د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون خپرونې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون خپرونې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

Oct 11, 2014 - 13:03

ميدانښار ( پژواک ۱٩ تله۹۳) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې ددې ولايت ملي راډيو تلوېزيون ته د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ونه شوه، نو خپرونې بندېدلى شي.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ملي تلوېزيون ترڅنګ هېڅ تلوېزيون خپرونې نه لري، خو ملي راډيو يواځې څو ساعته خپرونې لري،چې په ډېرو کمو سيمو کې اورېدل کېږي .

هغه زياتوي چې که د ملي راډيو تلوېزپون عمومي رياست د دغه ولايت ملي راډيو تلوېزيون ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو ښايي شته خپرونې يې هم له منځه لاړې شي .

د نوموړي په وينا، د ولايت مقام تل هڅه کړې،چې تر خپل توانه پورې د راډيو تلوېزيون اداري چارې ښې کړي او په همدې لړ کې د راډيو تلوېزيون له عمومي مشرتابه سره هم خبرې اترې وکړې خو له ژمنو سره سره يې کومه ګټه نه ده کړې .

د ميدان وردګو د ملي راډيو تلوېزيون امر عبدالواحد عاطف هم پژواک ته د اسانتياوو نه شتون د دوی د خپرونو پر وړاندې ستره ستونزه وګڼله .

هغه وايي : (( زموږ ټول کارکوونکي مسلکي او لېسانس دي،خو د دوی لپاره د کاري سهولتونو نه شتون د دې لامل شوی،چې د راډيو تلوېزيون خپرونې له ستونزو سره مخامخ شي .))

نوموړی وايي چې د بېلابېلو پېښو پر مهال يې وسايل خراب شوي، خو د ملي راډيو تلوېزيون مرکزي ادارې ورته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې .

ده زياته کړه  چې په يوه خرابه کرايي ودانۍ کې اوس مهال فعاليت کوي، په داسې حال کې، چې د ښاروالۍ له خوا دوی ته ځمکه هم په واک کې ورکړل شوې ، خو د ملي راډيو تلوېزيون مرکزي ادارې ورته دودانۍ جوړولو بوديجه هم نه ده ورکړې .

د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار پژواک اژانس ته وويل چې د تلوېزيون امريت پر وړانديز او اداري غونډې په تاييد سره سل جريبه ځمکه ملي راډيوتلوېزيون ته ورکړل شوې  ده.

هغه زياته کړه، سره له دې چې د دغه ولايت د تلوېزيون امر د يادې ځمکې اسناد تر قانوني مراحلو طی کېدو وروسته د ملي راډيو تلوېزيون رياست ته سپارلي ، خو د هغوی له خوا پرې هېڅ کار نه دی شوی.

دى وايي (( که ملي راډيو تلوېزيون پر هغه ځمکه کار وکړي نو د عوايدو په لاسته راوړلو کولای شي،چې د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون ته ښې اسانتياوې برابرې او خپرونې يې زياتې او معياري شي.))

د يادونې ده اوس مهال د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون ۳ ساعته بېلابېلې ثبتي خپرونې لري .

په کابل کې د ملي راډيو تلوېزيون رييس زرين انځور پژواک اژانس ته وويل چې  د ميدان وردګو ولايت د ملي راډيو تلوېزيون پر ودانۍ ځانمرګى بريد او راکټي بريد شوى و او ودانۍ يې زيانمنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له اړونده څانګې مو د اړتياوو او ستونزو راپور غوښتي دى او د هغوى د راپور په اساس   به ورسره اړينه همکاري وشي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ ولسمشر احمدزي د رسنيو له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې ، چې په  ملي راډيو تلوېزيون کې به اصلاحات راولي.