د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 13, 2017 - 11:22

جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د خپلمنځي نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ۲۳ وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د غبرګولي په ۲۳مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ خپلمنځي نښته شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې په ياده نښته کې د داعش ۶ وسله وال وژل شوي او دغه راز د لعل سعيد په نوم د سيمې يو اوسېدونکی هم ټپي شوی دی.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د چپرهار ولسوالۍ په ګراټک او باباخېلو سيمو کې د يو هوايي بريد په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، همدارنګه د هغوی يو موټر او په کې دهشکه هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼې د پچيراګام ولسوالۍ به سليمانخېلو او مندرخېلو سيمو کې هم د يو هوايي بريد په اړه معلومات ورکړي چې په کې ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې ياد هوايي بريدونه افغان او که بهرنيو ځواکونو ترسره کړي دي.

د يادونې ده، اوسمهال هم په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ نښتې روانې دي او وخت ناوخت پرې افغان ځواکونه هم بریدونه کوي.

يادو دواړو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.