د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پر زندان هوايي بريد شوى

ارشيف

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پر زندان هوايي بريد شوى

Dec 28, 2017 - 15:51

جلال اباد  (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې افغان هوايي ځواکونو په دغه ولايت کې پر هغو وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړى، چې په خپل زندان کې د يوې نوې سمڅې په جوړولو بوخت وو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن د غرمې شاوخوا يوه بجه د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د شين ګړنګ په سيمه کې شوى دى .

د هغه په وينا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د انس، سنګین او غزنوي په نومونو درې تنه مشهور مخالف وسله وال وژل شوي او دغه راز د بشیر، سردار او مقصود په نومونو درې تنه نور سخت ټپيان شوي دي.

ځواک وايي، دوى په داسې حال کې په نښه شوي چې په خپل زندان کې د يوې نوې سمڅې پر جوړولو بوخت وو.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې هم ځانګړو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو اووه غړي وژل شوي وو.