منګلو قومي مشر جان محمد هم شوې پرېکړه مني او وايي چې ياده شخړه آن د يوه انسان د ژوند ارزښت نه لري او لازمه ده چې ورته ستونزې ژر تر ژره حل شي.

ده وويل: ((دا فيصله منو، ښه ده چې نور خلک له مرګ ژوبلې نه بچ پاتې شي او نور څوک ضايع نه شي.))

دی هم له نورو قبيلو غواړي چې که ورته خپلمنځۍ ستونزې لري، نو د جرګو له لارې دې يې حل کړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي، چې د ستونزې د حل او پرېکړې لپاره له نورو منځګړو قومي مخورو سره يادې ولسوالۍ ته تللی و، وويل، له هغو کسانو به قانوني چلند وشي چې د جرګې پرېکړه ونه مني او يا يې پر وړاندې کوم ناسم ګام پورته کړي.

کټوازی وايي: ((په پرېکړه به دواړه طرفه درېږئ، لويه پکتيا د جرګو کور دی او د ولسمشر هم دا هدايت دی چې اکثره مسايل دې د جرګو او مرکو له لارې حل شي. کومه مسئله چې د جرګې له لارې حليږي، د هغو تر شا دولت ولاړ دی او که څوک يې ونه مني، دولت يې په زور هم عملي کوي.))

په سوېل ختيځ کې ډېری وخت د بېلابېلو قبيلو تر منځ د ځمکو، اوبو او غرونو په سر ورته شخړې پېښېږي، چې د سرحدي سيمو ډېری اوسېدونکي يې يو لوی عامل د ګاونډي پاکستان د استخباراتو کار بولي، چې په خبره يې له بېلابېلو لارو د خلکو تر منځ اختلافاتو او نښتو ته لمن وهي.

Tags: