د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو لوړپوړى پاکستانى پوځي چهارشنبه افغانستان ته راځي

يو لوړپوړى پاکستانى پوځي چهارشنبه افغانستان ته راځي

Jan 20, 2015 - 08:54

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٣ ): ټاکل شوې ده، چې دپاکستان د پوځ يو لوړ پوړى پلاوى چهارشنبه له خپلو افغان  سيالانو سره د خبرو اترو لپاره افغانستان ته راشي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر ‌( اى اېس پي ار) له خوا د مرغومي په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د سوېلي قوماندانۍ قوماندان ډګرجنرال ناصر خان جنجوعه ددې پلاوي مشري کوي.

سرچينې زياته کړې چې پلاوى به له افغان سيالانو سره د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او ددواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې پر امنيت خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دې سفرونو څخه موخه داده، چې د دواړو هېوادونو د ‌ځواکونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې همکاري  زياته او اړيکې ښې شي.

دغه پوځي پلاوى په داسې حال کې راځي چې دوه ورځې مخکې دپاکستان د پېښور ښار د قول اردو قوماندان ډګرجنرال هدايت الرحمن هم افغانستان ته راغلى و او د سرحدي پوليسو له عمومي قوماندان سره يې پر سرحدي مسايلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال هدايت دغه راز په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو له يو شمېر قوماندانانو سره هم ليدلي دي.

سرچينه وايي، دغه پوځي پلاوي د ناټو او افغان پوځي چارواکو سره په  ګډه پوله د همغږۍ او همکارۍ پر مېکانېزم خبرې کړې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په حکومتي او پوځي کچه اړيکې ښې او د چارواکو تګ راتګ زيات شوى دى.

تېره اونۍ د پاکستان د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) مشر جنرال رضوان اختر کابل ته سفر درلود، تر دې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دوه ځلې کابل ته راغلى دى.

دغه راز د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي هم تېره مياشت د ناټو له قوماندان جنرال جان کمپبل سره يو ځاى پاکستان ته سفر کړى و.

Tags: