د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګرشک د صرافانو پر مارکېټ برید د څلورو بریدګرو پر وژلو کېدو پای ته ورسېد

د ګرشک د صرافانو پر مارکېټ برید د څلورو بریدګرو پر وژلو کېدو پای ته ورسېد

Aug 05, 2017 - 10:18

لښکرګاه (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د صرافانو پر مارکېټ بريد تر شلو ساعتونو وروسته د څلورو بريدګرو پر وژل کېدو پاى ته ورسېد.

پرون سهار شاوخوا ٧ بجې څلورو وسله والو بريدګرو د ګرشک ولسوالۍ د صرافانو پر مارکېټ بريد وکړ او تېره شپه درې بجې پاى ته ورسېد.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريدګر ٢٠ ساعته وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې يواځې هټيو او مارکېټ ته مالي زيان اوښتی، امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو هغه د زيانونو په اړه کره معلومات نه درلودل.

هغه زياته کړه: ((د وسله والو مړي او مرمې او وسلې اوس هم په مارکيټ کې پراته دي، نو دا چې کله پاک شي بيا به صرافانو ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.))

د ياد مارکېټ صراف دين محمد پژواک ته وويل چې تر دې مهاله دوى ته مارکېټ ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه زياته کړه: ((په دې مارکېټ کې د صرافانو پيسې ساتل کېدې خو اوس پوليس او اردو د ننوتو اجازه نه ورکوي، نو دا به وروسته معلومه شي چې صرافانو څومره تاوان کړى دى.))

له دغه بريد سره سم د ګرشک په ځينو نورو سيمو کې هم بريدونه وشول.

د ګرشک ولسوال محمدسليم رودي پژواک ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو پر ټولو پوستو بريدونه وکړل.

د هغه د معلوماتو له مخې، پرون په ګرشک کې درې موټربم بريدونه هم وشول چې په ترڅ کې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

د ګرشک ولسوالۍ د صرافانو پر مارکېټ د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې تر اوسه ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د پاتې نورو ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement