د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان دولتي پوهنتونونه د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول

افغان دولتي پوهنتونونه د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول

Jan 14, 2018 - 19:33

کابل (پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د افغانستان دولتي پوهنتونونه د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې په تخنيکي ملاتړ د له لرې واټن څخه د زده کړو پروګرام ((ايډکس)) له لارې د نړۍ له باوري پوهنتونونو سره وصل شول.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ((ايډکس)) سايټ، د زده کړې يو ستر انلاين او مجازي پوهنتون دی چې  بنسټ يې په ۲۰۱۲ کال کې په نړۍ کې د ((هر وخت، هر ځای او د ټولو لپاره، د انلاين زده کړو راتلونکې)) تر شعار لاندې په نړۍ کې د بشري پوهې د پراختيا لپاره د نړۍ د دوو باوري پوهنتونونو ((هاروارډ)) او ((ام ای ټي)) له خوا اېښودل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري، نن په کابل کې د پوهنتونونو د استادانو لپاره د ياد شوي پروګرام د ور پېژندلو د درې ورځني ښوونيز ورکشاپ په لومړۍ ورځ وويل چې له دې پروګرام سره په کابل کې څلور دولتي پوهنتونونه او د بلخ، هرات، کندهار، خوست او ننګرهار پوهنتونونه وصل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دويم قدم کې به خصوصي پوهنتونونه هم په دغه پروګرام کې شامل شي.

نوموړي وويل، د ((ايډکس)) سايټ له لارې د دغه پروګرام په جوړېدو سره به افغان محصلينو او استادانو ته  بېلا بېل وړيا  ښوونيز کورسونه او اسانتياوې برابرې شي.

خواجه عمري وايي: "محصلين د دغه پروګرام په مرسته له زماني او مکاني محدوديت پرته پرمختللو درسونو او لکچرونو ته لاسرسی پيدا کولای شي او خپله پوهه نوې کولای شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې د خپل انځوريز پيغام له لارې وويل چې ايډکس يا د ټولو لپاره لوړې زده کړې، د هوايي دهلېز يا نوري فايبر شبکې جوړېدل دي او دغه اقدام د زده کړې، تعليم او تدريس لپاره غوره زمينه برابروي.

نوموړي له ((ام ای ټي)) پوهنتون څخه مننه وکړه چې افغانستان يې په دغه پروګرام کې شامل کړی دی او زياته يې کړه: "په دغه پروګرام کې شامل ۹۰۰ کورسونه، زموږ د استادانو او محصلينو په واک کې ورکول کېږي."

اشرف غني په دغه ورکشاپ کې له ګډونوالو استادانو څخه وغوښتل چې د ياد شوي پروګرام له ښوونيزو موادو څخه پر استفادې سربېره دې داسې کورسونه جوړ او په دغه پروګرام کې شامل کړي چې د نورو دولتونو محصلين هم کار ترې واخلي.

د هغه په وينا، دولت چمتو دی چې د دا ډول پروګرامونو پر پياوړتيا پانګونه وکړي او د مخابراتو وزارت ته يې لارښوونه وکړه، په هغه ځايونو کې دې وړيا د انټرنټ زمينه برابره کړي چې محصلين او استادان انټرنټ ته اړتيا لري.

په اقتصادي او زېربينايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد همايون قيومي چې په دغه ناسته کې يې ګډون درلود، وويل چې اوسمهال په نړۍ کې د ايډکس ښوونيزو کورسونو څخه کابو ۱۲ميليون کسان کار اخلي.

نوموړي زياته کړه، د نړۍ ټول پوهنتونونه په دغه پروګرام کې د خپلو ښوونيزو کورسونو مواد نه شي اچولای او يواځې د نړۍ او افغانستان باوري پوهنتونونه دا کار کولای شي.

هغه زياته کړه: "افغانستان ته چانس ورکړل شوی چې په کم وخت کې ځان نه يواځې د سيمې په کچه، بلکې د نړۍ په کچه څرګند کړي."