د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان د زعفرانو عوايد د تېر کال په پرتله ٣٣سلنه لوړ شوي

د افغانستان د زعفرانو عوايد د تېر کال په پرتله ٣٣سلنه لوړ شوي

Nov 06, 2017 - 17:45

کابل (پژواک،١٥لړم٩٦): په هېواد کې د زعفراڼو د کښت د ډېر والي او کيفيت د ښه توب په موخه پنځم ملي کنفرانس په داسې حال کې خپل کار پيل کړ چې سږ کال د افغانستان د زعفراڼو په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ٣٣سلنه زياتوالى راغلى دى.

د زعفرانو پنځم ملي کنفرانس نن په کابل کې د ځينو افغان چارواکو، افغان او هندي متخصصينو، د زعفرانو د صادروونکو شرکتونو استازو او بزګرانو په ګډون سره پيل شو.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سرپرست نصير احمد دراني په دې غونډه کې وويل، اټکل کېږي چې سږکال د هېواد بزګران د زعفرانو د محصولاتو له امله ١٢ميليون امريکايي ډالر عايد ولري.

هغه زياته کړه، افغان بزګرانو تېر کال له دې درکه شاوخوا ٩ميليون امريکايي ډالر عايد درلود.

د راپورونو له مخې، تېر کال د افغانستان يو کيلوګرام زعفران په کابو ١٠٠زره افغانيو پلورل کېدل.

دراني د ياد شوي کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې د زعفرانو د کښت، توليد، کيفيت د ښه توب او پروسس د معياري کېدو د زياتېدو لپاره دې خپلې طرحې وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي په نننۍ غونډه کې وويل چې په ١٦وروستيو کلونو کې د افغانستان د کرنې په بنسټيزو برخو کې پانګونه نه ده شوې.

د هغه په وينا، زعفران د هېواد په اقتصادي وده کې ستر رول لوبولاى شي؛ په دې شرط چې د هغو معياري بسته بندۍ او د کيفيت لوړېدو ته اړينه پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه: "تېر کال زموږ ٤٠٠ کيلوګرامه زعفران د عربستان له خوا ځکه رد شول چې بارکوډ يې نه درلود. څو چې زموږ سوداګر عصري نه شي، څو چې ځانونه پر نړيوال سټنډرډ برابر نه کړو، زموږ محصولات نړيوالو بازارونو ته لار نه شي مومى."

د ده په وينا، خصوصي سکتور چمتو دى چې د زعفرانو په پروسس کې لازمه همکاري ولري.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د زعفرانو د توليد، معياري کېدو او د کيفيت تضمين، د داخلي او بهرني بازار دودېدا زياتېدل، د زعفرانو د دايمي پراختيا او تحقيق او وړتيا جوړونې د نړيوال انسټيټيوت له لارې کاري پلټنې، په افغانستان کې د زعفرانو د ملي پراختيا په پروګرامونو کې شاملېږي چې تېر کال طرحه شوي دي.

سرچينې ليکلي، اوسمهال د پنځم کال په پاى کې د زعفراڼو د کرکيلې د ټيټې کچې زياتوالى له زر هکټاره څخه درې تر څلور زره هکټاره؛ د زعفراڼو توليد په يوه هکټار کې له ٣.٥کيلو څخه ٥کيلو ته لوړېدل او د پنځم کال په پاى کې د زعفرانو د توليد کچه له ٣٥٠٠کيلو څخه ١٤٠٠٠کيلو ته لوړېدل، د افغانستان د زعفرانو د پراختيا د ملي طرحې د عملي کېدو پايلې دي.

په دغه کنفرانس کې د زعفرانو ځينو توليدوونکو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د دغې ناستې په پاى کې د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک جوړ او د عملي کېدو لپاره حکومت ته وسپارل شي.

په هرات ښار کې د زعفرانو صادراتي او توليدي شرکت " فیضي" مشر سيد عبدالوهاب کې پژواک ته وويل چې د افغانستان د زعفرانو صادرات هر کال زياتېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، فیضی شرکت تېرکال ١٠٠کيلوګرامه زعفران له هېواد څخه بهر ته صادر کړي او تمه ده چې سږ کال دغه شمېر نيم ټن ته ورسوي.

سرچينې ويلي، دغه شرکت د افغانستان زعفران اروپا، امريکا، هندوستان او عربي هېوادونو ته صادروي.

د ده په وينا، د افغانستان زعفران ښه کيفيت لري او بايد توليد او بسته بندۍ ته يې جدي پاملرنه وشي.

دغه راز د "عبدالله محسن" د زعفرانو شرکت د پلورلو استازي نصير شاه وزيري چې په ننني نندارتون کې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي و، وويل چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرات لري او د صادراتو کچه يې لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، پخوا يې په کال کې له ٥کيلو ډېر صادرات نه درلودل؛ خو اوس دغه کچه لسګونو کيلو ته رسېدلې ده.

هغه هم له حکومت څخه وغوښتل چې د زعفرانو معياري بسته بندۍ ته دې کلکه پاملرنه وکړي.

ياد شوو دواړو سرچينو له خلکو وغوښتل چې د چاى پرځاى دې زعفران وکاروي؛ ځکه ډېرې ګټې لري.

د افغانستان زعفران په درېيو وروستيو کلونو کې په نړيوالو نندارتونونو کې لومړى مقام ګټلى دى.