د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د بريا مبارکي ویلې

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د بريا مبارکي ویلې

Jan 13, 2018 - 14:36

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د ولسمشر او اجرائيه رييس په ګډون ګڼ شمېر چارواکو په نړيوال جام کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د بريا ستاينه وکړه.

د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې په نيوزيلنډ کې د پيل شوي نړيوال جام سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.

پاکستان افغانستان ته د ١٨٩ منډو هدف ورکړى و چې افغان لوبډلې د دروېش رسولې د ٧٦ منډو په مرسته دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

ولسمشر اشرف غني پر دې تاريخي بريا ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ملي ١٩ کلنې لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې ملي ١٩ کلنه لوبډله په نورو لوبو کې هم خپله وړتيا وښيي.

بلخوا د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر دې بريا خوښي څرګنده کړې، ملي ١٩ کلنې لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته یې مبارکي ویلې ده.

نوموړي زياته کړې: ((زه د دې با ارزښته بري له امله تر ټولو وړاندې د کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ او ورپسې د افغانستان ستر او ویاړلي ملت ته مبارکي وایم، خدای دې دا د بریاوو د پیل لړۍ کړي.))

ډاکتر عبدالله ويلي، افغان لوبغاړو نن په هر اړخیزې مسلکي لوبې سره سیاله لوبډله په ډېرې اسانۍ او مهارت سره له مخې لرې کړه او د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته يو ګام نور هم نږدې شول.

د هغه په وينا، د افغان لوبغاړو نننۍ مسلکي او هر اړخیزه لوبه دا ښيي چې لوبډله له بشپړ ذهني او فزیکي پیاوړتیا سره په نړیوال جام کي لوبېږي او په راتلونکو لوبو کې به هم خپلو سیالانو ته ماتې ورکوي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم ټولو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ويلي چې ځوانو اتلانو نن خپله وړتيا ثابته کړه.

هغه زياته کړه چې ټول هېوادوال پر خپلو اتلانو وياړي او په راتلونکو لوبو کې يې هغوى ته د بريا دعا کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمرزاخېلوال هم د دې بريا مبارکي ټولو ته ورکړې ده.

نوموړي زياته کړې: ((دا بريا پر نېک فال نیسو. زموږ لوب‌‌‌‌‌‌ډله د دې توانمندي لري چی د نړیوال جام سږنۍ اتلولي د کور کړي.))

په امريکا، اسټراليا او هندوستان کې هم د افغانستان سفيرانو، يو شمېر وزيرانو، د ملي شورا غړو، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او نورو هم پر دې سترې بريا خوښي څرګنده کړې او ټولو هېوادوالو ته يې مبارکي ورکړې ده.

Tags: