د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا د والي ساتونکو يو پوليس وهلی دی

د پکتيا د والي ساتونکو يو پوليس وهلی دی

Dec 26, 2017 - 12:16

ګردېز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): په پکتيا ولايت کې د سرحدي پوليسو د يوه ټولي مرستيال وايي چې د والي شميم خان کټوازي ساتونکو له خوا سخت وهل شوى او ژوبل کړى یې دى.

دغه افسر حميدګل نومېږي، د یاد ولايت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال په پکتيکا کې د دويم څارن رتبه کې د ټولي د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګردېز د جرګو په تالار کې د خپلوانو محصلينو فراغت غونډې ته روان و، خو د ولايت مقام په لومړي قراول کې د والي د ګارډ قوماندان او ساتونکو بې مورده په برچه او د ټوپک په کونداغونو وهلی او ژوبل کړی دی.

نوموړي زياته کړه، دی په خپله پوليس دى، پر ټولو نظامي اصولو پوهېږي او يادو کسانو ته يې ځان پېژندلى هم و، خو هغوى يې خبرو ته غوږ نه و اېښى.

حميد ګل وايي، که غږ يې وانه ورېدل شي، نو د ورسره شوي تېري او حق لپاره به قضايه او اړوندو ارګانونو ته مراجعه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه خپله دولتي صاحب منصب يم، ځان مې هم ورته معرفي کړ، خو له دې سره هم د ولايت د سربازانو قوماندان قيس او څو نورو سرتېرو سخت ووهلم. له قيس سره برچه وه، پر شونډو يې په برچه ووهلم او په ملا  يې د ټوپک په ميلونو او کونداغونو ووهلم.))

نوموړى وايي چې خپله اړوند مرجع يې هم په جريان کې اچولې ده.

د  پکتيا د ولايتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی د والي د ساتونکو ياد عمل زورواکي بولي او زياتوي چې د ولايت مقام ساتونکي ډېری وخت له خلکو سره ناوړه چلند کوي.

ملنګ زوی زياته کړه: ((دا څلورم ځل دی چې دا ډول پېښه په ګردېز کې پېښېږي، خلک وهي او سرونه پرې ماتوي. دا د دولت او ولس تر منځ ډېره لويه فاصله او د بې باورۍ فضا رامنځته کوي.))

مدني فعال سيد جمال اصف خېل پر ياده پېښه اندېښمن دی او وايي چې د والي ساتونکو تر دې وړاندې هم يو دولتي کارکوونکی او د پوهنې رياست يو کارکوونکی وهلي او دا څلورمه پېښه ده چې يو پوليس وهي.

اصف خېل د پکتيا والي په يادو پېښو کې پر لاس لرلو تورنوي او وايي که نوموړی په يادو قضيو کې ښکېل نه وي، بايد عاملين يې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

هغه پژواک ته وويل: ((والي د قانون پر تطبيق مسوول دی، که چېرې والي پکتيا ته بدمعاشي ته راغلی وي، پکتياوال به يې هېڅکله ونه مني او د خلکو کرکه به يې پر وړاندې زياته شي.))

په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازي ابراهيم غښتلي د دفتر ولايتي مشر سردارګل عمرزي چې څه موده وړاندې د والي ساتونکو وهلی او ټپي کړی و، وايي چې د والي د ګارد قوماندان بايد له دندې لرې او محاکمه شي، کنه بيا هم ورته چاره پېښېدلی شي.

د يادونې ده، د عمرزي  موضوع بيا د جرګې له لارې حل شوې وه.

عمرزي وويل: ((والي مشرانو او ولايتي شورا ته ژمنه ورکړې وه چې د خپل ګارد قوماندان، قيس به له دندې لرې کوي او څېړنې به کوي او که قوماندان ظلم کړی و، څارنوالي ته به يې معرفي کوي، خو تر اوسه داسې هېڅ هم نه دي شوي چې د والي ورسره خوښه نه وي، يو څوک پر خپل سر داسې کار نه شي کولی.))

خو د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت په قضيه کې د والي لاس لرل ردوي او په پېښه کې وهل شوی پوليس او د ولايت ساتونکی ګارد دواړه ګرم بولي.

هغه پژواک سره په خبرو کې د وهل شوي پوليس سرتېري ملامتيا په ګوته نه کړه او ترسره شوی عمل يې سرغړونه وبلله.

حسرت وايي: ((کومه قضيه چې رامنځته شوې، په دې کې له دواړو لورو تېروتنه او سرغړونه شوې ده.))

Tags: