د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار د هوا ککړتيا ناورين رامنځته کوونکې وبلل شوه

آرشيف

د کابل ښار د هوا ککړتيا ناورين رامنځته کوونکې وبلل شوه

Dec 31, 2017 - 17:21

کابل(پژواک،۱۰مرغومی۹۶): د کابل د ځينو ادارو چارواکي په دغه ښار کې د امنيتي او وزګارتيا پر ستونزو سربېره، په دغه ښار کې د هوا ککړتيا هم يوه ستره غمېزه وبلله او وايي چې هره ورځ لس کسان پر تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

د ولسي جرګې د چاپېريال ساتنې او  طبيعي سرچينو کمېسيون نن د هوا د ککړتيا د مخنيوي د لارو چارو موندلو په موخه د اړونده ادارو  يو شمېر چارواکي ور بللي وو.

ددغه کمېسيون مشر رمضان جمعه زاده  د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د کابل ښار اوسېدونکي  پر نا امنۍ، وزګارۍ او بې وزلۍ سربېره، د هوا ککړتيا له جدي ستونزو سره مخ دي چې هره ورځ لسګونه ماشومان، ځوانان او بوډاګان پر تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

جمعه زاده په داسې حال کې چې د کابل ښار د هوا ککړتيا يې يوه جدي ستونزه وګڼله، خبرداری يې ورکړ چې که جدي تدابېر ونه نيول شي، د کابل وضعيت به لا کړکېچن شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي او د ياد شوي کمېسيون غړي محی الدين مهدي هم وويل:" د هوا ککړتيا په کابل ښار کې زموږ يوه جدي ستونزه ده، حکومت مکلف دی چې د هوا ککړتيا د مخنيوي په موخه جدي او عملي لارې چارې خپلې کړي."

د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرستيال مسيح الله محبوب چې په دغه ناسته کې يې شتون درلود، د هوا د ککړتيا د ډېرېدو لامل په کابل ښار کې تر اندازې د نفوسو ډېرېدل،  خام سړکونه، د سون توکي او ترافيکو ډېروالی وباله.

هغه وويل: "ښاروالي د نفوسو د ډېروالي د مخنيوي توان نه لري او د سړکونو جوړېدل هم ډېر وخت ته اړتيا لري، يوازينی کار چې موږ يې په کوم وخت کې کولی شوو، د سون توکو د بدلېدو او د ډېر دود کوونکو موټرو د تګ راتګ مخنيوی دی."

د هغه په وينا، اوسمهال ۸۵سلنه نانوايي ګانې، حمامونه او هوټلونه له ګازو څخه کار اخلي.

د چاپېريال د ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار په دې ناسته کې ومنله چې د موټرو بې حده ډېرېدل او  د هوا له ککړونکو توکو کار اخيستل، تر ټولو ډېره د کابل ښار هوا ککړه کړې ده.

دغه چارواکي  زياته کړه، يوازينی کار چې په لنډ وخت کې د هوا د ککړتيا مخه نيولی شي، په بشپړه توګه د دود کوونکو موټرو بندول ،په ژمي کې د هوا د ککړونکو سون توکو د بدلېدو او د نقليه وسايطو پر تګ راتګ محدوديت دی.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت په بازار کې مداخله وکړي او د ګازو بيه را ټيټه نه شي، خلک به د بې کيفيته سون توکو څخه کار وانه خلي، چې دغه کار د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې اغېزمن تمامېږي.

ملکيار ومنله چې د کابل ښار هوا ککړه شوې ده، خو ويې ويل چې په تېر کال کې په يو متر مکعب هوا کې څه باندې ۱۵۰۰ملي مايکرون خاورې او دوړې وې چې اوس دغه شمېره په يو مکعب متر کې شاوخوا ۶۵۰مايکرون ته را کمه شوې ده.

د هغه په  وينا، په سټنډرډ ډول په هوا کې د ګرد او دوړو اندازه د ۱۰۰ تر ۱۵۰پورې وي.

د  چاپېريال ساتنې ادارې مشر شاه زمان ميوندي د کابل ښار د هوا ککړتيا غمېزه رامنځ ته کونکې وبلله او ويې ويل چې د هوا ککړتيا مخنيوی، د يوه ارګان دنده نه ده او بايد ټولې دولتي ادارې او خلک په ګډه کار وکړي.