د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندوز ښار کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

په کندوز ښار کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

Dec 23, 2014 - 17:31

کندوز(پژواک، ٢ مرغومى ٩٣): په کندوز ښار کې د  مقناطيسي ماين چاودنې درې ملکي وګړي  ټپيان کړي او د ملي اردو يو رېنجر موټر يو څه زيانمن شوى.

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د عرض بيکي جومات مخې ته د کندوز ښار  د کنجاړه پلورنې بازار کې وشوه.

 د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه  ماين د ملي اردو تر رېنجر موټر لاندې ځاى پر ځاى شوى  و،  چې د چاودنې له امله يې دوه ملکي وګړي چې له هغه ځايه تېرېدل، ټپيان شول.

 هغه زياته کړه چې په ياد موټر کې څوک نه و، خو د پېسې ساحې ته نږدې هټيوال عاقبت الله وويل چې په دې چاودنه کې يو ١١ کلن ماشوم او يو بل سړى ژوبل شوي ، چې د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.

 دغه اوسېدوکي زياته کړه چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار کې چاودنې زياتې شوي او خلک يې وېرولي دي.

تېره ورځ هم په کندوز ښار کې د ميوند بانک مخې ته د پوليسو په رېنجر موټر کې د مقناطيسي  ماين د چاودنې له امله يو ملکي  وګړى ووژل شو او درې نور ملکي وګړي او درې پوليس ټپيان شول.

 

د ويلو ده چې په وروستيو څو مياشتو کې د پوليسو پر رېنجر موټرو د مقناطيسي  ماينونو چاودنې زياتې شوې چې لسګونه کسان يې ژوبل کړي، خو د ګوتو په شمار کسان يې وژلي دي.

د زياتو دا ډول پېښو مسووليت وسله والو مخالفينو منلى دى.

Tags: