د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر اډو د بريد ګواښ وکړ

حکومت د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر اډو د بريد ګواښ وکړ

Aug 20, 2015 - 17:59

 کابل ( پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤) : د حکومت د اجرايي مشر سلاکار ګواښ کوي، چې که پاکستان له تروريزم سره په مبارزه کې رښتونى ګام وا نه خلي ، افغان امنيتي ځواکونه او نړيواله ټولنه به د ترهګرو ځالې په ګوته او تر بريد لاندې راولي.

په کابل او ځينو ولايتونو کې له وروستيو خونړيو بريدونو څخه وروسته ، د پاکستان او افغانستان اړيکې نورې هم ترينګلې شوې دي او د ملي وحدت مشرانو د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ سخت کړى دى.

د کابل په شاه شهيد سيمه، پوليسو اکاډمۍ، قصبې سيمه او د حامد کرزي  هوايي ډګر دروازې مخ ته چاودنو کې څه باندې ٥٠ کسان ووژل شول او نږدې ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي وو چې زيات  قربانيان  يې ملکي وګړي وو.

د کابل په شاه شهيد سيمه کې چاودنې د ښار يوه برخه ويجاړه کړه او ډير زيانونه يې رامنځ ته کړل.

د حکومت اجرايي مشر سلاکار سيداقاحسين فاضل سنچارکي وايي،چې د ملي يووالي حکومت دريځ د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې څرګند دى ، افغانستان ددې ترڅنګ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ملي ګټو په اډانه کې پر دوستانه اړيکو ټينګار کوي ، خو له ترهګرۍ سره مبارزه د سيمې ټولو هېوادونو لپاره ګډه مبارزه ده.

نوموړي پژواک ته وويل :" موږ له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې  دې په رښتيني ډول ګډون وکړي ، له دې پرته به افغانستان په طبيعي ډول د خپلو امنيتي ځواکونو په ځواکمنولو سره له ترهګرۍ سره مبارزې ته زور ورکړي او د هېواد له پولو، ځان او مال، ناموس د خلکو له پت او عزت څخه به  دفاع وکړي."

 د حکومت د اجرايي مشر سلاکار زياته کړه، چې نن ټول خلک او نړيواله ټولنه په دې پوهېږي چې د تروريزم د روزنې او پالنې مرکزونه چېرته شتون لري ،نو نړيواله ټولنه او د افغانستان دفاعي ځواکونه به ټول هغه ځايونه تشخيص کړي چې ګواښ ترې رامنځ ته کېږي او بريد به پرې وکړي، څرنګه چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تر اوسه هم پر دې مرکزونو هوايي بريدونه کوي.

سانچارکي وويل،چې له پاکستان څخه د افغان حکومت غوښتنې په بشپړه توګه روښانه دي، لومړنۍ غوښتنه دا ده ،چې د طالبانو په ګډون د دولت ټولې مخالفې وسلوالې ډلې دې له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي ، خو په دې شرط چې خپلې ارادې د بهرينو ملاتړ کوونکو له ارادو څخه جلا کړي او د افغان په توګه د خبرو ميز ته حاضر شي.

هغه زياته کړه، له پاکستان څخه بله غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې خبرو اترو په بهير کې همکاري وکړي او له تروريزم سره  مبارزه کې دې برخه واخلي، کومو اډو او مرکزونو کې چې ترهګر روزل کېږي بايد ويې تړي ، طالبانو ته دا اجازه ور نه کړي څو خپلو ليکو ته کسان را جذب کړي او په خبره  او عمل کې دي رښتونى وي.

د افغان حکومت او د طالبانو استازو تر منځ  د سولې مذاکراتو لومړى پړاو د پاکستان په کوربه توب ، د امريکا او چين تر څارنې لاندې  په اسلام اباد کې ترسره شو او ټاکل شوې وه ،چې د دويم پړاو خبرې اترې د  زمري اتمه په چين يا پاکستان کې وشي  او د اوربند موضوع هم په کې ځاى درلود ، خو دا مذاکرات د ملا عمر مړينې د خبر له خپرېدو څخه وروسته ،وځنډېدې.

د حکومت اجرايي مشر سلاکار وايي:" نړيواله ټولنه هم نن ورځ دې پايلې ته رسېدلې چې پاکستان له ترهګرې سره د مبارزې په برخه کې سمه او رښتونې همکاري نه کوي ، په دې هېواد باندې فشارونه مخ پر زياتېدو دي او افغان حکومت به له دې وروسته دا موضوع د سيمې او نړۍ په کچه تر جدي څېړنې او تعقيب لاندې ونيسي."

په کابل کې له خونړيو بريدونو څخه وروسته  د افغان حکومت لوړپوړي پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او پلاوې د افغانستان غوښتنه په جدي توګه پاکستان ته وړاندې کړه.

سانچارکي وويل،چې ياد لوړپوړي پلاوي د اسنادو، پيغامونو او افغان حکومت غوښتونو ټولګه  په روښانه ډول د پاکستان په واک کې ورکړه او حکومت تمه لري چې دې  کره اسنادو ته په پام سره ، پاکستان به تصميم ونيسي چې دا هېواد د افغانستان په وړاندې څه ډول ګام اخلي.