د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اوبو او برېښنا نومول شوى وزير هم له خپلې څوکۍ تېر شو

د اوبو او برېښنا نومول شوى وزير هم له خپلې څوکۍ تېر شو

Jan 20, 2015 - 11:13

 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى٩٣): د اوبو او برېښنا وزارت لپاره نوماند محمودصيقل ددې څوکۍ له منلو تېر شو، خو د تېرېدو لامل يې نه دى څرګند کړى.

د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست يوې سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمود صيقل نن (٣٠مرغومى) ددې څوکۍ له منلو څخه تېر شوى دى.

 د يادونې ده چې تر دې وړاندې د ماليې وزارت لپاره نوماند وزير غلام جيلاني پوپل هم له خپلې نوماندۍ تېر شوى و.

که څه هم د پوپل له دې پست څه د شاته کېدو د لامل  په اړه څه نه دي ويل شوي، خو هغه ته نږدې سرچينو پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې نوموړي د ولسي جرګې د ځينو غړو د غير قانوني غوښتنو په سبب نه غوښتل دغه دنده تر سره کړي.

تر اوسه د صيقل د ځاى ناستې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د ولسمشرۍ رياست وياند نظيف الله سالارزي وويل چې اکليل احمد حکيمي د جيلاني پوپل پر ځاى ماليې وزارت ته نومول شوى دى.

وروسته له هغه چې نړيوالو پوليسو( انټرپول) اعلان وکړ چې د افغانستان د کرنې وزارت لپاره نوماند وزير يعقوب حيدري د استونيا هېواد له  مالياتو څخه د تېښتې له امله تر تعقيب لاندې دى، نوموړي تېره ورځ خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه.

تر اوسه د کرنې وزارت لپاره د يقعوب حيدرى ځاى ناستى نه دى اعلان شوى.

اوسمهال ولسمشر غني له غرمې وړاندې١٠:٤٥ ولسي جرګې ته تللى او نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور پېژني.

 

Tags: