د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جاني خېلو په جګړه کې له طالبانو سره پاکستاني پوځیان هم یو ځای شوي

د جاني خېلو په جګړه کې له طالبانو سره پاکستاني پوځیان هم یو ځای شوي

Jul 25, 2017 - 11:42

 

دويم تعقيب- ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې طالبان او پاکستاني پوځيان يو ځاى د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او غواړي چې دغه ولسوالۍ سقوط کړي.

نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او ځينو امنيتي سرچينو پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو یاده ولسوالۍ نيولې ده.

خو په مرکز ګردېز کې د ٣٠٣ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد خبريالانو ته وويل چې ګډ امنيتي ځواکونه لا هم مقاومت کوي او مرستندوی او تازه دمي ځواکونه جاني خېلو ته رسېدلي دي.

شېرزاد وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط لپاره پاکستاني پوځيان هم له طالبانو سره يو ځاى شوي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جکړه کوي.

د هغه په وينا، دغه جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مهمې لارې انځرګي او کنډو لارې وتړلې.

ده وويل: ((د کوټې، ميرانشا او پېښور شوراګانو پرېکړه کړې چې د پکـتيا جاني خېل او د خوست موسی خېل ولسوالۍ ونيسي او دلته خپل مرکزونه جوړ کړي، خو دا ارمان به د تېر په څېر ګور ته يوسي. په جګړه کې پنجابيان هم ګډون لري، خو امنيتي ځواکونو کلک مقاومت کوي او حالت به زموږ په ګټه تمام شي.))

د سپين غر امنيتي زون قوماندان وويل چې په جګړه کې يې وسله والو ته درنه مرګ، ژوبله اړولې او د امنيتي ځواکونو ١٢ تنه هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ولسوالۍ د سقوط موضوع رد کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې جګړه کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مقابل لوري درانه تلفات ليدلي دي.

په ياده ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو طالبانو نيولې وې.

د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني پژواک  ته وويل چې په پرونۍ جګړه کې يوولس وسله وال وژل شوي او درې ټپيان دي او يو وسله وال طالب چې پاکستانی دی، نيول شوی دی.

د پکـتيا امنيه قوماندان د سقوط خبره نه مني او وايي چې په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه مقاومت کوي.

عبدياني وايي چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به یې هوايي ځواک هم د ملاتړ په موخه عمليات پيل کړي.

قوماندان وويل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

وسله وال طالبان هم د دې ولسوالۍ د سقوط خبره کوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ نن سهار طالبانو نيولې ده.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ د نيولو پر مهال لسګونه امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د مجاهد په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

جاني خېل د پکتيا د مرکز ګردېز شاوخوا ۸۵ کيلومترۍ کې پرته سرحدي ولسوالي ده  چې تېر کال هم وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې وه.

دغه ولسوالي د پکتيا له څمکني او ډنډ پټان او د خوست ولايت له موسى خېلو ولسوالۍ سره هم ګډه پوله لري.

د سيمې اوسېدونکي وايي که چېرې جاني خېل سقوط وکړي نو يادې ولسوالۍ هم له امنيتي ګواښ سره مخ کېږي.

د يادونې ده، د جاني خېلو ولسوالۍ ډېره برخه د نښترو او جلغوزو پر ونو پوښل شوې چې چريکي جګړو ته یې زمينه برابره کړې ده.