د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار پر مېلمستون بريد د اشپز لخوا د کويټې شورا په لارښوونه شوى و

د کندهار پر مېلمستون بريد د اشپز لخوا د کويټې شورا په لارښوونه شوى و

Jun 16, 2017 - 09:52

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦)  د ملي امنيت رياست وايي، چې د کندهار د والي د مېلمستون د بيید اصلي عامل ددې مېلمستون اشپز سيد محبوب اغا دی ، چې د طالبانو د کويټې شورا په لارښوونه يې ترسره کړى و.

د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د يادې پېښې د پلټنو پايلې اعلان کړې.

هغه زياته کړه، چې د ولايت مقام د مېلمستون اشپز محبوب اغا ته د ٣٠ زره امریکايي ډالرو او د ډيورینډ کرښې هاغې غاړې چمن کې د يوه کور د ورکړې ژمنه هم شوې وه.

ستانکزي له پاکستان د هغو درېیو کسانو د سپارلو غوښتنه کړې ده، چې د کندهار د والي د مېلمستون په برید کې ګرم بلل کیږي او ددې پېښې د اصلي عامل سره یې د پاکستان په چمن کې لیده کاته کړي وو.

هغه زياته کړه : (( زه يې هویت نه په ډاګه کوم، ولې د مختلفې کچې خلک دي، له پاکستان نه مو غوښتي، چې دا درې کسه چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید له عاملینو نه دي، افغان حکومت ته وسپاري. ))

د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي وویل چې د کندهار د والي د مېلمستون پېښه له عربي متحده اماراتو او د يیف بي ای سره يو ځای څېړلی ده.

هغه زياته کړه، چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید د پلټنې لپاره یې ۶۵ عیني شاهدان، تورن او نور اړونده نیولي وو او تر پلټنې کېدی، هغه وویل” په هره کچه چې څوک وو تر پوښتنې شوي، حتی له والي نه هم.

معصوم ستانکزي دا هم وویل چې پدې برید کې د ټي این ټي او ار ډي ایکس په نوم دوه ډوله چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.

د نوموړي په وينا، دا پلټنې اوس هم روانې دي او بشپړې پايلې به يې هم رسنيو سره شريکې شي.

د کندهار ولايت پر مېلمستون د ١٣٩٥ لمريز کال  (د مرغومي په ۲۱مه) په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي له یو شمېر دیپلوماټانو سره دې ولایت ته راغلی و او د یوه دار الایتام د جوړولو د چارو له پرانیستلو وروسته د والي مېلمانه وو.

په دغه برید کې ټول ۱۳ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل وو.

په ټپیانو کې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي، د پخواني ولسمشر د کاکا زوی او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی او یو شمېر مخور او امنیتي کارکوونکي شامل وو.

خو د ټپیانو له ډلې هاشم کرزی چې د درملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی و، له پیښې ۶ ورځې وروسته د مرغومي په ۲۷مه ساه ورکړه، دغه راز د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي چې د درملنې لپاره خپل هېواد ته وړل شوی و، له پیښې ۳۶ ورځې وروسته د سلواغې په ۲۷مه ومړ.