د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سناتوران: د کابل د خیرخانې پېښې عاملین دې اعدام شي

سناتوران: د کابل د خیرخانې پېښې عاملین دې اعدام شي

Dec 12, 2017 - 15:41

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په کابل کې د لسو کسانو د وژنې د عاملينو له نيولو هرکلى وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې د دې قضيې عاملين پر سختې سزا محکوم او په عام محضر کې اعدام کړي.

د راپورونو له مخې، د ليندۍ په اتمه د جمعې په شپه د يوې کورنۍ اته غړي چې ښځې، ماشومان او دوه مېلمانه په کې وو، د کابل ښار خيرخانې مېنې په ساحه کې په خپل کور کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شول.

پوليسو تېره ورځ په کابل کې اعلان وکړ چې د دغو لسو تنو د وژنې په تړاو يې د کابل- بغلان لويې لارې په اوږدو کې درې تنه نيولي دي.

د پوليسو دغه اقدام د مشرانو جرګې د ځينو غړو له ستاينې سره مخ شو.

د کاپيسا استازي مولوي محى الدين منصف د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د پوليسو د دغو کسانو په نيولو کې وړتيا وښوده او بايد وستايل شي.

هغه زياته کړه: ((له حکومت، په ځانګړي ډول ولسمشر څخه مو غوښتنه دا ده چې د دې پېښو عاملين چې پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى، ډېر ژر د نورو د عبرت په موخه په عام محضر کې اعدام کړي.))

د جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار او نورو غړو ليلما احمدي، انارکلي هنريار، محمد عظيم قوياش او محمد اصف صديقي هم ورته نظر درلود او د دې قضيې عاملانو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.